د موسى كلا له اسېدونكو سره په ژمنو عمل پكاردى

شيرين

د موسى كلا له اسېدونكو سره په ژمنو عمل پكاردى

د هلمند ولايت موسي كلا ولسوالۍ د طالبانو له خوا پرې د ۱۱ مياشتو واكمنۍ چلولو وروسته نږدې درې اوونۍ وړاندې د ملي اردو په مشرى او د ائتلافي او ناټو ځواكونو په ملتيا د طالبانو له شتون څخه پاكه شوه.په دغې ولسوالۍ كې له عملياتو مخكې په سلګونه كورنۍ د موسي كلا ګاونډيو او لرو پرتو دښتو ته بې ځايه شوې وې، چې لاهم د دغو كورنيو زيات شمېرخپلو كورونو ته نه دي ستانه شوي.

ادامه نوشته

په افغانستان كې دعدالت د تطبيق هيله ، خوب دى كه خيال

شيرين

 

په افغانستان كې دعدالت د تطبيق هيله ، خوب دى كه خيال

جمهور رئيس حامد كرزې د تېري اوونۍ په لومړى ورځ د بشري حقونو د ورځې د لمانځلو په غونډه كې په ډاګه كړه، چې حكومت يې د سرغړوونكو او جنايتكارانو د محاكمه كولو وس نه لري.

په کابل کې د بشرحقونو د نړيوالې ورځې اود بشري حقونو د سرغړاوي څخه د قربانيانو د ملي ورځې د نمانځلو پر مهال جمهور رئيس كرزى د جنگي جنايتونو د پاتې شويو ويرجنو کسانو سره مخ شو.

ادامه نوشته

د افغاستان كانونه رڼه پانګه اچونه غواړي

ليكوال: لعل اقا شيرين

 

د افغاستان كانونه رڼه پانګه اچونه غواړي

 

د روان كال د لړم په ۳۰ مه رسنيو خبر وركړ، چې د لوګر ولايت د عينكو د مسو كان تر راتلونكو ۳۰ كلونو پورې د ( MCC ) په نوم يوې چينايي كمپنۍ ته وركړى شو. چين غواړي چې د( MCC) كمپنۍ پر مټ د لوګر ولايت د عينكو پر كان 2.8 مليارډه ډالره پانګونه وكړي. د كانونو وزارت چارواكي وايي، چې هركال له دغې لارې ۴۰۰ مليونه ډالره د افغانستان بودجې ته لېږدول كيداى شي.

ادامه نوشته

له طالبانو سره د جمهور رئيس ټيلفوني خبرې

شيرين

 

له طالبانو سره د جمهور رئيس ټيلفوني خبرې

جمهور رئيس حامد كرزى له ډېرې مودې راهيسې له طالبانو سره د خبرو اترو مسئله راپورته كوي، خو دغه مسئله داسې يوه خوب ته پاتې كېږي، چې تعبيرول يې چندان اسانه هم نه برېښې. جمهور رئيس كرزي نږدې يوه نيمه  مياشت وړاندې وويلي وو كه چېرې د طالبانو مشرانو په تېره بيا د ملا عمر او د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حكمتيار ادرس او يا ټيلفون نمبر ورته معلوم واى، دى به يې خپله بللو ته ورغلى واى اويا به يې ورسره په ټيفلون خبرې كړې واى.

ادامه نوشته

د هېواد د ملي ستراتيژۍ يو مهم جزپوځي ستراتيژي ده

شيرين

د هېواد د ملي ستراتيژۍ يو مهم جزپوځي ستراتيژي ده

د روان كال د ليندۍ پر۱۱مه نېټه يوځل بيا د افغانستان د فاع وزارت غږ وكړ، چې د افغانستان ملي پوځ دې دوه سوه زرو ته كړى شي. د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي ويلي دي، چې د پوځ په پراختيا سره نه يوازې د طالبانو په وړاندې جګړه كاميابيداى شي، بلكې د بهرنۍ لاسوهنې مخنيوى هم اسانه كوي.

د طالبانو له پرځېدو سره جوخت د بن په كنفرانس كې د افغانستان د نوي سياسي جوړښت د طرحې ترڅنګ د ۷۰ زره كسيز پوځ د جوړېدو وړاندېز هم وشو.

ادامه نوشته