ليكوال: جواد فاضل> ژباړه: لعل اقا شيرين
لومړۍ برخه
نجما
نيمه شپه وه، په شپېني تورتم كې له ځايه راپاڅېد، چې خپل بار او بستره وتړي او ځان لږ راسمبال كړي، څو په شپږو بجو په هوايي ميدان كې د پرواز لپاره تيار وي. شل ورځې د مخه يې د امريكې له سفارت څخه ويزه هم اخيستې وه او همدا پرون يې ټكټ هم كړى و، نو ده ته د غوټې او بيك له تړلو پرته بل كار نه وو پاتې، فقط دومره يې بايد كړي وايي، چې ميدان ته تللى واى او په الوتكه كې ناست واى.
له خداى او هغه پرته، نور هېڅوك نه پوهېدل، چې هغه څه كوي؟ او ولې له خپله كوره او ملكه تښتي؟ اود خيال مرغه يې كوم لورته الوت كوي او څه مقصد لري؟
پلار يې حاجي ... و، داسې يو حاجي.... چې ترجګړې په مخكې كلونو كې خورا شتمن و او ان مليونر و، خو ترجګړو وروسته يې دا مليونونه هستي په مليارډونو بدله شو، مګر همدا ايكي يو زوى يې درلود. د هغه لپاره يې د جليل نوم ټاكلى و.
حاجي په خپله نه ختمېدونكې شتمنۍ د جليل لپاره هومره زحمتونه وګالل، چې په پاى كې يې زوى د ودانيزو چارو انجنير شو. او دا انجنير جليل د حاجي.... زوى دى، چې اوس نيمه شپه له خوبه راپورته شوى، تخت ته يې شا اړولې، څو د خپل سفر بندوبست وكړي او له خپل بوډا پلار او هيله مندې مور له سترګو پناه شي او په يوه بله نړۍ كې پښه كېږدي.
بيك يې وتاړه او چپنه يې له كوټبنده راكوزه كړه او د بيك پر سر يې كېښوده او بيا يې سګريټ ولګاوه او د كړكۍ ترشا ودرېد، څو د شپې له ښكلا څخه د تهران په شپېني تورتم كې خوند واخلي او د وروستي ځل لپاره د خپل كور، كلى او ماحول له سترګو تېر كړي.
دا كړكۍ جنوب ته خلاصېده او ترهغه، چې سترګو كاركاوه لرې لرې كلي، بلډنګونه او ماڼۍ په نظر راتلې، خو د دغه ساختماني انجنير سترګې د كوڅې په پاى كې، په كوڅو او پس كوڅو كې په يوې وړې حويلۍ پسې سرګردانه وې.
په نيمه شپه كې ستورو هم په ډېره بې حيايئ سترګكونه وهل او زړه راښكونكې منظره يې جوړه كړې وه. څراغونو هم د شپې د پيل له مهاله ډېره روښنايي پاشله.
هلكى، چې د ساختماني چارو انجنير و، ترموږ او تاسې يې په آسانۍ كولاى شول، چې خپل نظرونه په تپه تياره كې هم نورهم مخته وځغلوي او خپل زړه هغې كاه ګلي كوډلې ته، چېرته چې د هغه آرام ځاى و، ورسوي، هغه كوم ځاى و؟
***
مور مې وايي، چې زه به مې له خورزې پرته بله كومه نجلۍ د ناوې په توګه كورته رانه ولم او پلارمې همدا خبره كوي. د پلار او مورمې شهلا خوښيږي، ځكه هغه خورا شتمنه ده، خو رښتينې دا ده، چې هغه ډېره ښه نجلۍ هم ده. زما د خاله لور، چې سږكال ژمى له دولسم ټولګي فارغيږي، څه ناڅه ښكلې هم ده، زده كړه يې كړې، باتربيه او مينه ناكه ده، ډېره نجيبه او پاك لمنې ده، خو زما په درد نه خوري، ځكه زه زړه نه لرم، چې هغې ته يې ډالۍ كړم. نو آيا دا ګناه نه ده، چې يوه ښكلې نجلۍ، چې هم شتمنه ده، هم ښلكې، هم دولسم پاسه، هم مينه ناكه ده، زما لپاره خپله ځواني خاورې او اېرې كړي! زما لپاره، چې ورسره مينه نه لرم، يعنې نه شم كولاى، چې ورسره مينه وكړم او دا زما مجبوري ده او دا لويه ګناه ده، چې هغه زما په تمه شپې سبا كړي، زه ډېر ګناهګاريم او نور نو زما اوږې هومره مزبوتې نه دي، چې د دغې ګناه پېټى هم يوسي. له كله چې په ځان پوهېدلى يم، هوسباز، لوچك او شهوتران پاتې شوى يم. كه بدرنګه وم، خو ښه لباس، وروستي ماډل موټر او بې حسابه پيسو د ښكلو وړكو په كتار كې درولى وم او ماته يې لاره خلاصوله، چې په ښكلو جنكو او نجونو پسې ولوېږم او په زر او زور خپلې هيلې پوره كړم.
لپ و جپ مې جوړ و، نازمې چلېده او په يوه بازاركې هم بې مشتري نه پاتې كېدم، خو بايد ووايم، چې هېڅكله له بوټانو سره سيند ته نه ورګډېدم. ترهغه مې چې د مقابل لوري كشش نه مونده، څه مې نه كول، هسې نه چې خواري مې بې ځايه شي.
پلار او مورمې په دې خاطر، چې جليل ايكي يو دى، هلك دى او ځوان دى، ماته ميدان راكاوه او همداسې سرايله يې پرېښوى وم، چې لوبې او مزې وكړم او په عين حال كې زده كړه مې هم كوله. كه څه هم چې چندان ښه شاګرد نه وم، خو دومره بد هم نه وم. همدا چې پوهنتون ته ولاړم، د خاله د لور خبره مې راميدان ته شوه. مور مې هڅه كوله، چې شهلا راته سترګو سترګو ته كړي، خو په دې نه پوهېده، چې ما په دې تېرو څلورو پنځو كلونو كې دومره ښكلاوې او جمالونه ليدلي، چې شهلا ته مې هډو پام نه و.
ومې ويل، چې مورجانې له دغو خبرو تېره شه او پريږدئ، چې دا معصوم ماشوم، له هغه چا سره، چې مينه لري او هغه يې هم غواړي واده وكړي. زه او شهلا يو هم د بل په اړه فكر نه كوو او دا ښه نه ده، چې زموږ دواړو راتلونكې د ادابو او دودونو په قتلګاه كې قرباني كړئ. د خداى لپاره له دغه زاړه استبداده لاس واخلئ او اجازه راكړئ، چې د خلكو د خاله له لور سره واده وكړ او هغه هم د خلكو د خاله له زوى سره واده وكړي.
خو مورمې زما په خبرو كې راولوېده او نارې او سورې يې جوړې كړې، چې د دغې ځان غوښتنې سبب دې څه دى؟
دغه ښاغلي حاجي... او حجياڼۍ، چې د ځوانۍ له پيله خپل هلكى شپه او ورځ ازاد پرېښى، اوس غواړي، چې د هغه له خپلسرۍ او ځان غوښتنې انتقاد وكړي او تعجب كوي، چې دغه وړكي په كوم جرئت د خپلو مشرانو له فرمانه مخ اړولى؟
پلارمې چېغه كړه، چې نافرمانه زوى له مېراثه محروموم، خو ما مې د پلار په توراو برېښ وخندل او په بې پروايي مې خپل عيش او عشرت ته دوام وركړ. په .... لمريزكال مې زده كړې پاى ته ورسېدې او دا دروند پېټى مې له اوږو كوز شو. په زړه كې خوښ وم، چې د خاله لورمې لاهم سبق وايي او لاهم هغه وخت نه دى رارسېدلى، چې له ما سره غاړه شي. نو يو زه وم، يو مې موټر او بله مې نه ختمېدونكې ازادي وه، خو د وخت په تېرېدو مې احساس كړه، چې له دغې زندګۍ سخت ستړى شوى يم.
كه رښتيا راباندې وايي، دغو نازو نخرو، مكيزونو، رنګارنګ ويناوو، رنګ رنګ صفتونو او رنګ رنګ جمالونو او له تقليده ډكو موسكاوو مې زړه وهلى و او سخت ترې بېزاره شوى وم. د همدې لپاره مې له ځانه سره نقشه وايسته، چې نن د ښار د شمالي برخې پرځاى جنوب لور ته د موټر اشترنګ وڅرخووم. د ښارپه جنوبي برخو كې له ترو ټيكريو او چادرنمازونو پرته نور داسې څه نه ترسترګو كېدل، چې زما زړه پرې ښه شي او يوه شيبه پرې بوخت شم. مخته ولاړم، نورهم مخته شوم، ترهغه چې د ((سيمان)) په نوم پله ته ورسېدم، ومې كتل، چې دا صحرا د ښكار صحرا نه ده او له راګرځېدو پرته بله چاره نه لرم.
ښارته په راګرځېدو كې وم، چې سترګې مې په كارګرو نجونو ښخې شوې، چې د رخت جوړونې له يوې فابريكې څخه راوتې او پلې پر لاره رهي شوې. د ټولو چادرنمازونه پر سر وو، خو مخونه يې لوڅ وو.
د موټر په عقب ښېښه كې مې وروكتل او ناڅاپه مې سترګې په يوې ګل څېرې ولګېدې، چې څومره وسه مې وكړه، سترګې مې ترې وانه ړولى شوې. خداى شاهد دى، چې نجلۍ د ۱۶ او ۱۷ كلونو په منګ وه او داسې يوه ګل ته ورته وه، چې د وحشي ګياه په منځې كې راشين شوى وي.
+ نوشته شده توسط لعل اقا شيرين در سه شنبه سیزدهم بهمن 1388 و ساعت
8:53 |