تحليلي رپوټ: د كړكېچ د پيل نوې اندېښنه
ليكوال: لعل اقا شيرين
د كړكېچ د پيل نوې اند ېښنه
په دې وروستيوكې له ايران څخه د مهاجرو د په زور ايستلو لړۍ دا زمينه برابره كړه، چې د افغانستان ولسي جرګه سمدلاسه د كابينې د دوو غړو د وزيرانو د استيضاح مساله راپورته او له دغې مسالې سره ډېر بېړنى چلند وكړي.
د افغانستان د اساسي قانون د ٩٢ مادې له مخې ولسي جرگه کولاى شي، د کابينې غړي استيضاح او له هغوى څخه ورکړل شوي صلاحيتونه بېرته واخلي.
ولسي جرګې د اساسي قانون د همدغې مادې پر بنسټ د كډوالو او بهرنيو د چارو وزيران لومړى استيضاح او بيا وروسته سلب اعتماد كړل.
د ولسي جرګې له خوا د ډاكټر رنګين دادفر سپنتا په اړه د سلب اعتماد رايې د ولسمشر كرزي پر ګډون د يو شمېر سياسي كړيو غبرګون راوپاراوه ا و دا پوښتنه يې مطرح كړه، چې ايا رښتيا هم د افغانستان د بهرنيو چارو وزير په خپلو كارونو كې پاتې راغلى وو او كه څنګه؟
كه څه هم، چې د وزيرانو د اجرااتو د ازرونې مساله زموږ د بحث له وسه وتلې خبره ده، خو دومره بايد وويل شي، چې د وچو له زوره بايد لامده نه واى سوځول شوي. كه چېرې د كډوالو د چارو وزارت كړنو ته وكتل شي تر يوې كچې د ولسي جرګې هڅې او د استيضاح مساله ځكه پرځاى بريښي، چې رښتيا هم دغه وزارت هومره، چې اړتيا وه د راستانه شويو كډوالو لپاره څه نه و كړي.
خو جمهور رئيس كرزي له سپنتا څخه د ولسي جرګې د استيضاح چاره له شك او ابهامه ډكه وبلله او له سترې محكمې څخه يې وغوښتل، چې د ولسي جرګې له خوا د ترسره شوې استيضاح او سپتنا ته د نه باور رايې د وركړې د ابهاماتو په اړه څرګند نظر وركړي.
په هغه خبرپاڼه كې، چې د جمهور رئيس دفتر خپره كړې وه، د كډوالو د چارو د وزير په اړه پكې د ولسي جرګې كړنه په ځاى ګڼل شوې وه، خو د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير په اړوند يې دوې پوښتنې مطرح كړې وې.
يو دا، چې د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير استيضاح په داسې حال كې، چې د نوموړي له كاري چاپېريال سره نېغ په نيغه اړيكي نه لري، د منلو وړ ده او كه نه؟
بل دا چې له وزيرانو څخه په لنډه موده كې د دوه ځلي اسيتضاح په اړه د اساسي قانون څرګندتيا څنګه ده؟
داهغه پوښتنې وې، چې جمهور رئيس كرزي د سترې محكمې په وړاندې ايښې وې، چې په اړه يې څرګند وضاحت وكړي.
جمهور رئيس كرزي هماغه وخت اعلان وكړ، چې د سترې محكمې د ځواب د څرګنديدو ترمهاله به سپنتا د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير په توګه خپله دنده پرمخ وړي، خو د ولسي جرګې رئيس يونس قانوني څرګنده كړې وه، چې سپنتا په ولسي جرګه كې د نه باور رايه اخيستې ده او نشي كولاى د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير په توګه دنده ترسره كړي.
په دغه زماني واټن كې، چې د مقننه او اجرائيه قوې تر منځ د سپنتا د نه باور رايې په اړه ناندرې روانې وې.
په پاكستان كې د اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو كنفرانس په لاره واچول شو، خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزير پكې د پورتنيو شخړو له امله ګډون ونه كړاى شو او دا څرګنده نه شوه، چې افغانستان څه له لاسه وركړل.
دغه وخت له يوې خوا له ايران څخه د كډوالو د ايستلو لړۍ زور واخيست او له بل اړخه د پاكستان له خوا په اريوب ځاځيو كې پر افغان امنيتي پوستو بريد وشو او ان داسې څرګندونې وشوې، چې ګواكې پاكستانى پوځ درې كيلومټره له ډيورنډ كرښې هم دېخوا را اوښتى دى، خو بېرته په شا وتمبول شو.
تردې وروسته په دې نن او پرون كې د شمال پېښې رادمخه شوي، ګڼ شمېر كسان پكې ووژل شول، د جنرال دوستم پلويانو د شبرغان د والي د ګوښه كېدو غوښتنه وكړه.