ليكوال: لعل اقا شيرين

وسله وال ګروپونه

له زيږون نه ترمرګ پورې، په سولې او جګړه كې ښځې په ټولنه ،كورنۍ اود دولت لخوا له تاوتريخوالې سره مخ دي.، هركال په ميليونونه ښځې د ميړه ، خپلوانو، پرديو خلكو، مسوولينو، امنيتي مقاماتو او سرتيرو لخوا ترتاوتريخوالې لاندې راځي. د وسله والونښتوپه ترڅ كې تاوتريخوالۍ معمولا د جګړيزې حربې په توګه كارول كيږي. چې له ځوروني څخه نيولي بيا ترتيرې پورې خبره رسيږي ، چې جګړه يې پرځاى پريږدي. تاوتريخوالۍ  د جنسيت له مخې د دولت، د پوليسو، زندانيانو ، سرتيرو ، پوله ساتونكو له خوا په كاراچول كيږي ،چې ډيرۍ وخت مقامات پرې سترګي پټوي، هغه تاوتريخوالۍ،  چې وسله والو ډلو لخوا ترسره كيږي ، زياته برخه يې شكنجه ، جنسي تيرى او يا د مړو مثله كول دي. په پورتنۍ  لړبندۍ كې  له هغو ټكو څخه يادونه شوې، چې افغاني ټولنه يې د نجيب د واكمن رژيم له نسكوريدو وروسته شاهده پاتې شوې،  د كورني ناتار په ترخ كې خلك شګنجه شول ، په سرنوكې يې ميخونه ټكوهل شول، د مړو نڅاوې ترسره شوې ، د ښځو تيونه پرې شول او پرښځو جنسي تيري وشول او ان د ښځو د ولادت نندارې وشوې. د اټول هغه څه دې ،چې په جګړې كې ښكېلو ډلو ترسره كړل ،چې تراوسه يې دخلكو په ذهنونوكې ترخې خاطري پاتې دي.خو داهم د پام وړ ده ، چې په جګړه كې زيږيدلي تاوتريخوالۍ يوازې په پورتنيو مواردو پورې نه دى تړلى بكلې نور ډولونه  يې هم دي،چې جګړه ماريې ترسره كوي. د نړيوالي عفوي مسوله ميرمن ايرنه په دې باور ده ، چې د جګړې او كړكيچ پرمهال پر ښځو  د نارينه وو د ډارولو او ويرولو په خاطرتېرى كيږي او داسې يوه فضا رامنځته كوي، چې خلك خپل كورونه پريږدي او وتښتې د دې پيښې ژوندۍ تصوير د هوتوها او توتسي په جګړه كې ليدلاى شي ،چې په ۹۰ مه لسيزه كې ترسره شول هلته ښځو او ماشومانو په ډله ييزډول تيښته كوله څوځانونه د جګړه ماروله منګولو څخه لرې وساتي. كه څه هم دعفوه بين الملل نړيوال سازمان هڅه كړې ده ،چې د وسله والو نښتو په ترڅ كې د ښځو په وړاندې د وسله والو ګروپونو له جنايتونو څخه پرده پورته كړې ، خو دا په نړيوالو پورې ده، چې په دې برخه كې خپله مبارزه جدي كړي .

له بلې خوا په  زندانونو كې د شيرخوره ماشومانو لپاره كودكستان نشته دى او زنداني ښځې د وسله والو لخوا تېري لاندې راځي حتي محكمې هم په دې خبرې دي ،چې په ځينو زندانو كې پرښځو تېرى كېږي، د زنداني ښځو په سلوكې ۹۰ په بد اخلاقي تورنيږي.  جګړه ايز تاوتريخوالۍ د تاوتريخوالې بله نمونه ده ، چې پرښځو، ماشومانو، سپين ږيرو او ځوانانو اعماليږي دهېواد په جګړوكې موږ شاهد وو، چې د بشرحقوق نقض شول او پرخلكو ډول ډول ظلمونه وشول د يونسف او مديكا مونديال  په اند همدا اوس هم د دې ډول تاوتريخوالۍ لمن پرانستې ده ځاى ځاى پرښځو تيري كيږي ، كوچني ماشومان يا وژل كيږي اويا هم  د ناوړه استفادو لپاره كارول كيږي دعراق د ابو غريب د جيل بندياني په بې رحمانه ډول روحي او جسمي كړاوونه زغمي ، چې  په اوس وخت كې د جګړه ايز تاوتريخوالۍ يوه څرګنده نمونه ده. له دې سره چې په ځينو ځايونو كې جګړو پاى موندلى ،خو ښځې لاهم له دې ستونزوسره مخامخ دي، په هغو ښځو، چې تيرى شوى او بيا هغه ماشوم،  چې د دې تيريو په پايله كې زيږيدلي او هغه ميندي، چې جبرا ميندي شوي ، د دوى اروايي اوس هم ځوريږي او په ورځنې ژوند كې له راز راز كړاوونو سره مخ دي.

همدا چې د عامو وګړيو په كورنو بمباري ك ږي او په سلګونه تنه مري او په زرګونونورخپل كورونه پريږدي، څه ورته ويلاى دا ټول د هغه تاوتريخوالي په ډله كې راځي،چې د جګړه مارو ګروپونولخوا په عام ملت تپل كېږي او قربانيان يې معمولا عام وګړي وي او د بشرحقوقو نړيوالې ټولنې هم په دې اړوند خپل غږ نه باسي او چوپتيا يې غوره كړې ده.

ده تنه اسرائيلي سرتېري، چې د لبنان دخزب الله لخوا نېول كېږي، په وړاندې د لبنانيانو په زرګونه تنه وژل كېږي، خو په افغانستان كې چې د ائتلافي ځواكونو په هربريد كې په لسګونه تنه عام وګړي وژل كېږي ، څوك يې پوښتنه هم نه كوي ، نو اوس پوښته دا ده د بشري حقونودغه بنسټونه كه چيرې په دې موخه منځته راغلي وي،چې دخلكو د حقوقو د اعاده كولو په برخه كې فعاليت وكړي، بيا ولې په دې اړوند څه نه وايي او غلي ناست دي؟ د كتونكو په وينا د مسلحو ګروپونوله خوا په وګړيو تپيل شوى چلند د ټاوتريخوالي ترټولو بده بېلګه ده ، چې د افغانستان او نړۍ په تاريخ كې ورباندې په سلګونه پاڼې ډكې دي ،چې په لوستلويې سلګونه مثالونه د سړي په ذهن كې انځوريږي.