شننه: په هر پړاو د پاكستان پرنيت د شكونو...
لعل اقا شيرين
په هر پړاو د پاكستان پر نيت د شكونو لمن پراخېږي
د افغانستان له لوري د امن جرګې د تياري كميسيون د دارالانشا مشر فاروق وردګ د چنګاښ په ۲۳ مه له بي بي سي سره په مركه كې ويلي دي ، چې كېداى شي د پاكستان د لال جومات پيښي د امن جرګې مهال وېش وځنډوي. په پام كې وه، چې د افغانستان او پاكستان تر منځ امن جرګه د روان ميلادي كال د اګست مياشتې په پيل كې جوړه شوې واى، خو اوس ويل كېږي، چې پاكستاني لورى يې د لال جومات د پيشو په پلمه د ځنډولو هوډ لري.
پاكستان د امن جرګې د استراتيژې د مطرح كېدو له وخته بيا ترننه پورې د دغې جرګې د ځنډولو لپاره بېلابېلې پلمې كړي، حال دا چې افغان لوري يې تل د داېرولو پلوى دى.
د افغانستان او پاكستان امن جرګې ته د تياري د كميسيونونو په دوهمه ګډه ناسته كې، چې د ۱۳۸۶ لمريزكال د غويي په ۱۴ مه ترسره شوه او د جرګې د جوړېدو د نېټې، تركيب او د غړو د شمېر په اړه پكې پرېكړې وشوې.
دا هيله مندي رامخته شوه، چې كه خداى كول د امن جرګه به ډېر ژر په لاره واچول شي. هغه وخت د افغانستان ډاكټر فاروق وردګ د كميسيونونو خبرې ښې ارزولې و، خو ډېرى كتونكو دا باور درلود، چې پاكستان به بيا بيا د دغې جرګې د داېرېدو پر وړاندې خنډونه جوړكړي.
قابو نهه مياشتې كېږي، چې د امن جرګې د جوړېدو خبرې كېږي، خو د پاكستان له لوري د كم توجهۍ له امله هېڅوك هم د دغې جرګې پر اغيزو پوره باور نه لري او د پاكستان نيت ته په شكمن نظر ګوري.
دم ګړۍ پوښتنه دا ده دغه جرګې، چې اوس مهال ځنډېدلې ده كه چېرې بريالى شي او پاكستان يې هم داېرېدو ليوالتيا وښايي ايا دا پرېكړه به وكړي، چې له ټولو قبايلي سيمو څخه طالبان او القاعده وايستل شي او كه نه؟ او ايا په دې به سره سلا شي، چې نور به پاكستان د افغانستان په چارو كې لاسوهنه نه كوي او كه څنګه؟ او ايا دغه جرګه به د دواړو غاړو د علماوو او قومي مشرانو د وژنې غندنه وكړي او كه څنګه؟ او ايا دغه جرګه به د هغه ټولو روزنځايونو د بندولو غوښتنه وكړي، چې پكې د افغان دولت مخالفين روزل كېږي او كه څنګه؟ او ايا دغه جرګه به په رښتنې توګه د افغانستان او پاكستان دولتونو ترمنځ د تفاهم وسيله شي او كه نه؟
دا ټولې هغه پوښتنې دي، چې دم ساعت هر اګاه ذهن مشغولوي، خو د مناسب ځواب موندل ورته ګران څه، چې كله كله ناشونې هم بريښي، ځكه چې د دغې جرګې پرپرېكړو عمل كول د اجرايي ضمانت غوښتنه كوي، په داسې حال كې چې نړيواله ټولنه هم پرپاكستان د فشار له راوړلو څخه ډډه كوي.