د سوات جګړه، درې مليونه بې كوره
لعل اقا شيرين
د سوات جګړې درې مليونه خلك بې كوره او كډوالۍ ته اړ كړل.
د بشري حقونو څارونكي په دې باور دي، چې د نړۍ په سطحه دا تر ټولو لوړه شمېره ده، چې د بشري ټولنې د كډوالۍ په تاريخ كې پېښيږي.
د ملګرو ملتونو او په پاكستان كې د خيريه ټولنو د راپورونو په بنسټ نږدې درې مليونه وګړي، د پوځ او طالبانو ترمنځ د سوات جګړو په نتيجه كې بې ځايه شوي دي.
كه څه هم، چې پاكستاني حكومت د پښتونخوا د بې ځايه شويو كډوالو لپاره د مرستې هڅې پيل كړې، خو د پاكستان صدارعظم يوسف رضا ګېلاني د بې وسۍ احساس كوي، هغه وايي:(( دومره ډېر شمېر كسانو ته د مرستو رسول د پاكستان د حكومت تر وس وتلې خبره ده.))
دا مهاجر د پېښور، په مردان، صوابۍ، چارسدې او نوښار سيمو كې په ډېر بدحالت كې ژوند كوي، روغتيا او خوړو ته يې سمه پاملرنه نه کېږي او د سختې ګرمۍ له امله تر پوزې راغلي دي.
مرستندويه ادارې هڅه کوي، چې د کډوالو لپاره مرستې برابرې کړي. د امريكا د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن كلنټن له دغو مهاجرينو سره ۱۱۷ مليونه ډالره بيړنۍ مرسته اعلان كړې. بشري سازمانونه وايي: (( لا هم دوه لكه خلك په سيمه كې بند پاتې دي.))
په پاكستان كې د ځايي بې ځايه شويو كډوالو لپاره شاوخوا شپيته كمپونه جوړ شوي، چې په دې منځ كې پنځلس يې د حكومت له لوري د ملكنډ د بې ځايه شوو كډوالو لپاره او پاتې نور كمپونه د باجوړ په بې ځايه شويو پورې اړه لري، چې د تېركال د اګست له مياشتې راوروسته د باجوړ او مومند ايجنسيو له ناكراريو څخه يې دغه سيموته پناه وړې ده.
د كارپوهانو په وينا افغان دولت، چې دم ګړۍ پخپله د اقتصادي ستونزو په منګولو كې راښكېل دى، د خپل ښه نيت له مخې له دغو مهاجرينو سره د يو مليون ډالرو د وركړې پرېكړه كړې، خو بالمقابل پاكستاني دولت په يو ناځوانمردانه اقدام لاس پورې كړ، چې ان د نړيوالې ټولنې غوسه يې هم راوپاروله او هغه دا و، چې په لنډي كوتل كې يې د افغان مهاجرينو ايستلو ته زور وركړ او دا دى په كورونو يې بلدوزرې ګرځوي.
د څېړونكو په خبره كه پاكستان وغواړي، هغه ډلې، چې دوی يې په خپله ملاتړ کاوه، په ټوله پښتونخوا او په ځانګړې توګه په اووه قبايلي اېجنسيو کې، چې ټوله سيمه د پښتنو ده وځپي، نو ښايي لږ ترلږه شل مليونه خلك مهاجر او سل زره تنو ته ځاني تلفات واوړي.
د پاكستان يو مشهور ژورنالست حامد مير، چې د هغه هېواد له پوځي او استخباراتي ادارو سره په پټو اړيكو هم پړ دى، په خپله يوه ليكنه كې، چې د جنګ په ورځپاڼه كې چاپ شوې، داسې كښلې دي: (( په داسې حال كې، چې د سوات د مهاجرينو په اړه په سند كې ناكرارۍ خورې شوې، په پنجاب كې څوك كورونه په كرايه نه وركوي.))
نيوزويک وايي، چې د پاکستان پوځ د دغه هيواد د تاسيس له وخته تر اوسه په وار وار کودتاوې کړې او له هند سره يې د سيالۍ لپاره د ستراتيژيک عمق په توګه په افغانستان کې د سخت دريځو په وسيله اور ته پوکي وهلي، چې اوس د دې اور لمبې پخپله پاکستان ته رسېدلي، چې کنټرولولى يې نه شي.
خو دا جګړه يوازې په پښتون ميشته سيمه كې متمركزه ده، چې نه غربي رسنۍ پرې بحث كوي او نه هم پاكستاني او په حقيقت كې داسې برېښي، چې دا دې هم د پاكستاني حكومت له لوري د پښتنو د ځپلو لپاره يوه نوې اجنډا او سناريو وي.
پښتانه
د رپوټونو له مخې څرګنديږي، چې په قبايلي سيمو كې له ۳۰ مليونه زيات پښتانه ميشت دي. كتونكي انتقاد كوي، چې پاكستان دا جګړه په پښتنو سيمو تحميل كړې او هدف يې دا دى، چې ټوله پښتون ميشته سيمه طالباني كړي.
د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو د مركز مشاور عبدالرشيد وزيرى وايي، چې د پاكستان ستراتيژي همدا ده، چې ټوله پښتنه سيمه طالباني كړي، ليكن له اباسين نه ورپورې بيا دوى طالبانو ته اجازه نه وركوي، نوموړى وايي: (( د ا په پښتنه سيمه كې د يوه ستربحران غټه علامه ده.))
كه څه هم نړيوال مني، چې د ترهګرۍ ځاله پاكستان دى، خو دا به له واقعيته لرې وي، چې د ترهګرۍ ځاله دې پښتونخوا وبلل شي.
د ولسي جرګې غړې ملالۍ شينوارې باورمنه ده، چې پاكستان دوه ګونې لوبه پرلاره اچولې ده، هغه وايي:(( هغه ايالتونه، چې په تاريخي لحاظ يې د ځان ګڼي له جګړې نه يې لرې ساتي او په هغو سيمو كې، چې فكر كوي، يو وخت به يې له لاسه ووځي، جګړه هم پرهماغه لوريو كاږي.))
ډېرى هغو كسانو، چې له سوات او بونير څخه كډې راوړې او په مردان او صوابۍ كې ميشت شوي دي، د پاكستان له ټلويزيوني چينلونو او راډيوګانې سره ويلي، چې پاكستاني پوځ طالبان نه، بلكې ملكي خلك وژلي او كه طالبان وژل شوي وي، سهوي به وي، د پېښور په يوه كمپ كې له سوات نه يوې مهاجرې ښځې، چې له يوې نړيوالې راډيو سره خبرې كولې، وويل:(( جګړه په طالبانو او القاعده نه ده، د پوځ الوتكې خلك ولي.))
سياسي څېړونكى استاد حبيب الله رفيع وايي، چې په سوات كې په لوى لاس دا لويه توطئه پاكستاني پنجابيانو رامنځته كړې او د پښتنو لپاره يې داسې يو لوى غم او مصيب ايجاد كړ، هغه وويل: (( زه فكر كوم، چې په څو كلونو كې به بيرته دا خلك په ځاى نه شي او بيرته به بيا خپل هغه حالت ته، چې درلود يې ونه رسيږي.))
له بل پلوه ډېرى كارپوهان د تروريزم د مار سر په پښتنه سيمه كې نه، بلكې په لاهور كې ويني او ټينګار كوي، چې پاكستان او د هغه ملاتړي بايد د دغه مار سر په لاهور كې ووهي، وزيرى وايي: (( لشكر طيبه، البدر، حزب المجاهدين، حركت المجاهدين، لشكر جنګوي او سپاه صحابه هلته په لاهور كې دي.))
رپوټونه وايي، چې دا ډلې په پاكستان كې د هايډن آرمي ( د پاكستان پټه اردو) په نوم يادېږي او شاوخوا دوه لكه غړي لري، چې د وزيري په خبره د هند او افغانستان د وهلو لپاره پاكستان ساتلي دي، وزيرى وايي:(( د طالبانيزم جګړه په پنجاب كې هم بايد تعقيب شي، په كشمېر او ګلګيت كې هم، چې هلته هم د دوى ستر مركزونه دي.))
دا هم د پام وړ ده، چې په پاكستان كې شاوخوا ۳۵ زره مدرسې دي او د وزيري په خبره طالبان په كې په ډېرو بدو روحيو روزل كېږي.
څارګره اداره
شنونكي باور لري، چې د سوات د اوسنۍ جګړې د پيل ترشا، چې تازه په تازه د خپل پاى پر لور ورنږدې شوې ده، د پاكستان د استخباراتي ادارې اى ايس اى لاس دى.
دوى شواهد لري، چې د طالبانو د سقوط پرمهال، كله چې مولانا صوفي محمد افغانستان ته په زرګونو جنګيالي راواستل، ځينې ورك او يا ووژل شول، دا د پاكستان استخباراتي اداره وه، چې صوفي محمد يې د خلكو له قهره وژغوره.
د ولسي جرګې غړى نادرخان كټوازى په همدې عقيده دى او وايي، چې پاكستانى پوځ په واقعي معني د طالبانو پرضد عمليات نه كوي، نوموړى وايي:(( پكار و، چې د هغوى په مركزي نقطو يې عمليات كړي واى، حال دا چې په شمالي او جنوبي وزيرستان كې دوى تراوسه پورې عمليات نه دي كړي. زه فكر كوم، چې د دې ترشا به د پاكستان د څارګرې ادارې څه نور اقدامات وي.))
ښاغلى رشيد وزيري په دې عقيده دى، چې په سوات كې د مولوي فضل الله طالبان، چې شمېر يې ۱۰۰۰۰ تنو ته رسيږي، د هر سړي په سر ۱۵۰۰۰ كلدارې وركول كېږي، نوموړى پوښتي:(( دا فنډ له كومه كېږي، دا خبره زه له ځانه نه كوم، په دې ارتباط اسناد لرم.))
د پاكستان ګټې
كه څه هم، چې د امريكا له لوري په راتلونكو پنځو كلونو كې د پاكستان د ډموكراټيكو بنسټونو د تقويې خبره شوې، خو منتقدين وايي، چې پاكستان، اقتصادي بحران پسې اخيستى دى او له هرې نندارې څخه د ځان لپاره امتياز اخلي.
د استاد حبيب الله رفيع په خبره پاكستان په سيمه كې د تروريزم مسئلې ته سوداګريزه بڼه وركړه او د مبارزې په نوم له امريكا څخه امتيازونه اخلي.
د مې په دوهمه نېټه پاكستانى پوځ په سوات او شانګله ورننوتل او له دې څخه هدف دا و، چې د واشنګټن په ناسته كې د زرداري لپاره له امريكا څخه امتيازات وګټي.
د وزيري د معلوماتو له مخې امريكې له ۲۰۰۴ تر ۲۰۰۸ ميلادي كاله پورې له پاكستان سره ۲۷ اعشاريه ۵ مليارده ډالره مرسته كړې.
وزيرى وايي، چې پاكستان اوس په دې هڅه كې دى، چې پنځه مليارده ډالره نور هم ترلاسه كړي: (( دا پيسې هغه وخت ترلاسه كولاى شي، چې په سيمه كې يو خطر په ګوته كړي.))
د منقدينو په باور پاكستان، چې له تېرو شپيتو كلونو راهيسې د امريكا او انګلستان لاس په نام غلام پاتې شوى، په تېرو اتو كلونو كې يې د تروريزم په وړاندې واقعي مبارزه نه ده كړې او په افغانستان كې يې د جګړې اور ته پوكى وهلى.
د سوات سناريو د چا ده؟
د سوات سيمه د پاكستان او نړيوالو لپاره خاص اهميت لري، ځكه سوات په داسې جغرافياوي موقعيت كې پروت دى، چې افغانستان او كشمير ته د جنګيالو لارې ترې ايستل كېږي.
څارونكي وايي، چې د پاكستان په سوات كې د طالبانو خوځښت او فعاليتونه له هغه وروسته زيات شول، چې زرداري په سيمه كې د شريعت د نافذولو لانجمن تړون لاسليک کړ.
دا پرېکړه تر هغه وروسته وشوه، چې د دغه هېواد پارلمان له زرداري نه په يوه پرېکړه ليک کې وغوښتل، چې د طالبانو په وړاندې هغه ژمنه عملي کړي، چې د کال په سر کې يې ورسره کړې وه.
د غربي نړۍ له نيوکو سره سره د پاکستان پارلمان په دې باور و، چې له طالبانوسره د سولې معامله به په پاكستان كې خامخا سوله راولي.
له بلې خوا په همدې وخت كې د پاكستان ډيلي ګراف ورځپاڼې وليكل، چې پاكستاني طالبان په سوات بسنه نه كوي او اوس د اسلام اباد پر لور ورمات شوي او له پايتخت څخه يوازې ۹۶ كيلومټره واټن لري.
استاد رفيع وويل، چې په سوات كې د يوې لويې توطئې له مخې جګړه جوړه شوه، ځكه سوات آرام و، ليكن د پښتونخوا حكومت د پاكستان د حكومت له خوا وهڅول شو، چې د روغې تړون وكړي او د دې تړون په نتيجه كې دوى په لوى لاس طالبان بوتلل او په سوات يې مسلط كړل، هغه وايي: (( په دې دسيسه كې نه يوازې دا چې پنجابيان شامل دي، بلكې زه فكركوم، چې په نړيواله سطحه د دې دسيسې لپاره پروګرام جوړ شوى دى.))
منتقدين باورمن دي، چې د پاكستان اوسنى وضعيت تر ډېره بريده د اى ايس اى په كنټرول كې دى.، افغان ژورنالست حسيب الله عصيم وايي:(( دا چې دا وضعيت تر كومې كچې د پاكستان د پوځ او اى ايس اى په كنټرول كې دى، لا نه ده څرګنده، خو سناريو د همدوى ده.))
د كارپوهانو په وينا په پاكستان كې د پاكستاني دولت د سيمه ييزو مخالفانو له بريدونو څخه لا دوه كاله نه پوره كېږي، چې له سوات څخه نيولې تر باجوړه او وزيرستانه پورې ټوله سيمه يې نا امنه كړې ده.
د سوات پوځي عمليات او په سوات كې د طالبانو راپاڅېدل كه د هرې سناريو له مخې وي، خو يو څيز يقيني دى، چې كرار كرار به پاكستان د بحران په لور رهي كړي. عصيم وايي: (( په تېر ځل كې په سوات كې د مولانا فضل الله پلويانو په زغرده ويلي وو، چې دوى به د اسلامي قانون ترعملي كېدو جګړه كوي، خو دا اوسنۍ جګړه ولې ونښته؟))
فضل الله ولې راپورته شو؟
كارپوهان په دې باور دي، چې په پاكستان كې د سيمه ييزو طالبانو توروبرېښ د شمالي وزيرستان له متاركې وروسته زيات شو، چې په ۲۰۰۶ ميلادي كال د حكومت او طالبانو ترمنځ امضا شوى و.
دغه تړون په هماغه وخت كې په لوېديځې نړۍ كې دا اندېښنې راوپارولې، چې پاكستان د تروريزم په وړاندې په مبارزه كې ښه نيت نه لري.
د كتونكو په خبره د لال جومات پيښه، د مولانا حسن جان وژل كيدل، د بې نظير بوټو پر كاروان ځانمرګى بريد او د هغې وژل كېدل، د باجوړ بمباري او په دغه بمبارۍ كې د مولانا فضل الله د كشري ورور سميع الله وژل كېدل وو، چې مولوي فضل الله يې په غبرګون كې وسله راپورته او له دير نه يې ترشنګلې پورې د خپل نفوذ د پراخولو هڅه پيل كړه.
دېر په خپل وخت كې په نيول شوي كشمير كې د جنګيالو حيثيت درلود او په دغو سيمو كې د فضل الله د جنګيالو شمېره تر لسو زرو نه اوړي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمن ملک وويل، چې د سوات عمليات به تر هغه دوام ولري، چې سيمه په بشپړه توګه له وسلوالو جنګياليو پاكه شوې نه وي.
رحمن ملک وويل، چې دوى په سوات او ملكنډ کې د وسلوالو طالبانو پر ضد ډېرې برياوې ترلاسه کړې، د هغوى ډېر مرکزونه يې له منځه وړي او د دوى د واک لاندې سيمې يې ترې بېرته نيولې دي.
خو په سوات کې د ځايي طالبانو وياند حاجي مسلم خان وويل، چې دا مهال پوځ او پوليس يوازې د مينګورې په ښار كې محدود شوي او نوره ټوله سيمه، د دوى په ولکه کې ده.
له پاكستان څخه رارسيدلي رپوټونه كاږي، چې حاضر حال د مولوي فضل الله جنګيالي د پيوچار په قومز سيمه كې محاصره دي او جګړه د ښار په څنډو كې روانه ده.
بل خوا د بي بي سي اردو وېبپاڼې په سوات کې د طالبانو د تحريک د مشر مولانا فضل الله د وياند له خولې ليکي، چې د طالبانو مشرتابه خپلو وسله والو ته امر کړی، چې د پاکستان پر امنيتي ځواکونو ډزې ونه کړي.
د پاكستاني طالبانو د وياند مسلم خان له خولې ويل شوي، دا امر يې ځکه کړی، چې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله وانه وړي، او دا کار به د سوات په نورو برخو کې هم عملي شي.
فضل الله وايي، چې د پاکستان پوځ پر ولسي سيمو بمبار کوي، عام وګړي وژني او بيا ورته د طالبانو نوم ورکوي.
ملا فضل الله ويلي: (( موږ هغه څه غواړو، چې نور انسانان يې غواړي، لكه دندې، خونديتوب او د خپلو كورنيو لپاره هوساينه. كه چېرې موږ دا شيان ولرو، نو هېڅكله به جګړه ونه كړو.))
دا مهال په مېنګوره ښار کې شاوخوا ٢٠ زره کورنۍ دي، پوځ يې ژوند ته د پاملرنې په خاطر په خپلو عملياتو کې ورو ګامونه ږدي.
خو ځينې عيني شاهدان وايي، چې پوځ په خپل چلند کې دومره دقيق نه دی .
که څه هم په مېنګوره کې کوڅه په کوڅه د طالبانو پاکول روان دي، خو لا هم د دغه ښار پر ډېرو برخو طالبان واکمن دي.
د پاکستان پوځي سرچېنې وايي، چې ١٥ زره پوځيان يې له پنځه زره طالبانو سره په سوات او شاوخوا سيمو کې پر جګړه بوخت دي.
پوځ دا هم وايي، چې د جګړو له پيله تر اوسه شاوخوا ۱۵۰۰وسله وال طالبان او ۸۱ تنه پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.
وزيرستان
د سوات جګړه له هغه وروسته توده شوه، چې د امريكا پاكستان او افغانستان د جمهورو رئيسانو ناسته وشوه او بارك اوباما د افغانستان او پاكستان په باب خپله نوې ستراتيژې اعلان كړه.
د سوات جګړې پاى ته په ورنږدې كېدو زرداري خبردارۍ وركړى، چې تر سوات وروسته د وزيرستان نوبت دى.
خو ليدل كېږي، چې د وزيرستان نوبت ډېر ژر راورسيد او د پاكستاني پوځ او طالبانو ترمنځ په دغه سيمه كې جګړه پيل شوې ده.
د رپوټونو له مخې د جنوبي وزيرستان په جګړه كې تراوسه پورې ترسلو زيات طالبان وژل شوي دي. دا جګړه له هغه وروسته پيل شوه، چې د طالبانو يوې ډلې د پاكستاني پوځ پريوې پوستې بريد وكړ. په جنوبي وزيرستان كې د سپينكۍ رغزۍ سيمه د طالبانو يو مهم مركز بلل كېږي او د پاكستاني پوځ جنګي الوتكو پردغې سيمې بمبارۍ كړي او غواړي، چې په دغه سيمه كې د بيت الله محسود واكمنۍ ته د پاى ټكى كېږدي.
د معلوماتو له مخې بيت الله محسود په سيمه كې شاوخوا ۲۰ زره جنګيالي لري او دا طالبان د پاكستاني ژورنالست حامد مير په وينا له هغه وروسته په سيمه كې راپيدا شول، چې په ۲۰۰۴ ميلادي كال كې پاكستاني پوځ په قبايلو كې عمليات وكړل.
څارونكي باورمن دي، چې د دغې جګړې په پراختيا سره به د پښتنو مهاجرو په شمېره كې نور زياتوالى هم ترسترګو شي. عصيم وايي: (( د سوات او باجوړ جګړو درې مليونه خلك بې كوره كړل، كه د وزيرستان جګړه پيل شي، سيمه به له فاجعې سره مخ شي، ځكه پوځ طالبان نه، بلكې خلك په نښه كوي اوخلك مجبوريږي، چې هجرت وكړي.))
استاد رفيع وايي، چې دا يوازې د سوات او د وزيرستان موضوع نه ده د قبايلو موضوع ده، په افغانستان كې يې هم تيار اور بل كړى دا يوه دسيسه ده د پښتنو په مقابل كې او د پښتنو د ځپلو لپاره د دې تاثيرات يوازې په سوات كې نه پاتې كېږي په ټوله پښتونخوا او بالاخره په افغانستان كې خورېږي او د پښتني سيمې به د اور په تبۍ بدلېږي.
په وزيرستان كې د ځايي طالبانو راپورته كيدلو له يوې خوا او په سوات كې د مولانا فضل الله د پلويانو بغاوت له بلې خوا په پاكستان كې حاضر حال داسې يو حالت رامنځته كړى دى، چې كيداى شي دغه هېواد د بحران پرلور رهي كړي.
منتقدين وايي، چې د پاكستان له دې ټولې ناكاره هڅو سره سره، چې د پښتنو پرضد يې توطئې جوړې كړې، دا هېواد به د يوه ستر ناورين شاهد پاتې شي. وزيري زياتوي: (( بې له شكه، چې پاكستان به د نه ټالېدونكي بحران په منګولو كې پريوزي، چې بيا به ستنېدل ورته مشكل وي، دا لوبه چې څومره اوږديږي او دلته، چې د ملي لږكيو او مذهب ترمنځ كوم خطرناك مخلوط منځته راځي دا د پاكستان بقا ته د پاى ټكى ږدي.))
د امريكا د نوې ستراتيژۍ له مخې پتيېل شوې ده، چې د تروريزم ستونزې ته په سيمه ييزه كچه كتنه وشي، ځكه افغانستان، پاكستان او اېران هغه هېوادونه دي، چې له دغې پديدې تربل هرچا ژر متاثره كېدلى شي.
ډېرى كارپوهان د اېران د زاهدان ښار بمي چاودنه د اېران د هغو مخالفانو كار بولي، چې له القاعده او طالبانو سره ارتباط كې دي.
د دوى په عقيده د اېران په دغه سيمه كې د يوه احتمالي كړكيچ د رامنځته كېدلو شونتيا ځكه متصوره ده، چې د اېراني رژيم مخالفې ډلې كولاى شي، چې په آسانۍ سره په سيمه كې وسلو او مهماتو ته لاسرسي پيدا كړي.
د دوى په خبره د زاهدان پېښه په پاكستان كې د طالبانو كړنو ته ورته يو عمل دى، ځكه د اېران په باب هم په وار وار داسې رپوټونه خپاره شوي دي، چې اېرانۍ وسلې د طالبانو لاسونو ته كيوزي.
د سيمې ډېرى څارونكي دا باور لري، چې له عراق څخه قبايلي سيمو ته د القاعده شبكې د يو شمېر مشرانو ننوتلو، هغوى په دې هڅه كې اچولې، چې د ځان د امنيت ساحه، چې دمګړۍ د افغانستان او پاكستان ترمنځ په پولو پورې محدوده ده، پراخه كړي.
سياسي كارپوهان وايي، چې دا موضوع د دې سبب ګرځي، چې د القاعده لپاره افغانستان، اېران، پاكستان او د منځنۍ آسيا او نورې سيمې ډېرې ارزښمنې شي.
د تهران په غونډه كې د اېران جمهور رئيس وويل، چې له افغانستان او پاكستان سره به په ګډه د سيمه ييزو همكاريو لارې چارې ومومي.
په دغه غونډه كې افراطيت، جنګ او نفاق د سيمې اصلي ستونزې وبلل شوې او بې له دې، چې د پاکستان يا ايران لاسوهنې ته اشاره وشي، د ګډ مسووليت پر اړتيا ټينګار وشو، كرزي وويل: (( که مو پخوا له يوبل سره لاس يو كړى واى، په دغو مشکلاتو به نه اخته کېدو، چې نن سبا ورسره لاس اوګرېوان يو.))