لعل اقا شیرین

د ملکي مرګ ژوبلې

 مخنیوی ښه خبر، خو پوځي

 مرګ ژوبله هم د زغم نه ده

د ملکي وګړو مرګ ژوبله، چې ډېری مهال د نړیوالو ځواکونو په هوايي بمباریو، د طالبانو په ځانمرګي بریدونو او د سړک د غاړې په چاودنو او د ښکېلو غاړو په مخامخ جګړه او سنګر نیونو کې رامنځته کیږي، د کمېدو په حال کې ده.

د کورنیو چارو وزارت د زمري په درېیمه وویل، چې په تېره یوه اوونۍ کې د دوی د سروې او معلوماتو له مخې د ملکي وګړو مرګ ژوبله راکمه شوې، خو بر عکس دا مني، چې له طالبانو سره د پولیسو په بېلابېلو نښتو او پوځي عملیاتو کې شاوخوا ۲۰۰ تنه طالب جنګیالي او تر څلوېښتو ډېر پولیس سرتېري وژل شوي دي.

که څه هم، چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله له حساسیت څخه ډکه او دردونکې مساله ده او له دې کبله په وار وار د افغان دولتي چارواکو او نړیوالو ځواکونو ترمنځ هم ناندرې او لانجې راپورته شوې دي او د همدغو فشارونو کې په نتیجه کې د ناټو ځواکونو په هوايي بمباریو او د شپې په تلاشیو کې کمی هم راغی، خو په جګړه کې د پوځي افراو او آن هغو طالبانو وژنه، چې افغانان دي د مکث وړ ده  او د افغانستان د خلکو لپاره ښه خبر او زیری نه دی.

افغان کارپوهان پر دې عقیده دي، ترهغه چې په افغانستان کې جګړه جریان ولري او بېلابېل لوري د یوه او بل وړاندې د ټوپکو شپېلۍ راګرځوي نه یوازې دا چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله نه شي بندېدلی، بلکې د افغان دولت د پوځیانو، بهرنیو ځواکونو او طالبانو وژنه به هم ورځ تربلې پراختیا ومومي او ډېرې کورنۍ به د وېر او ماتم په تغر کیني.

د ملکي تلفاتو د کمښت په اړه پرون د امریکا د اقتصادي څېړنو په یوه رپوټ کې چې په تېرو ۱۵ میاشتو کې یې د ۴۰۰۰ تنو ملکي وګړو له وژلو یادونه کړې وه راغلي وو، چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په برخه کې په افغانستان کې د تېر امریکايي جنرال مک کریستل هڅې، چې اوس یې د هغه هېواد له پوځه هم استعفا ورکړې، د دې لامل شوې وې، چې د مخالفانو په بریدونو کې هم کموالی راشي، ځکه یو شمېر هغه کلیوال به هم د طالبانو لیکو ته ننوتل، چې د خپلو خپلوانو له مرګ ژوبلې متاثره کېدل، خو اوس دا کمښت د دی سبب شوی وسله وال مخالفان هم راکمزوري شي، خو دا به دا معنی ونه ښندي، چې ګواکې جګړه د پای پر لور ګام اخلي، ځکه ولیدل شول، چې په سږني کال کې د هېواد په کورنیو جګړو کې لا اقل ۴۰۰ بهرني سرتېري هم وژل شوي دي.

که څه هم د دغې ادارې راپور په ټوله کې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو خبره هم کوي، مګر بیا هم لیدل کیږي، چې د نظامیانو مرګ ژوبله په خپل حال پاتې ده او همدا پرون د برګ مټال ولسوالۍ د سقوط په اړه په خپاره شویو راپوټونو کې راغلي وو، چې د پولیسو او طالبانو په جګړه کې ۱۵ تنه پولیس ټپیان شوي، شپږویشت طالبان او شاوخوا شپږ پولیس وژل شوي دي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند ښاغلي زمري بشري پرون د دغه وزارت د اوونیز راپور د تشریح کولو پرمهال، چې د هغه په ترڅ کې یې په تېره یوه اوونۍ كې د تروريستي شبكو د شاوخوا لسو تنو د نیولو او ۵۷۰ کیلو ګرامه نشه يي توکو د کشف او موندنې خبر ورکاوه  دا ډاډ ورکړ، چې د پوليسو د ځواك د كيفیت لوړولو ته يې نوي پلانونه ترتيب كړي، چې د هغو په عملي کېدلو سره به د هېواد په تېره بیا د ښارونو  په امنیتي وضعیت کې بدلون راشي او د افغان دولت د مخالفانو د حملو مخنیوی به وشي.

 خو ښکاري چې دا د افغانستان د امنیتي وضعیت د په پښو کولو لپاره د حل اساسي لاره نه ده، ځکه ښاغلي بشري ویلي دي، چې د ښارونو په شاوخوا کې به امنیتي کمربندونه ټینګ کړي، چې په دې کار سره به د ښارونو په شاوخوا کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې وشي او پوځي تلفات به پرخپل ځای پاتې وي.

افغان کارپوهان پردې عقیده دي، چې د جګړې د بندښت لپاره دې ډېرې هڅې او په دې منځ کې دې په افغانستان کې مېشتې ټولې سیاسي کړۍ، جریانونه او نړیواله ټولنه د ولسمشر کرزي د سولې د خبرو ترو له پروګرام څخه په کلکه ملاتړ وکړي اوهېواد دې د یوې پاېیدونکې سولې پر لور رهي کاندي دي.

په دې ترڅ کې افغانان له نړیوالې ټولنې په تېره بیا له امریکا څخه دا هیله هم لري، چې په شدت سره دې د پاکستان د ای ایس ای له ادارې سره چلند وشي او هغه دې مجبوره کړای شي، چې د طالبانو له تجهیزه او وسله وال کولو لاس پرسرشي او د افغانستان په خیر کې دې خپل خیر ولټوي او که له هغه پرته هڅې پر کوم بل لوري او کومې بلې موخې ته د رسېدو لپاره ځانګړې شي دا هیله نه شي کېدای شي، چې پوځي او ناپوځي اخ او ډب دې پای ومومي او ډېرې نورې میندې دې بوري نه شي.