شننه: ولې مو ماشومان فلج شي؟

 

 

ولې مو ماشومان فلج شي؟

د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د ماشومانو د فلج ناروغي په افغانستان كې پخه ماضي لري او له كلونو كلونو راهيسې يې پرنړيواله كچه پروړاندې مبارزه روانه ده. كه څه هم چې دم ګړۍ د ماشومانو د فلج ناروغي په افغانستان كې مخ پركمېدو او د هېواد د عامې روغتيا وزارت چارواكي په خپل ټاكلي وخت د ماشومان واكسين ترسره كوي، خو بيا هم ځاى ځاى د هېواد په بېلابېلو ولايتونوكې د دغې ناروغۍ نښې نښانې ترسترګو كېږي. څه موده وړاندې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت اعلان وكړ، چې د فلج ناروغۍ پنځه پېښې  يې په هېواد كې ثبت كړيدي.

د عامې روغتيا وزارت د رپوټ له مخې تېركال د ټول هېواد په كچه د فلج څلور پېښې ثبت شوې وې. دغه راز په پاكستان كې سږكال د دغې ناروغۍ دوه پېښې ترسترګو شويدي.

د فلج د ناروغۍ پروړاندې له اوږدو كلونو راهيسې نړيوالې هڅې روانې دي، خو نړيوال روغتيايي سازمان، د ملګرو ملتونو له خوا د ماشومانو صندوق او څونور سازمانونه لاهم په دې نه دي بريالي، چې دغه ناروغي په بشپړ ډول له نړۍ څخه پوپنا كړي.

لكه څنګه چې په سركې ورته اشاره وشوه په افغانستان او پاكستان كې د فلج ناروغي مخ پروركېدو وه، خو په هند او نايجريا كې د پاشلو هڅو په پايله او د واكسين نه تطبيق دا زمينه برابره كړه، چې دغه ناروغي شلو نورو هېوادونو ته خوره كړي، چې يوهم پكې افغانستان او پاكستان دى او لامل يې هغه تګ راتګ ښودل كېږي، چې د هېوادونو د وګړيو ترمنځ كېږي.

ادامه نوشته

تحليلي رپوټ: د افغانستان لرغوني اثار له ګواښ...

ليكوال: لعل اقا شيرين( كليد ۲۷۸مه گنه)

 

د افغانستان لرغوني اثار له ګواښ سره مخ دي

 

    دم ګړۍ ويل كېږي، چې افغانستان له ۱۲۰ څخه زياتې لرغوني سيمې او تار يخي ځايونه لري، چې هر يوه  يې په خپل وار سره  سيلانيان ځانته راجلبوي، خو د امنيتي ستونزو له كبله يې سيلانيان د ليدو جرئت نه شي كولاى.

افغانستان د خپل جغرافياوي موقعيت په ساتلو سره،  وخت پر وخت شرقي او غربي مدنيت سره غوټه كړى او د اشياوو د راكړې وركړې يو مهم مركز و، چې د نړۍ په نورو هېوادونو كې يې سارى نه لېدل كېږي.

 افغانستان د لوى احمدشاه بابا د امپراطورۍ  پرمهال په دغه نوم نومول شوى او څو زره كلن تاريخي او فرهنګي ميراثونه په ځان كې خوندي لري.

د افغانستان فرهنګي ميراثونو، چې زموږ د هېواد په بريمن او په له وياړه ډك  تاريخ كې يو ارزښتمن باب پرانستى و، د تاريخ په اوږدو كې د وخت د خېلواكو نظامونو لخوا يا لوټ شوي او يا هم د له منځه تللو په حال كې دي.

بهرنيو هېوادونو ته د افغانستان د تاريخي او فرهنګي اثارو غلا او قاچاق په تيره بيا ګاونډيو او نورو ته  د ميلادي پيړۍ د نويېمې لسيزي په سر كې شروع شوه. د هېواد ملي موزيم، چې پكې سل زره پارچې تاريخي او فرهنګي اثار خوندي  وو، په كابل كې هغه وخت چور شو، چې خپل منځي جګړې  پيل شوي.

ادامه نوشته

(HIV) وژونكى ويروس

ليكوال: لعل اقا شيرين

 

(HIV)  وژونكى ويروس

 

د ايډز د وژوونكي ناروغۍ لومړنى پيښه پر ۱۹۸۱ ميلادي تبيت شوه ، خو د ناروغۍ عامل، چې د HIV په نوم يادېږي پر ۱۹۸۳ كال وپېژندل شو. اېډز په ډېرې چټكۍ سره پر شمالي او جنوبي امريكا سربېره په اروپا، افريقا او اسيا كې خپورشو. دامهال په نړۍ كې څه د پاسه څلوېښت ميلونه وګړي په اېډز اخته دي، چې د دغه شمېرله ډلې څخه څه د پاسه ۳۷ ميليونه يې ځوانان جوړوي.

دغه وژونكى ويروس  توكم، ژبه ، مذهب، نر، ښځه،  پوله،  غريب او بډاى نه پيژني او د ټولو پروړاندې  يو شان عمل كوي  او همدې يو رنګۍ يې د نړۍ په ګوټ  ګوټ كې تراوسه  20 ميلونه وګړي  وژلي دي.

دترسره شويو شمېرو له مخې ويل كېداى شي، چې هر كال  6\4 ميلونه  هغه وګړي، چې د ځان ساتنې لارې چارې نه مراعاتوي د ايچ  اى  وي  په وايروس اخته كېږي.

په دغه وايروس د ككړتيا كچه په هغه ځوانانو كې، چې عمرونه يې له 15 كلونو  نيولې بيا تر25 كلونو پورې رسي زياته ترسترګو كېږي. په ايډز د اخته ښځو شمېره 6\17 ميلونه اټكل شوې  او 2\2 ميلونه يې هغه كوچنيان دي، چې عمرونه  يې له پنځلسو كلونو كم دي.

په افريقا كې  په هرو دوو دقيقو كې يو تن په ايډز اخته كېږي، مګر په ټوله نړۍ كې   بيا په هرو دوو دقيقو كې دوه تنه په دغه  وايروس اخته كېږي، چې ډېرى يې  په پرمختللو هېوادونو پورې اړه لري.

دې ناروغۍ ټوله نړۍ له يوه سترګواښ سره مخ كړېده، خو د اسياسي هېوادونو په پرتله په نورو هېوادونو كې زياته ښكاري. د يوې شمېرې له مخې ويل كېداى شي، چې په اسيايي هېوادونو كې  2\8 ميلونه وګړي  په ( ايچ اى  وي  )  اخته دي ، چې  په دوى كې   3\2 ميلونه يې ښځې دي.

كتونكي په اسيايي هېوادونو كې د ( ايچ  اى  وي ) د چټكې خپرېدا پړه د ځان ساتنې د لارو چارو په نه مراعات كولو وراچوي، چې ګواكې څوك پسې سرنه ګرځوي.

 دغه راز ملګرو ملتونو پردې اندېښنه ښودلې، چې په اسلامي هېوادونو كې زيات شمېرهغه وګړي، چې په اېډز اخته دي له ځان ښودلو ډډه كوي، چې دغه كړنه بيا د كره شمېرې د وړاندې كولو په ترڅ كې خنډ جوړوي.

په پاكستان كې د په اېډز د اخته شويو كسانو شمېر لله 70 زروڅخه  تر 80 زرو پورې اټكل شوى ، حال دا چې  په افغانستان كې بيا دغه اتكل د نويو شمېرو له مخې د درې زرو په شاو خواكې راڅرخي. خو د افغانستان د عامي روغتيا وزارت د نويو څرګندونو له مخې د ۲۴۵ رسمي پيښو پخلى شوى. تردې وړاندې يوازې د ۴۹ پيښو پخلى كېدو، چې ۱۷ پكې ښځې  او درې تنه ماشومان ښودل شوې وو، چې د ماشومانو له ډلې څخه دوو تنو يې خپل ژوند هم له لاسه وركړى دى.

د ډاكټرانو په وينا ترټولو مهمه او د پام وړ موضوع د اېډز بشپړه پېژندنه ده، چې ايډز څه شى دى؟ څنګه خپرېږي؟ څنګه ترې ځان ساتلى شو؟ او ايا تراوسه پورې څوك ترې رغېدلى دى او كه نه ؟

ادامه نوشته

تحليلي او څېړنېز رپوټ: ډله ييزې وژنې؛ بشري ضد جنايتونه

ليكوال: لعل اقا شيرين، كليد( ۲۷۶ ګڼه)

 

ډله ييزې وژنې؛ بشري ضد جنايتونه

د روان لمرېز كال د چنګاښ په ۱۴مه د كابل ښار په شمال د چمتلې په سیمه كې پوليسو يو ډله ييز قبر ومونده، چې په سلګونه تنه پكې ښخ شوي وو. دا لومړى ځل نه دى، چې په افغانستان كې دا ډول ډله ييز قبرونه موندل شوېدي. پر افغانستان د روسانو له يرغل راهيسې، چې تراوسه پورې په هېواد كې جګړه روانه ده، د هېواد په بېلابېلو برخو كې په لسګونه زره افغانان د نظامي ادلون بدلون له كبله وژل شوي او په ډله ييزو قبرونو كې ښخ دي، چې دا په افغانستان كې د جنګي جنايتونو سترې بېلګې بللى شو، خو تر دم ګړۍ نه يوازې دغه ټكي ته افغان دولت بلكې نړيوالې ټولنې هم جدي پاملرنه نه ده كړې، حال دا چې د دغو جنايتونو عاملين بايد په ګوته او د محاكمې په كټاره كې ودرول شي او دا هغه څه دي، چې په ترسره كېدو به يې په افغانستان كې د قانون واكمني پيل شي.

په تېرو پنځو كلونو كې د افغان ملت تر ټولو ستره هيله، د جګړې د جنايتكارانو د محاكمه كولو موضوع وه، چې لا هم د شك او شبهې په حالت كې پاتې ده.

افغان ملت د كمونستي رژيم له واكمنيدو راهيسې بيا ترننه پورې د داسې ظلمونو شاهد پاتې شوى، چې سړى يې په ويلو شرمېږي. په تېرو ۳۰ كلونو او ان ترننه پورې ملت د ربړونو او كړاوونو څكه كوي، چې څرګندې بېلګې يې په همدې تېرو دېرشو لسيزو كې لېدلى شوو.

 افغانستان د نړۍ هغه هېواد دى، چې پكې واكمنو رژيمونو د خپلې بقا لپاره زياتې وژنې او ډول ډول نه زغمونكي ظلمونه كړي. په دې وطن كې نه پر انسان رحم شوى، نه پر فصلونو، نه پركورونو، نه پر كوچنيو نجونو او هلكانو او نه هم پر مړيو. ان په پلازمنيه كابل كې د خلكو په سرونو ميخونه ټك وهل شوي، د ښځو تيونه پرې شوي، مړي نڅول شوي، د ښځو د ماشوم زېږونې نندارې شوې، په دې ملك كې هغه څه شوي دي چې ان تاريخ يې په ليكلو شرمېږي او دا ټول هغه څه دي، چې د كورني ناتار په ترڅ كې يا د وخت د واكمنو په اشاره او يا هم په جګړه كې د ښكيلو قوماندانو او وسله والو ډلو له خوا ترسره شوي، چې تراوسه يې ترخې خاطرې د خلكو په ذهنونو كې پاتې دي. همدا چې هره ورځ د ملكي وګړيو پر كورونو بمبارى كېږي او يا په سلګونه تنه  خپل كورونه پرېږدي ورته څه ويلاى شوو؟ دا به هم د ډله ييزو وژنو او مهاجرتونو بله تراژيدي وي، چې د جمهور رئيس كرزي د حكومت د واكمنتيا پرمهال تر سره كېږي او د بشر حقوقو نړېوالې ټولنې هم په دې اړه خپل غږ نه باسي.

دا څووم ځل دى، چې د روان كال له پيل راهيسي ځاى ځاى په افغانستان كې د تېرو وحشيانه وژنو او كړنو پاتې شونې پېدا كېږي او د تېرو جنايتونو په اړه سړى هېښوي. د بشري حقونو د سازمانونو د سروي ګانو له مخې چې رسمي ارقام بلل كېږي، په ټول هېواد كې ۸۸ ډله ييز قبرونه شتون لري، خو د چمتلې دښتې او بد خشان ولايت د ډله ييزو قبرونو موندنه هغه څه دي، چې د خلكو په ذهنونو كې د تېر ناورين د ډله ييزو وحشيانه وژنو ښكارندويي كوي.

د چمتلې په دښته كې تر موندل شويو قبرونو وړاندې، په فراه، غزني او هرات كې دا ډول ستر او كوچني ډله ييز قبرونه موندل شوي دي. په غزني ولايت كې خو د موندل شويو مړو په اړه ويل كېدل، چې جامې او مړي يې نه وو خراب او پېژندل كېدل، چې د كوم ځاى او كلي دي او څه وخت وژل شوي دي.

د چمتلې د دښتې د موندل شوي ډله ييز قبرد عيني شاهدانو په وينا په دغو قبرونو كې، چې په حقيقت كې لس بېلابيل قبرونه گڼل كېږي، ځينې مړي د ناستې او پر دېوال د تكيې په حالت كې وو، څو كوپړيو د دې ښكارندويي كوله، چې په ګوليو وېشتل شوي. ډېرى جسدونو دا سپيناوى كاوه، چې د ځينو شخصي جامې په تن وي. د چمتلې په سمڅو كې د ملكي وګړيو ترڅنګ داسې جسدونه هم ترلاسه شوي، چې عسكري يونيفورم يې درلود، دغلته يو عسكري بوټ هم ترلاسه شوى، چې له جرابې سره د پښو هډوكى پكې پروت و.

 

ادامه نوشته

تحليلي رپوټ: د ايټاليا كنفرانس، د قانون تطبيق او...

ليكوال:لعل اقا شيرين،كليد( ۲۷۴ گڼه)

 

د ايټاليا كنفرانس، د قانون تطبيق او د قضايه قوې پياوړتيا

 په دې كې هېڅ شك نشته، چې د افغانستان له اساسي ستونزو څخه، چې هېواد يې د كړكيچ پرلور رهي كړى دى، يو هم د قانون نه پلې كېدل او د هغه نه تطبيق دى، چې پر افغان دولت سربېره يې نړيواله ټولنه هم اندېښمنه كړې ده. د خلكو په انګېرنه د قانون نه تطبيق يوه ملي ستونزه ده او له هغه ځايه، چې د افغانستان روانې پيښې پر نړيوالې ټولنې هم خپل اغېز ښندي، نړيواله ټولنه دې ته مجبوروي، چې د هر هغه څه په وړاندې، چې په افغانستان كې پيښېږي د مسووليت احساس وكړي.

همدا ټكى د دې لامل شوى، چې په نړيواله كچه دې د قانون د نه پلي كېدو، له قانون څخه د سرغړونې د لاملونو په اړه ستره او كره ارزونه وشي.

د ايټاليا هېواد د روم په غونډه كې چې د ۱۳۸۶ لمرېزكال د چنګاښ په ۱۱مه پيل شوه، د افغانستان د عدلي او قضايي سمون د بهير او د قانون د تطبيق او نه تطبيق مساله وڅېړله. په دغه غونډه كې پرحقوقي مرستو سربېره، بشري حقونو ته لاسرسى، د قانون جوړولو بهير او له اساسي قانون سره د هغه پر تطبيق، په ولايتونو كې د عدلي او قضايي ادارو ترمنځ د همغږۍ پر رامنځته كولو، افغانانو ته د حقوقي زده كړو پر وركولو، د اداري فساد په وركاوي او د حكمونو پر اجرايي اړخ ټينګار وشو.

خو هغه څه، چې اړين دي او بايد له نظره ونه غورځول شي، هغه دا دي چې افغان دولت بايد د دغې غونډې له پايلو څخه په هېواد كې د قانون د پلي كېدو، د قضايي ځواك د پياوړتيا، د امنيت د ټينګښت، د اداري فساد د له منځه وړلو، د نيشه يي توكو د پوه پناه كولو، د جنګي جنايتكارانو د محاكمه كولو او د غيرمسووله وسله والو ډلو د بې وسلې كولو په برخه كې جدي اقدامات وكړي.

 

 قضايه قوه ، كه لاس ترزنې ځواك:

هر هغه ټولنه، چې له قضايي ځواك څخه بې برخې وي، په هغه ټولنه كې، د ثبات، امنيت، د جرمونو د راښكته كېدو او د اداري فساد د وركېدو تمه نه شي كېداى او ټولنه له راز راز كړاوونو او ننګونو سره مخ وي، چې څرګندې بېلګې يې موږ په تېرو درېو لسيزو كې وليدي. له تېرو دېرشو كلونو راهيسې د افغانستان خلك د جګړو  په ترڅ كې د نيونو، په زندانونو كې د شكنجو، ډله ييزو اعدامونو، په بې ګناه وګړيو د بمباريو، په جبر د مظاهرو چيانو د غلي كولو، جنسي تيريو، عامه وژنو، د كورونو د سوزولو، د مړو د نڅولو، د تيونو د پرې كولو، په سرونو د ميخونود ټك وهلو او په ژوندي ډول د خاورو لاندې د خلكو د ښخولو شاهد پاتې شوي دي.

همدا تېره اوونۍ رسنيو د كابل د امنيه قوماندانۍ له قوله دا خبر وركړ، چې د كابل ښار په چمتله دښته كې يو ډله ييز قبر موندل شوى، چې لسګونه تنه په كې ژوندي ښخ شوي وو.  تر دې وړاندې بيا هم په كابل، بدخشان، فراه، غزني او هرات كې دا ډول ډله ييز قبرونه موندل شوي دي. په غزني كې د موندل شويو مړو په هلكه وويل شول، چې تر دريو لسيزو وروسته لا هم د هغو مړي او جامې نه وې خرابې او ښه پېژندل كېدل، چې څوك وو؟

دا هر څه دا معنى ښندي، چې په تېرو دېرشو كلونوكې د خلكو د ځورونې او له منځه وړنې لپاره له ډېرې بېرحمۍ نه كار اخيستل شوى. په افغانستان كې د مقتې ادارې له منځته راتګ سره ولس دا هيله درلوده، چې اوس به د يوه قانمنده نظام له خوا د تېرو جنايتونو له عاملينو سره محاسبه كېږي، خو د ولس دا هيله وروسته له پنځو كلونو لا هم د يوې هيلې تر كچې پاتې ده او له دې امله خلك كرار كرارپر خپل دولت باور له لاسه وركوي، ځكه د خلكو په اند دولت په دې پنځو كلونو كې مصلحتي لارې خپلې كړې او ګڼ شمېركسان، چې د جنګي مجرمينوشك پرې كېږي  عملا په دولت كې غټې دندې لري. همدا اوس هم هره ورځ د امريكايي او ناټو ځواكونو په بمباريو كې په لسګونه تنه عام وګړي مري، خو داسې يو قضايي او امنيتي ارګان، نه تر سترګو كېږي، چې دا موضوع وڅېړي او عاملين يې محاكمه كړي. په دې لړ كې د خلكو يوه اساسي پوښتنه دا ده، چې ولې دغه ستر قضايي ځواك د عامه او بې ځايه وژنو پوښتنه نه كوي او لاس تر زنې ناست دى؟خو د سترې محكمې دعالي شوراغړى عبدالرشيد راشد وايي، چې ستره يو بې پرې ارګان دى... او دوى قانونا دا صلاحيت نه لري، چې په چا نظروركړي.

ايټاليا له تېرو پنځو كلو راهيسې د افغانستان د قضايي ځواك په بيارغونه بوخته ده او په دې برخه كې يې زياته پانګه اچونه هم كړې او يو شمېر مسلكي قاضيان يې روزلي دي. كه څه هم، چې د موقتي دورې په منځته راتګ سره  په قضايه ځواك كې څه نا څه رغون تر سترګو كېږي، خو لكه څومره چې د دولت نورې سياسي او ټولنيزې ادارې له ځوړتيا سره مخ دي، عدلي او قضايي بنسټ تر دې ټولو كمزورى بريښي. د كارپوهانو په وينا په تېرو شپږو كلونو كې د قانون د واكمنۍ او د دولت د پياوړتيا په برخه كې د دولت پاتې راتګ د عدلي او قضايي ارګانونو د  كمزوري چلند زېږنده ده، چې هېواد يې له راز راز ننګونو سره مخ كړى دى  او د قانون د نه واكمنۍ لامل ګرځي. د ولسي جرګې غړى ډاكټر كبيررنجبر د قانون د واكمنۍ پر وړاندې ترټولو سترخنډ د ټوپك حاكميت او د افغانستان د اتباعو ترمنځ د حقوقو د تساوۍ نشت بولي او وايي:" اصلا دا قضائيه قوه هم د ټوپك ترتاثير لاندې ده، ځكه موږ وايو چې دغه قوه هېڅ وخت نشي كولاى هغسې عدالت تامين كړي، چې د هېواد اساسي او نور قوانين حكم كوي."

داچې په رښتنې توګه تركومې كچې د هېواد قضائيه قوه د ټوپك ترسيورې لاندې خپلې پرېكړې كوي هغه قضاوت دى، چې ښاغلي عبدالرشيد راشد ته معقول او منطقي نه ښكاري،خوپردې اعتراف كوي، چې محكمه ډېرلږله  داسې حالاتو سره مخ شويده، هغه وايي:" ټوپك په هرڅه اثراچوي، ټوپك وسله ده، خودمحكمو په حدودكې موږډېرلږ له دغسې حالاتو سره مخ شوي يو، قاضيان بايد دخپلو پرېكړو د صادرولو پرمهال له دغسې عواملو څخه ويره ونه لري."  

ادامه نوشته

جالب: د ښځو ژړا د هغوى روغتيا تمثيلوي

ژباړه: لعل اقا شيرين

د ښځو ژړا د هغوى روغتيا تمثيلوي:

* كليد:  د ښځو ژړا د هغوى روغتيا تمثيلوي، ديرۍ ښځې له دې اندېښمنې دي، چې اوښكي تويوي او له حده زياتې احساساتې كيږي، خو د ډاكټرانو وروستۍ څيړني ښيې ،چې د ښځو احساساتي كېدل او اوښكې تويول د هغوى روغتيا ته ګټه رسوي. داكټرانو ويلي دي دا چې ښځې د نارينه وو په پرتله زيات عمركوي لامل يې دا دى،چې زياتې اوښكې تويوي او ژاړي. د هغوى په باور د ښځو زيات ژړيدل د دې نښه نه ده، چې زيات غم لري، بلكې يوه طبيعي پديده ده او د دې لامل ګرځي، چې عصبي فشار يې راښكته شي. څيړونكي ښځې د نارينه وو په پرتله ځكه نيكبخته ګڼې، چې له دې لارې يې عمر اوږديږي.

* كليد: ښځې بايد د بوټانو په پښو كولو كې پاملرنه وكړي،  ښځې د جګو بوټونو بيه د پښو د هډو كې په ماتيدو سره جبرانوي، د جګو بوټانو او څپليو په پښو كول د ښځو لپاره زيان لري،  د نړيوالو ډاكټرانو په وينا له مود څخه د ښځو ملاتړ او د جګو بوټانو په پښوكول كولاى شي ښځې له زيات خطر او زيان سره مخامخ كړي. د ډاكټرانو په وينا ښځې د جګو بوټانو د په  پښو كولو بيه د پښو د هدوكو په ماتيدو او اوښتو جبرانوي.  دغه ډاكټران توصيه كوي، چې ښځې بايد داسې بوټان په پښو كړي ، چې لوړوالى يې له ۴ سانتي مترو څخه لږ وي.

* كليد:غوسه مه كوى،چې سږي مو كمزوري كيږي، څيړونكي وايي :" غوسه مه كوئ، چې سږي موكمزوري كوي." دغه خبره د هغو څيړنو له پايلو وروسته څرګنده شوه، چې په ۶۷۰ تنه امريكايي پوځيانو ترسره شوي وي. د دې  څيړنو له مخې ډاګيزه شوه د هغو كسانوسږي، چې تل غوسه كوي ، د هغو كسانو په پرتله كمزوري دي، چې غوسه نه كوي. د دې څيړنوپربنسټ ويل كېداى شي، چې د عصبي كسانو سږي تر ټولو زيات د كمزورۍ له  ګواښ سره مخ دي او طبي څيړنكي په دې هڅه كې دي ،چې د علاج لارې چارې يې ومومي. د هار وارد د طبي پوهنتون ډاكټر رزاليند،چې د دې څيړنو مديريت يې كاوه ويلي دي، چې دعصبي كسانو د سږو فعاليت د عمر په اوږدوكې كمزورى وي او د وخت په تيريدو سره يې دغه كمزورتيا لاپسې زياتيږي او ان د انسانانو د مرګ سبب ګرځي.

د  كتونكوپه باور غوسه او عصبانيت كولاى شي عصبي سيستم تر خپلې اغيزي لاندې راولي او د سږود فعاليت كچه زيانمنه كړه .

* كليد: كوكاكولا د ښځو هډوكې ورستوي، څيړونكي هغو ښځوته، چې د هډوكو د ورستيدو ويره لري ، توصيه كوي، چې د كوكا كولا له استعمال څخه دې ډډه وكړي، ځكه چې له كوكا كولا څخه په دايمې توګه استفاده كول په ښځوكې د هډوكې د ورستوالي ناروغي زياتوي.

دغه څيړنې په ۲۵۰۰ تنو هغو كسانو ترسره شويدي، چې په دايمي توګه يې كولا استعمالوله، نو پرهمدې بنسټ ويل كېداى شي، چې په دايمې ډول  كولا استعمال ښځو ته زيان لري، خو داهم ويل شويدي، چې دغه ډول كومه اړيكه بيا د كوكا كولا او نارينه وو ترمنځ نه ده په ګوته شوې. د رسمې ارقامو له مخې ويلاى شو، چې په برتانيا كې نږدې يوميليون تنه ښځې د هډوكي د وروستوالي په ناروغۍ اخته دي، حال دا چې كېداى شي دغه شميره تردې هم لوړه وي.

* كليد: شین چای موزړيدو ته نه پريږدي، نويو څيړنو څرګنده كړېده ، چې شين چاى د سرطان او زړه ناروغيو د له منځه وړلو سربيره د زوړوالي ضد فعاليت هم كوي. د كارپوهانو په وينا شین چای د پولې فینول (Polyphenols) په نامه د انتي اکسيدانت لرونکی دی. کوم چې د ازادو رادیکا لونو په ضد کار کوي. دا په دې ما نا چې د ا انتې اکسیدانت د زوړوالې (Aging) په ضد کار کوي او د اوږد عمر او اوږد ژوند د رامنځ ته کولو لامل ګرځي. همدا راز د مخ او پوستکې ګونخې ورکوي. او د هغو كسانو، چې د عمر په اوږدوكې له چاغښت څخه سرټكوي ښه ملګرى پيژندل شوى دى. ويل كيږي، چې شين چاى د وزن په بايللوكې ډېرګټور او غيزمن ګڼلى شوى دى. شين چاى كولاى شي په كال كې اوو پاوه وزاده  وسوځوي. دغه راز ۲۳ نورلاملونه هم شته دى، چې انسان د شنو چايوڅښلو ته اړباسي.

* كليد:  له   ۵۳ ځله واده پس ومړ، د قمرالدين محمد په نوم ماليزيايي وګړي، چې ۵۳ ځله يې  واده كړى و د۷۴  كلنۍ په عمر ومړ. د سين هوا د خبرې اژانس د رپوټ په حواله قمرالدين محمد،  چې د واده كولو  نړيوال ريكارډ لري، د سږو د ناروغۍ له امله د كوتا بارو په روغتون كې ومړ. سرچينې  ويلي دي،  چې د نوموړي زيات شمير ودونو په طلاق وركولو پاى موندلى . د نوموړي په ښځو كې يوه انګليسي او دوې ټايلنډۍ هم شاملې دي. نوموړي ترمرګه د اتو زامنو او ۱۶ لمسيانو خاوند و.

* كليد: په هره دقيقه كې يوه ښځه مري، تحقيقات څرګندوي، چې په جنوبي افريقا اود اسيا په جنوب ختيځ كې په هره دقيقه كې يوه ښځه د زيږون پرمهال مري.

د الرايه انټرنيتي پاڼې د ګزارش له مخې د نړۍ نيمايي ښځې د زيږون پر مهال له طبي مراقبتونوڅخه بې برخې دي.

دغه څيړنه د نړيوال روغتيايي سازمان په غونډه كې، چې په تونس كې د زيږون پرمهال د ښځو د مړينې په اړه جوړه شوې وه، وړاندې شوه .

څيړونكو وويل، چې په اسيايي او افريقايي هېوادونو كې له هرو ۷ښځو څخه يوه يې د حمل او يا زيږون پرمهال له منځه ځي، حال دا چې بيا په امريكا او اروپا كې له هرو اته زرو ښځوڅخه يوه يې په پورتنيو شرايطو كې ژوند له لاسه وركوي.