افغانه مور لاهم كړيږي

لعل اقا شيرين

افغانه مور لاهم كړيږي

د جوزا د مياشتې ۲۴ مه په افغانستان كې  د مور ورځ ده. د هغه عاطفي موجود ورځ، چې د خپل اولاد د خوشحالۍ او آرامۍ لپاره په ځان ډېرې سختې زغمي. هغه موجود، چې د اولاد تر پيدا كېدو وروسته شپې شپې ترسهاره د دې لپاره، چې اولاد يې كرار ويده شي، بې خوبۍ تېروي. د جوزا ۲۴مه د هغه عاطفي موجود ورځ ده، چې ټولنې ته د يو سالم وګړي د وړاندې كولو لپاره د اولاد د تعليم او تربيې كوښښ كوي او هغه ته د مينې او صفا درس وركوي، ځكه خو نو وايي، چې (( مور هغه څوك  ده، چې په يو لاس زانګو او په بل لاس جهان زنګوي.))

مور يو داسې موجود دى، چې ډېر ځله د خپل اولاد لپاره، هم مور وي او هم پلار او د ا ځكه، چې په بېلابېلو حالاتو كې د نفقې د پيدا كولو هڅه هم همدا مور كوي.

 هو! موږ نن د هغه موجود ورځ لمانځو، چې د دې ټولو خواريو په ترسره كولو سره، موږ په دې باوري كوي، چې: (( جنت د ميندو تر قدمونو لاندې دى.))

كه څه هم په افغانستان كې هركال دغه نيكمرغه ورځ په رسمي، خو سمبوليكه بڼه لمانځل كېږي او تر يو بريده د مور د حق پرځاى كولو هڅه ګڼل كېداى شي، خو د مور مقام دومره لوړ او له عظمته ډك دى، چې نبايد په سمبوليك ډول او د څو غوړو او عاطفي خبرو په رانغاړلو سره ځان په دې تېر باسو، چې د دغې ورځې په لمانځلو سره د مور حقيقي حق پرځاى كوو، ځكه دا ميندې او مورګانې دي، چې زموږ په زړونو كې د وطن او وطنپالنې مينې موجودې دي او دا هغه مينه ده، چې همدغو ميندو او مورګانو موږ ته رازده كړې ده او د همدې مور د همدې  سپارښتنې له بركته ده، چې موږ د يو سرلوړي هيواد څښتنان يو او په وطنپالنه كې د ټولې نړۍ په كچه خپل نوم او نښان لرو، خو د خواشينى خبره  ده، چې په  اوسنيو حالاتو كې زموږ په ميندو شپه او ورځ يوه ده، جشنونه او خوښۍ د نړى د هغو ميندو دي  کوم،  چې د ژوند په ښو شرايطو کې يې ماشوم لويږي، د لوبو، تعليم او تحصيل ټول امکانات لرې، ټول هغه څه لري کوم، چې د ژوند لپاره اړين او ضروري برېښې.   

مګر په اوسنيو شرايطو كې افغاني ميندې، خو هېڅ هم نه لري او مدام يې د ورانكارو او بهرنيو ځواكونو له لوري په پوځي عملياتو كې يا په خپله وژل كېږي او يا يې بچي نښه ګرځي.

نړيوال پوهان وايي، چې هره مور ښځه ده، ولي هر ښځه مور نده ! مگر کله چي د مور په هکله خبرې کوو نو هرو مرو د ښځې نوم  يادوو او ماشوم ورسره په نظر کې راگرځې. مور هغه مقدس نوم دۍ، چي هر څوک يي په زياته مينه او احترام پر خوله راوړې. خو له بده مرغه په ټولنيز ژوند کې بيا دا مامول بل ډول بڼه لرې، مور  زيات وخت د قدرت د خاوندانو له تاخت او تاز سره مخامخ کيږي، د ښځو سره په کړنو کي داهيره وې، چې که دا د ده مور، خور او يا لور نده د يو بل چا مور، خور، لور يا کورودانه ده.

متاسفانه  د ورځني ژوند  په  اقتصادي ، سياسي، اجتماعي او فرهنگي  بر خو کي نارينه و تر ښځو ځانته  ډير حق ورکړى او زيات وختونه يې د قدرت څخه د ناوړې استفادې او يا منځنيو پيړيو د زاړه شويو غير عادلانه دودونو او دستورونو په نامه په ټولنيزو چاروکې د ښځو د فعال او رغنده گډون مخه نيولې ده.  

همدا افغانه ميړنۍ او پر وطن مينه  مور وه، چي په جگړو کې يې د خاوند، لور، زوى او يا ورور مرگ  ژړولې او غمجنه کړېده، خو تسليم شوې نده، همدا افغانې کونډي مېرمنې دي،  چې د کورنۍ جگړې په جريان کې يې خپل د ژوند ملگرى دلاسه ورکړى  د شخصي ژوند  او ماشوم د روزلو دروند پېټۍ يې پر اوږو پروت وې، مگرپه ميړانه پر مخ درومې او د ژوند له ټولو ناخوالو سره مقاومت کوي. افغانو ميندو يوه لمحه هم د خپل ماشوم په روزلو کې غفلت ندی کړى، په ډير سختو او په له ډول ډول ستونزو ډکو شرايطو کې يې د ټولو ستونزو په منلو سره خپل ماشوم د صداقت، هيواد پالني او خدمت کولوپه روحيه روزلى دی، نو بنا دا پربچو ده، چې د خپلو ميندو په قدركولو راووځي.

 

د كوكناروغميزه او نړيوالې اند ېښنې

لعل اقا شيرين

د كوكناروغميزه او نړيوالې اند ېښنې

څو ورځې وړاندې په افغانستان كې د امريكا د سفارت مرستيال فرانسيس ريچاردوني د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې له وزيرجنرال خدایداد سره يو ځاى د خبريالانو په وړاندې وويل، چې په افغانستان كې يوه غټه ستونزه دا ده، چې د مخدره موادو قاچاق كوونكي له نيول كېدو وروسته بېرته خوشې كيږي.

ريچاردوني دا څرګندونې داسې مهال وكړې، چې د ولسي جرګې وكيلانو د نيشه يي توكو قانون تصويب كړ او ويل كېږي، چې له دې وروسته به د دغه قانون له مخې نيشه كوونكو ته سزاووې وركول كېږي او هغه كسان به په ګوته كړاى شي، چې د نيشه يي توكو په كارو بار او قاچاقو كې ښكېل دي.

د تصويب شوي قانون له مخې د نشه يې توکو په قاچاقو کې د قاچاق کوونکو د هر ډول کارېدونکو وسايلو، جايدادونو او پانگو ضبط ول هم شامل دي، خو پوښتنه دا ده، چې دا قانون به عملي جنبه پيدا كړي او كه څنګه ؟ ځكه په تېرځل كې هغه مهال، چې  علي احمد جلالي د افغانسان د كورنيو چارو وزير و، د يو شمېر هغو مفسدانو د نومونو د افشا كولو خبره يې كړې وه، چې د نيشه يي توكو په كاروبار او قاچاقو كې يې لاس درلود، خو د هغه له استعفا سره سره بيا ترننه پورې، هغه ليست او نومونه چا افشا نه كړل.

ترټولو جالب او حيرانوونكى منطق، چې ملګرو ملتونو په افغانستان كې د نيشه يي توكو د مهارولو په برخه كې وړاندې كړى دى، دا دى، چې د ترياكو د قيمت د راښكته كولو او د كوكنارو د كر د مخنيوي لپاره، غواړي، چې افغانستان ته بهرني ترياك وارد او په دې توګه په افغانستان كې د كوكنارو مخنيوى وكړي. دا په داسې حال كې، چې په افغانستان كې فعاله د مخدره موادو مافيا له دغه موقعيت نه هم خپله ګټه پورته كوي او افغان بزګر به بيا هم د دغې مافيا قرباني شي.

په افغانستان كې تېر دېرش كلن ناتار او د لا قانونيو او خپلسريو شتون د دې سبب وګرځېد، چې په پراخه پيمانه د افغانستان په جنوب، ختيځ او نورو سيمو كې د كوكنارو كركيله دود ومومي.

 

ادامه نوشته

پاكستان امريكايي مرستې د خپلې اردو په پياوړي كولو لګوي

 

 لعل اقا شيرين

 پاكستان امريكايي مرستې د خپلې اردو په پياوړي كولو لګوي

د منځنې ختيز او جنوبي اسيا لپاره د بارك اوباما د امريكا د پاليسۍ مشر بروس ريډل ويلي، چې د پاكستان استخباراتي شبكه اى اس اى د جنګياليو ډلو لښكر طيبه او جماعت الدعوه سره اړيكې لري او له همدې امله د امريكا حكومت اړدى، چې د پاكستان له حكومت سره سخت چلند وكړي.

نوموړى وايي، امريكا غواړي په څرګنده پاكستان ته دا پيغام وركړي، چې د ترهګرۍ پرضد د دوى له ځانګړې پاليسۍ نه ملاتړ نه شي كېداى.

تردې وړاندې نيوز ويك مجلې د اپريل په ۲۹ مه نېټه د پاکستان  پوځ د دغه هېواد د ستونزو اصلي عامل بللى او ليكلي وو، چې د پاکستان پوځ په هند اوافغانستان کې خپلو هدفونو ته د رسېدو لپاره له سخت دريځو څخه د وسيلې په توګه کاراخيستى دى.

امريكا د لومړي ځل لپاره د افغانستان او پاكستان په باب د خپلې نوې پنځه كلنې ستراتيژۍ د اعلان پرمهال دا ومنله، چې د القاعده شبكې اصلي مركزونه له ډيورند پولي پورې غاړه دي.

ډېرى پردې باور دي، چې په افغانستان کې روانه نا امني د ګاونډيو هېوادونو په تېره بيا د اېران او پاكستان د لاسوهنې له كبله ده او ډېرۍ مهال دا ثبونه ترګوتو شوي دي، چې له مخې يې په افغانستان كې د اېران او پاكستان په لاسوهونكو هڅو دلالت كولى شي.

د هندوستان پرسفارت له ځانمرګي بريد وروسته سى اى اې په دغه ځانمرګي بريد كې د پاكستان د استخباراتي شبكې اى  ايس اى لاس لرل تاييد او څرګنده يې كړه، چې په دې اړه به اسناد او شواهدهم  وړاندې كړي.

حامد كرزي د سارك په غونده كې د پاكستان د پوځي استخباراتو له لاسوهنې پرده پورته كړه او له هغه وروسته يې د پاكستان له صدراعظم يوسف رضا ګيلاني سره وكتل او هغه ژمنه وكړه، چې په دې اړه به پلټنه كوي او كه چېرې ثابته شي، چې د پاكستان د استخباراتي شبكې غړي د افغانستان په نا امنيو كې لاس لري له دندې به يې ګوښه كړي.

په افغانستان كې د پاكستان د لاسوهنې په اړه د ثبونو له كره كېدلو وروسته وو، چې تېركال د افغانستان وزيرانو شورا د چنګاښ په ٢٤مه،  په هېواد کې د روان حالت، وروستيو بدلونونو، پېښو او د افغانستان او پاکستان د دوه اړخيزو اړيکو په اړه يوه اعلاميه تصويب کړه او په ترڅ کې يې پاکستاني استخبارات او پوځ په افغانستان کې په لاسوهنو او د  بريدونو په سبمالښت تورن او له هغه هېواد سره يې د څو ناستو د ځنډولو وويل.

په امريكا كې د بوش د دورې پرمهال امريكا په عراق كې دومره بوخته شوې وه، چې افغانستان د هغه وخت په ستراتيژۍ كې د دوهم  فكت په توګه مطرح و او د سيمې لپاره كوم ځانګړى پلان شتون نه درلود او له همدې كبله وه، چې امريكايي سرچنيو به لږ څه د پاكستان د پوځي او استخباراتي ادارو د لاسوهنو په اړه ويل.

اوباما د مارچ په ۲۷مه نېټه، د ټلويزيون له لارې د خپلې نوې ستراتيژۍ مهم ټكي اعلان كړل. هغه وويل، چې د اوو کلونو په تېرېدو لا هم القاعده په افغانستان او پاکستان کې موجوده ده او تېر ۲۰۰۸ ميلادي کال په افغانستان کې د امريکې لپاره ډېر بد کال و.

د اوباما اداره اوس په دې باوري شوې ده، چې پاكستان په تېرو اتو كلونو كې په ظاهره  د امريكا ملا تړلې او په باطن كې له دغه هېواد سره له امريكايي مرستو څخه ناوړه ګټه پورته كوي.

رپوټونه وايي، چې امريكا په تېرو اتو كلونو كې څه د پاسه۱۱مليارده ډالره له پاكستان سره مرسته كړې او د سيمې يو تن څارونكي عبدالرشيد وزيري خو بيا له كليد راډيو سره په يوه ګردي مېز كې وويل، چې امريكې له ۲۰۰۴ تر ۲۰۰۸ ميلادي كاله پورې له پاكستان سره ۲۷ اعشاريه ۵ مليارده ډالره مرسته كړې.

د هغو اسنادو پر بنسټ، چې پنټاګون تازه په تازه دې وروستيو ورځو كې خپاره کړي، پاکستان له  ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم اخستل شوې مرستې د پاکستاني پوځ د پياوړي کولو لپاره لګولي دي.

  د ډان خبري رسنۍ ليکي، چې پاکستان يوه زياته اندازه اخيستل شوې مرستې له هند سره  د مقابلې لپاره د پوځ د وسلو په عصري کولو او د پرمختللو وسلو په رانيولو لګولي، (( د بوش په حکومت کې د وسلو د رانيولو۵ مليارده ډالري تړون ﻻسليک شوی.))

  د پاکستان حکومت اته پوځي ((اوريون پي _ 3 سي )) بېړۍ او د اړتيا توکي يې د ۴۷۴ مليارده ډالرو په ارزښت رانيولي دي.

  پاکستان همدا راز تر پنځه زره د زياتو زرهې ضد توغنديو فرمايش هم ورکړی، چې تر اوسه يې د ۲ زرو په شاو خوا کې تر ﻻسه کړي دي.

د دغو توغنديو لګښت  186 مليونه ډالره اټکل شوی دی.

رپوټونه وايي، چې له پاكستان سره شوې ډېرى مرستې د بوش د واكمنۍ پرمهال شوي او نوې ۷ نيم مليارده ډالره مرسته، چې امريكا منلې، شرطي بڼه لري او په سپين چك  پاكستان ته نه وركول كېږي. نو له همدې كبله وه، چې پاكستان د دغو مرستو د ترلاسه كولو په خاطر په سيمه كې نړيوالو ته په خپل لاس جوړ شوى خطر په ګوته كړ او سوات مېشتې پښتانه يې په سوات كې د طالبانو په تحميلولو سره درپه دره او بې كوره كړل.

 

د امنيتي كمپنيو د كړنو د قانوني كولو يوه نوې

لعل اقا شيرين

 د امنيتي كمپنيو د كړنو د قانوني كولو يوه نوې هڅه او طرحه

 افغانستان ته د نړيوالې ټولنې له راتګ سره جوخت  يو شمېر بهرنيو شخصي امنيتي كمپنيو هم هېواد ته پښه رااوږده كړه او په خپلو فعاليتونو يې بنا وكړه. دا ډول كمپنۍ، چې په نړيواله سطحه پراخې تجربې لري او په يوګوسلاويا، روندا، كنګو او دافور او عراق كې د خونړيو پېښو نسبت هم وركول، په شدت سره د پراختيا پرلور ګامونه اخلي او په حقيقت كې يې په دولتونو كې ځانونو ته دولتونه جوړ كړي دي.

افغانستان ته د دغو كمپنيو د راتګ او يا دلته په هېواد كې د ننه د ځينو امنيتي خصوصي كمپينو د جوړېدلو چارې له هغه وروسته چټكې شوې، چې د افغانستان په اساسي قانون كې د ازاد بازار د سيستم پر شتون ټينګار وشو او د ازاد بازار په سيستم كې د دا ډول كمپنيو موجوديت هم يو معمول گڼل كېږي.

كه چېرې په يوه سرسرې نظر د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو تشكيلاتي جوړښتونو ته كتنه وشي، څرګندېږي، چې همدا اوس اوس په امريكا، آلمان او ځينو نورو هېوادونو كې د خپل ډول سلګونه شخصي امنيتي كمپنۍ موجوديت لري، خو د افغانستان په نسبت يې توپير په دې كې دى، چې په بهرنيو هېوادونو كې لا اقل د يوه قانون او يا مقررې او لايحې له مخې خپل فعاليتونو برابروي، نه په خودمختاره توګه.

امريكا يو له هغو هېوادونو څخه دى، چې د نړۍ په سطحه د نورو هېوادونو په پرتله  له شخصي امنيتي كمپنيو څخه زياته ګټه پورته كوي.

ويل كېږي، چې دغه هېواد له ۱۹۹۴ ميلادي كال راهيسې تر ۲۰۰۰ ميلادي كاله پورې له دغو كمپنيو سره د ۲۵ مليارده ډالرو په ارزښت امنيتي تړونونه لاسليك كړي دي. رپوټونه كاږي، چې حاضر حال د دغه كمپنيو شاوخوا شل زره سرتېري په عراق كې په ګومارل شويو ماموريتونو بوخت دي. د دغو كمپنيو ترټولو مشهورې يې د بلك واټر او هالټر په نومونو يادېږي او د هالټر كمپنۍ د امريكا د پخواني ولسمشر جورج بوش په مرستيال ديك چيني پورې اړه لري او ويل كېږي، چې سخته په فساد ككړه ده او په مليونونو ډالره يې د عراق په كاروبار كې اختلاص كړي دي.

په دې وروستيو كې د كورنيو چارو وزارت مسوولينو وويل، چې شاوخوا ۳۹  امنيتي خصوصي كمپنيو ته يې د فعاليت او كار كولو جوازونه وركړي دي، چې په دې منځ كې ۲۶ يې بهرنۍ دى او شاوخوا ۳۰ داسې كمپنۍ هم شتون لري، چې له جواز پرته په فعاليت بوختې دي. دا خبره د كورنيو چارو وزارت يوه مسوول عبدالمنان فراهي كړې وه.

پروسږكال ولسمشر كرزي د يوه ځانګړې فرمان له مخې د همدغو كمپنيو د كړنو د ارزونې په موخه د يوه كميسيون د جوړولو قومانده كړې وه، څو دا ثابته كړې، چې دا كمپنۍ په وسله والو غلاوو او شوكو كې لاس لري او كه څنګه؟

هماغه وخت د همدغه كميسيون يوه غړي  جنرال مسعود له ازادۍ راډيو سره په يوه ځانګړې مركه كې تاييد كړه، چې يو شمېر غړي يې درندې وسلې لري او د پوليسو له يونيفورم څخه ګټه پورته كوي او په انسان تښتوونو او وسله والو غلاوو لاس پورې كوي، خو دا خبره چا ترننه پورې په اثبات ونه رسوله او څوك په دغه تور محاكمه نشول.

ادامه نوشته

د سوات جګړه، درې مليونه بې كوره

 

لعل اقا شيرين

د كليد اوونيزې ۳۶۹ مه ګڼه

د سوات جګړې درې مليونه خلك بې كوره او كډوالۍ ته اړ كړل.

د بشري حقونو څارونكي په دې باور دي، چې د نړۍ په سطحه دا تر ټولو لوړه شمېره ده، چې د بشري ټولنې د كډوالۍ په تاريخ كې پېښيږي.

د ملګرو ملتونو او په پاكستان كې د خيريه ټولنو د راپورونو په بنسټ نږدې درې مليونه وګړي، د پوځ او طالبانو ترمنځ د سوات جګړو په نتيجه كې بې ځايه شوي دي.

كه څه هم، چې پاكستاني حكومت د پښتونخوا د بې ځايه شويو كډوالو لپاره د مرستې هڅې پيل كړې، خو د پاكستان صدارعظم يوسف رضا ګېلاني د بې وسۍ احساس كوي، هغه وايي:(( دومره ډېر شمېر كسانو ته د مرستو رسول د پاكستان د حكومت تر وس وتلې خبره ده.))

دا مهاجر د پېښور، په مردان، صوابۍ، چارسدې او نوښار سيمو كې په ډېر بدحالت كې ژوند كوي، روغتيا او خوړو ته يې سمه پاملرنه نه کېږي او د سختې ګرمۍ له امله تر پوزې راغلي دي.

مرستندويه ادارې هڅه کوي، چې د کډوالو لپاره مرستې برابرې کړي. د امريكا د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن كلنټن له دغو مهاجرينو سره  ۱۱۷ مليونه ډالره بيړنۍ مرسته اعلان كړې. بشري سازمانونه وايي: (( لا هم دوه لكه خلك په سيمه كې بند پاتې دي.))

 په پاكستان كې د ځايي بې ځايه شويو كډوالو لپاره شاوخوا شپيته كمپونه جوړ شوي، چې په دې منځ كې پنځلس يې د حكومت له لوري د ملكنډ د بې ځايه شوو كډوالو لپاره او پاتې نور كمپونه د باجوړ په بې ځايه شويو پورې اړه لري، چې د تېركال د اګست له مياشتې راوروسته د باجوړ او مومند ايجنسيو له ناكراريو څخه يې دغه سيموته پناه وړې ده.

د كارپوهانو په وينا افغان دولت، چې دم ګړۍ پخپله د اقتصادي ستونزو په منګولو كې راښكېل دى، د خپل ښه نيت له مخې  له دغو مهاجرينو سره د يو مليون ډالرو د وركړې پرېكړه كړې، خو بالمقابل پاكستاني دولت په يو ناځوانمردانه اقدام لاس پورې كړ، چې ان د نړيوالې ټولنې غوسه يې هم راوپاروله او هغه دا و، چې په لنډي كوتل كې يې د افغان مهاجرينو ايستلو ته زور وركړ او دا دى په كورونو يې بلدوزرې ګرځوي.

د څېړونكو په خبره كه پاكستان وغواړي، هغه ډلې، چې دوی يې په خپله ملاتړ کاوه، په ټوله پښتونخوا او په ځانګړې توګه په اووه قبايلي اېجنسيو کې، چې ټوله سيمه د پښتنو ده وځپي، نو ښايي لږ ترلږه شل مليونه خلك مهاجر او سل زره تنو ته ځاني تلفات واوړي.

د پاكستان يو مشهور ژورنالست حامد مير، چې د هغه هېواد له پوځي او استخباراتي ادارو سره په پټو اړيكو هم پړ دى، په خپله يوه ليكنه كې، چې د جنګ په ورځپاڼه كې چاپ شوې، داسې كښلې دي: (( په داسې حال كې، چې د سوات د مهاجرينو په اړه په سند كې ناكرارۍ خورې شوې، په پنجاب كې څوك كورونه په كرايه نه وركوي.))

نيوزويک وايي، چې د پاکستان پوځ د دغه هيواد د تاسيس له وخته تر اوسه په وار وار کودتاوې کړې او له هند سره يې د سيالۍ لپاره د ستراتيژيک عمق په توګه په افغانستان کې د سخت دريځو په وسيله اور ته پوکي وهلي، چې اوس د دې اور لمبې پخپله پاکستان ته رسېدلي، چې کنټرولولى يې نه شي.

خو دا جګړه يوازې په پښتون ميشته سيمه كې متمركزه ده، چې نه غربي رسنۍ پرې بحث كوي او نه هم پاكستاني او په حقيقت كې داسې برېښي، چې دا دې هم د پاكستاني حكومت له لوري د پښتنو د ځپلو لپاره يوه نوې اجنډا او سناريو وي.

ادامه نوشته