څېړنه او شننه: دامن جرګې پايلې د پاكستان په ....
ليكوال: لعل اقا شيرين
دا رپوټ د كليد اوونېزې په ۲۶۶ مه ګڼه كې خپورشوى دى.
د امن جرګې پايلې د پاكستان په نيت پورې تړلې دي
جمهوررئيس حامد كرزي د تېر۲۰۰۶ ميلادي كال د سپټمبرپه مياشت كې كاڼاډا او امريكا ته سفردرلود، چې سمدلاسه يې ډېر تاوده بحثونه د افغانستان او پاكستان په كچه راوپارول.
ولسمشركرزي د دغه سفرپه لېدو كتنو كې پر دې ټكي ټينګاركاوه، چې د تروريزم رېښې بايد د هغه په سرچينو كې وپلټل شي او څرګنده يې كړه، چې د دولت مخالفين د پاكستان له پولو څخه افغانستان ته رااوړي.
د افغانستان، پاكستان او امريكا ولسمشرانو په خپله ناسته كې پرېكړه وكړه، چې له تروريزم سره د مبارزې لپاره به د ډيورند د دواړو خواوو استوګنو قومونو ته بلنه وركوي او هغوى به له ځان سره په ترهګرۍ ضد جګړه كې شريكوي.