امنيتي كمپنۍ او بشري سرغړونې
ليكوال: لعل اقا شيرين
امنيتي كمپنۍ او بشري سرغړونې
له تېرو څوكلونو راهيسې د افغانستان د كورنيو چارو وزارت په څنګ كې يو شمېر شخصي امنيتې كمپنۍ هم په فعاليت بوختې دي، چې خپله ځانګړې دنده پرمخ وړي. دغه كمپنۍ، چې په دې وروستيوكې د كورنيوچارو وزارت له خوا په يو شمېر سرغړونو او خپل سريو تورنې شوېدي، هغه پديده ګڼل كېږي، چې نه يوازې ډيرى هېواد وال ورسره د پام وړ بلدتيا نه لري، بلكې په افغانستان كې يې تر وړاندې سارى هم نه دى ليدل شوى او خلك ګومان كوي، چې دغه كمپنۍ د پوځي يونيفورم په پوښښ كې په جنايتونو، غلا او شوكو لاس پورې كوي او همدا لامل دى، چې د فعاليت او كړنو په اړه يې د خلكو په ذهنونو كې ډول ډول پوښتنې پيدا كېږي.