د کانونو، پانګونې او د صادراتي اقلامو
راپور/ لعل اقا شیرین
د کانونو، پانګونې او د صادراتي اقلامو په برخه کې لوی پرمختګونه
د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پایه ښايي ډېری بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او ډېر کم شمېر په هېواد کې پاتې شي. دغه موضوع سره له دې چې د افغانستان پر حالاتو اغېز لرلی، ځینې افغان سوداګر هم اندېښنمن کړي او وېرېږي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ښايي افغانستان د کورنیو جګړو ښکار شي او د دوی پانګې له منځه ولاړې شي. پر دې سربیره په تېرو څو میاشتو کې چې د افغان دولت او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیک پر سر ناندرۍ راپورته شوي، پرله پسې داسې راپورونه خپرېږي چې په هېواد کې د ناوړه اقتصادي حالت څرګندويي کوي، خو نوي شواهد، موندنې او په یو شمېر رسنیو کې د خپرو شویو راپورونو له ارزولو ښکاري چې افغانستان د ناوړه اقتصادي پر لور نه، بلکې کرار کرار د بسیاینې او خودکفایۍ پر لور روان دی. دغې بسیاینې ته د رسېدو په برخه کې د کانونو عواید، د پانګونې د کچې لوړېدل او د صادراتو پراختیا اساسي فکتورونه ګڼل کېږي.