لعل اقا شیرین

امنيتي حالات

د امنيت په برخه كې كه څه هم، چې حكومت او په افغانستان كې ميشتو بهرنيو ځواكونو خپلې هڅې ګړندۍ كړي او زرګونه تنه بهرني سرتېري په ميدان وردګو، خوست او لوګر ولايتونو كې ځاى په ځاى شوي دي، خو بيا هم شاوخوا ۱۳۰ ځانمرګي بريدونه شوي او پر پوځي ځواكونو د طالبانو په بريدونو كې درې چنده زياتوالى راغلى او د ملكي وګړو د مړينې شمېره تر۴۰۰۰ اوښتې ده. د ۲۰۰۵ كال له فبرورۍ څخه د ۲۰۰۷ كال ترسپټمبر پورې او له هغه راوروسته ترننه پورې په افغانستان كې  د امنيت د ټينګښت لپاره د  بهرنيو ځواكونو په شمېر كې پنځه ځله ډېر والى راغلى، خو امنيت لاهم د يوه ګواښمن فكتور په توګه هېواد ګواښي.

 ملكي تلفات

 د اې ار ام په نوم د افغانستان د بشري حقونو څارونكې يوې ډلې، په خپل يوه رپوټ كې، چې د ۲۰۰۹ ميلادي كال په جنورۍ كې خپور شوى دى، په ۲۰۰۸ ميلادي كال كې د عامو وژل شويو وګړو شمېره ۳۹۱۷ تنه ښودلې او ليكي، چې په همدغه موده كې  تر۶۸۰۰ تنو زيات وګړي ټپيان شوي هم دي.د دغې ادارې د راپور پربنسټ دعوه كېږي، چې كم تركمه ۱۲۰ زره  نورو كسانو د جګړو له كبله خپل كورونه پرې ايښي او كډه په سر دي. خو د ۱۳۸۷ لمريزكال د سلواغې په ۲۹مه نېټه، د د ملګرو ملتونو په رپوټ كې دعوه شوې ده، چې د تېرميلادي كال په اوږدو كې د ملكي وګړو په مرګ ژوبله كې څلوېښت فيصده زياتوالى راغلى او ټول ټال په دغه كال كې  ۲۱۱۸ تنه ملكي وګړي وژل شوي دي. دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواك كميسيون وياند نادر نادري، د ۲۰۰۸ كال د دسمبر په ۲۳مه نېټه وويل، چې د ۲۰۰۸ كال په اوږدو كې ۱۷۷۸ تنه عام وګړي وژل شوي دي. سره له دې، چې پورتنۍ شمېرې ضدونفيضې دي، خو د ۲۰۰۷ ميلادي كال په پاى كې د ملګرو ملتونو د مشر بانكي مون څرګندونو ته په پام، چې ويلي يې وو په دغه كال كې شاخوا ۸۰۰۰ تنه عام وګړي وژل شوي، د اې ار ايم موسسې رپوټ لږ څخه رښتينى ښكاري، ځكه ملګرو ملتونو ويلي، چې د عامو وګړو په مرګ ژوبله كې څلوېښت فيصده زياتوالى راغلى او دا هغه خبره ده، چې سړى واقعيت ته لږ څه نږدې كولاى شي. دا چې دقيقه شمېره هره يوه وي په خپل ځاى، د ولسي وګړو مرګه ژوبله د افغانستان لپاره يو لوى ناورين دى، چې د بهرنيو  او د افغان دولت د مخالفانو په حملو او بريدونو كې رامنځته كېږي.

 

د طالبانو او بهرنيو ځواكونو  وژنې

 د ملګرو ملتونو خپور شوي رپوټ وايي، چې ۱۱۶۸  تنه د طالبانو له لوري په حملو، ځانمرګو بريدو او چاودونو كې وژل شوي او شاوخوا ۸۲۸ تنه د بهرنيو ځواكونو په هوايي او ځمكنيو عملياتو كې له منځه تللي دي. خو نادري بيا د خپل رپوټ له مخې، چې د  ۱۷۷۸ تنو بې ګناه افغانانو د وژل كېدلو پخلى يې كړى، د ۶۰۰ تنو د وژل كېدلو پړه د بهرنيو ځواكونو پرغاړه اچوي.

خو اې ار ام رپوټ دعوه  كړې، چې په تېر يوه كال كې ټول ټال  ۲۳۰۰ تنه عام وګړي د وسله والو طالبانو له لوري وژل شوي، چې ۹۳۰ تنه يې په ځانمرګي بريدونو كې او پاتې نور يې په چادونو، د سړك د غاړي  په بمي بريدونو او نورو طريقو وژل شوي دي.

دا ټولنه وايي، طالبانو د دې لپاره، چې خلک ووېروي د ډېر شمېر کسانو سرونه يې په ښکاره او عام محضر کې پرې کړي يا يې په دار خېژولي دي.

خو د بهرنيو ځواكونو د خپلسرو عملياتو او افغان ځواكونو په اړه كاږي، چې شاخوا ۱۱۰۰ تنه يې وژلي او تر۲۸۰۰ تنو زيات كسان يې ټپيان كړي دي. ادارې د خپل اټكل له مخې د ۱۱۰۰ تنو  وژل شويو كسانو له جملې څخه نېغ په نېغه د۶۸۰ تنو د وژل كېدلو پړه د امريكا په مشرۍ د ائتلافي ځواكونو پر غاړه وراچولي او د ۵۲۰ تنو په وژل كېدلو كې افغان ځواكونه هم مقصر بللي دي.

د اې ار ام د رپوټ په حواله ويل كېدلى شي، چې بهرنيو ځواكونو په تېر يوه كال كې شاوخوا ۱۵ زره پوځي عمليات ترسره كړي دي او په ياده موده كې ۱۱۰۰ تنه پوليس او ۵۳۰ تنه د ملي اردو سرتېري هم وژل شوي دي، خو د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي د اې ار ام موسسې رپوټ ردوي او وايي، چې په تېركال كې دوى ۳۶۸ تنه تلفات لرل، چې له ۲۵ فيصدو څخه زيات يې د ټرافيكي پېښو له كبله او پاتې نور يې يا په ماينونو الوتي او يا په جګړه كې وژل شوي دي.

همدا راز په تېر ۱۳۸۷ لمريزكال كې شاخوا ۳۰۰ تنه بهرني سرتېري هم وژل شوي. اسوشتيد پرس رپوټ وركوي، چې په دغه كال كې د افغان دولت ۳۸۰۰ تنه مخالفين هم وژل شوي، حال دا چې دا شمېره په ۲۰۰۷ ميلادي كال ۴۵۰۰ تنو ته رسېدله.

 

د ماينونو پرځاى پاتې خطر

د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې افغانستان په تېر ۱۳۸۷ لمريزكال كې د ماين پاكونې په درېيم پړاوو كې داخل شو او د تېركال تر مرغومې پورې په افغانستان كې دوه درېيمه برخه ماينونه پاك شوي دي، خو مالي ستونزې لاهم په دغه كال كې د ماين پاكولو په وړاندې پرتې وې. په ۱۳۸۷ لمريزكال په افغانستان كې د ماينونو د پاكولو لپاره ۶۰ مليونه ډالره پانګه بيله شوې وه.

 په افغانستان  کې د ملګرو ملتونو د ماين پاکۍ د دفتر (UNMACA)  مسوول ډاکټر محمد حيدر رضا ويلي، چې د اوتاوا د تړون له مخې، افغانستان بايد د ٢٠١٣ کال د مارچ تر مياشتې پورې له ماينونو څخه پاک شي، خو د Compact   د تړون له مخې هغوى غوښتنه لري، چې د ٢٠١١ کال د  مارچ تر مياشتې پورې بايد ٧٠ په سلو کې ماين لرونکې سيمې پاکې شي.

هغه وويل، چې په پنځو راتلونکو کلونو کې له ماينونو څخه د سيمو د پاکولو لپاره ٥٠٠ مليونه ډالرو ته اړتيا لري.

په تېر کال کې ٦٩١ تنه د ماينونو او چاودېدونکو توکو د چاودنو له كبله معيوب شوي دي، خو د حيدر د څرګندونو له مخې، تراوسه په افغانستان  کې له ١٠٠ څخه تر ١٥٠ زرو  پورې کسان له ماينونو څخه زيانمن شوي دي.

د ماين پاکۍ پروګرام د لومړي ځل لپاره په ١٩٨٩ کال کې په افغانستان کې پيل شوى دى او تر ٢٠٠٧ ميلادي کاله پورې نږدې ٣٨٠ زره کړۍ د پرسونل ضد او ٢٠ زره کړۍ د ټانک ضد ماينونه راټول شوي وو. په ٢٠٠٨ ميلادي کال کې له بېلابېلو سيمو څخه ٨٢ زره کړۍ د پرسونل ضد ماينونه او ٢،٥ مليونه چاودېدونکي توکي راټول شوي، چې دغه شمېره د تېرو کلونو په پرتله يوه ستره لاسته راوړنه ده.

 

نيشه يي توكي او بې پايلې مبارزه

كه څه هم، چې د نيشه يي توكو په وړاندې د مبارزې وزارت د پاليسى او همغږۍ مرستيال، ډاكټر محمد ظفر ۱۳۸۷ لمريزكال له بريو ډك بولي، خو دغې مبارزې په دغه كال كې بيا هم چندان لاسته راوړنه نه لرله. د همدې كال په اوږدو كې چارواكو دعوه وكړه، چې د هېواد په نږدې ۱۸ ولايتونو كې د كوكنار كر صفرشوى او دوى په دغه كال كې شاخوا ۵۰۰ ټنه نيشه يي توكي، لكه چرس، اپين، هيروئين، مورفين او كرستيال كشف كړي دي، خو بيا هم پر ۱۵۰ زره هكتاره ځمكې كوكنار كرل شوي وو او بيا هم افغانستان د نړۍ په كچه تر ټولو لوړ توليدونكى هېواد پاتې شوى دى، دا په داسې حال كې ده، چې امريكا هركال د نيشه يي توكو په وړاندې د مبارزې په برخه كې اته سوه مليونه ډالره لګوي او برعكس دغې مبارزې ترننه پورې منفي پاى لرلى دى.

تېركال په افغانستان كې شاوخوا ۸۴۰۰ ټنه نيشه يي توكي توليد شوي وو، چې د نړۍ له اړتيا څخه ۳۰ فيصده زيات وو او سږكال د هېواد ۶۲ نا امنه ولسوالۍ د كوكنارو تركښت لاندې راغلې وې.

كومې پيسې، چې په سيمه كې د نيشه يې توكو له كركيلې ترلاسه كېږي، يو په سله يې د افغانستان د بزګرانو او ۶ فيصده يې د سيمې او نړيوالو قاچاقچيانو لاسونو ته لوېږي او اندازه يې د نيشه يي توكو په وړاندې د مبارزې وزارت وياند زلمى افضلي  پنځه مليارده ډالره بولي.

د نيشه يي توكو په وړاندې د مبارزې ځانګړې محكمې د ۱۳۸۷ لمريز كال د وري له مياشتې راهيسې ترجدي پورې ۳۳۴ هغه قضيې څېړلې، چې د ۳۷۰ تنو شكمنو كسانو په اړه دغې ادارې ته استول شوي دي. د دغې ادارې د معلوماتو له مخې ۲۳۵ تنه د نيشه يي توكو په قاچاقو تورن شوي او ۴۲ تنه نور يې بري الزمه پېژندلي دي.

د كورنيو چارو په وزارت كې د مخدره توكو په وړاندې د مبارزې پوليس وايي، چې تراوسه يې په هلمند كې ۱۱۰۰ جريبه ځمكه د كوكنارو له كر څخه پاكه كړې او تر راتلونكو درې مياشتو پورې به دا كچه ۱۵۰۰۰ جريبو ته ورسيږي. له دې ټولو سره سره په دې وروستيو كې افغان او بريتانوي پوځيانو په هلمند ولايت كې د يو لړعملياتو په ترڅ كې هغو كيمياوي موادو ته لاسرسي وموندله، چې د نيشه يي توكو په توليد كې ترې كار اخيستل كيږي. د دغو موادو ارزښت پنځوس مليونه پونډه تخمين شوى دى.

 

روغتيايي آسانتياوې او لوړې ادعاوې!

د عامې روغتيا وزارت په چوكاټ كې د ټول هېواد په كچه ۱۶۸۸ كلينيكونه او شفاخانې فعاليت لري. د دغه وزارت سلاكار ډاكټر عبدالله فهيم وايي، چې ۱۴۵۰۰ تنه طبي پرسونل د روغتيا له وزارت څخه معاشونه اخلي، شاوخوا ۱۴۵۰۰ تنه نور د نادولتي موسسو معاش خواره دي او شل زره تنه رضاكاران هم د روغتيايي خدماتو د رسونې په برخه كې په دندو بوخت دي او د افغانستان په سلو كې ۸۵ وګړي اساسي طبي خدمتونو ته لاسرسي لري.

خو لكه څنګه، چې ليدل كېږي لاهم د دغه وزارت په وړاندې ګڼې ستونزې پرتې دې او په عمومي توګه ټولو خلكو ته طبي خدمات نه شي رسولاى. هركال ۸۵ زره هغه ماشومان، چې عمرونه يې له پنځو كلونو ښكته دي د ډول ډول ساري ناروغيو له امله مړه كېږي، خو عبدالله فهيم وايي، چې ۲۶ فيصده په كې كموالى راغلى. ۸۰۰۰ تنه هركال د توبركلوز له كبله مري، خو د وزارت د دعوې له مخې د دغې ناروغۍ د خورېدو په كچه كې پنځوس فيصده لږوالى او په مړينو كې ۶۰ فيصده لږوالى رامنځته شوى دى.

 يو مليون او ۶۰۰ زره تنه هپيتايت لري. يو نيم مليون تنه معتادين شته، چې شاوخوا ۱۲۰ زره يې ښځې او تر۶۰ زرو پورته يې ماشومان دي. د عامې روغتيا وزير سيد محمد فاطمي ويلي، چې د ۱۳۸۷ لمريزكال له پيله تر ليندۍ پورې يوازې د كابل د استقلال په روغتون كې ۴۲۸۸ د سوځېدنې پېښې ثبت شوي او په ټول هېواد كې يې شمېره ۸۰۰۰ پېښو ته رسېږي. سږكال د فلج ۴ پېښې ثبت شوي، حال دا چې تېركال د فلج ۳۱ پېښې ثبت شوې وې.

د ۱۳۸۷ لمريزكال د دلوې په ۸ مه نېټه ملګرو ملتونو وويل، چې افغانستان د ميندو د مړينې له كبله د نړۍ په كچه دوهم هېواد دى. د يونيسف په خپور شوي راپور كې په افغانستان کې د زيږون پر مهال د ميندو د مړينې ستر علتونه نا امني، روغتيايي خدمتونو ته نه لاسرسى او بې وزلي ښودل شوې ده.

په دغه رپوټ کې، چې د ملگرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يونيسف له خوا خپور شوى راغلي، چې په افغانستان کې هر کال له هرو سل زرو اوميدواره مېرمنو له جملې څخه ١٦٠٠ يې د زيږون پر مهال مري.

همدا سږكال له پكتيا ولايت څخه داسې رپوټونه خپاره شول، چې هلته لا اقل د نسايي او ولادې په برخه كې يوه ښځينه ډاكټره هم نشته. د عامې روغتيا وزارت مرستيالې ډاكټرې نادره حيات څرګنده كړې، چې د  هرو ۱۰۰۰ ماشومانو له جملې څخه ۱۹۰ تنه يې هركال د ككړ چاپيريال له كبله په افغانستان كې خپل ژوند له لاسه وركوي.

د تېركال په اوږدو كې د لشمانيا ناروغي ۵۰ فيصده په ټول هېواد او ۷۰ فيصده په بلخ ولايت كې راكمه شوې، خو له دې سره سره بيا هم په بلخ ولايت كې د لشمانيا ۲۰۰۰ پېښې ثبت شوې، چې اوړم كال دا شمېره ۳۴۰۰ ته رسېدله، د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، د دماغي ملاريا په كچه ۹۳ فيصده او د عادي ملاريا په كچه ۸۳ فيصده كموالى راغلى دى.

په تېر۱۳۸۷ لمريزكال كې د هېواد په سطحه د ايډز ۵۰۵  پېښې ثبت او د ۲۵۰۰ پېښو وړاندوينه وشوه. په ۱۳۸۷ لمريزكال كې ۱۰۴ روغتونونه او كلينيكونه ګټې اخيستنې ته وړاندې شوي او ۱۲۵ نور تر بيارغونې لاندې دي او نږدې ۳۴ ګرځنده او سيار كلينيكونه د ټول هېواد په كچه په فعاليت بوخت دي.

 

 

معارف په كوم دريځ كې؟

د افغانستان ښوونيز سيستم د تېرې۳۰ كلنې جګړې په نتيجه كې خورا زيانونه ګاللي او له همدې كبله ده، چې د هېواد نږدې ۲۳ نيم فيصده وګړي باسواده دي. د پوهنې وزارت چارواكو د ۱۳۸۷ لمريزكال په اوږدو كې د ښوونځيو او مكتبونو د ښوونيز سيستم د تقويه كولو په خاطر ۶۰مليونه كتابونه تر ۳۰۰ سرليكونو لاندې چاپ كړل، حال دا چې نه يې ويش په خپل وخت كې وشو او نه له املايي غلطيو څخه خالي وو.

د افغانستان د پوهنې وزير ډاكټر فاروق وردګ اعلان كړى، چې تر۲۰۲۰ ميلادي كاله پورې به يو ماشوم هم له ښوونځي څخه دباندې پاتې نه شي. دا په داسې حال كې ده، چې د اكفسام په رپوټ د معارف په برخه كې نږدې ۷ مليونه ماشومان د نا امنۍ او اقتصادي ستونزو له كبله ښوونځيو ته له تګ څخه محروم دي، خو د ښوونې وزارت وياند محمد اصف ننګ دا شمېره  ۳\۵ مليونه ښيي.

د هغه په خبره په تېر ۱۳۸۷ لمريزكال كې ۴\۶ مليونه زده كوونكو په ښوونځيو كې سبق وايه او دا شمېره په ۱۳۸۸ لمريزكې ۹\۶ مليونه تنو ته رسېدلې ده. رپوټونو كې راغلي، چې ښوونځيو ته د تلونكو زده كوونكو له ډلې څخه ۲۵\۲ په سلو كې يې مخكې له دې، چې شپږم تولګي ته ورسېږي، ښوونځي پرېږدي.

 په ۱۳۸۷ لمريزكال كې ټول ټال ۱۲۶ ښوونځي يا سوځيدلي او يا هم په نسبي توګه تخريب شوي دي، خو ۱۵ نور بيا په بشپړه له منځه تللي دي. د ننګ په وينا، سره له دې، چې په تېر يوه كال كې ۶۵۱ ښوونځي تړل شوي او شاوخوا څلورسوه زره نجونې او هلكان له درسي نعمته بې برخې شوې، ۱۶۶۶ ښوونځي نوي تاسيس شوي او د ۱۱۴۴ نورو ښوونځيو اساسي رغونه شوې ده. ننګ ادعا كوي، چې په تېر يوه كال كې د چاودنو، ځانمرګو بريدونو او د بهرنيو ځواكونو د پوځي عملياتو له كبله د مرګ ژوبلې شاوخوا ۵۲ لري، چې له كبله يې ښوونكو او زده كوونكو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. هغه وايي، چې په دې منځ كې پر نجونو د تيزاب پاشلو يوه پېښه او د طبيعي افاتو له اړخه ۴۰ پېښې نورې هم ثبت شوې لري.

همدا راز په تېره يوه كال كې د ښوونكو د كمښت د تشې د جبرانولو لپاره ۹۸۹۰ تنه ښوونكي نوي ټاكل شوي، خو لاهم دا وزارت د ۴۰ زره نورو ښوونكو ګمارنې ته اړتيا لري، چې دا تشه په بشپړه ډكه شي، په تېره، چې د مسلكي ښوونكو كمښت، د ښوونكو د معاشونو كموالى او د ښوونځيو نشت ( حاضر حال صرف ۲۵ په سلو كې زده كوونكي د زده كړې لپاره تعمير لري) او په خيمو كې د زده كوونكو راټولېدل د افغانستان د ښوونيز نظام عمده ستونزې جوړوي،  چې جدي او بيړنيو پاملرنو ته اړتيا لري. ښاغلى ننګ وايي، چې په روان ۱۳۸۸ لمريزكال كې به ۱۲۰۰۰ نور ښوونكي هم استخدام كړاى شي او دا پروسه ماسيوا له دې ده، چې ۵۰۰۰ زره ليسانسه ښوونكي به هم جذب كړي.

په مورنۍ ژبه د زده كړې اسانتيا او د متوازن معارف رامنځته كول هم د هغو ننګونو په ډله كې راځي، چې دا وزارت به په راتلونكو كلونو كې ورسره لاس او ګريوان وي. ځكه دا توازن له نن څخه كابو څلوېښت كاله وړاندې بې انډوله شوى دى، خو له دې سره سره  دغه وزارت هڅه كړې، چې لا اقل په ګوتو شمېر ښوونځيو كې زده كوونكو ته په مورنۍ ژبې د زده كړې اسانتيا برابره كړي.

 

د ښځو په وړاندې تاوتريخوالى

په افغانستان كې د ښځو په وړاندې د زورزياتي او تاوتريخوالي پېښو هم په ۱۳۸۷ لمريزكال كې خورا پراختيا موندلې. يوازې د ۲۰۰۸ ميلادي كال په ۹ مياشتو كې د ټول هېواد په كچه ۲۵۵۸ پېښې ثبت او راجستر شوې دي. په دغو پېښو كې ځان وژنه، خودسوزي، د ترياكو خوړل، قتل، ناموسي وژنه، وهل، ټكول، په بدو كې د ښځو  وركول، جبري ودونه، سقط جنين، د نفقې نه وركړه، له كوره ويستل، له ټولنيزو فعاليتونو څخه د ښځو منع كول، د ملكيتونو غصبول، د طلاق غوښتنه، له كوره تېښته او بالاخره تر ټولو شديد او بربادوونكى جنايت د جنسي تېري دى، چې په يوه مورد كې يې د ولسي جرګې د يوه وكيل زوى هم پړ دى او پلار يې ورته جعلي تذكره جوړه كړې وه. د ښځو د چارو وزارت د حقوقي برخې مرستياله شكيلا افضليار وايي، چې د ۱۳۸۷ لمريزكال په اوږدو كې د جنسي تېري ۲۷ پېښې په ولايتونو او پنځه په مركز كې ثبت شوي دي.

خو د افغانستان د بشري حقونو د كميسيون غړې انارکلی هنريار بيا د ۲۰۰۸ ميلادي د ۹ مياشتو په استناد ويلي دي، چې په مركز او ولايتونو كې له دغه كميسيون سره د جنسي تېري ۶۴ پېښې ثبت شوې او ډېرى يې هغه ماشومان جوړوي، چې عمرونه يې له ۱۶ كلونو ښكته دي.

 

د ډله ييزو قبرونو پېژندنه

د بشري حقونو د خپلواك كميسيون د رپوټ له مخې د ۱۳۸۷ لمريزكال په لومړيو دريو مياشتو كې د ټول هېواد په كچه ۲۹ ډله ييز قبرونه موندل شوي دي. ترټولو لوى قبر، چې په هغه كې شاوخوا ۶۸ تنه ښخ شوي وو، په تخار ولايت كې موندل شوى او بل ډله ييز قبر په باميانو كې دى، چې ۲۲ تنه په كې ښخ شوي دي.

د ۱۳۸۷ لمريز كال په دوهمه ربع كې بيا د ټول هېواد په كچه ۷ ډله ييز قبرونه پيژندل شوي دي، په دې منځ كې ترټولو سترقبر هغه دى، چې په يوه څاه كې كيندل شوى و او په هغه  كې ۱۵ تنه ښخ شوي دي. دا قبر د باغران ولسوالۍ د تعمير شمال لورته په سل كيلومټرۍ كې موندل شوى او د كندهار ولايت د بشري حقونو سيمه ييز دفتر موندلى. بل ډله ييز قبر، چې څلور واړه قبرونه په كې موجود وو، د موسي قلعه ولسوالۍ د قوري كلي د كاريز ترڅنګ موندل شوى. په دغو څلورو ډله ييزو قبرونو كې په ټوليز ډول ۱۴ تنه ښخ شوي وو او ويل كېږي، چې د شلو كلونو پخوا دي. بل ډله ييز قبر، چې په هغه كې ۴ تنه ښخ شوي وو، د دوو غرونو ترمنځ( سيغاب تنګي) كې يې موقعيت درلود. دا دره د باغران ولسوالي له غور سره تړي. بل ډله ييز قبر په فارياب ولايت كې موندل شوى، دا قبر د شيرين تګاب ولسوالى د تپه قلعه په كلي موقعيت لري او ويل كېږي، چې ملكي كسان په كې  ښخ شوي او شمېر يې لسو تنو ته رسيږي. موندنو دا هم په ډاګه كړې، چې دا پېښه د ۱۳۵۹ لمريزكال د اسد په شلمه نېټه رامنځته شوې ده.

 

 

د ژورنالستانو په وړاندې خنډونه

د ۱۳۸۷ لمريزكال په بهير كې د بيان ازادي هم له بېلابېلو اړخونو ګواښل شوې ده. په كابل كې د ژورنالستانو د دفاع د كمېټې مشر ضيا بوميا وايي، چې په ۱۳۸۷ لمريزكال كې د ژورنالستانو په وړاندې د تاوتريخوالي ۸۰ پېښې له دوى سره ثبت او راجستر دي. د هغه په خبره په دغه زورزياتي كې، وهل، ټكول، محدوديت، سانسور، بندي كېدنه او بالاخره ترټولو خونړۍ مورد يې وژنه ده. په ۱۳۸۷ لمريزكال كې د بي بي سي خبريال عبدالصمد روحاني او د كاناډا د ټلويزيون پخوانى خبريال جاويد احمد يازمي په مرموزه توګه وژل شوي دي او تر اوسه يې دولت د قاتلينو پر موندلو نه دى بريالى شوى. دغه راز د كابل په خيرخانې مينه كې د كال په وروستيو كې يو بل تن بيا د يوه پوليسو په ډزو ووژل شو او بيا وروسته وويل شول، چې هغه هم له امروز ټلويزيون سره كار كاوه.

همدا راز د بشري حقونو كميسيون په خپل يوه رپوټ كې ليكي، چې په فارياب ولايت كې دوې ښځې، چې د ملي ټلويزيون كارمندانې وې د فشار او تهديد په نتيجه كې اړ شوې، چې خپلې دندې پرېږدي. په همدې كال كې د محكمو له لوري پر پرويز كامبخش او غوث زلمي هم د شلو شلو كلونو تنفيذي بند سزا وخته. 

 

صادرات او عوايد

د ماليې وزارت د مطبوعاتو د مسوول عزيز شمس په وينا، په تېر۱۳۸۷ لمريزكال كې افغانستان ۴۰ مليارده افغانۍ عوايد لرل، چې شاوخوا ۵۰ فيصده عايدات يې په ګمركاتو او پاتې ۵۰ فيصده يې په ټكسونو او مالياتو پورې اړه لري.

  د افغانستان د صادراتو د پراختيا ادارې د معلوماتو په بنسټ د سږ كال په لومړۍ او دويمه ربع كې ۲۳ زره ټنه تازه ميوه صادره شوې، چې ارزښت يې ۱۴ مليونه ډالرو ته رسېږي.

 د وچې ميوې په برخه كې د دغې ادارې ارقام د ا په ګوته كوي، چې ۵۲ زره ټنه ميوه له هېواد  نه بهر ته صادره شوې، چې ارزښت يې ۶۲ مليونه ډالرو ته رسېږي.

د نارسمي ارقامو له مخې، چې د بيلابيلو موسسو له خوا وركړل شوي دي، ويل كېږي، چې سږكال د افغانستان د ميوو د صادراتو د ارزښت شمېره ۸۰۰ مليونه ډالره وه. 

د چارواكو په وينا په ۱۳۸۷ لمريزكال يوازې د انارو د صادراتو په برخه كې له ثبت او راجستر پرته ۱۵۶۰۰ټنه انار پخپل سرې توګه پاكستان ته وړل شوي، چې له هغه ځايه بيا تر بسته بندۍ  وروسته بهرنيو ملكونو ته د نوموړي هېواد په نامه صادر شوي او په بهر كې په ګرانه بيه د پاكستاني انارو په نامه پلورل شوي دي.
ټول ټال په ۱۳۸۷ لمريزكال كې بهر ته ۵۰ زره ټنه انار صادر شوي دي.

د روان کال په اوږدو کې له کندهار څخه٣١٠ ټنه خټکي، ٣٨٨٩ ټنه طبي بوټي، ١٦٥٦٥ ټنه وچه مېوه، ٦٠٠٣ ټنه حبوبات، ١٢٤ ټنه تخمونه، ٨٠ ټنه د پسونو وړۍ او ٤٢٣١٠٠ جلده پوستکي بهر ته صادر شوي دي.

په عمومي توګه ويل كېږي، چې د كال په دريو لومړيو ربعو كې افغانستان بهرته د ۲۰۰ مليونه ډالرو په ارزښت صادرات لرلي دي.

 

پانګه اچونه

د افغانستان د پانگې اچونې د ملاتړ ادارې د كال په پيل كې هيله مندي ښودلې وه، چې په ۱۳۸۷ لمريزكال كې به شاوخوا يو نيم مليارده ډالره پانګونه وشې، خو اوس د دغې ادارې د پاليسۍ يو تن چارواكى سيد مبين شاه وايي، چې په په ۲۰۰۸ ميلادي كال كې ۶۴۷ مليونه ډالره پانګونه شوې، چې ۵۷ فيصده يې په ودانېزه برخه، ۲۸ فيصده د مخابراتو، ۲۲ فيصده يې د كارخانو او ۳ فيصده يې د كرنې په برخو پورې تړاو لري.

د يادونې ده، چې له ۲۰۰۲ ميلادي كال راهيسې د هېواد په بېلابېلو برخو كې نږدې پنځه اعشاريه پنځه مليارده ډالره پانګونه شوې، چې د مخابراتو او ټكنالوژۍ وزارت د وياند عبدالهادي هادي په وينا ۱ مليارد او ۳۱ مليونه ډالره يې د مخابراتو په سكتور پورې اړه لري.

د ۱۳۸۷ لمريزكال په سركې د ماليې پخواني وزير ډاکټر انوارالحق احدي ويلي وو، چې  د ۱۳۸۷لمرېزكال د عادي بودجې ٨٨٧ مليونه ډالره کورني عوايد برابروي.

 په تېر۱۳۸۶ لمريزكال كې په توليدي او ودانېزو برخو كې د پانګونې كچه له سلو زرو څخه نيولې تر يو مليون ډالرو پورې رسېدله.

كه چېرې په واقع بينانه توګه په تېرو اوو كلونو كې د افغانستان د بيارغنېزو چارو جاج واخيستل شي، ليدل كېږي، چې د پانګونې كچه يې خورا ټيټه ده او بنيادي پروژو او بنسټونو ته پكې كومه جدي توجه نه ده شوي.

برېښنا، چې د افغانستان له لومړنيو اړتياوو ده او د هېواد ټول توليدي سكتور پرې حساب كولاى شي لاهم د نشت په حساب ده او لاهم د خلكو په كورونو كې لاټينونه بل دي.

د وسلې ټولونې، ملې اردو، ملي پوليسو، د اوبو د ذخيروي بندونو، د كرنې، صنعت، صادراتو،  كانونو، د فارمونو د احياكولو او د طبيعي زېرمو په برخه كې، چې د افغانستان د ملي اقتصاد اساسي بنسټ جوړوي كوم د پام وړ ګام نه دى پورته شوى او لاهم افغانستان د بهرنيو هېوادو د پلور په توكو اتكا لري.

د ځمكې د مافيايي شبكو د پراختيا خبرې هم وشوې او وښودل شوه، چې لاهم د ځمكو د غصبولو لړۍ د پخوا په څير د زورواكو له خوا نه يوازې جريان لري، بلكې يو شمېر جګپوړي دولتي چارواكي هم پرته له دې، چې نمونه يې واخيستل شي، د دغه مافيا غړي وپيژندل شول او ډاګيزه شوه، چې  د افغانستان عدلي او قضايي ارګانونه په حاضر وخت كې د دې جوګه نه ښكاري، چې دغه وړ دوسيې په عادلانه ډول فيصله كړي، ځكه چې په ډېرى برخو كې دغه بنسټونه په خپله هم په فساد تورن بلل شوي، چې ګواكې همدغو ارګانونو او ادارو د ځمكو په اړه جعلي سندونه صادر كړيدي.

د كانونو د كيندنې په برخه كې كه څه هم، چې دغه وزارت د ۱۴۵ تازه قراردادونو د امضا كولو خبره كوي، خو لا هم د افغانستان يو شمېر كانونه په ناقانونه توګه د سيمه ييزو زورواكانو له خوا كېندل كېږي او دولت يې په مخه نيولو كې پاتې راغلى.

یادونه: دا رپوټ د کلید اوونیزې په ۳۵۹مه ګڼه کې هم چاپ شوی دی.