لعل اقا شيرين د كليد ۳۹۵ مه ګڼه
د قيمتي ډبرو د قاچاقو تراژيدي
د افغانستان د كانونو، قيمتي ډبرو او تاريخي اثارو د لوټ او غلا لپاره تېراته كلونه ډېر بد وو.
منتقدين، د پارلمان غړي، عام افغانان او ځينې حكومتي چارواكي وايي، چې دا منابع په هېواد كې دننه د موجودو كورنيو او بهرنيو كړيو له لوري غلا او په قاچاقي توګه بهر ته صادريږي، خو د كانونو وزارت مسوولين دعوه كوي، چې ترډېره يې د دغه لوټ اوتالان مخنيوى كړى او ناقانونه سپړنې په هېواد كې بندې شوې دي.
مګر اسناد او شواهد ښيي، چې حكومت په دې كار كې پاتې راغلى او لا هم په هېواد كې د قيمتي ډبرو او كانونو خپلسره كيندنه په شدت سره جريان لري.
د نورستان ولايت يو تن اوسيدونكى الف ګل، چې په دې اړه زموږ له خبريال سره غږيدلى دى، ويلي دي، چې په دغه ولايت كې قيمتي كاڼي او نورې طبيعي زېرمې د سيمه ييزو واكدارانو، وسله والو او طالبانو له خوا په خپلسر تر كيندلو وروسته ګاونډيو هېوادونو ته قاچاق كيږي، هغه وايي: (( د قيمتي ډبرو په سوداګرو يې پلوري، هغوى په سيمه كې ګرځي راګرځي او خريد كوي.))
نوموړى وايي، چې د دوى پر ورڅېرمه ولسوالۍ نورګرام كې پخواني قوماندانان او ملكان واكمن دي او د دوى له خوښې پرته هېڅوك هم دا جرئت نه شي كولاى، چې قميتي ډبرې راوكاږي: (( دوى په دغه قاچاق كې شريك دي، د حكومت زور ورباندې نه رسيږي، كه دوى يې بند نه كړي، حكومت يې نه شي بندولى.))
د نورستان د نندراج درې اوسيدونكى محب الله وكيل زاده وايي، چې قوماندانانو، ملكانو او قاچاقچيانو لاسونه سره يو كړي او ټول سره لينو ډين لري: (( ټوله ورځ يې وړي، د دولت وسه ورباندې نه رسي، قميتي كاڼي راوباسي او پاكستان ته يې رسوي.))
د سيمې خلك وايي، چې د نندراج په دره كې ډېرې قيمتي ډبرې پيدا كيږي. د نندراج د درې يو تن قومي مشر غلام سخي، چې د ظاهرشاه د پادشاهۍ په دوره كې وكيل هم پاتې شوى، په دې اړه وايي: (( دلته د لغمان، كونړ، ننګرهار او پكتيا قاچاقبر او خلك راځي، كار كوي او قيمتي ډبرې وړي.))
د نوموړي په خبره د قيمتي ډبرو ډېرى كانونه په داسې سيمو كې دي، چې حكومت پرې واك نه شي چلولى: (( حكومت ضعيفه دى، نوځكه دغسې حالت دى، هرڅه تالا كيږي، کانونه په داسې ځايونو كې دي، چې حکومت هلته واک نه لري.))
د هغه په خبره د قيمتي ډبرو د كيندنې لپاره ټول انفجاري مواد د حكومت تر ولكې لاندې سيمو څخه راوړل كېږي، خو حكومت پرې ناخبري ښيي.
د لغمان ولايت اوسيدونكى، ۵۵ كلن مامورشاه ولي، چې په نورستان ولايت كې يې په پخوا وختونو كې عسكري كړې ده، وايي، چې د دغه ولايت ټول غرونه قيمتي ډبرې دي او زيات كانونه لري: (( په دغو كانونو هغه زورواكان مسلط دي، چې خپل جيبونه ډكوي.))
د نورستان ولايت وايګل ولسوالي هم ډېره په زړه پورې او د كتلو وړ ده. د دغې ولسوالۍ يوه تن اوسيدونكى هاشم ګل وايي، چې د نورستان ولايت زياته طبيعي شتمني د ټوپكوالو له خوا لوټل شوې ده.
هغه وايي، چې ټوپك واكو په تېرو اتو كلونو كې د قيمتي ډبرو په ناقانونه پلور له ملت سره خيانت كړى، خو چا هم په دغه موده كې د دوى مخه نه ده نيولې: (( كه دوى بيا هم پرېښودل شي د سيمې ټوله هستي او شتمني به ولوټي.))
په نورستان ولايت كې د سړك جوړونې يوه كارمند زموږ خبريال ته په دې اړه ويلي، چې نورستان ولايت ته هره ورځ بهرني سوداګر ورځي او د سيمې قوماندانان پرې لرغوني اثار او قيمتي ډبرې پلوري، هغه وويل: (( دوى په ډېره ارزانه بيه دغه كاڼې پلوري او پاكستاني سوداګر يې په څو چنده لوړ قيمت بيرته په پېښور كې خرڅوي.))
وخت خبري اژانس د علي شاه په نوم د هغه عسكر كيسه را اخيستې ده، چې يو څه وخت يې په نورستان كې له يوه ځايي قوماندان سره وظيفه ترسره كړې ده. دغه عسكر په خپله مركه كې وويل:(( زه له يوه قوماندان سره، چې نوم يې اخيستى نه شم، وم. قوماندانانو ټول غرونه لوټ کړل او ټول تاريخي اثار، طبيعي زېرمې او قيمتي ډبرې يې په بهرنيو سوداګرو په ډېره ارزانه بيه وپلورلې.))
د نوموړي په خبره قاچاقبران بيا همدغو لږو پيسو ته هم ډېر خوښ وي، ځكه چې د دوى پيسې په كار وي او دا چې دا ملي شتمنيو ته څومره زيان اړوي، د دوى پرې څه.