پاکستان د مداریانو لوبه کوي
لعل اقا شیرین
پاکستان د مداریانو لوبه کوي
د افغانستان خاوره زموږ پرضد کاریږي
د هغه سفر په ترڅ کې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته درلود له خپل کوربه پاکستاني سيال سره د نورو مواردو ترڅنګ دواړو اړخونو له ترورېزم سره د شرېکې مبارزې پر اړتیا هم ټینګار وکړ او وویل شول چې د افغانستان او پاکستان خاوره به د یوه او بل په وړاندې نه کاریږي.
د دغې ناستې په دوام غربي رسنیو خبر وکړي، چې د پاکستان د پوځي استخباراتو مشر احمد شجاع پاشا کابل ته رارسیدلی او پرافغان دولت د حقاني شبکې د تپلو هڅه کوي، خو ښايي د شجا پاشا راتګ هم د پاکستان پرضد د افغانستان د خاورې له کارېدو او د استعمال له مسئلې سره بې ارتباطه نه وي. ځکه تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ښاغلي فقیري د یوه ټلویزیون له لارې پاکستاني مقاماتو ته دا ډاډ ورکړ، چې د افغانستان خاوره به هېڅکله د پاکستان پرضد ونه کارول شي او دا هغه څرګند حقیقت دی او ټوله نړۍ پرې پوهیږي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد هېڅ وخت نه ده کارول شوې مګر په هغه صورت کې چې د افغان دولت د چارواکو دا ډاډینې د راتلونکې لپاره د هغه وخت د شرایطو لپاره وي، چې افغانستان په سیمه ییزو سیالیو کې د رقابت کولو جوګه شوی وي.
خو برعکس ټوله نړۍ، غربیان، امریکا او په خپله د پاکستان په دننه کې څېړونکې او تحلیل ګران پر دې باور دي، چې د پاکستان خاوره تل د افغانستان پرضد کارول کیږي او له ډیورند پولې پورې غاړه همدا اوس هم د القاعده شبکې، حقاني او طالبانو پنځایونه موجود دي، چې په وار وار په دې اړه اسناد او ثبوتونه هم د بېلابېلو ټولنو له لوري وړاندې شوې دي.
هغه راپور چې څه موده وړاندې د لندن تحقیقاتي ادارې خپور کړی ترهرڅه وړاندې په کې له طالبانو څخه د پاکستان د ای ایس ای ادارې د ملاتړ ټکی جوت وو.
په لندن کې د اقتصادي علومو د علمي مرکز په څېړنه کې راغلي وو، چې د ای ایس ای غړي نه یوازې له طالبانو سره نږدې اړیکه لري، د هغوی تجهیز او تمویل کوي، بلکې د کوټې د رهبرۍ په شورا کې هم برخه اخلي او طالبانو د دوی د پرېکړو په رڼا کې په افغانستان کې بریدونه کوي.
که څه هم پاکستاني مقاماتو دا راپور رد کړی، خو پردې سربیره څو ځله د افغانستان په دننه کې په بېلابېلو جګړو کې پاکستاني طالبان یا وژل شوي او یاهم نیول شوي او هغه پاکستانی وګړی به د چا له یاده هم نه وي وتلی چې د ځانمرګي برید لپاره افغانستان ته راغلی وو، په خوست کې ونیول شو او ولسمشر کرزي د حسن نیت له کبله چې هلکی وو، خوشې کړ.
د دې ترڅنګ کله چې امریکا په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د افغانستان او پاکستان دواړو په اړه خپله نوې پنځه کلنه ستراتیژي اعلانوله د امریکا متحده ایالاتو په ډاګه وویل چې طالبان، القاعده او نورې ډلې د پاکستان له خاورې پرافغانستان بریدونه کوي او دلته امریکايي سرتيري وژني. پردې سربیره که چېرې د افغان دولت مخالفانو د پاکستان له دننه څخه د افغانستان پرخاورې یرغلونه نه کولای څه اړتیا چې د امریکا د فشارونو په نتیجه کې د قضیې د ظاهري بڼې د حفظولو په خاطر په پوله کې ۸۰ پوځیان دیره او له امریکا پیسې وشکوي.
یو پلا خو د پاکستان مشهور سیاستوال افضل خالا په ډانګ پېیلې توګه ویلي وو، چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو او نورو ډلو په وسیله ځانمرګي بریدونه او حملې کوي. خو پاکستان د دې ټولو ثبونو با وجودي پر ځای د دې چې خپله لاسوهنه پرې کړې پرافغانستان دا تورونه پورې کوي، چې د بلوچستان په ناآرامیو کې لاس لري ، خو دا هغه بې بنیاده او بې منطقه خبره ده چې هېڅوک یې منلی نه شي. که چېرې دا موضوع د یوه تور په حد کې هم وي، بیا یې هم څوک منلو ته نه شي جوړېدای ځکه افغانستان حاضر حال په داسې یوه وضعیت کې نه دی چې د پاکستان په چارو کې دې د مداخلې او لاسوهنې وس ولري. یو داسې هېواد چې نه قوي اردو ولري، نه پراخ پولیسي او استخباراتي جوړښت او نه هم د خپلې عادي بودجې د تمویل له چارې راووځي هغه به څرنګه په دې وتوانیږي، چې یو بل هېواد ته تروریستان واستوي او هغه هېواد ناامنه کړي. په تېره بیا چې په دې اړه نه په سیمه ییزه او نه هم په نړیواله سطحه کوم ثبوت موجود دی او نه هم تراوسه کومې ادارې اسناد او شواهد وړاندې کړې دي.
له هند سره د پاکستان له سیالۍ او کشمکش څخه داسې ښکاري، چې دا هېواد دا تورونه یوازې او یوازې په افغانستان کې د هند د حضور له اړخه مطرح کوي، حال دا چې هند په افغانستان کې یوازې د بیارغونې پر کارونو بوخت دی او کومه پوځي او استخباراتي ډلګۍ یې دلته حضور نه لري، چې د پاکستان پرضد ورانکاري فعالیتونه سمبال کړي، په تېره بیا چې په افغانستان کې د پاکستان پرضد د هند د هڅو په اړه هم تراوسه کوم سند او ثبوت نه دی وړاندې شوی.
د افغان شنونکو په عقیده د پاکستان له لوري د دا ډول تورونو پورې کول فقط د دې لپاره دي چې په افغانستان کې پرخپلې دوامدارې لاسوهنې او د هغې تورې په استعمال پرده واچوي، چې له کبله یې د افغانانو مرۍ پرې کیږي، خو پاکستان باید دا ټکی په یاد ولري کومه توره چې دا هېواد یې په افغانستان کې کارول غواړي، یوه ورځ به یې خپلو شارګونو ته هم ورسیږي او کومه لومه چې یې افغانانو ته غوړولې ده خپله به په کې ونښلې او بیا به وخت ځنې تېر وي.