لعل اقا شیرین

د ژرندې په پلونو دل شوی ملت

 

((احساساتو مو وطن برباد کړی او نن چې په وطن بده ورځ جوړه شوې، دا د مشرانو او کشرانو د بې ځایه احساساتي ویناوو، پایله ده.))

دا د کابل ولایت د قلعه زمانخان د یوه تن اوسېدونکي ۳۲کلن نثاراحمد وینا ده چې د جمهور رئیس کرزي وروستۍ احساساتي وینا سخت په غوسه کړی او پایلې یې د افغانستان لپاره ښې نه ویني.

جمهور رئیس کرزي د غبرګولي په ۱۰ مه نېټه د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د ناټو په عملیاتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۱۴ تنو عامو وګړو مرګ ژوبلې ته په اشارې ویلي وو چې د دا ډول بې باکانه عملیاتو د دوام په صورت کې به د دوی حضور په اشغالګرو تعبیر شي.

خو نثار احمد افغان انتقاد کوي چې جمهور رئیس کرزی په خپله لس کلنه دوره کې بیا بیا له غربیانو سره په ناغوښتلې توګه په لفظي شخړې کیوتی چې د طالبانو او القاعده پر وړاندې یې جګړه هم زیانمنه کړې او ښايي د دغې مبارزې د ناکامۍ یو علت دا وي چې یو لوری هم سره یوه خوله نه دي او د یوه او بل پر وړاندې سنګر نیونې کوي.

د نثار په وینا دا وطن په احساساتو نه، بلکې په فکر او غور له بحران څخه وتلی شي:(( زه فکر کوم چې خپل عادتونه باید شاته وغورځوو، په ګریوان کې فکر وکړو او په دې غور وکړو چې په دغسې حالاتو کې مو څه په ګټه دي او له فرصتونو څرنګه ګټه پورته کولی شو؟))

د کابل ښار د ۱۲ مې ناحیې اوسېدونکی ۲۸ کلن سبحان الله چې د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ د وژل شویو ملکي وګړو له کورنۍ سره خپله غمرازې ښيي، حیران دی چې جمهور رئیس کرزي په کوم بنیاد بهرنیانو ته اشغالګر ویلي دي، په داسې حال کې چې همدوی ورسره د طالبانو پر وړاندې په جګړه کې همکار پاتې شوي دي:( (تر پروسږکال پورې خبرېدیم چې باډیګارډان یې خارجیان دي، نن راځي او د ملکیانو څخه دفاع کوي او وايي چې دوی وطن نیولی دی، آیا دا اووه اته کاله چې د ملکیانو د وژنې کمسیونونه جوړ شول نتیجه یې ورکړه چې اوس به یې ورکړي.))

که څه هم سپینې ماڼۍ، په کابل کې د ناټو ویاند او د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال پتریوس په زغرده د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د جمهور رئیس کرزي اندېښنه پرځای بللې، خو سبحان الله بې باوره دی چې د نوموړي دې غوښتنې ته چې هوايي بمباري دې بنده شي او له شپو چاپو دې لاس واخیستل شي، لبیک وویل شي: (( دا یو څرګند حقیقت دی، د کرزي له وینا وروسته ناټو په خپله وینا کې وویل چې په افغانستان کې هوايي حملې ضروري دي، نو دا فرمان او غوښتنه په چا عملي کېږي.))