لعل اقا شيرين
پاكستان امريكايي مرستې د خپلې اردو په پياوړي كولو لګوي
د منځنې ختيز او جنوبي اسيا لپاره د بارك اوباما د امريكا د پاليسۍ مشر بروس ريډل ويلي، چې د پاكستان استخباراتي شبكه اى اس اى د جنګياليو ډلو لښكر طيبه او جماعت الدعوه سره اړيكې لري او له همدې امله د امريكا حكومت اړدى، چې د پاكستان له حكومت سره سخت چلند وكړي.
نوموړى وايي، امريكا غواړي په څرګنده پاكستان ته دا پيغام وركړي، چې د ترهګرۍ پرضد د دوى له ځانګړې پاليسۍ نه ملاتړ نه شي كېداى.
تردې وړاندې نيوز ويك مجلې د اپريل په ۲۹ مه نېټه د پاکستان پوځ د دغه هېواد د ستونزو اصلي عامل بللى او ليكلي وو، چې د پاکستان پوځ په هند اوافغانستان کې خپلو هدفونو ته د رسېدو لپاره له سخت دريځو څخه د وسيلې په توګه کاراخيستى دى.
امريكا د لومړي ځل لپاره د افغانستان او پاكستان په باب د خپلې نوې پنځه كلنې ستراتيژۍ د اعلان پرمهال دا ومنله، چې د القاعده شبكې اصلي مركزونه له ډيورند پولي پورې غاړه دي.
ډېرى پردې باور دي، چې په افغانستان کې روانه نا امني د ګاونډيو هېوادونو په تېره بيا د اېران او پاكستان د لاسوهنې له كبله ده او ډېرۍ مهال دا ثبونه ترګوتو شوي دي، چې له مخې يې په افغانستان كې د اېران او پاكستان په لاسوهونكو هڅو دلالت كولى شي.
د هندوستان پرسفارت له ځانمرګي بريد وروسته سى اى اې په دغه ځانمرګي بريد كې د پاكستان د استخباراتي شبكې اى ايس اى لاس لرل تاييد او څرګنده يې كړه، چې په دې اړه به اسناد او شواهدهم وړاندې كړي.
حامد كرزي د سارك په غونده كې د پاكستان د پوځي استخباراتو له لاسوهنې پرده پورته كړه او له هغه وروسته يې د پاكستان له صدراعظم يوسف رضا ګيلاني سره وكتل او هغه ژمنه وكړه، چې په دې اړه به پلټنه كوي او كه چېرې ثابته شي، چې د پاكستان د استخباراتي شبكې غړي د افغانستان په نا امنيو كې لاس لري له دندې به يې ګوښه كړي.
په افغانستان كې د پاكستان د لاسوهنې په اړه د ثبونو له كره كېدلو وروسته وو، چې تېركال د افغانستان وزيرانو شورا د چنګاښ په ٢٤مه، په هېواد کې د روان حالت، وروستيو بدلونونو، پېښو او د افغانستان او پاکستان د دوه اړخيزو اړيکو په اړه يوه اعلاميه تصويب کړه او په ترڅ کې يې پاکستاني استخبارات او پوځ په افغانستان کې په لاسوهنو او د بريدونو په سبمالښت تورن او له هغه هېواد سره يې د څو ناستو د ځنډولو وويل.
په امريكا كې د بوش د دورې پرمهال امريكا په عراق كې دومره بوخته شوې وه، چې افغانستان د هغه وخت په ستراتيژۍ كې د دوهم فكت په توګه مطرح و او د سيمې لپاره كوم ځانګړى پلان شتون نه درلود او له همدې كبله وه، چې امريكايي سرچنيو به لږ څه د پاكستان د پوځي او استخباراتي ادارو د لاسوهنو په اړه ويل.
اوباما د مارچ په ۲۷مه نېټه، د ټلويزيون له لارې د خپلې نوې ستراتيژۍ مهم ټكي اعلان كړل. هغه وويل، چې د اوو کلونو په تېرېدو لا هم القاعده په افغانستان او پاکستان کې موجوده ده او تېر ۲۰۰۸ ميلادي کال په افغانستان کې د امريکې لپاره ډېر بد کال و.
د اوباما اداره اوس په دې باوري شوې ده، چې پاكستان په تېرو اتو كلونو كې په ظاهره د امريكا ملا تړلې او په باطن كې له دغه هېواد سره له امريكايي مرستو څخه ناوړه ګټه پورته كوي.
رپوټونه وايي، چې امريكا په تېرو اتو كلونو كې څه د پاسه۱۱مليارده ډالره له پاكستان سره مرسته كړې او د سيمې يو تن څارونكي عبدالرشيد وزيري خو بيا له كليد راډيو سره په يوه ګردي مېز كې وويل، چې امريكې له ۲۰۰۴ تر ۲۰۰۸ ميلادي كاله پورې له پاكستان سره ۲۷ اعشاريه ۵ مليارده ډالره مرسته كړې.
د هغو اسنادو پر بنسټ، چې پنټاګون تازه په تازه دې وروستيو ورځو كې خپاره کړي، پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم اخستل شوې مرستې د پاکستاني پوځ د پياوړي کولو لپاره لګولي دي.
د ډان خبري رسنۍ ليکي، چې پاکستان يوه زياته اندازه اخيستل شوې مرستې له هند سره د مقابلې لپاره د پوځ د وسلو په عصري کولو او د پرمختللو وسلو په رانيولو لګولي، (( د بوش په حکومت کې د وسلو د رانيولو۵ مليارده ډالري تړون ﻻسليک شوی.))
د پاکستان حکومت اته پوځي ((اوريون پي _ 3 سي )) بېړۍ او د اړتيا توکي يې د ۴۷۴ مليارده ډالرو په ارزښت رانيولي دي.
پاکستان همدا راز تر پنځه زره د زياتو زرهې ضد توغنديو فرمايش هم ورکړی، چې تر اوسه يې د ۲ زرو په شاو خوا کې تر ﻻسه کړي دي.
د دغو توغنديو لګښت 186 مليونه ډالره اټکل شوی دی.
رپوټونه وايي، چې له پاكستان سره شوې ډېرى مرستې د بوش د واكمنۍ پرمهال شوي او نوې ۷ نيم مليارده ډالره مرسته، چې امريكا منلې، شرطي بڼه لري او په سپين چك پاكستان ته نه وركول كېږي. نو له همدې كبله وه، چې پاكستان د دغو مرستو د ترلاسه كولو په خاطر په سيمه كې نړيوالو ته په خپل لاس جوړ شوى خطر په ګوته كړ او سوات مېشتې پښتانه يې په سوات كې د طالبانو په تحميلولو سره درپه دره او بې كوره كړل.