راپور/ لعل اقا شیرین

 

 

د کانونو، پانګونې او د صادراتي اقلامو په برخه کې لوی پرمختګونه

د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پایه ښايي ډېری بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او ډېر کم شمېر په هېواد کې پاتې شي. دغه موضوع سره له دې چې د افغانستان پر حالاتو اغېز لرلی، ځینې افغان سوداګر هم اندېښنمن کړي او وېرېږي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ښايي افغانستان د کورنیو جګړو ښکار شي او د دوی پانګې له منځه ولاړې شي.  پر دې سربیره په تېرو څو میاشتو کې چې د افغان دولت او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیک پر سر ناندرۍ راپورته شوي، پرله پسې داسې راپورونه خپرېږي چې په هېواد کې د ناوړه اقتصادي حالت څرګندويي کوي، خو نوي شواهد، موندنې او په یو شمېر رسنیو کې د خپرو شویو راپورونو له ارزولو ښکاري چې افغانستان د ناوړه اقتصادي پر لور نه، بلکې کرار کرار د بسیاینې او خودکفایۍ پر لور روان دی. دغې بسیاینې ته د رسېدو په برخه کې د کانونو عواید، د پانګونې د کچې لوړېدل او د صادراتو پراختیا اساسي فکتورونه ګڼل کېږي.

د کلید ګروپ موندنې ښيي چې افغانستان د تولیدي اقلامو د صادراتو په کچه کې چې د افغانستان اقتصاد ورپورې تړلی دی، سږکال لږ تر لږ ۴۰ په سلو کې زیاتوالی راغلی. د صنایعو د پراختیا ادارې مسوول میرزمان پوپل وايي چې سږکال افغانستان د غالیو د تولید، د وچې او تازه مېوې، د حیواني محصولاتو، طبي نباتاتو، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو په صادراتو کې زیاتوالی تجربه کړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې افغانستان د تېر کال ( ۱۳۹۱) په دوو لومړیو ربعو کې ۱۳۹ ملیونه ډالره صادرات لرل حال دا چې د روان ۱۳۹۲ کال په لومړیو دوو ربعو کې دا کچه ۲۱۰ ملیونه ډالرو ته لوړه شوې ده.

د پوپل د معلوماتو له مخې افغانستان د تېر لمریز کال په دوو ربعو کې د تازه مېوې ۲۰ زره ټنه صادرات لرل، خو دا کچه د ۱۳۹۲ لمریز کال په دوو ربعو کې تر ۳۸ زره ټنو زیاته ده، هغه وايي: (( همدارنګه د سبزیو په صادراتو کې ۹۰ په سلو کې زیاتوالی راغلی، د تېر کال په دوو ربعو کې ۱۵ زره ټنه صادرات وو او د سږکال په دوو ربعو کې ۱۰۴ زره ټنه کېږي. د حبوباتو کچه هم ۸۰ فیصده زیاته شوې ده.))

 

  د غالۍ د اسکار جایزه او د صادراتو پراختیا                 

غالۍ په خپل وار د افغانستان له مهمو تولیداتو او صادراتو ګڼل کېږي او سلګونه زره افغانان له همدې لارې د خپلې کورنۍ نفقه برابروي، خو نړیوالو بازارونو ته نه لاسرسى، د پروسس، وینځلو او قیچي کارۍ په برخه کې د امکاناتو نشتوالى د دې سبب شوى چې د افغاني غالیو د خرڅلاو او تولید بازار په تېرو څو کلونو کې کال په کار سوړ شي.

د سوداګرۍ خونو د ارقامو له مخې، افغانستان په ۱۳۸۷ کال د غالیو ۵ ملیون متر مربع صادرات لرل. دا کچه کال په کال  تر۱۳۹۱ کاله پورې ۴۰۰ زره متر مربع راښکته شوه. مګر په ۱۳۹۲ که یې بیرته زیاتوالی وموند.

د صنایعو د پراختیا ادارې مسوول میرزمان پوپل وايي چې د ۱۳۹۱ لمریز کال په نسبت د غالیو د صادراتو په کچه کې زیاتوالی راغلی.

د پوپل په وینا د ۱۳۹۱په ټول کال کې افغانستان ۴۰۰ زره متر مربع غالۍ د ۲۰ ملیونه ډالرو په ارزښت صادرات لرل، خو د سږکال ( ۱۳۹۲) په دو لومړیو ربعو کې د غالیو د صادراتو کچه د ۲۰ ملیونه ډالرو په ارزښت ده. پوپل وايي چې دا نیم په نیمه تفاوت ښيي او دا هیله راژوندۍ کوي چې کرار کرار به د غالیو صادرات بیرته زیات شي.

دا هیله مندي په داسې حال کې ده چې کابو دوه اوونۍ وړاندې افغان غاليو د دوهم ځل لپاره د المان په نړيوال نندارتون کې د اتيا هېوادونو په منځ كې د اسکار نړيواله جايزه هم وګټله.

تنوير شركت د خپل توليد لومړی لاس شپږ غالۍ په دوو كټه ګوريو کې چې ځوان ډيزاينران او محصل ډيزاينران په کې وو، د المان په موټکس نړيوال نندارتون کې نندارې ته اېښې وې چې دوې غالۍ يې د غاليو صنعت د اسکار جايزې ګټونکې وپېژندل شوې.
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د صادراتو د پراختيا رئيسې نجلا حبيب يار په وينا، د المان په ياد نړيوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوې افغاني غالۍ چې عالي رنګ او کيفيت يې درلود، د دغه نندارتون نړيوالې سيالۍ ته غوره شوې وې.

دا سيالۍ هر کال د اتيا هېوادونو تر منځ د موتکس په نوم د المان په هامبورک ښار کې جوړېږي او د پاکستان، ترکيې، ايران، چين، هند او ځينو نورو لوېديځو او د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه په کې ګډون کوي. افغان غاليو د ١٣٨٧ کال په ورته نندارتون کې هم چې په المان کې جوړ شوى و، لومړى مقام خپل کړی و.

خو د صادراتي اقلامو د صادراتو په برخه کې د ټولو پرمختګونو باوجود د سوداګرۍ خونې رئیس ښاغلی قربان حقجو د موجوده ارقامو په اړه شک لري، ځکه په خبره یې اوس هم یوه اندازه قیمتي ډبرې او ساختماني مواد په ناقانونه توګه پاکستان ته ځي: (( د ځنګلونو لویه برخه هم په ناقانونه توګه پرې او قاچاق کېږي.)) ښاغلی حقجو همداراز وايي چې افغانستان هر کال د ۲ ملیارده ډالرو په ارزښت نشه يي توکي تولیدوي، خو په خبره یې دا په صادراتو کې نه شمېرل کېږي: (( که چېرې دا ټول د صادراتو په ډله کې حساب شي، د هېواد د صادراتو کچه به له اوسني رقم خورا ډېره او لوړه وي.))

 

د صادراتو کمېدل

په داسې حال کې چې ځینې کارپوهان د صادراتو د زیاتوالي ترڅنګ د وارداتو د کچې راښکته کېدل په فال نیک نیسي، خو ځینې نور بیا دا د هېواد په زیان بولي. په دې وروستیو کې د سوداګرۍ خونې ادارې نیوکه درلوده چې له پاکستان سره د افغانستان سوداګري راکمه شوې ده. د دغه اتاق غړو د دغه کمښت علت، د نړیوالو مرستو راکمېدل، د بې روزګارۍ پراختیا، د فساد زیاتوالی او په نړیواله کچه د افغان دولت ضد و نقیض سیاستونه د نړۍ په سطحه په ګوته کول.

د سوداګرۍ خونې مرستیال جانجان الکوزي ویلي: ((افغانستان په ۲۰۱۲ میلادي د ۲.۵ ملیارد ډالرو په اندازه له پاکستان سره تجارتي راکړه ورکړه درلوده. خو دا کچه په ۲۰۱۳ میلادي کال کې ۵۰۰ ملیونه ډالرو ته راښکته شوې ده.))

د الکوزي د استدلال له مخې که چېرې ناامني او نورې ستونزې دوام وکړي، احتمال لري چې په روان ۲۰۱۴ میلادي کال کې دا کچه نوره هم ښکته شي.

خو د سوداګرۍ وزارت چارواکي بیا وايي چې د هېوادونو ترمنځ سوداګري شرایطو ته په پام بدلون مومي. د سوداګرۍ وزارت ویاند وحیدالله غازي خیل وايي: (( دا د اندېښنې وړ موضوع نه ده.)) د هغه په خبره داسې قوانین باید تر لاس لاندې ونیول شي چې له مخې یې صنعتي، کرنیزې او د معادنو پروژې تقویه شي: (( دا ټولې پروژې د استخدام ضمانت کوي، همدا به د کورنۍ او بهرنۍ پانګې د راجلبولو سبب شي.))

د سوداګرۍ خونو رئیس قربان حقجو بیا وايي چې د سږکال په لومړیو دریو میاشتو کې د تېر کال د دریو میاشتو په نسبت د وارداتو په سطحه کې ۶ فیصده کمښت راغلی. نوموړي ویلي: (( د تېر کال (۱۳۹۱) په دریو میاشتو کې د ۹۸۰ ملیونه ډالرو په ارزښت واردات لرل، حال دا چې سږکال په درېیو میاشتو کې ۸۶۰ ملیونو ته راکم شوي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې د وارداتو د کمېدو په برخه کې دوه دلایل دخیل وو، عمده دلیل یې د موټرو او غیر ضروري وارداتو په سطحه کې کمښت دی. د دې ترڅنګ چې د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې نوي بازارونه هم خلاص شوي دي. په دې کې نقش درلود.

 

کانونه؛ اساسي زیربنا

د تولیدي اقلامو د صادراتو د پراختیا ترڅنګ د کانونو استخراج هغه زیربنا ده چې دولت یې د عوایدو د لوړېدو هڅې کوي. د کانونو او پټرولیم وزارت هیله من دی چې تر ۱۵ میلادي کاله پورې، د کانونو د عوایدو کچه په کلني معیار څلور ملیارده ډالرو ته لوړه کړي.

د دغه وزارت په باور د کانونو د عوایدو زیاتوالی د ۲۰۱۴ میلادي کال په پای کې چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي، د تمویل یوه لویه سرچینه ده.

دا وزارت وايي چې سږ کال د بغلان ولایت د کانونو عواید یو ملیارد او څه باندې اته سوه ملیونه افغانۍ دي، حال دا چې تېرکال دا اندازه یو ملیارد او شاوخوا پنځه سوه ملیونه افغانۍ وه. د دې وزارت چارواکي وایي، دا عواید د هېواد په ځینو شمالي ولایتونو کې د لاجوردو، ابرک، بیروجو او د ډبرو سکرو په کېندلو کې زیات شوي دي.

د دې وزارت ویاند رفیع صدیقي ویلي، د کانونو د کېندلو لپاره د دوی پلانونه په ښه توګه عملي کېږي او هیله ده چې په راتلونکو کلونو کې د هېواد د کانونو کېندل لا منظم او عواید یې نور هم زیات شي: ((هیله ده په لږه موده کې د ټولو کانونو د عوایدو ارزیابي بشپړه شي. د بدخشان د کانونو په عوایدو کې ۳۰ فیصده زیاتوالی راغلی، هیله ده د افغانستان د کانونو عواید د هېواد په راتلونکې کې د ثبات له راوستلو سره مرسته وکړي."

د بدخشان ولایت د کانونو مسوولین وایي، په دې ولایت کې د کانونو د عوایدو د زیاتوالي سبب، تر یوه حده د خپل سرو کېندو مخنیوی او د کان کېدونکو د ظرفیتونو لوړول دي. د دې ولایت د کادستر امر انجنیرعتیق الله ویلي: (( تېر کال مو عواید ۲۵ ملیونه او خوشبختانه سږکال مو عواید څه باندې ۳۱ ملیونه افغانۍ شو او دا هم د لاجوردو، یخک، ابرک، بیروجو، لعل او نورو په برخه کې."

د قیمتي ډبرو پر کانونو سربیره په شمالي ولایتونو کې د ډبرو سکرو کانونه هم د دولت یوه مهمه عایداتي منبع شمېرل کېږي. افغان چارواکي وایي، د دې کانونو ساحه په بغلان، تخار او سمنګان ولایتونو کې خوره ده چې د ډبرو د سکرو د کانونو ځینې برخې یې خصوصي سکټور ته هم ورکړل شوې. د بغلان ولایت د کانونو رئیس انجنیر عبدالخالق وايي، د دې ولایت د کانونو په عوایدو کې هم زیاتوالی راغلی دی: (( د دوه نوي یم کال عواید مو یو ملیارد و ۸۲۶ ملیونه، اته لکه او ۸۸ زره او ۸۱۸ افغانۍ دي. حال دا چې د تېر کال عواید مو یو ملیارد و، ۴۷۹ ملیونه، شپږ لکه او ۳۱۴۷۳ زره افغانۍ و. په دې حساب په عوایدو کې څه باندې ۲۳ فیصده ښه والی راغلی.))

د کانونو او پترولیم وزارت وایي، د افغانستان په "۱۴۰۰"ساحو کې د مختلفو موادو د کانونو موجودیت اټکل شوی دی.

د لوګرولایت د مس عینک کان د کېندلو تړون په ۲۰۰۷ میلادي کال له یوې چينایي کمپنۍ سره وشو او ټاکل شوې وه چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې یي د کېندلو چارې پیل شي، خو لیدل کېږي چې په دې برخه کې عمل نه دی شوی. همدارنګه د موافقې له مخې یوه هندي کمپنۍ مکلفه شوې وه چې د بامیانو ولایت د حاجي ګک د وسپنۍ کان د کېندلو لپاره لس ملیارده ډالره پانګه ولګوي، خو په دې برخه کې هم کوم اقدام نه دی شوی.

د کانونو او پترولیم وزارت وایي، د تړونونو په چارو کې ستونزې اوارېدونکې دي، خو په ځینو سیمو کې ناامنیو دغه چارې ټکنۍ کړې دي.

ډېری ځمك پېژندونكي په دې باور دي، چې د كانونو او ترځمكې لاندې د موجودو زيرمو په استخراج سره به په راتلونكو پنځو شپږو كلونو كې افغانستان د خپلو كورنيو لګښتونو له اړخه د نړيوالې ټولنې مرستو ته اړ نه وي او ښايي تر ۲۰۲۵ میلادي کاله پورې د افغانستان نیمايي اقتصاد د کانونو عواید جوړ کړي.

د افغان او بهرنیو متخصصینو د معلوماتو له مخې د افغانستان کشف شوي کانونه د درېیو تریلیونو ډالرو ارزښت لري.

 

۸ ملیارد ډالره پانګونه

د پانګې اچونې د ملاتړ ادارې (ایسا) د معلوماتو له مخې تر اوسه په افغانستان کې ټول ټال ۳۰۰۰ لویو او کوچنيو، کورنيو او بهرنيو شرکتونه په بېلابېلو برخو کې  ۸.۵۱۸.۸۶۴.۳۲۰ ډالره پانګونه کړې او شاوخوا ۸۰۹.۹۵۰ تنو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې له دې سره سره چې په ۲۰۱۴ کال کې، د بهرنیو ځواکونو د وتلو اوازې ګرمې شوي او د یو شمېر پانګوالو د وتلو په اړه راپورونه خپاره شوي، بیا هم د ۲۰۱۲ میلادي کال تر پایه چې د ۲۰۱۳ میلادي کال پیل دی، تر ۶۳۹ ملیونه ډالرو ډېره پانګونه په افغانستان کې شوې ده.

له ۶۳۹ ملیونه ډالرو پانګونې ۵۷۷ ملیونه ۵۵۳ زره ۶۳ ډالره د کورنیو شرکتونو او پاتې ۶۱ ملیونه، ۹۱۷ زره او ۶۶۱ ډالره یې د خارجي شرکتونو پانګونه ده.

د پانګونې د ملاتړ ادارې مشر وفي الله افتخار د پورتنیو معلوماتو د تایید ترڅنګ ویلي چې په افغانستان کې ډېره پانګونه د خدماتو په برخه کې شوې ده: (( یعنې ۴۸ په سلو كې د خدماتو په برخه کې پانګونه ده چې ساختمان، مخابرات، هوايي او لوژیستيکي شرکتونه او بانکونه په کې شاملېږي.))

د نوموړي د ارقامو له مخې په تېرو يوولسو کلونو کې په هېواد کې ټول ټال تر ۸ مليارده، ۵۱۸ مليونه، ۸۶۴ زره، ۳۲۰ ډالره پانګونه شوې چې ۶ مليارده ۳۷۱ مليونه، ۷۵۱ زره ۹۶۸ ډالره يې د کورنيو پانګوالو او پاتې ۲ مليارده، ۱۴۷ مليونه، ۱۱۲ زره، ۳۵۲ ډالره يې بهرنيو پانګوالو کړې ده.

د مخابراتو وزارت چارواکو د ۲۰۱۳ میلادي کال په جون کې د مخابراتو د نړيوالې ورځې په لمانځغونډه کې وویل چې په دغه سکټور کې یو ملیارد او ۸۰۰ ملیونه ډالره پانګونه شوې ده.

د ایسا مشر وفي الله افتخار دغه راز ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰ داسې پانګوال موجود دي چې چې د پانګونې کچه یې تر ۱۰۰ ملیونه ډالرو پورې رسي.

دا په داسې حال کې ده چې کلید ګروپ د ۲۰۱۳ میلادي کال په اوږدو کې د یوه بل راپور په ترڅ کې وموندله چې سل نور شرکتونه به هم په افغانستان کې پانګونه وکړي. د دغې پانګونې علت د افغان حکومت له لوري کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته د ځینو امتیازونو ځانګړي کېدل ښودل شوي. په دغو امتیازونو کې، له هغو کمپنیو څخه چې په راتلونکو دوو کلونو په افغانستان کې پانګونه کوي، د لسو کلونو لپاره لږه مالیه اخستل کېږي او د دې تر څنګ به ځینې نور امتیازونه، لکه وړیا ځمکه هم ورکړل شي. دغه راز باید ووایو چې دا امتیازونه  یوازې بهرنیو پانګوالو ته نه، بلکې کورنیو پانګوونکو ته هم په نظر کې ونیول شي.

 

سرچینې

افغان زریزه ویب پاڼه/  http://www.afghanzariza.com

ازادي راډیو/  http://www.azadiradio.org

پژواک خبري اژانس/  http://www.pajhwok.com

مرسل اوونیزه او کلید ویب پاڼه/ http://www.tkg.af