احمدشاه بابا مېنه د دولتي چارواكو په عيش ونوش كې
لعل اقا شيرين
احمدشاه بابا مېنه د دولتي چارواكو په عيش ونوش كې له ياده وتلې
د احمدشاه بابا مينې خلك شكايت كوي، چې دولت يې لومړيو غوښتنو ته جدي پاملرنه نه كوي. دغه سيمه له كلونو كلونو راهيسې نه د څښاك اوبه لري او نه يې چا د برېښنا او سړك جوړونې په برخه كې ګام پورته كړى دى.
د احمدشاه بابا مېنې پروژه، چې ځينې يې لاهم په ارزان قيمت پېژني د كابل ښار په ۱۳ كيلومټرۍ كې بت خاك ته څېرمه موقعيت لري او نږدې ۱۶ زره نومرې پكې وېشل شويدي.
د موقت، انتقالي او پسې د انتخابي حكومتونو په منځته راتګ سره خلكو هيله درلوده، چې اړوندې دولتي ادارې به يې د سړك جوړونې او برېښنا غځونې په برخه كې په يوشمېرجدي چارو لاس پورې كړي، خو دغه ستونزه لاهم د دې سيمې اوسېدونكي ننګوي.
د احمد شاه بابا مينې څلوېښت متره سړك، چې د پليو خلكو او موټرو د تګ راتګ يوازينۍ اساسي لار ده، ويجاړ او كنډو كپر پروت دى.
له دغه سړك څخه راپورته كيدونكې دوړې نه يوازې له پليو خلكو لار وركوي، بلكې د راز راز تنفسي او نورو ناروغيو لامل ګرځي.
د احمدشاه بابا مېنې د اتم بلاك اوسېدونكى شيراقا شيرزاد سرټكوي، چې په سيمه كې نه د څښاك صحي اوبه پيداكېږي، نه برېښنا شته او نه هم پرسړك كار روان دى، هغه زياتوي:(( په وار وار د سيمې وكيلانو اړوندې ښاروالۍ ته شكايتونه وكړل، خو هېڅ ځاى يې ونه نيو.))
د دغې سيمې يو بل ته اوسېدونكى ډګروال صديق الله انتقاد كوي، چې دولت په سلګونه مليارده ډالره د بيارغونې په نوم له نړيوالو اخلي، خو دغې سيمې ته يا د افغانستان د يوې څنډې په توګه نظر نه كوي او يا پرې خپل جيبونه ډكوي.
بل پلوته د دغې سيمې ډيرى اوسيدونكي د افغانستان د برېښنا او نرژۍ وزارت پرچارواكو نيوكه كوي، چې دغه سيمه يې بيخې له ياده ويستلې، حال داچې د كابل ولايت په نورو سيمو او ځينو لرې پرتو ولايتونو كې د برېښنا د مزو د غځولو كارونه كېږي او ان د دغه وزارت چارواكي ادعا كوي، چې په تېرو شپږو كلونو كې يې د برېښنا غځونې په برخه كې ۶۰۰ مليونه ډالره لګولي، خوپه دغه سيمه كې د برېښنا يو مزى هم نه ليدل كېږي.
محمداقا شفق وايي، چې د انرژۍ وزارت چارواكي د هېواد له جنوبي ولايتونو سره د دې ژمنه كړې، چې په نږدې راتلونكې كې به د اويا- اتيا مليونو ډالرو په لګښت له تاجكستان څخه داخيستل شوي برېښنا د مزو د غځولو پروژه پيلوي، خو كابل ته په دغه ورڅېرمه سيمه يې سترګې پټې كړي او د برېښنا غځونې پرچارو يې فكر نه كوي.
كه څه هم، چې د برېښنا وزارت چارواكو په وار وار د خلكو دا ډول نيوكې رد كړېدي او وايي، چې د افغانستان ټولو سيمو ته يوشان كتل كېږي، خو د سيمې خلك ترې زيات ګيله من دي.
محمد عباس اكبرزى، چې د احمدشاه بابا مېنې په درې زري سيمه كې په يوه كرايي كور كې اوسېږي وايي، چې په دې تېرو شپږوكلونو كې يې د دولت له لورې په سيمه كې د بيارغونې په كوم جدي كار سترګې نه دي لګيدلي، هغه وويل:(( مازيګر مهال زيات باد وي، چې د ګردونو او دوړو له امله موږ تر لومړۍ څلورلارې پورې د سودا اخيستلو لپاره هم نه شوتلاى، حال دا چې دولت كولاى شي په لږ لګښت پرسړك كريړواچوي.))
د دې سيمو وګړيو بيا بيا په دې سيمه كې د بيا رغوونكوچارو له نشت څخه سرټكولى او وايي، چې پخپله دولتي چارواكي يې په وړاندې خنډ ګرځي.
د سيمې د اوسيدونكو په وينا كه چېرې په دغه سيمه كې د كوم وزير او يا بل جګپوړي چارواكي كور واى، دغه سيمه به ډيرژر پرمختللې واى، خو بدبختې دا ده، چې دلته وزيران او رئيسان ژوند نه كوي.
عبدالغفور وايي:(( شيرپور ته وګورئ، چې په لنډ وخت كې پكې لوړې ودانۍ جوړې شوې، برېښنا ورته وغځېده، د اوبو ستونزه يې حل شوه او په فرعې سړكونو يې كار روان دى.))
نوموړى زياتوي، چې دغه سيمه د دولتي چارواكو جدي پاملرنې او اخلاص ته اړتيا لري، څو د پرمختګ پړاوونه ووهي.
كه چېرې په رښتنې مانا د دې سيمې د اوسېدونكو ژوند ته كتنه وشي، څرګندېږي، چې په ډېربد وضعيت كې قرار لري. په داسې يوه سيمه كې، چې خلك نه سړك ولري، نه د څښاك صحي اوبه، نه برېښنا او نه هم صحي اسانتياوې ،هلته به د ورځنې ژوند دوام څنګه شونى وي؟ نو داسې ښكاري، دغه سيمه، چې پكې نږدې ۱۶ زره كورنۍ ژوند كوي، د دولتي چارواكو په عيش و نوش كې له ياده وتلې ده.