احمد شاه ابدلي او د هندي لښكرو ماتې

  احمد شاه ابدلي او د هندي لښكرو ماتې

 ۲۴۸ كاله مخكې، يعنى د  ۱۷۶۱ميلادي كال د جنورۍ په مياشت كې د احمد شاه ابدالي او د هند د مغولي پادشاه ترمنځ ډهلي ته نږدې د پاني پت په سيمه كې سخته جګړه ونښته.

په دغه جګړه كې افغان سپاهيانو د مغولو او نورو هندي عسكرو ليكې وڅېرلې او له ماتې سره يې مخ كړل.

پاني پټ هغه مشهوره سيمه ده، چې ډېرى مهال به د جنوبي آسيا قومونو په كې د يوبل په وړاندې مقابله كوله.

په ۱۷۷۳ ميلادي كال د احمدشاه بابا د مړينې پرمهال افغانستان خورا پراخې پولې درلودې او د هند د سمندر ترڅنډو پورې غځېدلې وې.

د دارالامان ماڼۍ د اماني  دورې يادګار

 د دارالامان ماڼۍ د اماني  دورې يادګار

دا تاريخي آبده د كابل په اته كليومترۍ كې جنوب لويديځ پلو ته د چهاردهي په سيمه كې، چې پخوا د افشار تپې په نوم يادېدله، موقعيت لري او د شاه امان الله د سلطنت پرمهال جوړه شوې ده.

د دغې ماڼۍ د جوړولو پرمهال د افغانستان او المان د حكومتونو ترمنځ سياسي مناسبات او اړيكې ټينګې شوې وې او له همدې كبله وه، چې  د هغې په جوړولو كې د المان هېواد ۲۲ تنو ښاري انجنيرانو برخه واخيسته.

د دغې ماڼې د جوړولو چارې په ۱۳۰۴ هجري قمري كال د الماني انجنير والتر هارتن په موجوديت كې پيل او په ۱۳۰۶ هجري قمري كال كې پاى ته ورسېدې.

د دغې ماڼۍ په دننه كې ۱۵۰ سترې او وړې خونې موجودې دي، چې د اماني د دورې ټولې دولتي دستګاوې په كې مېشت وې.

دا ماڼۍ د افغانستان د نورو لرغونو آبدو په څېر د تنظيمي جګړو پرمهال تخريب او له استفادې وتلې ده.

د شيردروازه او آسمايي غره ديوالونه

 د شيردروازه او آسمايي غره ديوالونه

دا ديوالونه د دفاع او ساتنې په موخه په حصار ډوله بڼه جوړ شوي دي . هغه مهال، چې په ۳۲ او ۳۳ مو هجري كلونو كې اسلامي ځواكونو له درې لورو د زابل او كابل پرخوا مخته تګ وكړ، رتبيل شاهانو يې سخته مقابله وكړه او ښاردباندې سخته جګړه ونښته.

 كابلشاهانو له ماتې وروسته د آسمايي او شيردروازې د غرونو ترشا سخته مقابله وكړه، خو بالاخره عربانو په كې رخنه وكړه او كابل يې ونيو او د اسلام مقدس دين يې خور كړ. اوس اوس ويل كېږي، چې د دغې آ بدې په سلوكې پنځوس برخه تخريب شوې او بيړنۍ بيارغونې ته اړتيا لري.

د چوب فروشۍ جامع جومات

د چوب فروشۍ جامع جومات

دا جومات په ۱۳۰۳ هجري ق كال جوړ شوى دى. وړاندې د نورالاسلام په جومات ياده او ځينې خلك يې د پخته فروشۍ په جامع جومات هم پېژني.

د جومات تعمير له تيږو، پخو خښتو، ګچ، چونې او لرګيو څخه جوړشوى او د جومات د خپلې ودانۍترڅنګ يوه جلا ګنبده هم ترسترګو كېږي، چې په حقيقت كې مدرسه وه او بيا وروسته د دارالحفاظ په نوم ونومول شوه.

 دا جومات په كابل كې د وروستيو جګړو په نتيجه كې تخريب شوى و او بيړنې ترميم ته يې اړتيالرله. دمګړۍ دا جومات د تاريخي  آبداتو د ساتنې د رياست په هڅو ترميم شوى او ګټې اخيستنې ته چمتو دى.

داستان

ليكوال: پرويزقاضي سعيد

ژباړن:  لعل اقا شيرين

 

د نا اشنا سيمې نجلۍ

 

 

دا يوه له هغو نادرو پيښوڅخه ده، چې ليكوال ورسره د ژوند په اوږدو كې مخ شوى دى، هغه وايي.... ما په خپل نسبتا اوږدعمركې ډېرې پيښې ليدلي. زما د ژوند هره ورځ يوه كيسه ده او هره ګړۍ يې يوه پيښه، خو له هغه څه سره، چې تېركال مخ شوم د نه منلو وړده، ان په لومړيو ورځو كې مې خيال كاوه له هغه څه سره، چې مخ شوى يم له يوه خياله او وهمه بل څه كيدلى شي. داسې يوخيال، چې ډېرژربه پاى وموي. همدا اوس هم، چې غواړم د هغې پيښې جزئيات د كاغذ پرمخ وليكم، فكركوم هغه څه چې پرما تېرشوي، يو خوب و. داسې ښكاري لكه له يوې بلې نړۍ چې راګرځيدلى يم. كومه كيسه، چې اوس درته ليكم داسې معلومېږي، چې په كومه بله نړۍ كې مې د هغې پيښې ليدلي دي. پرېږدئ ، چې درته ويې وايم. زه يو ليكوال يم. په پيښو پسې لالهانده ليكوال، د نورو ليكوالانو خلاف، خپل داستانونه په تړلو خونو او څوكيو كې نه ليكم. زما ټول داستانونه د نړۍ په ګوټ ګوټ كې ليكل شوي. لكه څنګه چې د داستانونو اتلان مې رښتني دي د هغو پيښې هم د نړۍ له بېلابېلو محكموراټولې شويدي. يو وخت مې د افريقا په ويرونكو ځنګلونو كې له ښكار او ويرونكو صحنو سره خورا ډېره مينه وه.

ادامه نوشته

جالب: د ښځو ژړا د هغوى روغتيا تمثيلوي

ژباړه: لعل اقا شيرين

د ښځو ژړا د هغوى روغتيا تمثيلوي:

* كليد:  د ښځو ژړا د هغوى روغتيا تمثيلوي، ديرۍ ښځې له دې اندېښمنې دي، چې اوښكي تويوي او له حده زياتې احساساتې كيږي، خو د ډاكټرانو وروستۍ څيړني ښيې ،چې د ښځو احساساتي كېدل او اوښكې تويول د هغوى روغتيا ته ګټه رسوي. داكټرانو ويلي دي دا چې ښځې د نارينه وو په پرتله زيات عمركوي لامل يې دا دى،چې زياتې اوښكې تويوي او ژاړي. د هغوى په باور د ښځو زيات ژړيدل د دې نښه نه ده، چې زيات غم لري، بلكې يوه طبيعي پديده ده او د دې لامل ګرځي، چې عصبي فشار يې راښكته شي. څيړونكي ښځې د نارينه وو په پرتله ځكه نيكبخته ګڼې، چې له دې لارې يې عمر اوږديږي.

* كليد: ښځې بايد د بوټانو په پښو كولو كې پاملرنه وكړي،  ښځې د جګو بوټونو بيه د پښو د هډو كې په ماتيدو سره جبرانوي، د جګو بوټانو او څپليو په پښو كول د ښځو لپاره زيان لري،  د نړيوالو ډاكټرانو په وينا له مود څخه د ښځو ملاتړ او د جګو بوټانو په پښوكول كولاى شي ښځې له زيات خطر او زيان سره مخامخ كړي. د ډاكټرانو په وينا ښځې د جګو بوټانو د په  پښو كولو بيه د پښو د هدوكو په ماتيدو او اوښتو جبرانوي.  دغه ډاكټران توصيه كوي، چې ښځې بايد داسې بوټان په پښو كړي ، چې لوړوالى يې له ۴ سانتي مترو څخه لږ وي.

* كليد:غوسه مه كوى،چې سږي مو كمزوري كيږي، څيړونكي وايي :" غوسه مه كوئ، چې سږي موكمزوري كوي." دغه خبره د هغو څيړنو له پايلو وروسته څرګنده شوه، چې په ۶۷۰ تنه امريكايي پوځيانو ترسره شوي وي. د دې  څيړنو له مخې ډاګيزه شوه د هغو كسانوسږي، چې تل غوسه كوي ، د هغو كسانو په پرتله كمزوري دي، چې غوسه نه كوي. د دې څيړنوپربنسټ ويل كېداى شي، چې د عصبي كسانو سږي تر ټولو زيات د كمزورۍ له  ګواښ سره مخ دي او طبي څيړنكي په دې هڅه كې دي ،چې د علاج لارې چارې يې ومومي. د هار وارد د طبي پوهنتون ډاكټر رزاليند،چې د دې څيړنو مديريت يې كاوه ويلي دي، چې دعصبي كسانو د سږو فعاليت د عمر په اوږدوكې كمزورى وي او د وخت په تيريدو سره يې دغه كمزورتيا لاپسې زياتيږي او ان د انسانانو د مرګ سبب ګرځي.

د  كتونكوپه باور غوسه او عصبانيت كولاى شي عصبي سيستم تر خپلې اغيزي لاندې راولي او د سږود فعاليت كچه زيانمنه كړه .

* كليد: كوكاكولا د ښځو هډوكې ورستوي، څيړونكي هغو ښځوته، چې د هډوكو د ورستيدو ويره لري ، توصيه كوي، چې د كوكا كولا له استعمال څخه دې ډډه وكړي، ځكه چې له كوكا كولا څخه په دايمې توګه استفاده كول په ښځوكې د هډوكې د ورستوالي ناروغي زياتوي.

دغه څيړنې په ۲۵۰۰ تنو هغو كسانو ترسره شويدي، چې په دايمي توګه يې كولا استعمالوله، نو پرهمدې بنسټ ويل كېداى شي، چې په دايمې ډول  كولا استعمال ښځو ته زيان لري، خو داهم ويل شويدي، چې دغه ډول كومه اړيكه بيا د كوكا كولا او نارينه وو ترمنځ نه ده په ګوته شوې. د رسمې ارقامو له مخې ويلاى شو، چې په برتانيا كې نږدې يوميليون تنه ښځې د هډوكي د وروستوالي په ناروغۍ اخته دي، حال دا چې كېداى شي دغه شميره تردې هم لوړه وي.

* كليد: شین چای موزړيدو ته نه پريږدي، نويو څيړنو څرګنده كړېده ، چې شين چاى د سرطان او زړه ناروغيو د له منځه وړلو سربيره د زوړوالي ضد فعاليت هم كوي. د كارپوهانو په وينا شین چای د پولې فینول (Polyphenols) په نامه د انتي اکسيدانت لرونکی دی. کوم چې د ازادو رادیکا لونو په ضد کار کوي. دا په دې ما نا چې د ا انتې اکسیدانت د زوړوالې (Aging) په ضد کار کوي او د اوږد عمر او اوږد ژوند د رامنځ ته کولو لامل ګرځي. همدا راز د مخ او پوستکې ګونخې ورکوي. او د هغو كسانو، چې د عمر په اوږدوكې له چاغښت څخه سرټكوي ښه ملګرى پيژندل شوى دى. ويل كيږي، چې شين چاى د وزن په بايللوكې ډېرګټور او غيزمن ګڼلى شوى دى. شين چاى كولاى شي په كال كې اوو پاوه وزاده  وسوځوي. دغه راز ۲۳ نورلاملونه هم شته دى، چې انسان د شنو چايوڅښلو ته اړباسي.

* كليد:  له   ۵۳ ځله واده پس ومړ، د قمرالدين محمد په نوم ماليزيايي وګړي، چې ۵۳ ځله يې  واده كړى و د۷۴  كلنۍ په عمر ومړ. د سين هوا د خبرې اژانس د رپوټ په حواله قمرالدين محمد،  چې د واده كولو  نړيوال ريكارډ لري، د سږو د ناروغۍ له امله د كوتا بارو په روغتون كې ومړ. سرچينې  ويلي دي،  چې د نوموړي زيات شمير ودونو په طلاق وركولو پاى موندلى . د نوموړي په ښځو كې يوه انګليسي او دوې ټايلنډۍ هم شاملې دي. نوموړي ترمرګه د اتو زامنو او ۱۶ لمسيانو خاوند و.

* كليد: په هره دقيقه كې يوه ښځه مري، تحقيقات څرګندوي، چې په جنوبي افريقا اود اسيا په جنوب ختيځ كې په هره دقيقه كې يوه ښځه د زيږون پرمهال مري.

د الرايه انټرنيتي پاڼې د ګزارش له مخې د نړۍ نيمايي ښځې د زيږون پر مهال له طبي مراقبتونوڅخه بې برخې دي.

دغه څيړنه د نړيوال روغتيايي سازمان په غونډه كې، چې په تونس كې د زيږون پرمهال د ښځو د مړينې په اړه جوړه شوې وه، وړاندې شوه .

څيړونكو وويل، چې په اسيايي او افريقايي هېوادونو كې له هرو ۷ښځو څخه يوه يې د حمل او يا زيږون پرمهال له منځه ځي، حال دا چې بيا په امريكا او اروپا كې له هرو اته زرو ښځوڅخه يوه يې په پورتنيو شرايطو كې ژوند له لاسه وركوي.

 

څو په زړه پورې خبرونه:

 

 ټولونكى: لعل اقا شيرين

 

 

څوپه زړه پورې خبرونه

 

 يوې ناوې د واده په شپه خپل ميړه وډباوه

يوه اسكاټلندي مېرمن له واده څخه څو ګړۍ وروسته، پرميړه باندې د بريد په تور ونيول شوه.

هيتر ميرنز، چې ۳۳ كاله عمرلري د واده په شپه په داسې حال، چې د ناوېتوب جامې يې په غاړه وې، پرميړه ور ودانګل او هغه يې ټپي كړ.

 دغې  اسكاټلندۍ مېرمن له هغه وروسته، چې د نكاح په مراسموكې يې ميړه ته هوكړه وكړه، سمدلاسه يې پرمټ ورته خوله ولګوله او پرخپل بوټ يې په سركلك كلك وواهه، خو جالبه دا ده، چې ميړه يې اوس هم د ښځې له دې چلند څخه ناخوښه نه دى.

 نوموړي له هغه وروسته، چې امنيتي پوليس خبركړل ويې ويل، چې دا هم يوه ټوكه وه او پكارنه وه، چې پوليس مې خبركړې واى، چې بيا مې ياد وي په دا ډول پيښوبه  پوليس نه خبروم.

 

ولې نارينه د ښځو ناندرو ته ارزښت نه وركوي؟

د امريكايي څېړونكو يوه څېړنه ښيې، چې په امريكا كې ډېرى نارينه په نا غوښتلې توګه د ښځوناندرو ته پاملرنه نه كوي او د نارينه وو دغه بې توجهې په هېڅ ډول قصدي نه ده.

 دغه څېړنه وايي، چې ځينې وخت نارينه د ښځود ناندرو او چيغو پر وړاندې داسې چلند كوي، چې ګواكې د هغوى په چيغواو ناندرو كې خپل مصلحت لټوي او يا دا په ډاګه كوي، چې د ښځو خبرې ورته ارزښت نه لري.

ارواپوهانو دغه چال چلند ته د مقاومتي غبرګون نوم وركړى. دهغوى په باور دغه غبرګونونه هغه وخت رامنځته كېږي، چې سړى په دې وپوهېږي، چې د هغه ټولنيز او شخصيتي استقلال په خطركې لوېدلى دى.

 

دغه دى وجدان

د امريكا د ټرافيكو يوتن پوليس كنوبل د دې لپاره،  چې له ټرافيكي قانون څخه يې سرغړونه كړې وه ، ځان ۲۳۵ ډالره جريمه كړ.

كنوبل ۴۷ كاله عمراو په ټرافيكو كې شل كاله كاري سابقه لري. نوموړى، چې په ناڅاپي توګه د خپلې مور له ناروغۍ څخه خبرشوى و، لاسو پښې شواو په بېړه يې د دفترپه موټركې  ځان كورته ورساوه.

د پوليسو دغه افسر، چې زيات پريشانه و دلارې په اوږدوكې يې ځاى ځاى له ټرافيكي قوانينوڅخه سرغړونه وكړه، خو هغه مهال يې، چې  خپله ناروغه مور روغتون ته ورسوله ، له جيبه يې د جريمې پاڼه وايسته او له قانون څخه يې د سرغړونې په جريم ځان ۲۳۵ ډالره جريمه او پيسې يې هم  تحويل كړي.

اوس يې د مور وضعيت ښه دى. د پوليسو د افسر د ځاني جريمي د خبرله خبرېدو وروسته  د نړۍ له ګوټ ګوت څخه لږترلږه ۱۵۰ برېښنايي ليكونه   د نوموړي په ادرس استول شوېدي او د هغه له وظيفه شناسۍ څخه يې مننه كړېده.

نارينه له ماشومتوبه ټوكيان وي

 څېړونكو څرګنده كړېده، چې د خندا او ټوكوټكالو څومره والى د نارينه او ښځو ترمنځ سره توپيرلري.

 الماني څېړونكو  د اروا پيژندنې د ارزونې پرمهال وموندل، چې نارينه په خپلو زياتو خبروكې ټوكي ټكالي كوي او هڅه يې داوي، چې له خپلو پخوانيو زده كړو ټوكو څخه ګټه پورته كړي او خپل ملګري او شاوخوا كسان وخندوي.

د څېړونكو په وينا د ټوكو ټكالوڅومره والى په ښځواو نارينه ووكې له ماشومتوبه پيلېږي. څېړنې ښيي، چې په هلكانو كې د ټوكو ټكالو لېوالتيا له درې كلنۍ څخه پيلېږي او هلكان هڅه كوي، چې د يوه ټوكي كس رول ولوبوي، حال داچې درې كلنې نجونې يوازې خندېدل خوښوي. څېړنې داهم په ګوته كوي، چې د خندېدلو ډول هم په ښځواو نارينه ووكې سره توپېرلري. نارينه د خندا پرمهال په متوسط ډول هوا له خولې څخه خارجوي او غږيې ارتعاش نه پيداكوي، حال داچې د خندا پرمهال د ښځو غږزيات ارتعاش او لړزه لري.

 

هركال ۱۴۰ زرتنه په فرانسه كې د ځان وژني ګواښ كوي

نويوڅېړنو ښودلې ده، چې په فرانسه كې هره ورځ يوتن په خپل كاري چاپېريال كې ځان وژنه كوي. د تېرميلادي كال په اوږدوكې تر۴۰۰ تنوزياتو كسانو په خپل كاري چاپېريال كې د مرګ كومې ته دانګلي وو.

كارپوهان د ځان وژني بنسټيزلاملونه پركورنۍ او دفتري ستونزو سربېره ، افسرده ګي اوخپګان هم په ګوته كوي .

په فرانسه كې هركال نږدې ۱۴۰ زره تنه د ځان وژني لپاره ګام پورته كوي، چې له دغې ډلې څخه لږترلږه ۱۰ زره تنه يې خپل ژوند له لاسه وركوي.

په هند كې د قران كريم يوه لرغونې نسخه وموندل شوه

د هندوستان پوليسود قرانكريم يوه لرغونې نسخه، چې د مغولستان د امپراطورۍ  په دورې پورې اړه لري وموندله.

پوليسو دغه نسخه هغه مهال كشف كړه، چې يوه سړي غوښتل هغه د هند د بنګالور ښار په يوه هوټل كې په يوه ميليونو ډالرو وپلوري.

 دغه قران كريم ۱۳ كيلو وزن او له زرو څخه پورته پاڼې لري.

كارپوهان هڅه كوي، چې د قرانكريم پر پوښ شوى لاسليك، چې د اورنګزيب په امپراطورۍ پورې اړه لري( ۱۶۵۸-۱۷۰۷) او په هند يې حكومت چلاوه وپيژني.

 

پرې مه غولېږئ غل دى!

په پاكستان كې يوې مېرمن ادعا كړې، چې مېړه او خسر يې يوتشى پلورلى اود هغه په پيسو يې د خپلو كروندو لپاره ټكټراخيستى.

ښځه هغه وخت په ځان پوهېدلې، چې د سيمې يوه داكټرته د سوزاك  د ناروغۍ له امله ورغلې وه. ډاكټر ترمعايناتو وروسته ورته وويل، چې د هغې يوه تشى نه شته او ډاكټران وترې ايستلى دى.

ښځې ترخبرېدو وروسته سمدستې محكمې ته شكايت  وكړ، چې دوه كاله وړاندې  يې ميړه او خسر هغه وخت تشى ترې ايستلى دى، چې نوموړي يې روغتون ته د زېږون لپاره وړي وه. اوس اوس پوليسو د نوموړې مېرمن مېړه او خسر نيولې دي او په دې اړه څېړنې كوي.

نارينه له ماشومتوبه...

 

نارينه له ماشومتوبه ټوكيان وي

 څېړونكو څرګنده كړېده، چې د خندا او ټوكوټكالو څومره والى د نارينه او ښځو ترمنځ سره توپيرلري. الماني څېړونكو  د اروا پيژندنې د ارزونې پرمهال وموندل، چې نارينه په خپلو زياتو خبروكې ټوكي ټكالي كوي او هڅه يې داوي، چې له خپلو پخوانيو زده كړو ټوكو څخه ګټه پورته كړي او خپل ملګري او شاوخوا كسان وخندوي.

ادامه نوشته

خبر: اندلس لومړنۍ اسلامي هېواد دى

۱۲۵۱ كاله وړاندې د ۷۵۶ ميلادي كال د مى په ۱۵ د هسپانيه په كوردوبا( قرطبه) كې لومړني عبدالرحمن  د لومړي ځل لپاره اسلامي خلافت تاسيس كړ. نوپردې بنسټ هسپانيه هغه مهال لومړنى خپلواك اسلامي هېواد و، چې رامنځته شو.

ادامه نوشته