مشرف په افغانستان كې د لاسوهنې.....
ليكوال: لعل اقا شيرين
مشرف په افغانستان كې د لاسوهنې بل ثبوت وړاندې كړ
ويسا ورځپاڼې دچنګاښ په ۶مه ګڼه كې د يوه خبر په ترڅ كې ليكلي، چې دپاكستان پوځي واكمن منلې ده، چې يوشمېرجنګيالي له قبايلي سميوڅخه افغانستان ته د خرابكارۍ له پاره اوړي.د پاكستان پوځي واكمن جنرال مشر په پېښور كې د قبايلي مشرانو يوې ۲۰۰ كسيزې غونډې سره دا منلې ده، چې يوشمېرجنګيالي له قبايلي سيمو نه افغانستان ته اوړي او هلته ورانكاري كوي.
مشرف په غونډه كې د وينا پرمهال دا هم ويلي، ترڅو چې په افغانستان كې سوله ټينګه نه وي او له قبايلي سيمونه په دغه هېواد كې لاسوهنه بنده نشي، ناټو او ائتلافي ځواكونه څوك په زور له افغانستان نه نشي اېستلاى. هغه پرقبايلو غږ وكړ، چې بهرني جنګيالي له خپلو سيمونه نه وباسي او په امن ګډه جرګه كې ښه رول ولوبوي، چې په افغانستان او سيمه كې له يوې سياسي لارې سوله ټينګه شي. هغه داهم وويل كه چېرې په افغانستان او سيمه كې سوله راشي او ترهګري وركه شي ناټو او ائتلافي ځواكونه به پخپله له افغانستان نه ووځي.
مشرف پردې هم اعتراف وكړ، چې په قبايلي سيموكې چينايي او تركي ترهګر شته دي او له يوشمېرترهګرو څخه داسې اسناد ترلاسه شوي، چې په اروپا او امريكا كې د بريدونو نقشې پكې پلان شوې دي.
مشرف داسې وخت غونډې ته وينا كوله چې د قبايلي سيمو ۱۸ هغه وكيلانو چې په پارلمان كې غړي وو د مشرف له دې غونډې سره پرېكون كړى و او دريځ يې داو، چې حكومت په قبايلي سيموكې خپلسري كوي او د دوى خبروته غوږ نه ږدي.
بل خوا د پاكستان دوزيرستان په مركز ميرانشاه كې يوې ۳۰۰ كسيزې قبايلي جرګې د پاكستان پرحكومت تور ولګاوه، چې طالبانوته پخپله پناه وركوي، خو په ائتلافي ځواكونو بيا ولس ځپي. دجرګې برخه والو چې د اتمازي وزېرو ۳۰۰ قومي مشرانو پكې ګډون كړى وو پروزيرستان د ائتلافي ځواكونو بمباري وغندله او پاكستان د هغه اسختباراتي سازمان يې تورن كړ،چې په وزيرستان كې ناسمه او دوه مخې پاليسي پرمخ وړي.
په دغه تحليل كې د دغه خبرله بشپړمتن څخه د راوړلو موخه دا وه، چې د پاكستان پوځي واكمن له يوې خوا په خپله خوله په افغانستان كې په خپله لاسوهنه اعتراف كوي او بل خوا قبايلي مشران پاكستان پردې تورنوي چې پاكستان په لاسي توګه د افغانستان د دولت مخالفينوته پناه وركوي، نو كه چېرې پاكستان دافغانستان په اړوند دوه مخۍ سياست نه تعقيپوي او ډاډ ويلى شي چې د افغانستان د دولت مخالفين د پولې له هغې غاړې څخه افغانستان ته اوړوي نوبيا ولې په دې برخه كې جدي اقدا مات او مخنيوى يې نه كوي؟ خو كله چې بيا د افغان دولتي چارواكو له خوا دا ادعا وشي، چې پاكستان د افغانستان په چارو كې لاسوهنه كوي بيا بل دريځ اختياروي او وايي، چې ګاونډې هېوادونه بايد يوبل په خپلو كورنيو چاروكې په لاسوهنې تورن نه كړي، خوخپله عملا بيا په افغانستان كې خپلو لاسوهونكو هڅه ته پراختيا وركوي. د چنګاښ په لومړ نېټه د غزني او پكتيا ولايت ترمنځ د بند سردي يوې امنيتي پوستې پنځه تنه پاكستاني تبعه له وسله والو طالبانو سره د همكارى په تور ونيول چې بيا وروسته د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وويل، چې دوى افغانستان ته د ځانمرګي بريدونو لپاره راغلي و.
دغه دول ورته پيښې مخكې هم څو ځله تكرارشويدي او افغان مقاماتو په ډاګه ويلي دي، چې پاكستان په نيت كې پاك نه دى او په افغانستان كې د جګړې د دوام پلوي كوي. خو پوښتنه دا ده، چې د پاكستان دغه وړله دښمنۍ ډك سياست به تركومه جاري وي؟ حال دا چې د افغانستان ثبات د سيمې د ثبات په مانا دى، كه چېرې افغانستان نا امنه وي، ورسره به ګاونډي هېوادونه هم د ښيې ورځي څكه ونه كړي.
څه موده وړاندې د افغانستان د ملي امنيت ادارې هم د پاكستان د اسختباراتي سازمان اى ايس اى يوتن غړى په كابل كې ونيو، هغه د مشرف اوسنۍ خبرې پخوا تاييد كړې وې، چې دغه سازمان په افغانستان كې د جګړې د دوام په خاطر په وزېرستان كې بهرني جنګيالي روزي او اوس چې مشرف په قبايلي سميوكې د بهرنيو جنګيالو خبره كوي، نودا به لومړى ځل وي، چې هغه په څرګنده توګه پردې اعتراف كوي، چې په دغو سيموكې چينايي او تركي جنګيالي شته دي.
په هرحال دا لومړى ځل نه دى ،چې داسې پيښه كېږي او په افغانستان كې پاكستاني روزنكي او جاسوسان نيول كېږي ، بلكې تردې وړاندې هم څو تنه پاكستانيان په افغانستان كې د ورانكاريو په تور نيول شوې وو او په وار وار رسنيو داسې رپوټونه خپاره كړېدي، چې د پاكستان استخباراتي سازمان په شمالي او جنوبي وزيرستان كې طالب جنګيالو ته روزنه وركوي او بيا يې افغانستان ته استوي، خو دا يو بل ثبوت دى، چې په افغانستان كې د پاكستان پرلاسوهنې دلالت كوي.
د دولت له مخالفينو څخه د پاكستان د پوځي استخباراتو د ملاتړ په اړه د شكونو او ترديدونو لمن، خو هغه مهال پراخه شوه، چې د پاكستان پوځي جنرال له يوه امريكايي ټلويزيون سره د مركې پرمهال پر دې ټكي اعتراف وكړ، چې كېداى شي د پاكستان د اى اس اى سازمان يو شمېرغړي په افغانستان كې د طالبانو ملاتړ وكړي.
له بلې خوا داني كمپ فرانسوي خبري اژانس هم د پاكستان د دوه مخې سياست په اړه ورته خبرونه خپاره كړل. دغه راز د برتانيې د دفاع وزارت د بهرنيو استخباراتو اړوند دفترMI-6 هغه راپور، چې د حقيقت موندونكي پلاوي له خوا د تېركال په جون كې ترتيب شوى و افشا شو. راپور دعوه كړې وه، چې د پاكستان د پوځي استخباراتو دستګاه اى ايس اى د متحده مجلس عمل د ملاتړ له لارې په غير مستقيم ډول په افغانستان، عراق او بريتانيا كې د ترهګرۍ ملاتړ كوي او بايد دغه سازمان ړنګ كړل شي.
دغه شان هغه پريكړه ليك، چې د تېر۲۰۰۶ ميلادي كال د سپتمبر په ۵ نېټه د پاكستان دولت او طالبانو ترمنځ په وزيرستان كې وشو، په لوېديځ كې يې دا اندېښنې راوپارولي، چې ګواكې پاكستان ښه نيت نه لري.
پردې سربيره هغه مهال، چې ولسمشر كرزى كونړ ته ولاړ، په ډاګه خو په ګيله منه لهجه يې وويل، چې د افغانستان په بې ثباتۍ كې ځينې پاكستاني ډلې ټپلې لاس لري. دغه ډول خبرې د مشرانو جرګې رئيس او د كندهار والي هم كړې وې او پاكستان يې په دې تورن كړى و، چې د طالبانو ملاتړ كوي. د افغانستان ډېرى سياسي كتونكي هم په همدې باوردي، چې د دولت د مخالفينو د خرابكارانه فعاليتونو زياتوالى له بهرني ملاتړ پرته نه شي تر سره كېداى. په تيره بيا، له هغه وروسته، چې ناټواعلان وكړ، چې د پاكستان د وزيرستان له متاركې وروسته په هېواد كې د دولت د مخالفينو په بريدونو كې خورا زياتوالى راغلى دى او ان درې چنده شويدي.
په هرصورت له پورتنيو ټكو څخه مو يادونه د دې لپاره وه، چې دا لومړى ځل نه دى، چې افغانستان د پاكستان د لاسوهنې په اړه شواهد او اسناد مومي. پاكستان د خپل جوړښت له ورځې تر دې مهال په دې لټه كې دى، چې افغان حكومت دې ته مجبوركړي، چې د ډيورند د كرښې په اړوند ورسره معامله وكړي، خو افغان حكومت به كله هم داسې يوه ناوړه كارته غاړه كېنږدې.
د پاكستاني سرتېرو له خوا د پكتيا په اريوب ځاځيو كې پر افغان امنيتي پوستو بريد هم د همدغې موخې لپاره ترسره شوى و، چې كرښې ته رسميت وركړي او له دې كارڅخه هدف دا و، چې په خپله د افغان چارواكو له خولې څخه دا وباسي، چې ووايي پاكستاني پوځيانو د افغانستان پرخاوره بريد كړى او دا بهانه په لاس وركړي، چې ګواكې په سيمه كې د افغانستان او پاكستان ترمنځ د سرحد ټاكل حتمي دي او يو دريمګړۍ رامنځته كړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پوله وټاكي، حال دا چې كه چېرې د افغانستان او پاكستان ترمنځ پوله او سرحد په نښه كېږي بايد په ( اټك) كې په نښه شي او افغان چارواكي بايد په ډاګه ووايي، چې د افغانستان او پاكستان پوله هماغه اټك دى، چې بايد وټاكل ، كه نه نو افغانان بله كومه پوله په رسميت نه شي پېژندلى.
خو هغه څه چې مهم بريښي دا دي، چې افغانان بايد له پيښو سره په زياتى هوښيارۍ سره عمل وكړي، ځكه چې په افغانستان كې د جګړې دوام نه د افغانانو په ګټه دى او نه هم د بهرنيانو او دا ځكه چې هره ورځ په جګړه ييزو بريدونو كې په لسګونو تنه افغانان يا په جګړه او يا هم په ځانمرګو بريدونو كې خپل ژوند له لاسه وركوي. همدا څو ورځې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو ادارې او دولتي مامورينو وويل، چې په تېرو دريو مياشتو كې د بهرنيو ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې تر ۷۰ ډېر ملكي كسان وژل شويدي( دبشري حقونودغه رپوټ ناسم بريښې) او لا نور به څومره وژل كېږي، نو څرګنده شوه، چې د جګړې دوام د افغانانو لپاره له بدبختۍ پرته نور څه نه لري.
پخوا يوازې دا ګيله كېدله، چې پاكستان د افغانستان په كورنيو لانجو كې لوى لاس لري او بهرني جنګيالي روزي، خو اوس خبره له بل ګاونډي څخه راپورته شوېده، چې د افغانستان د دولت مخالفينو ته د وسلې په وركولو سره غواړي اوبه خړي او كبان ونيسي او دا ضمانت هم نشته دى، چې نور هېوادونه دې هم كرار كيني، همدا اوس اوس داسې ګونګوسې هم رواني دي، چې ګواكې د شبرغان په تاوتريخوالي كې هم بهرنيانو لاس درلود.
په هر حال له دغه بحث څخه موخه دا ده، چې ټول افغانان بايد د خپلو ګاونډيانو په ناوړه موخو پوهېدلي وي او پرې نه ږدي، چې هر څوك ورته ساز ووهي او يا هر ساز ته نڅا وكړي. د دې ترڅنګ دا د افغانستان په دولت او نړيوالو ځواكونو پورې تړلې ده، چې په دې برخه كې جدي اقدامات وكړي او په افغانستان كې دګاونډيوهېوادونود لاسوهنواړوند ټول اسناد سره يوځاى او نړيوالې ټولنې ته وړاندې او هغه ګاونډيان، چې د افغانستان په چارو كې لاسوهنه كوي دې ته اړ كړي، چې له خپلو مغرضانه هڅو څخه لاس په سر شي او كه نه هغه اور، چې دوى يې په افغانستان كې بلول او بل ساتل غواړي، دوى به هم له ځان سره لولپه كړي.