ليكوال: لعل اقا شيرين

 

(HIV)  وژونكى ويروس دى

 

د ايډز د وژوونكي ناروغۍ لومړنى پيښه پر ۱۹۸۱ ميلادي تبيت شوه ، خو د ناروغۍ عامل، چې د HIV په نوم يادېږي پر ۱۹۸۳ كال وپېژندل شو. اېډز په ډېرې چټكۍ سره پر شمالي او جنوبي امريكا سربېره په اروپا، افريقا او اسيا كې خپورشو. دامهال په نړۍ كې څه د پاسه څلوېښت ميلونه وګړي په اېډز اخته دي، چې د دغه شمېرله ډلې څخه څه د پاسه ۳۷ ميليونه يې ځوانان جوړوي.

دغه وژونكى ويروس  توكم، ژبه ، مذهب، نر، ښځه،  پوله،  غريب او بډاى نه پيژني او د ټولو پروړاندې  يو شان عمل كوي  او همدې يو رنګۍ يې د نړۍ په ګوټ  ګوټ كې تراوسه  20 ميلونه وګړي  وژلي دي.

دترسره شويو شمېرو له مخې ويل كېداى شي، چې هر كال  6\4 ميلونه  هغه وګړي، چې د ځان ساتنې لارې چارې نه مراعاتوي د ايچ  اى  وي  په وايروس اخته كېږي.

په دغه وايروس د ككړتيا كچه په هغه ځوانانو كې، چې عمرونه يې له 15 كلونو  نيولې بيا تر25 كلونو پورې رسي زياته ترسترګو كېږي. په ايډز د اخته ښځو شمېره 6\17 ميلونه اټكل شوې  او 2\2 ميلونه يې هغه كوچنيان دي، چې عمرونه  يې له پنځلسو كلونو كم دي.

په افريقا كې  په هرو دوو دقيقو كې يو تن په ايډز اخته كېږي، مګر په ټوله نړۍ كې   بيا په هرو دوو دقيقو كې دوه تنه په دغه  وايروس اخته كېږي، چې ډېرى يې  په پرمختللو هېوادونو پورې اړه لري.

دې ناروغۍ ټوله نړۍ له يوه سترګواښ سره مخ كړېده، خو د اسياسي هېوادونو په پرتله په نورو هېوادونو كې زياته ښكاري. د يوې شمېرې له مخې ويل كېداى شي، چې په اسيايي هېوادونو كې  2\8 ميلونه وګړي  په ( ايچ اى  وي  )  اخته دي ، چې  په دوى كې   3\2 ميلونه يې ښځې دي.

كتونكي په اسيايي هېوادونو كې د ( ايچ  اى  وي ) د چټكې خپرېدا پړه د ځان ساتنې د لارو چارو په نه مراعات كولو وراچوي، چې ګواكې څوك پسې سرنه ګرځوي.

 دغه راز ملګرو ملتونو پردې اندېښنه ښودلې، چې په اسلامي هېوادونو كې زيات شمېرهغه وګړي، چې په اېډز اخته دي له ځان ښودلو ډډه كوي، چې دغه كړنه بيا د كره شمېرې د وړاندې كولو په ترڅ كې خنډ جوړوي.

په پاكستان كې د په اېډز د اخته شويو كسانو شمېر لله 70 زروڅخه  تر 80 زرو پورې اټكل شوى ، حال دا چې  په افغانستان كې بيا دغه اتكل د نويو شمېرو له مخې د درې زرو په شاو خواكې راڅرخي. خو د افغانستان د عامي روغتيا وزارت د نويو څرګندونو له مخې د ۲۴۵ رسمي پيښو پخلى شوى. تردې وړاندې يوازې د ۴۹ پيښو پخلى كېدو، چې ۱۷ پكې ښځې  او درې تنه ماشومان ښودل شوې وو، چې د ماشومانو له ډلې څخه دوو تنو يې خپل ژوند هم له لاسه وركړى دى.

د ډاكټرانو په وينا ترټولو مهمه او د پام وړ موضوع د اېډز بشپړه پېژندنه ده، چې ايډز څه شى دى؟ څنګه خپرېږي؟ څنګه ترې ځان ساتلى شو؟ او ايا تراوسه پورې څوك ترې رغېدلى دى او كه نه ؟

ايډز څه شى دى او څه نښې لري؟

د طبي كارپوهانو په وينا ايډز هغه وژونكى حالت دى، چې د انسان د دفاعي سيستم د تباهۍ لارې چارې برابروي. د وجود دفاعي سيستم هغه ځواك دى، چې د بېلابېلو باكترياوو او وايروسونو سره مقابله كوي او هغه له منځه وړي، خو په خواشينۍ سره بايد وويل چې په اېډز د اخته كسانو د بدن دغه دفاعي سيستم بيا هغه وړتيا له لاسه وركوي، چې د نورو ساري او وايروسي ناروغو پر وړاندې مقابله وكړي، ځكه چې د دوى د وجود دفاعي سيستم د نړيدو په حال كې وي.

ډاكټر روح الله امين، چې زما( راپور ليكونكى)  له نږدې ملګرو څخه دى او له خلكو سره زياتې اړيكې لري په دې باور دى، چې اېډز كومې ځانګړې نښې او نښانې نه لري، خو وايي: كله چې په اېډز اخته ناروغ په بلې ناروغۍ اخته شي، نو د دويمې ناروغى نښې پكې راڅرګندېږي، چې زكام او ياهم رېزش ته ورته وي.

تبه سرخوږۍ، د ستونې درد، د مرى سوروالى، ساه لنډي او په شپه كې د ناروغ زياته خوله كېداى شي  د دغې ناروغۍ د نښو په كتار كې راولو، خو دا بيا سل په سله نه شو منلاى ، ځكه چې كېداى شي سرخوږۍ، تبه او يا سالنډي يې بل كوم لامل ولري.

ايډز څنګه خپرېږي؟

دغه وژونكى او مهلك مرض هېواد، ژبه، توكم، نر او ښځه نه پېژني او هرڅوك پرې اخته كېداى شي. دغه وايروس اكثرا په جنسي مايع او منتني ( ككړې) وينې كې لېدل كېږي، چې پر جنسي اړيكو سره بېره د شريكې پيچكارۍ د ګټنې له لارې، په تصادفي ټوګه له ككړو جراحي سامان الاتو سره د ټكر او لګېدو او د يوه زخم سره  د نايي او سلماني د سامان الاتو تماس پيدا كولو لارې د خپرېدو چانس لري.

پر پورتينو لارو سربېره منتنه او په اېډز اخته مور كولاى شي د حمل، زېږون او شېدو وركولو پرمهال خپل ماشوم په اېډز اخته او ژوند يې ورتريخ كړي.

د ايچ  اي وي د خپريدو او نشر يوه لاره دا هم څرګنده شوې ، چې كله په اېډز له اخته كسانو سره ناوړه چلند وشي هغوى د كينې له مخې هڅه كوي، چې نور په دغه مصيبت اخته كړي ، نو پرهمدې بنسټ ټينګار كېږي ، چې د دې ډول ناروغانو راز بايد له موظف ډاكټر سره پټ وساتل شي او دا توصيه ورته وشي ، چې د ټولنې د  يوه سالم فرد په توګه په ټولو ټولنيزو چاروكې ونډه واخلي.

بل فكتور دي، چې د ايډز د مخنيوي په برخه كې خورا مهم دى، هغه له دغه مرض څخه د ځان  ساتنې د تدابېو په اړه د خلكو د عامه پوهاوي مساله ده، چې ترټولو عمده رول پكې رسنۍ، ملا امامان او متنفذين لرلاى شي.

د ډاكټرانو په وينا بله توصيه چې په اېډز اخته كسانوته اړينه ده، هغه دا ده، چې د هرې ناروغۍ له پيدا كېدو سره سم له خپل موظف ډاكټر سره تر مشورې وروسته درمل وكاروي.
په هرصورت ډېرى بيا ايډز هغه ناروغي بولي، چې په لومړي سركې د نامشروع جنسي اړيكو له لارې د خېرېدو چانس پيدا كوي، چې د ويني ككړتيا او نورې لارې چارې يې په وروستيو پړاوونو كې شمېرل كېږي.

او د پراختيا او خوريدنې پړه يې  نه يوازې هېواد ته په راستنيدونكو كډوالو وراچوي ، بلكې راغلي بهرني اتباع هم د دې ناروغۍ د خپراوې په  لړكې مقصرګڼي . نو پردې بنياد پكارده، هغه بهرني اتباع چې افغانستان ته راځي بايد د راتګ پرمهال له ځانه سره روغتيايي پاڼه ولري، چې په دې كارسره به د افغانانو هغه تشويش لري، چې دوى د بهرنيانو پر وړاندې لري.

خو ډيرى طبي پوهان د دغې ناروغۍ د خپرولو تور په چانه لګوي، بلې د ځان ساتنې پرلارو چارو ټينګاركوي او وايي: له نامشروع جنسي اړيكو څخه ځان ساتل، د شريكې ستنې نه استعمال، په يوې ستنې د څو تنو د غوږونو او پوزې نه سورې كول، له ماشومان څخه د استعمال شويو سرنجونو لرې ساتل او داسې نورې لارې چارې په ګوته كوي، چې د دغه وژونكي وايروس د لېږد مخه نيسي.

ايا د ايډز كوم ناروغ رغېدلى دى؟

كه څه هم چې د اېډز د مهارولو په برخه كې تر دم ګړۍ كو م واكسين نه دى ترستوګو شوى، د خو د طب پوهانو په دې وروستيو كې ځينې لاسته راوړنې لرلې دي، خو ويل كېږي چې دغه لاسته راوړنې د مرض په لومړنيو پړاوونو پورې ځانګړې دي. د چين هېواد د ځوانانو يوې ورځپاڼې  د ۱۳۸۴ كال د ليندنۍ په لسمه ګڼه كې ليكلي وو، چې د لومړي ځل لپاره د ايډز ضد درمل جوړشويدي، چې د چين دولت هم په رسمي توګه منلي و او په تجربوي توګه يې د هغو استعمال ته اجازه وركړې وه. چيني پوهانو له يو كلنو څېړنو وروسته دغه درمل كشف كړې وو، چې بدن ته د اېډز د وايروس مخنيوى كوي، دا په داسې حال كې ده، چې تراوسه هم په دې  برخه كې كومه موثره تداوي نه ترستوګوكېږي.

د يوه راپور له مخې، چې دوه كاله وړاندې خپور شوى دى ښكارندويي كوي، چې په اېدز د يوه اخته تن له وجود څخه د تداوۍ په لړكې دغه وايروس له منځه تللى او ټول ټستونه يې چې پخوا مثبت و، منفي ثابت شويدي، خو په دې اړه څېړنو لاهم كومه اړينه او د پام پايله نه ده وركړې، چې د دغه سړي له وجود څخه د دغه وايروس د له منځه تللو لامل څه دى؟ ايا دا د هغو دوايانو پايله ده، چې ده كارولې او كه كوم راز پكې نغښتى دى.