د ژرندې په پلونو دل شوی

لعل اقا شیرین

د ژرندې په پلونو دل شوی ملت

 

((احساساتو مو وطن برباد کړی او نن چې په وطن بده ورځ جوړه شوې، دا د مشرانو او کشرانو د بې ځایه احساساتي ویناوو، پایله ده.))

دا د کابل ولایت د قلعه زمانخان د یوه تن اوسېدونکي ۳۲کلن نثاراحمد وینا ده چې د جمهور رئیس کرزي وروستۍ احساساتي وینا سخت په غوسه کړی او پایلې یې د افغانستان لپاره ښې نه ویني.

جمهور رئیس کرزي د غبرګولي په ۱۰ مه نېټه د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د ناټو په عملیاتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۱۴ تنو عامو وګړو مرګ ژوبلې ته په اشارې ویلي وو چې د دا ډول بې باکانه عملیاتو د دوام په صورت کې به د دوی حضور په اشغالګرو تعبیر شي.

خو نثار احمد افغان انتقاد کوي چې جمهور رئیس کرزی په خپله لس کلنه دوره کې بیا بیا له غربیانو سره په ناغوښتلې توګه په لفظي شخړې کیوتی چې د طالبانو او القاعده پر وړاندې یې جګړه هم زیانمنه کړې او ښايي د دغې مبارزې د ناکامۍ یو علت دا وي چې یو لوری هم سره یوه خوله نه دي او د یوه او بل پر وړاندې سنګر نیونې کوي.

د نثار په وینا دا وطن په احساساتو نه، بلکې په فکر او غور له بحران څخه وتلی شي:(( زه فکر کوم چې خپل عادتونه باید شاته وغورځوو، په ګریوان کې فکر وکړو او په دې غور وکړو چې په دغسې حالاتو کې مو څه په ګټه دي او له فرصتونو څرنګه ګټه پورته کولی شو؟))

د کابل ښار د ۱۲ مې ناحیې اوسېدونکی ۲۸ کلن سبحان الله چې د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ د وژل شویو ملکي وګړو له کورنۍ سره خپله غمرازې ښيي، حیران دی چې جمهور رئیس کرزي په کوم بنیاد بهرنیانو ته اشغالګر ویلي دي، په داسې حال کې چې همدوی ورسره د طالبانو پر وړاندې په جګړه کې همکار پاتې شوي دي:( (تر پروسږکال پورې خبرېدیم چې باډیګارډان یې خارجیان دي، نن راځي او د ملکیانو څخه دفاع کوي او وايي چې دوی وطن نیولی دی، آیا دا اووه اته کاله چې د ملکیانو د وژنې کمسیونونه جوړ شول نتیجه یې ورکړه چې اوس به یې ورکړي.))

که څه هم سپینې ماڼۍ، په کابل کې د ناټو ویاند او د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال پتریوس په زغرده د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د جمهور رئیس کرزي اندېښنه پرځای بللې، خو سبحان الله بې باوره دی چې د نوموړي دې غوښتنې ته چې هوايي بمباري دې بنده شي او له شپو چاپو دې لاس واخیستل شي، لبیک وویل شي: (( دا یو څرګند حقیقت دی، د کرزي له وینا وروسته ناټو په خپله وینا کې وویل چې په افغانستان کې هوايي حملې ضروري دي، نو دا فرمان او غوښتنه په چا عملي کېږي.))

ادامه نوشته

لعل اقا شيرين د كليد ۳۹۵ مه ګڼه

د قيمتي ډبرو د قاچاقو تراژيدي

د افغانستان د كانونو، قيمتي ډبرو او تاريخي اثارو د لوټ او غلا  لپاره تېراته كلونه ډېر  بد وو.

 منتقدين، د پارلمان غړي، عام افغانان او ځينې حكومتي چارواكي وايي، چې  دا منابع په هېواد كې دننه د موجودو كورنيو او بهرنيو كړيو له لوري غلا او په قاچاقي توګه بهر ته صادريږي، خو د كانونو وزارت مسوولين دعوه كوي، چې ترډېره يې د دغه لوټ اوتالان مخنيوى كړى او ناقانونه سپړنې په هېواد كې بندې شوې دي.

مګر اسناد او شواهد ښيي، چې حكومت په دې كار كې  پاتې راغلى او لا هم په هېواد كې د قيمتي ډبرو او كانونو خپلسره كيندنه په شدت سره جريان لري.

د نورستان ولايت يو تن اوسيدونكى الف ګل، چې په دې اړه زموږ له خبريال سره غږيدلى دى، ويلي دي، چې په دغه ولايت كې قيمتي كاڼي او نورې طبيعي زېرمې د سيمه ييزو واكدارانو، وسله والو او طالبانو له خوا په خپلسر تر كيندلو وروسته ګاونډيو هېوادونو ته قاچاق كيږي، هغه وايي: (( د قيمتي ډبرو په سوداګرو يې پلوري، هغوى په سيمه كې ګرځي راګرځي او خريد كوي.))

نوموړى وايي، چې د دوى پر ورڅېرمه ولسوالۍ نورګرام كې پخواني قوماندانان او ملكان واكمن دي او د دوى له خوښې پرته هېڅوك هم دا جرئت نه شي كولاى، چې قميتي ډبرې راوكاږي: (( دوى په دغه قاچاق كې شريك دي، د حكومت زور ورباندې نه رسيږي، كه دوى يې بند نه كړي، حكومت يې نه شي بندولى.))

د نورستان د نندراج درې اوسيدونكى محب الله وكيل زاده وايي، چې قوماندانانو، ملكانو او قاچاقچيانو لاسونه سره يو كړي او ټول سره لينو ډين لري: (( ټوله ورځ يې وړي، د دولت وسه ورباندې نه رسي، قميتي كاڼي راوباسي او پاكستان ته يې رسوي.))

د سيمې خلك وايي، چې د نندراج په دره كې ډېرې قيمتي ډبرې پيدا كيږي. د نندراج د درې يو تن قومي مشر غلام سخي، چې د ظاهرشاه د پادشاهۍ په دوره كې وكيل هم پاتې شوى، په دې اړه وايي: (( دلته د لغمان، كونړ، ننګرهار او پكتيا قاچاقبر او خلك راځي، كار كوي او قيمتي ډبرې وړي.))

د نوموړي په خبره د قيمتي ډبرو ډېرى كانونه په داسې سيمو كې دي، چې حكومت پرې واك نه شي چلولى: (( حكومت ضعيفه دى، نوځكه دغسې حالت دى، هرڅه تالا كيږي، کانونه په داسې ځايونو كې دي، چې حکومت هلته واک نه لري.))

د هغه په خبره د قيمتي ډبرو د كيندنې لپاره ټول انفجاري مواد د حكومت تر ولكې لاندې سيمو څخه راوړل كېږي، خو حكومت پرې ناخبري ښيي.

د لغمان ولايت اوسيدونكى، ۵۵ كلن مامورشاه ولي، چې په نورستان ولايت كې يې په پخوا وختونو كې عسكري كړې ده، وايي، چې د دغه ولايت ټول غرونه قيمتي ډبرې دي او زيات كانونه لري: ((  په دغو كانونو هغه زورواكان مسلط دي، چې خپل جيبونه ډكوي.))

د نورستان ولايت وايګل ولسوالي هم ډېره په زړه پورې او د كتلو وړ ده. د دغې ولسوالۍ يوه تن اوسيدونكى هاشم ګل وايي، چې د نورستان ولايت زياته طبيعي شتمني د ټوپكوالو له خوا لوټل شوې ده.

هغه وايي، چې ټوپك واكو په تېرو اتو كلونو كې د قيمتي ډبرو په ناقانونه پلور له ملت سره خيانت كړى، خو چا هم په دغه موده كې د دوى مخه نه ده نيولې: (( كه دوى بيا هم پرېښودل شي د سيمې ټوله هستي او شتمني به ولوټي.))

په نورستان ولايت كې د سړك جوړونې يوه كارمند زموږ خبريال ته په دې اړه ويلي، چې نورستان ولايت ته هره ورځ بهرني سوداګر ورځي او د سيمې قوماندانان پرې لرغوني اثار او قيمتي ډبرې پلوري، هغه وويل: (( دوى په ډېره ارزانه بيه دغه كاڼې پلوري او پاكستاني سوداګر يې په څو چنده لوړ قيمت بيرته په پېښور كې خرڅوي.))

وخت خبري اژانس د علي شاه په نوم د هغه عسكر كيسه را اخيستې ده، چې يو څه وخت يې په نورستان كې له يوه ځايي قوماندان سره وظيفه ترسره كړې ده. دغه عسكر په خپله مركه كې وويل:(( زه له يوه قوماندان سره، چې نوم يې اخيستى نه شم، وم. قوماندانانو ټول غرونه لوټ کړل او ټول تاريخي اثار، طبيعي زېرمې او قيمتي ډبرې يې په بهرنيو سوداګرو په ډېره ارزانه بيه وپلورلې.))

د نوموړي په خبره قاچاقبران بيا همدغو لږو پيسو ته هم ډېر خوښ وي، ځكه چې د دوى پيسې په كار وي او دا چې دا ملي شتمنيو ته څومره زيان اړوي، د دوى پرې څه.

 

ادامه نوشته

افغاني سينما په كومه خوا ...

 

 لعل اقا شيرين

افغاني سينما په كومه خوا روانه ده؟

 

منتقد سينماګران وايي، چې عام پسنده فلمونو د افغانستان ټول ټلويزيونونه او سينماګانې بندې كړې او په حقيقت كې يو كاذب هنر او يوه كاذبه سينما نندارې ته وړاندې كوي.

دوى پر دولت تور پورې كوي، چې په خپل غيرمسوولانه چلند د دې سبب شوى، چې د سينماګانو وضعيت او د سينمايي توليداتو كچه د منځ پانګې (محتوا) له اړخه پيكه شي او افغان سينماګران له هاليووډ او باليووډ څخه په تقليد كولو لاس پورې كړي.

جوانمرد فايض د افغاني سينما هغه تازه كار او وړوكى كركټر دى، چې ۱۱ كاله وړاندې نړۍ ته راغلى او په دوه نيم كلنۍ كې يې د سينما هنر ته مخه كړې. هغه په لومړي ځل په تاجكستان كې د الماس شرق په يوه فلم كې رول لوبولى او تراوسه يې په څلورو فلمونو كې كار كړى، خو د سينما په اړه د عالي فكر څښتن دى او په دې اړه داسې  وايي: (( فكر نه كوم، چې په افغانستان كې دې عالي سينما ولرو، ځكه په افغانستان كې د فلمونو جوړول محدود دي او څو كاله پس يو فلم جوړيږي.))

د هغه په وينا افغاني سينما هغه وخت سينما كېدلى شي، چې دولت ورته پاملرنه وكړي او سينماګران د دولت په بودجه لا اقل په كال كې لس فلمونه جوړي كړي، هغه زياتوي: (( عام پسنده فلمونو ټلويزيونه بند كړي، چې اصلا فلم ورته نه شو ويلاى او په حقيقت كې يو كاذب هنر او يوه كاذبه سينما ورته ويلاى شو.))

د افغاني سينما ښځينه لوبغاړې مېرمن سبا سحر، چې د سبا فلم په نوم يوه فلمي كمپنۍ هم لري، وايي، چې د ټلويزيوني شبكو په پراختيا سره حقيقتا ټول فلم جوړونكي په دغو شبكو كې جذب شوي او له همدې كبله د افغاني سينما راتلونكې چندان اميدوارونكې نه ښكاري.

په افغانستان كې د سينما ۱۷ سالونونه او ۱۱ټلويزيوني شبكې خپرونې كوي او نږدې ۳۶ شبكو د فعاليت جوازونه اخيستي، خو له دې ټولو سره سره د فلمونو د جوړولو لپاره هېڅ پيسې نه ځانګړې كېږي او د فلم جوړونې ډېرى موسسې يا غير فعاله دي او يا د انجوګانو لپاره روزنيز او تبليغاتي فلمونه جوړوي.

البته د دغو تبليغاتي فلمونو په منځ كې ځينې داسې فلمونه هم جوړ شوي، چې د افغانستان د سينما په استازيتوب نړيوالو فستيوالونو ته پيژندل شوي او دا د هيله مندى ځاى دى.

د افغان فلم رئيس انجنير لطيف په دې اړه وايي: (( ۱۲ فلمونو نړيوالې جايزې ګټلي او نړيوالو فيستوالونو ته پېژندل شوي دي.))

 د هغه په خبره كه څه هم، چې د تېرو كلونو په نسبت په هېواد كې فلم جوړولو او سينمايي  صنعت وده موندلې او خصوصي كمپنۍ د فعاليت ډګر ته راوتې دي، خو دولت اصلا افغاني سينما ته پاملرنه نه كوي: (( دولت هېڅ هم نه دي كړي، دولت له پيله( موقتې ادارې) تراوسه فقط دوه فلمونه جوړ كړي، چې يو يې د پير چراغان په نوم د مولانا مستند فلم دى.))

ادامه نوشته

د مس عينك پروژه پيليدونكې ده

 

 

د مس عينك پروژه پيليدونكې ده

 ژورنالست: لعل اقا شیرین

د چينايي ((MCC))  كمپنۍ مرستيال وايي، چې د امنيتي ستونزو باوجود به د لوګر د عينكو د مسو کان د استخراج پروژه پلې شي. په سيمه كې د ماينونو او نورو وسله والو ټوپكوالو ګواښونه، هغه عوامل دي، چې د مس عينك د پروژې كارونه ځنډولى شي. د ((MCC)) چينايي كمپنۍ مرستيال وون وايي، چې دوى د لوګر په امنيتي حالاتو سخت اندېښمن دي او دا کار د دوى په فعاليتونو ناوړه اغيزه كوي. وون وايي، چې د امنيتي ستونزو باوجود به د لوګر ولايت د مس عينك کان د استخراج پروژه عملي شي، هغه وويل: (( کوم کار، چې موږ سږ کال پيل کړى، تر دېرشو کلونو به دوام ورکړو.))  د كارپوهانو په وينا که ياده شوې پروژه عملي شي، نو له ګڼو لارو به افغانستان ته ګټه ورسيږي.  تحليګران په دې عقيده دي، چې امنيت لاهم د يوه ګواښونكي فكتور په توګه ځينې پروژې له ځنډ او خنډ سره مخ كولاى شي. وون چې تازه افغانستان ته راغلى د لوګر له دولتي چارواکو او خلکو غوښتنه وکړه، چې د دوى د کمپنۍ او سيمې د امنيت د خونديتوب لپاره، کار وکړي. حكومت د مس عينك كان د امنيت د ټينګښت لپاره ۱۵۰۰ تنه پوليس د لوګر ولايت له مركز څخه تر معدنه پورې ځاى پرځاى كړي. د لوګر د والي وياند دين محمد درويش: (( درې امنيتي كمربندونه جوړ شوي اويو ۳۷۰ كسيز امنيتي بيز( قطعه)، چې د همدغه كان ګاردان دي، په سيمه كې موجود دي.)) د چينايي كمپنۍ انجينران دا شكايت هم لري، چې په سيمه كې د ماينونو شتون هم د دوى د پروژې چارې ځنډولي دي. خو د كانونو وزير وايي، چې د مس عينك د سيمې يوه برخه له ماينونو په بشپړه  پاكه شوې او په بله برخه يې كار روان دى. دين محمد درويش وايي: ((اندېښنې اتيا فيصده رفع شوې دي.)) د ماين پاکۍ د دفتر (UNMACA)  مسوول ډاکټر محمد حيدر رضا وايي هڅه كوي، چې د Compact   د تړون له مخې د ٢٠١١ ميلادي کال د  مارچ تر مياشتې پورې ٧٠ په سلو کې ماين لرونکې سيمې پاکې شي.

ادامه نوشته

ځينې واليان كرزي ته كمپاين كوي

 

 

ځينې واليان كرزي ته كمپاين كوي

ژورنالست: لعل اقا شیرین

د جمهوري رياست يو شمېر كانديدان او بنسټونه وايي، چې د كرزي انتخاباتي كمپاين له وړاندې روان دى او له دولتي امكاناتو ګټه پورته كوي. كه څه هم، چې د كانديدانو د تبليغاتي كمپاين رسمي پروسه د جوزا په ۲۶مه پيلېږي، خو د كانديدانو په وينا د جوزا له مياشتې د جمهوري رياست په څوكۍ د كرزي پاتې كېدو هغه ته دا وخت وركړى، چې دولتي امكانات د خپل كمپاين لپاره وكاروي. د جمهوري رياست د وياندۍ دفتر وايي، چې افغان حكومت هېڅكله د انتخاباتو په پروسه كې دخالت نه لري او كرزي په دې ترڅ كې له هېڅ راز حكومتي امكاناتو ګټه نه ده پورته كړې. د آزادو اوعادلانه انتخاباتو بنسټ ( فيفا) چې په افغانستان كې د انتخاباتو د څارنې لپاره كار كوي، ځينې هغه كسان په ګوته كړي، چې له دولتي امكاناتو د خپل كمپاين لپاره ګټه پورته كوي. په دغو كسانو كې جمهور رئيس كرزى هم شامل دى. د دغه بنسټ مشر جانداد سپين غر وويل:(( زموږ ناظرانو تقريبا سل مورده رپوټ كړي، چې كانديدان له دولتي امكاناتو، دولتي موټرو او د باډيګاردانو په مرسته د نوم ليكنې سيمې ته تللي دي.)) هغه زياتوي: (( زيات افراد، چې په دغه ناوړه ګټه اخيستنه ككړ دي، د ولايتي شوراګانو وكيلان او ولسوالان دي او جمهور رئيس هم، چې ځان د دوهم ځل لپاره نومولى دى، په دوو ورځو كې يې د ۷ ساعتونو لپاره دا پروسه امنيتي شرايطو ته په پام اخلال كړې ده او د نورو كانديدانو د نوم ليكنې مخه يې نيولې وه.)) له  بلې خوا د كابل ښار يو شمېر اوسيدونكي بيا د كرزي لپاره د امنيتي شرايطو د برابرولو مسئله نه يوازې د پروسې اخلال نه بولي، بلكې دا د هغه حق ګڼي. د احمدشاه بابا مينې اوسيدونكى دوكاندار شفيع الله وايي: (( دا د رئيس جمهوركرزي لپاره ښه كار دى، كه امنيت يې ونه ساتي، جنجال جوړېږي او دا نور خلك، چې پاچايي غواړي، څوك ورسره كار نه لري.))  جانداد سپين غر وايي، چې يو شمېركانديدان د سيمه ييزو زورواكانو له لوري ګواښل شوي، چې د بل په ګټه له خپلې كانديدۍ څخه واوړي، هغه زياتوي: (( د دا ډول ګواښنو ۱۵ مورده زموږ سره ثبت دي.))

ادامه نوشته

د امريكا نوې ستراتيژي د منتقدينو په تله كې

 

 

د امريكا نوې ستراتيژي د منتقدينو په تله كې

لعل اقا شیرین

منتقدين په دې باور دي، چې د افغانستان لپاره د اوباما نوې ستراتيژي مبهمه ده او افغانستان د جګړې له بحران څخه نه شي ايستلى.

د افغانستان او پاكستان په باب د امريكې دا پنځه كلنه ستراتيژي د روان ۲۰۰۹ ميلادي كال د مارچ په ۲۷مه نېټه اعلان شوه.

جمهور رئيس كرزي په خپل لومړني غبرګون كې د دغې ستراتيژۍ ننګه وكړه او ويې ويل، چې پر ملكي مرستو د اوباما ټينګار به د القاعده او طالبانو د اخ و ډب مخه ونيسي.

د دغې نوې ستراتيژۍ له مخې افغانستان ته د ۱۷ زره امريكايي پوځيانو د استولو پرېكړه شوې. همدارنګه ۴۰۰۰ نور پوځونه به د افغان پوځ په روزنه كې مرسته وكړي. د ستراتيژۍ بل هدف دا دى، چې پخپله افغان حکومت د امنيت په سمبالولو کې ډېره برخه واخلي.

د يو زيات شمېر كارپوهانو په وينا د دغې سترتيژۍ يو ډېر مهم ټكى دا هم دى، چې امريكانو منلې، چې د طالب او القاعده ډلو اصلي مركزونه په پاكستان كې دي او قبايلي سيمې د ترهګرۍ په وده كې د يوې سرطاني دانې په څېر فعاليت كوي، خو په څرګند ډول دا نه دي ويل شوي، چې امريكايي ځواكونه به القاعده اوطالبان په هغه هيواد كې هم تعقيبوي او جګړه به ورسره كوي او كه نه؟

 

 

 

 

د افغانستان كانونه؛ خپلسره كيندنې او پلور

 

 لعل اقا شيرين

افغانستان د كانونو او طبيعي زيرمو د شتون له كبله د نړۍ په كچه يو غنى او بډاى هېواد دى، خو د دغو زيرمو ډېره برخه د كورنيو او تپل شويو جګړو په سبب ترننه له استخراجه پاتې ده.

كانونه او ترځمكې لاندې موجودې شتمنۍ د نړۍ د هرهېواد د اقتصاد له مهمو او اساسي بنسټونو څخه بلل كېږي او كه چېرې د نړۍ كوم هېواد له دغو سرچينو او شتمنيو څخه بې برخې وي، په قاطعيت سره وېل كېدلى شي، چې د پرمختګ او ودې مخ به ونه ګوري، ځكه دا ډول هېوادونه په حقيقت كې د اقتصاد له الف او ب څخه بې برخې دي، نو له همدې كبله كارپوهان وايي، چې د هرهېواد د ودې او پرمختګ اساسي سرچينه كانونه او ترځمكې لاندې موجودې شتمنۍ دي، چې په استخراج يې نن سبا ملتونه د سپوږمۍ پرلور مزلونه لنډوي.

 د افغانستان د كانونو او صنايعو وزارت د معلوماتو له مخې افغان دولت تراوسه پورې د معدني موادو په اړه پنځه فيصده او د غازو او نفتي سرچينو په اړه لس په سلو كې څېړنې كړې او معلومات لري.

افغانستان يو له هغو غرنيو هېوادونو څخه دى، چې د خليج فارس د حوزې د نورو هېوادونو په نسبت يې نفتي سرچينې لږې دي، خو په غرونو كې موجودو كانونو او زيرمو د سيمې په سطحه د بډايو هېوادونو په كتار كې راوستى دى.

د افغانستان طبيعي او جيولوژيك جوړښت سپيناوى كوي، چې په هېواد  كې د عينکو د مسو، د حاجيګك، د ډبرو د سكرو، اوسپنې، سربو، جستو، سرو زرو، المونيمو، کرومو، قلعي، کوبالټ، ليټيم، سلفر، مالګې، ګچ، د قيمتي او نيمه قيمتي ډبرو، لکه زمرد، تورمالين، بريل، ياقوت، لاجورد او تزييني ډبرو او سمنټو ډېر كانونه او زېرمې موجودې دي.

د آفتاب په نوم يوې برېښنايي ويب پاڼې په خپله يوه مقاله كې، چې د خپرېدو نېټه يې نه ده معلومه داسې ليكلي:(( له تېرو زمانو راهيسې په بدخشان كې د لاجوردو، طلا، مالګې او په كندهار- كابل او د هېواد په  نورو سيمو كې د مسو او اوسپنې كانونه كيندل كيدل.))

تاريخي شواهد ښيي، چې ځينې دغه كانونه د سروې او ارزونې پړاونه ترشا پرېښي او د استخراج وړ دي او ځينې نور بيا استخراج كېږي، خو په قاطعيت سره ويل كېږي، چې د افغانستان پاتې ټول كانونه همداسې بكر دي.

په هغه ګردي مېز كې، چې د ۲۰۰۸ ميلادي كال د جون په ۱۲ مه د دري راډيو په څپو د (( منابع زيرزميني افغانستان ګنج هاى پنهان)) ترسرليك لاندې خپور شوى، د افغانستان د اقتصادي چارو د كارپوه استاد مسعود له قوله داسې ويل شوي دي: (( يو له هغو هېوادونو، چې تراوسه يې په سلو كې له ۹۹ فيصده كانونو استفاده نه ده شوې، افغانستان دى.))

په عمومي توګه د افغانستان معدني زيرمې او كانونه د جيولوجستانو له لوري، د فلزي زيرمو، د ګازو او نفتو زيرمو، غير فلزي زيرمو او د قيمي ډبرو  په څلورو ګروپونو ويشل شوي دي، چې په ټولو يې بحث كول زموږ د بحث له حوصلې څخه وځي.

ادامه نوشته

د سيند په غاړه تږى افغانستان

 

 

 

د سيند په غاړه تږى افغانستان

 ژورنالست: لعل اقا شیرین

 د ملګرو ملتونو د بين الدولتي پلاوي د وروستي رپوټ له مخې به تر۲۰۸۰ ميلادي كاله پورې درې مليارده انسانان د اوبو له كمښت سره مخ شي.همدا اوس اوس ۱۵۵ مليونه خلك د جګړو، طبيعي افاتونو او د حكومتونو د پراختيايي طرحو په نتيجه كې مهاجر او لالهانده دي.په امريكا كې د خپرېدونكې Fortune خپرونې د رپوټ په حواله، چې په ۲۱ مه پيړۍ كې يې له اوبو څخه د ستراتيژيكو جامو په توګه يادونه كړې ويل كېدلى شي، چې د نړۍ په يو شمېر هېوادونو كې رامنځته شوې جګړې له همدا اوسه د اوبو  پر سر دي.همدا راز د ۲۰۰۷ ميلادي كال د مې په ۱۴مه نېټه د بريتانيا كريسټن ايډ خيرنه ټولنې خبردارۍ وركړ، چې د نړۍ راتلونكې جګړې به د اوبو پر سر وي او د اقليمي بدلونونو او د اوبو د كمښت له كبله به د نړۍ يو مليارد انسانان مهاجرتونه وكړي. دغې ټولنې په خپل رپوټ كې داسې كښلي، چې د څښاك د اوبو د كمښت، د سمندرونو د اوبو د لوړوالي، جګړې، لوږې او قحطۍ له كبله به دا ارقام په نږدې راتلونكي ( څوكلونو) كې ۸۵۰ مليونه تنو ته ورسېږي. ((پطروس غالي)) هغه مهال، چې د مصر د بهرنيو چارو وزير و، په ۱۹۸۸ ميلادي كال كې داسې ادعا وكړه: (( زموږ په سيمه كې به راتلونكې جګړه د نيل د اوبو پر سر وي، نه د سياست پرسر.))د اسرائيلو دوهم صدراعظم ((موهه هارت)) بيا داسې ويلي وو: ((  اوبه د اسرائيلو لپاره يو لوكس څيز او يا هغه ګټوره غوښتنه نه ده، چې ترسره شي، بلكې اوبه په خپله ژوند دى.)) په زندګي سايت كې كانديد اكاډميسن سيستاني د (( اهميت آب و نقش ان درمنازعات ملل منطقه)) ترسرليك لاندې په  يوه مقاله كې راوړي، چې د نړۍ د صحي سازمان د آمارو له مخې له دوو ملياردو زيات كسان د اوبو له كمښت سره مخ دي. مقاله د امريكايي كارپوهانو د وړاندوينو له مخې كاږي، چې تر۲۰۱۵ ميلادي كاله پورې هغه هېوادونه، چې د اوبو له كمښت سره مخ دي د نړۍ د نفوس نيمايي برخه به جوړه كړي. حاضر حال په نړيواله كچه د خوږو اوبو چټك كمښت او بې ځايه ضايعاتو، د طبيعي زيرمو د راكمېدو او له منځه تللو عوامل برابر كړي او په ۲۰ پيړۍ كې له خوږو اوبو څخه د استفادې كچه اووه برابره زياته شوې وه. د سيستاني په مقاله كې د ډاكټر سعد زوى له قوله يادونه شوې، چې د يوه ټن غنمو د توليد لپاره زر ټنه اوبو ته، د يوه ټن كچالو لپاره له ۵۰۰ ټنو تر۱۵۰۰ ټنو اوبو او د غويي د يوه ټن غوښې د مصرف لپاره له ۱۵۰۰۰ زره تر ۷۰۰۰۰ ټنه اوبو پورې اړتيا ده. اوس داسې ښكاري، چې په نړيواله سطحه د نفوس د زياتوالي ترڅنګ، چې په راروانو څلورو ميلادي كلونو كې به تر اووه ملياردو هم واوړي، د اوبو اهميت او ارزښت څو برابره زيات شوى او كه نن سبا دولتونه په خپلو هېوادونو كې ترځمكې لاندې او په سيندونو كې د توييدوونكو اوبو مهارولو ته راونه وځي او اوږدمهاله سياستونه ونه لري او له دغه خداى وركړې شتمنۍ سره په بې غورى چلند وشي، له داسې يوه ترخه برخليك سره به مخ شي، چې جبرانول به يې د نړۍ د يوه ځواك په مټ كې نه وي. د ملګرو ملتونو د جمعيت صندوق په خپل يوه رپوټ كې كښلي، چې تر راتلونكو ۷۰ كلونو پورې به د نړۍ نفوس درې چنده زيات او له اوبو څخه ګټه اخيستنه به ۶ چنده لوړه شي. هركال د نړۍ پر نفوس ۷۵ مليونه تنه ورزياتېږي. د امريكا د نفوسو د احصايې اداره وايي، چې همدا اوس د نړۍ  نفوس شپږ زره او ۷۰۰ مليونه دى. د همدغې ادارې يوه مامور كارل هوب د ۲۰۰۸ ميلادي كال د جون په لسمه وويل، چې په ۱۹۹۹ميلادي كال كې د نړۍ نفوس شپږ ملياردو ته رسېده، حال دا چې دوه سوه اته كاله وړاندې د نړۍ د خلكو شمېره يو ملياردو ته نه رسېده او ۱۳۰ كاله وروسته يعنې څو اويا كاله پخوا د نړۍ نفوس دوه مليارده نه وو. د ځينو وړاندوينو له مخې ويل كېدلى شي، چې په ځينو هېوادونو كې د اوبو زيرمې مخ په خلاصېدو دي، چې د نمونې په توګه په منځنۍ آسيا كې د اورال له سمندرګي او په ختيځ كې د سند د اندوس د سمندرګي نوم اخيستلاى شو، ځكه دا سيندونه د كرنې او اوبولګونې لپاره په لوړه پيمانه كارول كېږي.

ادامه نوشته

 

 

افغانستان په تېر كال كې

 

ليكوال: لعل اقا شرين

۱۳۷۸لمريز كال هم د ۱۳۸۶ لمريز كال په څېر سخت او خونړۍ  و او كه چېرې په عمومي توګه په دغه يوه كال كې د روانو پېښو، فعاليتونو، كړنو، نښتو، جنګونو، وژونو، قتلو قتالونو، بمباريو، ځانمرګو بريدونو او بالاخره د ماتو او برياوو ارزونه وشي، څرګنديږي، چې افغانستان په دغه ۱۲ مياشتنۍ موده كې پراخې لوړې او ژروې ترشا پرېښي دي او لا هم نړيوال چارواكي او كارپوهان په دې باور دي، چې سږنى پيل شوى ۱۳۸۸ لمريزكال به د تېرو كلونو په نسبت خورا خونړى او له ننګونو ډك وي، په تېره بيا چې د ۱۳۸۷ لمريزكال پاى او د ۱۳۸۸ لمريزكال پيل هم په چاودنو، وژونو او قتل و قتالونو وشو او د امريكا ځانګړو ځواكونو په لوګر، شبرغان او خوست كې څو بېلابېل خپلسري عمليات ترسره او په نتيجه كې يې د لوګر ولايت د چرخ ولسوالى د اوسېدونكو سخته غوسه راوپاروله او د مرګ دې وي پرامريكا شعارونه يې وركړل. دا په دغه كال كې نه لومړنۍ مظاهره وه او نه به وروستى وي، ځكه ترهغه وروسته هم د بهرنيو ځواكونو خپلسرو عملياتو دوام موندلى. د بودجې تصويب، له طالبانو سره د روغې جوړې خبرې، په امريكا كې د بوش د ادارې ختمېدل او واك ته د اوباما رسېدل، په افغانستان كې د امريكا په نوې ستراتيژۍ د بحثونو پراختيا، له طالبانو سره د امريكا د نوې حكومت ليوالتيا، د خپل سرو امنيتي كمپنيو د موجوديت د قانوني كېدلو غوښتنه، د دې په څنګ كې د ۱۷۰۰ ناقانونه وسله والو ډلو شتون، په هېواد كې د ۱۶ تنو اعداميدل او سلو نورو ته د اعدام د سزاوو اورول. د بډې اخيستنې زياتوالى، د قضايي قوې كمزورتيا، د ټرانسپورټ د وزير نيول كېدل او د حج په پروسه كې د هغه درغلي، د هوا د ككړتيا پرځاى پاتې ستونزې، د پاريس غونډه او په دغه غونډه كې له افغانستان سره  د ۴\۲۱ مليارده ډالرو د مرستې ژمنه، په افغانستان كې د اېران او پاكستان د لاسوهونكو هڅو دوام، په افغانستان كې د انګريزانو او امريكايانو ترمنځ سياسي ناندرۍ او بالاخره يو ډول توافق، په كابينه كې د اتمر، فاروق وردګ او اصف رحيمې بدلول رابدلول، د مقبل لرې كېدل، د قحطۍ او لوږې پراختيا، د بې كارۍ زياتېدل، د افغان حكومت او نړيوالې ټولنې په تېره بيا د امريكا او افغان دولت ترمنځ د بې باورۍ رامنځته كېدنه او بيرته احيا كېدنه، په پوليسو كې تش په نوم ريفورم، د مخدره توكو په وړاندې بې پايلې مبارزه، د ملي شورا او حكومت ترمنځ د انتخاباتو د مهال ويش پر سرناندرې، د انتخاباتو د ترسره كېدلو نېټه او د جمهور رئيس د واك د قانوني دوام تشه، د ټاكنو لپاره د ۴ مليونه تنو نوم ليكنه، د ماشوم تښتونې د لړۍ پراختيا، د ماشوم تښتوونې په تور د ۱۷۶ تنو نېول كېدل، د ۱۷۵تنو تښتونه،، د نيشه يي توكو د ۱۸ لابراتورونو ويجاړول، د ۱۲۹ تنو قاچاقبرو نيول كېدل، په هلمند كې د ولسي جرګې د يوه غړي وژل كېدل او لسګونه نور موارد هم شته، چې د ۱۳۸۷ لمريزكال تر پايه پورې ترسترګو شوي، چې په نوي كال كې هم حكومت او نړيواله ټولنه ننګولى شي.

ادامه نوشته

ماشومان د افغانستان د اوسنۍ  جګړې ...

 

لعل اقا شیرین

ماشومان د افغانستان د اوسنۍ  جګړې اصلي قربانيان

اسناد او شواهد ښيي، چې كم عمره افغان ماشومان د جګړې د كرښو د لومړنيو قربانيانو په توګه په جګړه كې د ښكېلو غاړو ( دولت، طالبانو او القاعده)  له خوا په جګړه ييزو فعاليتونو ګمارل كېږي او پوځي دندې اجرا كوي.

ترلاسه شوې موندنې ښيي، چې ځينې افغان ماشومان د دولت د مخالفو وسله والو له لوري د پيسو په بدل كې د جګړو په ليكو كې دريږي او ځانمرګي بريدونه ترسره كوي.

خو منتقدين په دې عقيده دي، چې پر مخالفينو سربيره افغان حكومت هم په تېرو اتو كلونو كې د ماشومانو د حقوقو خوندي كولو ته ژمن نه دى پاتې شوى، بلكې په خپله يې نړيوالو موازينو او اصولو ته د ناملرنې له كبله په ملي پوليسو او نورو پوځي ارګانونو كې د هغوى جلب و جذب ته په غيرمستقيم ډول لار خلاصه كړې ده.

د څارونكو په وينا د اردو، ملي او سرحدي  پوليسو په ليكو كې داسې كسان ښكاري، چې عمرونه يې ظاهرا د قانون له مخې يوه سرتيري ته له ټاكل شوي عمره كم معلوميږي، خو ډېر كله، نه په خپله داسې سرتيري او نه هم د هغوى مسوولين او هغه چارواكي، چې د سرتېرو په مقررۍ كې لاس لري، دا مني، چې  په پوځي ليكو كې له اتلس كلنۍ كم عمره هلكان ګمارل شوي دي.

د لغمان ولايت اوسيدونكى فريد احمد، چې ۲۲ كلن دى په دې اړه وايي: (( د اردو په صفونو كې نه، خو په پوليسو كې ډېر ماشومان ليدل كېږي، همدا اوس كه چېرې تاسې بازار ته ووځئ، نو داسې ډېر كسان وينئ.))

منتقدين او عام افغانان د افغانستان له دولت څخه په كلكه غوښتنه لري، چې تنكي ماشومان د ملي پوليسو او ملي اردو له ليكو څخه ډېر ژر وباسي، ځكه دا په پوليسو او اردو ملنډې وهل دي. د كندهار ولايت اوسيدونكي ۳۸ كلن عبيدالله په دې اړه وايي: (( هر هغه څوك، چې دا تنكي زلميان په عسكرۍ نيسي اصلا خپله په نظامي چارو نه پوهيږي او مسلكي كسان نه دي.))

عبيدالله اندېښنه څرګندوي، چې دا ماشومان به د ټوپك له كارولو سره بلدتيا او مهارت ولري، خو په دې نه پوهيږي، چې كوم ځاى او كومه سيمه د ډزو كولو ده، هغه وويل: (( دغسې عسكر له ښاريانو سره  په چال چلند هم نه پوهيږي او د چا د شخصيت او حيثيت ساتلو له درناوي هم عاجز وي.))

د اردو يو پخوانى افسر ډګروال محمد سرور، چې اوس تقاعد شوى دى او په يوه پښه ګوډ دى، په دې اړه وايي: ((  په هغه وخت كې، چې زه په پوځ كې وم، داسې احساسيده، چې د افسرانو او مامورينو شمېر ترسرتېرو زيات وو، نو په همدې دليل د سرتېرو په توګه له كم عمره هلكانو زياته ګټه اخيستل كېدله.))

كه څه هم، چې د كورنيو چارو او د ملي دفاع وزارتونو چارواكي دا مسئله نه قبلوي او د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي په دې اړه دا مشهورمتل كوي:((  چې زوى هرڅومره ستر شي نو موراو پلار ته وړوكى ښكاري.))

 خو يو شمېر دولتي چارواكي د نوم د نه اخېستلو په شرط بيا دا مني، چې په پوځي ليكو كې له اتلس كلنۍ څخه كم عمره ځوانان استخدام شوي او دوى هم ښه پرې پوهيږي، خو په وينا يې ځينې كورنۍ بې سرپرسته وي او دوى په دې خاطر، چې دغه تن د معاش څښتن شي، د هغوى د مقررۍ له پاره هڅې كوي او پوليس سرتيري وايي، چې دوى د ټوپك له شپيلۍ ډوډۍ خوري او په دې توګه خپلې كورنۍ ته يوه مړۍ حلاله ډوډۍ پيدا كوي.

 

ادامه نوشته

اعتياد، افغانستان ته د ګاونډيانو ډالۍ

 

لعل اقا شيرين

 

اعتياد، افغانستان ته د ګاونډيانو ډالۍ

د كاپيسا ولايت اوسيدونكى غلام نبي همدا، چې په كټ كې رانيغ شو، په ژړغونې انداز وويل: (( پوله پټي، ځمكه، باغ او هرڅه مې په پوډرو وبايلل.)) 

۳۰ كلن غلام نبي په كابل ښار كې د جنګلك د تصدۍ د نجات سنټر په ۵۰ بستريز روغتون كې، چې د غره په لمنه كې واقع دى، له تېرو درې اوونيو راهيسې بستر دى.

هغه حيران و، چې كامره په لاس ژورنالست يې په كوټه كې څه كوي او د څه لپاره ورغلى دى او څه ترې پوښتني؟

 د هغه په غم لړلو سترګو كې بې وسي، يوازيتوب، ناهيلۍ او هيلو له ورايه غوټې وهلې. همدا، چې د روغتون ډاكټرانو، نرسانو او يوې ناآشنا څېرې (ژورنالست) ته ځېر شو، يو سوړ اسويلى يې له خولې ووت او په خبرو راغى،  چې په ځوانه ځوانۍ كې يې چرس او چلم څكاوه، خو د كلي ماحول او د ظالمانو ناكردو كرار كرار له هغه وروسته پوډري كړ، چې دوه غبرګ وروڼه يې د ناپيژاندو كسانو له خوا، چې دى ورته د دښمن خطاب كوي، ووژل شول او كورنۍ يې د وير په ټغر ورته كينوله.

په خبرو خبرو كې د غلام نبي سترګې له اوښكو ډنډ شوې، د ماضي يادونو او د راتلونكې زندګۍ هيلو پرې خپل سيورى غوړلى و او تر ژبې لاندې يې له ځانه سره، چې موږ پرې ونه پوهېدو، څو بې مفهومه جملې تكرار كړې.  

نوموړى د پوډرو په خونخوارې او بربادونكې نړۍ كې داسې ډوب شوى، چې په مياشتو مياشتو له خپلې مېرمنې، پنځو اولادونو او د كورنۍ له نورو غړو بې خبره پاتې شوى او په كنډوالو او بيدياوو كې به چېرته  پروت و، هغه وويل: ((  زه نه يم خبر، چې هغوى څه خوري او څه اغوندي او له چا قرض اخلي، ځكه پوله، پټۍ، باغ او هرڅه مې په پوډرو وبايلل.))

نوموړي، چې په ۱۵ كلنۍ كې د پوډرو په څكولو شروع كړې، وايي، چې د مفلسۍ له كبله يې كورنۍ د خپلې اړتيا وړ ډېر څيزونه نه شي پيرلى، ځكه ټولې پيسې به ده په پوډرو بربادولې او هغوى به نيستۍ ته كيناستل: (( كه يو غيران به پيدا شو كه دوه او درې غرانه، په هغو به مې پوډر اخيستل، ځكه بې ډوډۍ ژوند كېدلى شو او بې پوډرو نه شو كېدلى.))

له هغه راهيسې، چې غلام نبي د نجات سنټر په روغتون كې بستر شوى دى، په وينا يې وجود يې د رغېدو پر خوا روان دى او د روغتيا او بهبودۍ احساس لري، ځكه هغه هوډمن دى، چې پوډرو ته به شا كړي، ځكه هغه تصميم لري، چې په دغه مركز كې به تر تداوۍ  وروسته بيا كله هم  پوډر ونه څكوي او د خپلې كورنۍ او اولادونو لپاره به د كار سړى شي: (( چې نشه راباندې راتله سم ليونى كېدم، نه پوهيدم، چې چېرته يم او څه كوم، په ځمكه كولېدم او په ځان به مې خوله لګوله.))

د متعادينو په دغه مركز كې دمګړۍ شاوخوا سل تنه بستر دي او څلورسوه نورو ورته نوم ليكنه كړې ده. دا مركز په حقيقت كې د پخواني شوروي اتحاد د علم او فرهنګ د ودانۍ د معتادينو لپاره جوړ شوى دى. له دغې سيمې ورته كابو پنځه سوه تنه په نشه روږدي كسان څلورمياشتې وړاندې انتقال شول، چې ځينې يې يا ترتداوۍ لاندې دي او يا په خوب خونو كې ځاى پرځاى دي، خو له هغو لومړنيو ۵۰۰ تنو  څخه ۲۷۵ تنه يې تردرملنې وروسته رخصت شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت وياند ډاكټر فريد رايد وايي، چې د دغه مركز مالي لګښت د "اى او ايم" له خوا وركول كېږي: (( موږ به د كابل له بېلابېلو سيمو څخه نور معتادين هم ورته انتقال كړو.))

د صحي كاركوونكو په وينا د متعادينو په مركزونو كې په نشه يي توكو د روږدو كسانو  بشپړه درملنه  ۴۵ ورځې وخت نيسي، خو ترهغه مخكې ځكه خوب خونو ته لېږدول كېږي، چې په ويټامين اې تقويه او د درملنې لپاره چمتو شي.

خو اپينو او پوډرو د افغان كورنيو په رګونو كې داسې رېښه ځغلولې، چې پرې كول يې سخته، دوامداره  او جدي مبارزه غواړي.

ادامه نوشته

افغانستان په ۲۰۰۹ كال كې

 

 

لعل اقا شيرين

افغانستان په ۲۰۰۹ كال كې

يو شمېر كارپوهانو او خلكو ۲۰۰۹ميلادي كال په افغانستان كې د بيارغونې د چارو د ګړندي كېدو او د جنګ جګړو د پاى ته رسېدو كال باله، خو دا هيله يو څه ځكه ټكنۍ په نظر راغله، چې اوباما پخپله نوې ستراتېژۍ كې په افغانستان كې د خپلو ځواكونو پر ډېرولو ټينګار وكړ او دا اندېښنه راولاړه شوه، چې جنګ به لا هم دوام ولري.

 د امريكا جمهور رئيس بارك اوباما پخپل انتخاباتي كمپاين كې د جنګ جګړو د سياست پر ځاى پر بيارغونې او سولې ټينګار درلود او پخپلو څرګندونو كې يې ويلي وو، چې د افغانستان په مسئله كې سياسي حل لارې ته لومړيتوب وركوي. خو اوباما د انتخاباتو تر ګټلو وروسته د افغانستان د مسئلې د حل لپاره يوه نوې ستراتېژي اعلان كړه، چې د هغه له مخې افغانستان ته د ۳۲ زره نورو سرتېرو په رالېږلو فيصله وشوه .

اوباما همدارنګه پخپلې يوې وروستۍ وينا كې خپل ملت ته وويل، چې په راتلونكو ۱۸مياشتو كې به له افغانستان څخه د خپلو ځواكونو پر وتلو پيل وكړي، خو دا يې ونه ويل، چې په دقيقه توګه د بهرنيو ځواكونو وروستى عسكر به كله د افغانستان له خاورې وځي؟ كه څه هم يو شمېر كارپوهان په دې اړه خوشبيني ښكاره كوي خو وايي، چې امريكا هېڅكله هم په سيمه كې د خپلو ګټو د ساتلو او خوندي كولو په چارو كې دېته زړه نه ښه كوي، چې له افغانستان څخه په لنډه موده كې خپل سرتېري وباسي.

كه څه هم د اوباما په نوې ستراتېژۍ كې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره د دغه هېواد د ځينو اقتصادي بنسټونو لكه كرنې ته پر ډېرې توجه ټينګار ليدل كېږي، خو د يو شمېر كارپوهانو په وينا د جنګ په دوام سره كركېلې ته د زمينې برابرول او پرمختګ ناشونې ده.

ادامه نوشته

د سوات جګړه، درې مليونه بې كوره

 

لعل اقا شيرين

د كليد اوونيزې ۳۶۹ مه ګڼه

د سوات جګړې درې مليونه خلك بې كوره او كډوالۍ ته اړ كړل.

د بشري حقونو څارونكي په دې باور دي، چې د نړۍ په سطحه دا تر ټولو لوړه شمېره ده، چې د بشري ټولنې د كډوالۍ په تاريخ كې پېښيږي.

د ملګرو ملتونو او په پاكستان كې د خيريه ټولنو د راپورونو په بنسټ نږدې درې مليونه وګړي، د پوځ او طالبانو ترمنځ د سوات جګړو په نتيجه كې بې ځايه شوي دي.

كه څه هم، چې پاكستاني حكومت د پښتونخوا د بې ځايه شويو كډوالو لپاره د مرستې هڅې پيل كړې، خو د پاكستان صدارعظم يوسف رضا ګېلاني د بې وسۍ احساس كوي، هغه وايي:(( دومره ډېر شمېر كسانو ته د مرستو رسول د پاكستان د حكومت تر وس وتلې خبره ده.))

دا مهاجر د پېښور، په مردان، صوابۍ، چارسدې او نوښار سيمو كې په ډېر بدحالت كې ژوند كوي، روغتيا او خوړو ته يې سمه پاملرنه نه کېږي او د سختې ګرمۍ له امله تر پوزې راغلي دي.

مرستندويه ادارې هڅه کوي، چې د کډوالو لپاره مرستې برابرې کړي. د امريكا د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن كلنټن له دغو مهاجرينو سره  ۱۱۷ مليونه ډالره بيړنۍ مرسته اعلان كړې. بشري سازمانونه وايي: (( لا هم دوه لكه خلك په سيمه كې بند پاتې دي.))

 په پاكستان كې د ځايي بې ځايه شويو كډوالو لپاره شاوخوا شپيته كمپونه جوړ شوي، چې په دې منځ كې پنځلس يې د حكومت له لوري د ملكنډ د بې ځايه شوو كډوالو لپاره او پاتې نور كمپونه د باجوړ په بې ځايه شويو پورې اړه لري، چې د تېركال د اګست له مياشتې راوروسته د باجوړ او مومند ايجنسيو له ناكراريو څخه يې دغه سيموته پناه وړې ده.

د كارپوهانو په وينا افغان دولت، چې دم ګړۍ پخپله د اقتصادي ستونزو په منګولو كې راښكېل دى، د خپل ښه نيت له مخې  له دغو مهاجرينو سره د يو مليون ډالرو د وركړې پرېكړه كړې، خو بالمقابل پاكستاني دولت په يو ناځوانمردانه اقدام لاس پورې كړ، چې ان د نړيوالې ټولنې غوسه يې هم راوپاروله او هغه دا و، چې په لنډي كوتل كې يې د افغان مهاجرينو ايستلو ته زور وركړ او دا دى په كورونو يې بلدوزرې ګرځوي.

د څېړونكو په خبره كه پاكستان وغواړي، هغه ډلې، چې دوی يې په خپله ملاتړ کاوه، په ټوله پښتونخوا او په ځانګړې توګه په اووه قبايلي اېجنسيو کې، چې ټوله سيمه د پښتنو ده وځپي، نو ښايي لږ ترلږه شل مليونه خلك مهاجر او سل زره تنو ته ځاني تلفات واوړي.

د پاكستان يو مشهور ژورنالست حامد مير، چې د هغه هېواد له پوځي او استخباراتي ادارو سره په پټو اړيكو هم پړ دى، په خپله يوه ليكنه كې، چې د جنګ په ورځپاڼه كې چاپ شوې، داسې كښلې دي: (( په داسې حال كې، چې د سوات د مهاجرينو په اړه په سند كې ناكرارۍ خورې شوې، په پنجاب كې څوك كورونه په كرايه نه وركوي.))

نيوزويک وايي، چې د پاکستان پوځ د دغه هيواد د تاسيس له وخته تر اوسه په وار وار کودتاوې کړې او له هند سره يې د سيالۍ لپاره د ستراتيژيک عمق په توګه په افغانستان کې د سخت دريځو په وسيله اور ته پوکي وهلي، چې اوس د دې اور لمبې پخپله پاکستان ته رسېدلي، چې کنټرولولى يې نه شي.

خو دا جګړه يوازې په پښتون ميشته سيمه كې متمركزه ده، چې نه غربي رسنۍ پرې بحث كوي او نه هم پاكستاني او په حقيقت كې داسې برېښي، چې دا دې هم د پاكستاني حكومت له لوري د پښتنو د ځپلو لپاره يوه نوې اجنډا او سناريو وي.

ادامه نوشته

د امنيت ټينګښت د خلكو د زياتې ونډې غوښتنه كوي

د امنيت ټينګښت د خلكو د زياتې ونډې غوښتنه كوي

شيرين او مسعود

 

يو له هغو ستونزو څخه، چې د تل لپاره حكومت او خلك ننګوي په هېواد كې د ډاډمن امنيت نشت دى. په پلازمينه كابل كې، چې د امنيتي ارګانونو ترڅنګ نړيوال سوله ساتي سرتيري هم په پراخه پيمانه د امنيت ټينګولو دنده پرغاړه لري، كله ناكله د ځانمرګوبريدونو، چاودنو او شوكو شاهدان يو او لامل يې هم  دا ګڼل كېږي، چې ګواكې ورځ تربلې د ملت او حكومت ترمنځ واټن مخ پرزياتېدو دى.

ادامه نوشته

احمدشاه بابا مېنه د دولتي چارواكو په عيش ونوش كې

لعل اقا شيرين

 

احمدشاه بابا مېنه د دولتي چارواكو په عيش ونوش كې له ياده وتلې

د احمدشاه بابا مينې خلك شكايت كوي، چې دولت يې لومړيو غوښتنو ته جدي پاملرنه نه كوي. دغه سيمه له كلونو كلونو راهيسې نه د څښاك اوبه لري او نه يې چا د برېښنا  او سړك جوړونې په برخه كې ګام پورته كړى دى.

د احمدشاه بابا مېنې پروژه، چې ځينې يې لاهم په ارزان قيمت پېژني د كابل ښار په ۱۳ كيلومټرۍ كې بت خاك ته څېرمه موقعيت لري او نږدې ۱۶ زره نومرې پكې وېشل شويدي
ادامه نوشته

د غالۍ اوبدلو صنعت بايد پراخ كړى شي

ليكوال: لعل اقا شيرين

د غالۍ اوبدلو صنعت بايد پراخ كړى شي

كابو يوه  يوه نيمه مياشت وړاندې د سوداګرى وزارت په نوښت، په كابل كې د افغانستان د غاليو لومړنى نړيوال نندارتون پرانيستل شو. په دغه نندارتون كې د هېواد له ګوټ ګوټ نه ۲۴ زره  متره مربع غالۍ نندارې ته وړاندې  او دا نارې ووهل شوې، چې ګواكې د تېرو كلونو په پرتله د افغاني غالۍ بازار ګرم شوى دى، خولكه ځنګه ، چې لېدل كېږي  دغه صنعت  تر زياتې كچې د دولتي  چارواكو په تېره بيا هغو ادارو له پامه غورځېدلاى دى، چې د سوداګرۍ د پراختيا او پانګونې په برخه كې كاراو په فعاليت بوختې دي.

ادامه نوشته

ولې د مځكو غاصبين نه افشا كېږي؟

شيرين

ولې د مځكو غاصبين نه افشا كېږي؟

په يوبل پسې د اګست پر۲۸مه او د سپتمبرپر ۵ مه  د افغانستان د ولسي  جرګې د خونديتوب د كميسيون رئيس او د هېواد د ښاري پراختيا وزارت وزير يوشمېر جګپوړي دولتي چارواكي، د كابينې غړي، پخواني قوماندانان او د ولسي جرګې شل تنه غړي، په درغلۍ، اداري فساد او  د دولتي او شخصي ملكيتونو او  مځكو په غصبولو تورن كړل.

 

ادامه نوشته

تحليلي رپوټ: د افغانستان لرغوني اثار له ګواښ...

ليكوال: لعل اقا شيرين( كليد ۲۷۸مه گنه)

 

د افغانستان لرغوني اثار له ګواښ سره مخ دي

 

    دم ګړۍ ويل كېږي، چې افغانستان له ۱۲۰ څخه زياتې لرغوني سيمې او تار يخي ځايونه لري، چې هر يوه  يې په خپل وار سره  سيلانيان ځانته راجلبوي، خو د امنيتي ستونزو له كبله يې سيلانيان د ليدو جرئت نه شي كولاى.

افغانستان د خپل جغرافياوي موقعيت په ساتلو سره،  وخت پر وخت شرقي او غربي مدنيت سره غوټه كړى او د اشياوو د راكړې وركړې يو مهم مركز و، چې د نړۍ په نورو هېوادونو كې يې سارى نه لېدل كېږي.

 افغانستان د لوى احمدشاه بابا د امپراطورۍ  پرمهال په دغه نوم نومول شوى او څو زره كلن تاريخي او فرهنګي ميراثونه په ځان كې خوندي لري.

د افغانستان فرهنګي ميراثونو، چې زموږ د هېواد په بريمن او په له وياړه ډك  تاريخ كې يو ارزښتمن باب پرانستى و، د تاريخ په اوږدو كې د وخت د خېلواكو نظامونو لخوا يا لوټ شوي او يا هم د له منځه تللو په حال كې دي.

بهرنيو هېوادونو ته د افغانستان د تاريخي او فرهنګي اثارو غلا او قاچاق په تيره بيا ګاونډيو او نورو ته  د ميلادي پيړۍ د نويېمې لسيزي په سر كې شروع شوه. د هېواد ملي موزيم، چې پكې سل زره پارچې تاريخي او فرهنګي اثار خوندي  وو، په كابل كې هغه وخت چور شو، چې خپل منځي جګړې  پيل شوي.

ادامه نوشته

(HIV) وژونكى ويروس

ليكوال: لعل اقا شيرين

 

(HIV)  وژونكى ويروس

 

د ايډز د وژوونكي ناروغۍ لومړنى پيښه پر ۱۹۸۱ ميلادي تبيت شوه ، خو د ناروغۍ عامل، چې د HIV په نوم يادېږي پر ۱۹۸۳ كال وپېژندل شو. اېډز په ډېرې چټكۍ سره پر شمالي او جنوبي امريكا سربېره په اروپا، افريقا او اسيا كې خپورشو. دامهال په نړۍ كې څه د پاسه څلوېښت ميلونه وګړي په اېډز اخته دي، چې د دغه شمېرله ډلې څخه څه د پاسه ۳۷ ميليونه يې ځوانان جوړوي.

دغه وژونكى ويروس  توكم، ژبه ، مذهب، نر، ښځه،  پوله،  غريب او بډاى نه پيژني او د ټولو پروړاندې  يو شان عمل كوي  او همدې يو رنګۍ يې د نړۍ په ګوټ  ګوټ كې تراوسه  20 ميلونه وګړي  وژلي دي.

دترسره شويو شمېرو له مخې ويل كېداى شي، چې هر كال  6\4 ميلونه  هغه وګړي، چې د ځان ساتنې لارې چارې نه مراعاتوي د ايچ  اى  وي  په وايروس اخته كېږي.

په دغه وايروس د ككړتيا كچه په هغه ځوانانو كې، چې عمرونه يې له 15 كلونو  نيولې بيا تر25 كلونو پورې رسي زياته ترسترګو كېږي. په ايډز د اخته ښځو شمېره 6\17 ميلونه اټكل شوې  او 2\2 ميلونه يې هغه كوچنيان دي، چې عمرونه  يې له پنځلسو كلونو كم دي.

په افريقا كې  په هرو دوو دقيقو كې يو تن په ايډز اخته كېږي، مګر په ټوله نړۍ كې   بيا په هرو دوو دقيقو كې دوه تنه په دغه  وايروس اخته كېږي، چې ډېرى يې  په پرمختللو هېوادونو پورې اړه لري.

دې ناروغۍ ټوله نړۍ له يوه سترګواښ سره مخ كړېده، خو د اسياسي هېوادونو په پرتله په نورو هېوادونو كې زياته ښكاري. د يوې شمېرې له مخې ويل كېداى شي، چې په اسيايي هېوادونو كې  2\8 ميلونه وګړي  په ( ايچ اى  وي  )  اخته دي ، چې  په دوى كې   3\2 ميلونه يې ښځې دي.

كتونكي په اسيايي هېوادونو كې د ( ايچ  اى  وي ) د چټكې خپرېدا پړه د ځان ساتنې د لارو چارو په نه مراعات كولو وراچوي، چې ګواكې څوك پسې سرنه ګرځوي.

 دغه راز ملګرو ملتونو پردې اندېښنه ښودلې، چې په اسلامي هېوادونو كې زيات شمېرهغه وګړي، چې په اېډز اخته دي له ځان ښودلو ډډه كوي، چې دغه كړنه بيا د كره شمېرې د وړاندې كولو په ترڅ كې خنډ جوړوي.

په پاكستان كې د په اېډز د اخته شويو كسانو شمېر لله 70 زروڅخه  تر 80 زرو پورې اټكل شوى ، حال دا چې  په افغانستان كې بيا دغه اتكل د نويو شمېرو له مخې د درې زرو په شاو خواكې راڅرخي. خو د افغانستان د عامي روغتيا وزارت د نويو څرګندونو له مخې د ۲۴۵ رسمي پيښو پخلى شوى. تردې وړاندې يوازې د ۴۹ پيښو پخلى كېدو، چې ۱۷ پكې ښځې  او درې تنه ماشومان ښودل شوې وو، چې د ماشومانو له ډلې څخه دوو تنو يې خپل ژوند هم له لاسه وركړى دى.

د ډاكټرانو په وينا ترټولو مهمه او د پام وړ موضوع د اېډز بشپړه پېژندنه ده، چې ايډز څه شى دى؟ څنګه خپرېږي؟ څنګه ترې ځان ساتلى شو؟ او ايا تراوسه پورې څوك ترې رغېدلى دى او كه نه ؟

ادامه نوشته

تحليلي او څېړنېز رپوټ: ډله ييزې وژنې؛ بشري ضد جنايتونه

ليكوال: لعل اقا شيرين، كليد( ۲۷۶ ګڼه)

 

ډله ييزې وژنې؛ بشري ضد جنايتونه

د روان لمرېز كال د چنګاښ په ۱۴مه د كابل ښار په شمال د چمتلې په سیمه كې پوليسو يو ډله ييز قبر ومونده، چې په سلګونه تنه پكې ښخ شوي وو. دا لومړى ځل نه دى، چې په افغانستان كې دا ډول ډله ييز قبرونه موندل شوېدي. پر افغانستان د روسانو له يرغل راهيسې، چې تراوسه پورې په هېواد كې جګړه روانه ده، د هېواد په بېلابېلو برخو كې په لسګونه زره افغانان د نظامي ادلون بدلون له كبله وژل شوي او په ډله ييزو قبرونو كې ښخ دي، چې دا په افغانستان كې د جنګي جنايتونو سترې بېلګې بللى شو، خو تر دم ګړۍ نه يوازې دغه ټكي ته افغان دولت بلكې نړيوالې ټولنې هم جدي پاملرنه نه ده كړې، حال دا چې د دغو جنايتونو عاملين بايد په ګوته او د محاكمې په كټاره كې ودرول شي او دا هغه څه دي، چې په ترسره كېدو به يې په افغانستان كې د قانون واكمني پيل شي.

په تېرو پنځو كلونو كې د افغان ملت تر ټولو ستره هيله، د جګړې د جنايتكارانو د محاكمه كولو موضوع وه، چې لا هم د شك او شبهې په حالت كې پاتې ده.

افغان ملت د كمونستي رژيم له واكمنيدو راهيسې بيا ترننه پورې د داسې ظلمونو شاهد پاتې شوى، چې سړى يې په ويلو شرمېږي. په تېرو ۳۰ كلونو او ان ترننه پورې ملت د ربړونو او كړاوونو څكه كوي، چې څرګندې بېلګې يې په همدې تېرو دېرشو لسيزو كې لېدلى شوو.

 افغانستان د نړۍ هغه هېواد دى، چې پكې واكمنو رژيمونو د خپلې بقا لپاره زياتې وژنې او ډول ډول نه زغمونكي ظلمونه كړي. په دې وطن كې نه پر انسان رحم شوى، نه پر فصلونو، نه پركورونو، نه پر كوچنيو نجونو او هلكانو او نه هم پر مړيو. ان په پلازمنيه كابل كې د خلكو په سرونو ميخونه ټك وهل شوي، د ښځو تيونه پرې شوي، مړي نڅول شوي، د ښځو د ماشوم زېږونې نندارې شوې، په دې ملك كې هغه څه شوي دي چې ان تاريخ يې په ليكلو شرمېږي او دا ټول هغه څه دي، چې د كورني ناتار په ترڅ كې يا د وخت د واكمنو په اشاره او يا هم په جګړه كې د ښكيلو قوماندانو او وسله والو ډلو له خوا ترسره شوي، چې تراوسه يې ترخې خاطرې د خلكو په ذهنونو كې پاتې دي. همدا چې هره ورځ د ملكي وګړيو پر كورونو بمبارى كېږي او يا په سلګونه تنه  خپل كورونه پرېږدي ورته څه ويلاى شوو؟ دا به هم د ډله ييزو وژنو او مهاجرتونو بله تراژيدي وي، چې د جمهور رئيس كرزي د حكومت د واكمنتيا پرمهال تر سره كېږي او د بشر حقوقو نړېوالې ټولنې هم په دې اړه خپل غږ نه باسي.

دا څووم ځل دى، چې د روان كال له پيل راهيسي ځاى ځاى په افغانستان كې د تېرو وحشيانه وژنو او كړنو پاتې شونې پېدا كېږي او د تېرو جنايتونو په اړه سړى هېښوي. د بشري حقونو د سازمانونو د سروي ګانو له مخې چې رسمي ارقام بلل كېږي، په ټول هېواد كې ۸۸ ډله ييز قبرونه شتون لري، خو د چمتلې دښتې او بد خشان ولايت د ډله ييزو قبرونو موندنه هغه څه دي، چې د خلكو په ذهنونو كې د تېر ناورين د ډله ييزو وحشيانه وژنو ښكارندويي كوي.

د چمتلې په دښته كې تر موندل شويو قبرونو وړاندې، په فراه، غزني او هرات كې دا ډول ستر او كوچني ډله ييز قبرونه موندل شوي دي. په غزني ولايت كې خو د موندل شويو مړو په اړه ويل كېدل، چې جامې او مړي يې نه وو خراب او پېژندل كېدل، چې د كوم ځاى او كلي دي او څه وخت وژل شوي دي.

د چمتلې د دښتې د موندل شوي ډله ييز قبرد عيني شاهدانو په وينا په دغو قبرونو كې، چې په حقيقت كې لس بېلابيل قبرونه گڼل كېږي، ځينې مړي د ناستې او پر دېوال د تكيې په حالت كې وو، څو كوپړيو د دې ښكارندويي كوله، چې په ګوليو وېشتل شوي. ډېرى جسدونو دا سپيناوى كاوه، چې د ځينو شخصي جامې په تن وي. د چمتلې په سمڅو كې د ملكي وګړيو ترڅنګ داسې جسدونه هم ترلاسه شوي، چې عسكري يونيفورم يې درلود، دغلته يو عسكري بوټ هم ترلاسه شوى، چې له جرابې سره د پښو هډوكى پكې پروت و.

 

ادامه نوشته

تحليلي رپوټ: د ايټاليا كنفرانس، د قانون تطبيق او...

ليكوال:لعل اقا شيرين،كليد( ۲۷۴ گڼه)

 

د ايټاليا كنفرانس، د قانون تطبيق او د قضايه قوې پياوړتيا

 په دې كې هېڅ شك نشته، چې د افغانستان له اساسي ستونزو څخه، چې هېواد يې د كړكيچ پرلور رهي كړى دى، يو هم د قانون نه پلې كېدل او د هغه نه تطبيق دى، چې پر افغان دولت سربېره يې نړيواله ټولنه هم اندېښمنه كړې ده. د خلكو په انګېرنه د قانون نه تطبيق يوه ملي ستونزه ده او له هغه ځايه، چې د افغانستان روانې پيښې پر نړيوالې ټولنې هم خپل اغېز ښندي، نړيواله ټولنه دې ته مجبوروي، چې د هر هغه څه په وړاندې، چې په افغانستان كې پيښېږي د مسووليت احساس وكړي.

همدا ټكى د دې لامل شوى، چې په نړيواله كچه دې د قانون د نه پلي كېدو، له قانون څخه د سرغړونې د لاملونو په اړه ستره او كره ارزونه وشي.

د ايټاليا هېواد د روم په غونډه كې چې د ۱۳۸۶ لمرېزكال د چنګاښ په ۱۱مه پيل شوه، د افغانستان د عدلي او قضايي سمون د بهير او د قانون د تطبيق او نه تطبيق مساله وڅېړله. په دغه غونډه كې پرحقوقي مرستو سربېره، بشري حقونو ته لاسرسى، د قانون جوړولو بهير او له اساسي قانون سره د هغه پر تطبيق، په ولايتونو كې د عدلي او قضايي ادارو ترمنځ د همغږۍ پر رامنځته كولو، افغانانو ته د حقوقي زده كړو پر وركولو، د اداري فساد په وركاوي او د حكمونو پر اجرايي اړخ ټينګار وشو.

خو هغه څه، چې اړين دي او بايد له نظره ونه غورځول شي، هغه دا دي چې افغان دولت بايد د دغې غونډې له پايلو څخه په هېواد كې د قانون د پلي كېدو، د قضايي ځواك د پياوړتيا، د امنيت د ټينګښت، د اداري فساد د له منځه وړلو، د نيشه يي توكو د پوه پناه كولو، د جنګي جنايتكارانو د محاكمه كولو او د غيرمسووله وسله والو ډلو د بې وسلې كولو په برخه كې جدي اقدامات وكړي.

 

 قضايه قوه ، كه لاس ترزنې ځواك:

هر هغه ټولنه، چې له قضايي ځواك څخه بې برخې وي، په هغه ټولنه كې، د ثبات، امنيت، د جرمونو د راښكته كېدو او د اداري فساد د وركېدو تمه نه شي كېداى او ټولنه له راز راز كړاوونو او ننګونو سره مخ وي، چې څرګندې بېلګې يې موږ په تېرو درېو لسيزو كې وليدي. له تېرو دېرشو كلونو راهيسې د افغانستان خلك د جګړو  په ترڅ كې د نيونو، په زندانونو كې د شكنجو، ډله ييزو اعدامونو، په بې ګناه وګړيو د بمباريو، په جبر د مظاهرو چيانو د غلي كولو، جنسي تيريو، عامه وژنو، د كورونو د سوزولو، د مړو د نڅولو، د تيونو د پرې كولو، په سرونو د ميخونود ټك وهلو او په ژوندي ډول د خاورو لاندې د خلكو د ښخولو شاهد پاتې شوي دي.

همدا تېره اوونۍ رسنيو د كابل د امنيه قوماندانۍ له قوله دا خبر وركړ، چې د كابل ښار په چمتله دښته كې يو ډله ييز قبر موندل شوى، چې لسګونه تنه په كې ژوندي ښخ شوي وو.  تر دې وړاندې بيا هم په كابل، بدخشان، فراه، غزني او هرات كې دا ډول ډله ييز قبرونه موندل شوي دي. په غزني كې د موندل شويو مړو په هلكه وويل شول، چې تر دريو لسيزو وروسته لا هم د هغو مړي او جامې نه وې خرابې او ښه پېژندل كېدل، چې څوك وو؟

دا هر څه دا معنى ښندي، چې په تېرو دېرشو كلونوكې د خلكو د ځورونې او له منځه وړنې لپاره له ډېرې بېرحمۍ نه كار اخيستل شوى. په افغانستان كې د مقتې ادارې له منځته راتګ سره ولس دا هيله درلوده، چې اوس به د يوه قانمنده نظام له خوا د تېرو جنايتونو له عاملينو سره محاسبه كېږي، خو د ولس دا هيله وروسته له پنځو كلونو لا هم د يوې هيلې تر كچې پاتې ده او له دې امله خلك كرار كرارپر خپل دولت باور له لاسه وركوي، ځكه د خلكو په اند دولت په دې پنځو كلونو كې مصلحتي لارې خپلې كړې او ګڼ شمېركسان، چې د جنګي مجرمينوشك پرې كېږي  عملا په دولت كې غټې دندې لري. همدا اوس هم هره ورځ د امريكايي او ناټو ځواكونو په بمباريو كې په لسګونه تنه عام وګړي مري، خو داسې يو قضايي او امنيتي ارګان، نه تر سترګو كېږي، چې دا موضوع وڅېړي او عاملين يې محاكمه كړي. په دې لړ كې د خلكو يوه اساسي پوښتنه دا ده، چې ولې دغه ستر قضايي ځواك د عامه او بې ځايه وژنو پوښتنه نه كوي او لاس تر زنې ناست دى؟خو د سترې محكمې دعالي شوراغړى عبدالرشيد راشد وايي، چې ستره يو بې پرې ارګان دى... او دوى قانونا دا صلاحيت نه لري، چې په چا نظروركړي.

ايټاليا له تېرو پنځو كلو راهيسې د افغانستان د قضايي ځواك په بيارغونه بوخته ده او په دې برخه كې يې زياته پانګه اچونه هم كړې او يو شمېر مسلكي قاضيان يې روزلي دي. كه څه هم، چې د موقتي دورې په منځته راتګ سره  په قضايه ځواك كې څه نا څه رغون تر سترګو كېږي، خو لكه څومره چې د دولت نورې سياسي او ټولنيزې ادارې له ځوړتيا سره مخ دي، عدلي او قضايي بنسټ تر دې ټولو كمزورى بريښي. د كارپوهانو په وينا په تېرو شپږو كلونو كې د قانون د واكمنۍ او د دولت د پياوړتيا په برخه كې د دولت پاتې راتګ د عدلي او قضايي ارګانونو د  كمزوري چلند زېږنده ده، چې هېواد يې له راز راز ننګونو سره مخ كړى دى  او د قانون د نه واكمنۍ لامل ګرځي. د ولسي جرګې غړى ډاكټر كبيررنجبر د قانون د واكمنۍ پر وړاندې ترټولو سترخنډ د ټوپك حاكميت او د افغانستان د اتباعو ترمنځ د حقوقو د تساوۍ نشت بولي او وايي:" اصلا دا قضائيه قوه هم د ټوپك ترتاثير لاندې ده، ځكه موږ وايو چې دغه قوه هېڅ وخت نشي كولاى هغسې عدالت تامين كړي، چې د هېواد اساسي او نور قوانين حكم كوي."

داچې په رښتنې توګه تركومې كچې د هېواد قضائيه قوه د ټوپك ترسيورې لاندې خپلې پرېكړې كوي هغه قضاوت دى، چې ښاغلي عبدالرشيد راشد ته معقول او منطقي نه ښكاري،خوپردې اعتراف كوي، چې محكمه ډېرلږله  داسې حالاتو سره مخ شويده، هغه وايي:" ټوپك په هرڅه اثراچوي، ټوپك وسله ده، خودمحكمو په حدودكې موږډېرلږ له دغسې حالاتو سره مخ شوي يو، قاضيان بايد دخپلو پرېكړو د صادرولو پرمهال له دغسې عواملو څخه ويره ونه لري."  

ادامه نوشته

تحليلي رپوټ: د كړكېچ د پيل نوې اندېښنه

ليكوال: لعل اقا شيرين

 

 

د كړكېچ د پيل نوې اند ېښنه

 

په دې وروستيوكې له ايران څخه د مهاجرو د په زور ايستلو لړۍ دا زمينه برابره كړه، چې د افغانستان ولسي جرګه سمدلاسه د كابينې د دوو غړو د وزيرانو د استيضاح مساله راپورته او له دغې مسالې سره ډېر بېړنى چلند وكړي.

د افغانستان د اساسي قانون د ٩٢ مادې له مخې ولسي جرگه کولاى شي، د کابينې غړي استيضاح او له هغوى څخه ورکړل شوي صلاحيتونه بېرته واخلي.

ولسي جرګې د اساسي قانون د همدغې مادې پر بنسټ د كډوالو او بهرنيو د چارو وزيران لومړى استيضاح او بيا وروسته سلب اعتماد كړل.

د ولسي جرګې له خوا د ډاكټر رنګين دادفر سپنتا په اړه  د سلب اعتماد رايې د ولسمشر كرزي پر ګډون د يو شمېر سياسي كړيو غبرګون راوپاراوه ا و دا پوښتنه يې مطرح كړه، چې ايا رښتيا هم د افغانستان د بهرنيو چارو وزير  په خپلو كارونو كې پاتې راغلى وو او كه څنګه؟

كه څه هم، چې د  وزيرانو د اجرااتو د ازرونې مساله زموږ د بحث له وسه وتلې خبره ده، خو دومره بايد وويل شي، چې د وچو له زوره  بايد لامده نه واى سوځول شوي. كه چېرې د كډوالو د چارو وزارت كړنو ته وكتل شي تر يوې كچې د ولسي جرګې هڅې او د استيضاح مساله ځكه پرځاى بريښي، چې رښتيا هم دغه وزارت هومره، چې اړتيا وه  د راستانه شويو كډوالو لپاره څه نه و كړي.

خو جمهور رئيس كرزي له سپنتا څخه د ولسي جرګې د استيضاح چاره له شك او ابهامه ډكه وبلله او له سترې محكمې څخه يې وغوښتل، چې د ولسي جرګې له خوا د ترسره شوې استيضاح او سپتنا ته د نه باور رايې د وركړې د ابهاماتو په اړه څرګند نظر وركړي.

په هغه خبرپاڼه كې، چې د جمهور رئيس دفتر خپره كړې وه، د كډوالو د چارو د وزير په اړه  پكې د ولسي جرګې كړنه په ځاى ګڼل شوې وه، خو د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير په اړوند يې دوې پوښتنې مطرح كړې وې.

يو دا، چې د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير استيضاح په داسې حال كې، چې د نوموړي له كاري چاپېريال سره نېغ په نيغه اړيكي نه لري، د منلو وړ ده او كه نه؟

بل دا چې له وزيرانو څخه په لنډه موده كې د دوه ځلي اسيتضاح په اړه د اساسي قانون څرګندتيا څنګه ده؟

داهغه پوښتنې وې، چې جمهور رئيس كرزي د سترې محكمې په وړاندې ايښې وې، چې په اړه يې څرګند وضاحت وكړي.

جمهور رئيس كرزي هماغه وخت اعلان وكړ، چې د سترې محكمې د ځواب د څرګنديدو ترمهاله به سپنتا د افغانستان د بهرنيو  چارو د وزير په توګه خپله دنده پرمخ وړي، خو د ولسي جرګې رئيس يونس قانوني څرګنده كړې وه، چې سپنتا په ولسي جرګه كې د نه باور رايه اخيستې ده او نشي كولاى د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير په توګه دنده  ترسره كړي.

په دغه زماني واټن كې، چې د مقننه او اجرائيه  قوې تر منځ د سپنتا د نه باور رايې په اړه ناندرې روانې وې.

 په پاكستان كې د اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو كنفرانس په لاره واچول شو، خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزير پكې د پورتنيو شخړو له امله ګډون ونه كړاى شو او دا څرګنده نه شوه، چې افغانستان څه له لاسه وركړل.

دغه وخت له يوې خوا له ايران څخه د كډوالو د ايستلو لړۍ زور واخيست او له بل اړخه د پاكستان له خوا په اريوب ځاځيو كې پر افغان امنيتي پوستو بريد وشو او ان داسې څرګندونې وشوې، چې ګواكې پاكستانى پوځ درې كيلومټره له ډيورنډ كرښې هم دېخوا را اوښتى دى، خو بېرته په شا وتمبول شو.

تردې وروسته په دې نن او پرون كې د شمال پېښې رادمخه شوي، ګڼ شمېر كسان پكې ووژل شول، د جنرال دوستم پلويانو د شبرغان د والي د ګوښه كېدو غوښتنه وكړه.

پس له دې د لوى څارنوال او جنرال جرئت ترمنځ لانجه راپورته شوه، د خاور شركت، چې په جنرال جرئت پورې يې تړاو درلود بې وسلې كړاى شو او د هېواد ملي شورا په رخصتۍ ولاړه او دا ټول هغه جريانونه دي، چې يو په بل پسې يې په ځانګړي زماني واټن كې څرك وليدل شو.
ادامه نوشته

گزارش: په ماشر كې به د ماجرو...

لعل اقا شيرين

"په ماشر كې به د ماجرو د مشر او كرزي ګريوان نيسم"

 دا د هغې كوچۍ مور خبره ده، چې د كابل ښار په شل كيلومترۍ كې بت خاك ته څېرمه د هغه كډوالو په كمپ كې شپې تېروي، چې له ډېر بد حالت سره مخ دي. په دغه كمپ كې، چې ډېرى برخه يې احمدزي كوچيان جوړوي، نه د څښاك اوبه شته او نه هم سړى پكې په مړه خېټه ډوډى موندلى شي. ګرمي او د څښاك د غيرصحي اوبو شتون هغه څه ګڼل كېداى شي، چې د دغه كمپ خلك يې له راز راز ناروغيو سره مخ كړېدي او ان څو تنه ماشومان د نس ناستې( اسهال) له كبله مړه شوي هم دي.

ادامه نوشته

څېړنه او شننه: دامن جرګې پايلې د پاكستان په ....

ليكوال: لعل اقا شيرين

دا  رپوټ د كليد اوونېزې په ۲۶۶ مه ګڼه كې خپورشوى دى.

 

د امن جرګې پايلې د پاكستان په نيت پورې تړلې دي

 

جمهوررئيس حامد كرزي د تېر۲۰۰۶ ميلادي كال د سپټمبرپه مياشت كې كاڼاډا او امريكا ته سفردرلود، چې سمدلاسه يې ډېر تاوده بحثونه د افغانستان او پاكستان په كچه راوپارول.

ولسمشركرزي د دغه سفرپه لېدو كتنو كې پر دې ټكي ټينګاركاوه، چې د تروريزم رېښې بايد د هغه په سرچينو كې وپلټل شي او څرګنده يې كړه، چې د دولت مخالفين د پاكستان له پولو څخه افغانستان ته رااوړي.

د افغانستان، پاكستان او امريكا ولسمشرانو په خپله ناسته كې  پرېكړه وكړه، چې له تروريزم سره د مبارزې لپاره به  د ډيورند د دواړو خواوو استوګنو قومونو ته بلنه وركوي او هغوى به له ځان سره په ترهګرۍ ضد جګړه كې شريكوي.

ادامه نوشته