پاکستان د مداریانو لوبه کوي
لعل اقا شیرین
پاکستان د مداریانو لوبه کوي
د افغانستان خاوره زموږ پرضد کاریږي
د هغه سفر په ترڅ کې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته درلود له خپل کوربه پاکستاني سيال سره د نورو مواردو ترڅنګ دواړو اړخونو له ترورېزم سره د شرېکې مبارزې پر اړتیا هم ټینګار وکړ او وویل شول چې د افغانستان او پاکستان خاوره به د یوه او بل په وړاندې نه کاریږي.
د دغې ناستې په دوام غربي رسنیو خبر وکړي، چې د پاکستان د پوځي استخباراتو مشر احمد شجاع پاشا کابل ته رارسیدلی او پرافغان دولت د حقاني شبکې د تپلو هڅه کوي، خو ښايي د شجا پاشا راتګ هم د پاکستان پرضد د افغانستان د خاورې له کارېدو او د استعمال له مسئلې سره بې ارتباطه نه وي. ځکه تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ښاغلي فقیري د یوه ټلویزیون له لارې پاکستاني مقاماتو ته دا ډاډ ورکړ، چې د افغانستان خاوره به هېڅکله د پاکستان پرضد ونه کارول شي او دا هغه څرګند حقیقت دی او ټوله نړۍ پرې پوهیږي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد هېڅ وخت نه ده کارول شوې مګر په هغه صورت کې چې د افغان دولت د چارواکو دا ډاډینې د راتلونکې لپاره د هغه وخت د شرایطو لپاره وي، چې افغانستان په سیمه ییزو سیالیو کې د رقابت کولو جوګه شوی وي.