غالۍ؛ زحمت زموږ ګټه د نورو
شیرین
غالۍ؛ زحمت زموږ ګټه د نورو
په داسې حال کې چې په کندز او یو شمېر نورو ولایتونو کې د غالۍ اوبدنې مرکزونه په نشت حساب دي د سوداګرۍ وزارت وايي چې غالۍ اوبدونکو ته یې د هېواد په دننه کې آسانتیاوې برابرې کړې دي.
دا وزارت دا اعا هم کوي چې په کور دننه به د غالۍ اوبدنې صنعت پراخ کړای شي او دې ته به اړتیا نه وي چې سوداګر پاکستان ته د هغه د پروسس لپاره سفر وکړي.
د سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په هېواد کې د غالیو د برش، مینځلو او بیاتي کېدلو چارې په ټپه ولاړې وې، خو دا کچه اوس په سلو کې دېرشو ته لوړه شوې ده.
د سوداګرۍ وزیر انوارالحق احدي وايي چې په نږدې کلونو کې به په دې برخه کې د زیات پرمختګ شاهدان وو.
د نوموړي په خبره د غالۍ اوبدنې د صنعت د پراخولو په هدف د هېواد په شمال او ختیځ کې یې د دوو صنعتي پارکونو د جوړولو چارې پیل کړي: ((د دغو پارکونو په جوړېدو به په راتلونکو پنځو کلونو کې د برش، مینځلو او بیاتي کولو چارې په سلو کې پنځوس او یا شپېتو ته لوړې شي.))
حاضر حال د افغان غالیو د مینځلو او بیاتي کولو ټولې چارې په پاکستان کې ترسره کېږي.
د سوداګرۍ د خونو چارواکي اندېښنه ښيي چې د امکاناتو په نشت کې به پر دغه صنعت د افغانانو ولکه ختمه شي.
د دغې اداري مشاور یونس نګاه: (( امنیت مهم دی، غالیو اوبدونکو ته د پورونو ورکول، د مالي امکاناتو برابرول، د استوګنې ځایونه او صنعتي پارک د دغه صنعت په کابو کولو کې غټ رول لري.))
د غالۍ اوبدونکو په وینا د همدغو آسانتیاو د نشت له کبله ده چې په ډېری ولایتونو کې دا صنعت په ټپه ولاړ دی.
د کندز ولایت یو تن غالۍ اوبدونکی فریدالله چې شاوخوا سل کاله دمخه یې نیکونه له لغمان ولایت څخه دغلته مېشت شوي وايي چې درې کاله پخوا په دغه ولایت کې د غالۍ اوبدنې څو مرکزونه وو، خو اوس یې کارخانو ځایونه تش دي.
د نوموړي په خبره د ښار په ځینو برخو کې د قالینو د بیاتي کولو ابتدايي کارخانې هم وې چې اوس تړلې دي.