ليكوال : لعل آقا (شيرين)

تعليم معلم به كسي ننګ ندارد

سيبى كه سهيلش نزند رنګ ندارد

قدرمن ښوونكيه ! دا ته وې، چې د ډيوې په بلولو دې موږته د خېراو نيكۍ لار وښوده او زموږ له زړونو نه دې د كينواو بديو ورېځې لرې او په ډېرزحمت او كړاو  دې  تياره ګوټونوته د روښنايي څرك ورساوه.

قدرمن ښوونكيه ! دا ته وي، چې نه دې شپه كتلي او نه هم ورځ . شپه ورځ دې په ځان يوه كړې او د هېواد د سوكالۍ او نسلونوپه روزنه كې دې پراخه ونډه اخيستې ، څو وكولاى شې، خلك د تيارو له ظلمتونوڅخه د رڼا او پوهاوي په لور وباسې او په دې برخه كې يې لارښود شې س.

كه چېرې د معلمۍ مقدس مسلك ته وګورو له ورايه ترې د معلمانو رول او اغيزهم څرګندېږي. همدا ښوونكي دي، چې انسان د نادانۍ او جهل له تيارو څخه د پوهاوي او علميت په لورهڅوي .

 په نننۍ نړۍ كې، چې د حاضرې دورې انسانان كومې ټكنالوژۍ او پرمختګ ته رسېدلي دي، په دې ښه پوهېږي، چې دا ټول د ښوونكو دهڅو پايله ده، چې نن يې حاصل اخيستل كېږي.

نوددغو ټكو په پام كې نيولوسره پكارده، چې د هېواد په ګوټ ګوټ كې د ښوونكي ورځ په ښه درز سره ولمانځل شي، ځكه هرپرمختګ او وده، چې په ټولنه كې رامنځته كېږي، د ښوونكو دهڅو پايله ده، چې د هېواد د تنكي نسل په ښوونه او روزنه كې يې كړېدي. رښتيا وايي، چې معلمي مسلك نه دى، بلكې مينه ده او هغه هم  هغسې مينه، چې سارى يې نه لېدل كېږي.

هره هغه ټولنه، چې د خپلو ښوونكو مقام او منزلت وپېژني او د هغوى د درنښت كچه لا پسې پراخه كړي، پوهېږئ ، چې په هغه ټولنه كې څه پيښېږي؟ په هغه ټولنه كې انقلاب راځي او د هغې ټولنې له تل څخه داسې زړه سواندې انسانان راوځي، چې خپلو ملي ګټوته پا بند او د ملت په حال زړه سوانده وي.

له دې سره سره، چې د هېواد زده كوونكي د ښوونكو د رول او په هېوادنيو چارو كې د هغوى په اغيزخبردي او پرې باورلري، خو په خواشنيۍ سره بايد وويل شي، لكه څنګه پكارده، لاهم د هېواد دغه قشرته جدې پاملرنه نه ده شوې او د دوى دهڅواو كړاوونو په بدل كې دوى هېڅ هم نه لري.

ښوونكي نه يوازې د زده كوونكو د پوهاوي د لېږد مسووليت لري، بلكې د هېواد د تنكي نسل د روزنې سترمسووليت هم په غاړه لري.

د ښوونځي ورځې او شپې نه هېرېدونكي وې. ان كه څوكاله هم له هغه څخه تېرشي، بيا هم د لوړو زده كړو پرمهال د ښوونكي د ورځې لمانځل ځانګړى خوند لري، دغه ورځ هم د ښوونكو لپاره قدرمنه ده او هم د زده كوونكو لپاره او داځكه، چې په دغه ورځ معمولا نيكې هېلې، پېرزوينې او ښايستونه سره تبادله كېږي او د ښوونكي د ورځې خاطرې خو بيا دهرزده كوونكي او ښوونكي په ذهن كې نقش وي.

ښوونكى هغه څوك دى، چې په خپلې ايماني جذبې د فطرت غږ غوږونو ته رسوي او  برعكس د جهل او نادانۍ تيارې له زړونو پاكوي. ښوونكي تل په دې باور دي، چې بشري ژوند بايد د ازرښت او انساني كرامت پرمحور وڅرخې ، نو له دې څخه څرګندېږي، چې  د ښوونځي او ښوونكي پېژندل د ادميت له اساسي اړتياووڅخه ده، چې په خپل وار آدميانوته د بري لارپه ګوته كوي.

،خو د ښوونكي حق په موږ څه دى او زموږپرښوونكو؟ د ښوونكي حق پرموږ دا دى، چې تل ورته په عزت سره نظر وكړو او مجلس ته يې په درنښت وګورو او خبرې يې په غور واورو، مخامخ ورته كينو او په وړاندې يې خپل غږ اوچت نه كړو.

 دغه راز ښوونكي ته پكارده، چې د زده كوونكو په وړاندې د داسې لارې چارې په لټه كې شي، چې له مخې يې د زده كوونكو او ښوونكو ترمنځ مينه او علاقه راوپاروي  او د هرهغه شر او بدۍ څخه چې د ځان لپاره يې نه خوښوې، د زده كوونكو په حق يې هم روا ونه ګڼي، ځكه چې د ښوونكي دغه وړنيك چلند په زده كوونكو كې د ښوونكي وقاراو عزت نورهم پسې لوړوي او دا انګېرنه پيداكوي، چې د خپلو ښوونكو په وړاندې ، دى هم ،چې زده كوونكى دى دعزت او احترام خاوند دى  او په سپكه سترګه ورته نه كتل كېږي.

په ښوونكي ده، چې د زده كوونكي فكري ځواك پياوړى او د خپلواكۍ پرلوريې وهڅوي. ښوونكى بايد د زده كوونكي  په وجودكې دنوښت قوه پياوړې كړي، ځكه چې د تيورۍ او عمل ترمنځ زيات واټن دى .

بيا هم وايم ، چې معلمي يوازې مسلك نه دى، بلكې مينه ده او كه كوم ښوونكي دغه دنده يوازې د دې لپاره ټاكلې ، چې مسلك دى، نوپكار ده، چې خوشې يې كړي اوكه يې مينه وي، نو بيا دې ورته دغه ورځ مباركه وي.

له ستر اسكندر څخه چا وپوښتل، چې ترپلاره دې ښوونكى زيات محترم دى دا ولې؟ هغه وويل :  ددې لپاره،  چې پلار زه له عالم ملكوت نه مځكې ته راوړى يم او ښوونكي مې زه له مځكې نه اسمان ته وړى يم.