خبر: بريټانوي سرتيري وايي، چې ايران طالبانو ته د چورلكې ضد توغندي وركړي
په افغانستان كې مېشت برتانوي سرتېري وايي، چې طالبان په خپلو بريدونو كې له ايراني وسلو څخه كار اخلي.
د برتاني يوې نوموتي ورځپاڼې (ټيلګراف) د افغانستان په سهيل كې د يوې برتانوي نظامي سرچينې له قوله خبر وركړى، چې ايران په افغانستان كې له طالب جنګياليو سره،د سلګونو چورلكو ضد او د لري واټن ويشتونكي توغنديو مرسته كوي.
خبر زياتوي ،چې د چورلكو ضد دغه ډول توغندى ډېر خطرناك اوهغو چورلكوته ستر كواښ دى، چې د شپږو زرو برنانوي سرتېرو اكمالاتي چاري پرمخ بيايي.
دخبر له مخې طالبان ددغو توغنديو په كارولو كې خورا مهارت لري،چې يو يې په هلمند كې پريوې امريكايي(اف ۱۸) ډوله جنګي چورلكې باندې توغولى هم دى .
ايران تردې وړاندې دامريكايي چارواكو له لورې هم له طالبانو سره په نظامي مرستو تورن شوى و، خو ايراني چارواكي دغه تورونه بې ځايه گڼي.
+ نوشته شده در جمعه چهارم خرداد ۱۳۸۶ ساعت 8:44 توسط لعل اقا شيرين
|