د مس عينك پروژه پيليدونكې ده
د مس عينك پروژه پيليدونكې ده
ژورنالست: لعل اقا شیرین
د چينايي ((MCC)) كمپنۍ مرستيال وايي، چې د امنيتي ستونزو باوجود به د لوګر د عينكو د مسو کان د استخراج پروژه پلې شي. په سيمه كې د ماينونو او نورو وسله والو ټوپكوالو ګواښونه، هغه عوامل دي، چې د مس عينك د پروژې كارونه ځنډولى شي. د ((MCC)) چينايي كمپنۍ مرستيال وون وايي، چې دوى د لوګر په امنيتي حالاتو سخت اندېښمن دي او دا کار د دوى په فعاليتونو ناوړه اغيزه كوي. وون وايي، چې د امنيتي ستونزو باوجود به د لوګر ولايت د مس عينك کان د استخراج پروژه عملي شي، هغه وويل: (( کوم کار، چې موږ سږ کال پيل کړى، تر دېرشو کلونو به دوام ورکړو.)) د كارپوهانو په وينا که ياده شوې پروژه عملي شي، نو له ګڼو لارو به افغانستان ته ګټه ورسيږي. تحليګران په دې عقيده دي، چې امنيت لاهم د يوه ګواښونكي فكتور په توګه ځينې پروژې له ځنډ او خنډ سره مخ كولاى شي. وون چې تازه افغانستان ته راغلى د لوګر له دولتي چارواکو او خلکو غوښتنه وکړه، چې د دوى د کمپنۍ او سيمې د امنيت د خونديتوب لپاره، کار وکړي. حكومت د مس عينك كان د امنيت د ټينګښت لپاره ۱۵۰۰ تنه پوليس د لوګر ولايت له مركز څخه تر معدنه پورې ځاى پرځاى كړي. د لوګر د والي وياند دين محمد درويش: (( درې امنيتي كمربندونه جوړ شوي اويو ۳۷۰ كسيز امنيتي بيز( قطعه)، چې د همدغه كان ګاردان دي، په سيمه كې موجود دي.)) د چينايي كمپنۍ انجينران دا شكايت هم لري، چې په سيمه كې د ماينونو شتون هم د دوى د پروژې چارې ځنډولي دي. خو د كانونو وزير وايي، چې د مس عينك د سيمې يوه برخه له ماينونو په بشپړه پاكه شوې او په بله برخه يې كار روان دى. دين محمد درويش وايي: ((اندېښنې اتيا فيصده رفع شوې دي.)) د ماين پاکۍ د دفتر (UNMACA) مسوول ډاکټر محمد حيدر رضا وايي هڅه كوي، چې د Compact د تړون له مخې د ٢٠١١ ميلادي کال د مارچ تر مياشتې پورې ٧٠ په سلو کې ماين لرونکې سيمې پاکې شي.