د مس عينك پروژه پيليدونكې ده
د مس عينك پروژه پيليدونكې ده
ژورنالست: لعل اقا شیرین
د دولتي مسولينو د معلوماتو له مخې درې كاله وروسته د مس عينك د معدن د استخراج اصلي پروژه پيل كېږي او ترهغه مخته به د تجسس، فني انجنيرۍ او مطالعي روان وي.
په پام كې ده، چې چينايي ام سي سي كپمنۍ به په راتلوونكو دريو كلونو كې د مس عينك د كان ساختماني چارې، برمه كارۍ او د رهايشي خونو جوړول بشپړ او د درېيم كال په پاى كې به د مسو په استخراج لاس پورې كړي.
د لوګر د والي وياند دين محمد درويش وايي، چې د معدن د استخراج اصلي پروژه به درې كاله وروسته پيل شي.
په راروانو دريو كلونو كې به د مس عينك په سيمه كې د معدن د كارګرانو او امنيتي ساتونكو او د هغوى د كورنيو لپاره د استوګنې ښارګوټى، روغتونونه، كلينيكونه، ښوونځي او سړكونه هم جوړ شي.
دا كان د روسانو په وخت كې د پلټنو او تحقيقاتو په هدف ۱۵۰ ځايه برمه شوى دى.
حاضر په مس عينك كې ۷۵ تنه چينايي انجينران، متخصصين او كان پېژندونكي د پلټنې، مطالعې او برمه كارۍ چارې مخته وړي، چې د روسانو د وخت پلټنې يعقيني او د مسو اندازه كچ كړي، درويش وايي: (( د ۸۳ مليونه امريكايي ډالرو په ارزښت سامان الات او برمې پيرل شوي، چې تقريبا ۲۵۰۰ متره حفريات كولاى شي.))
په افغانستان كې ترسره شوې سروي ښيي، چې د هېواد ډيرى كانونه لاهم يا ناموندلې پاتې دې او يا يې د پلټلو چارې سوكه سوكه پرمخ درومي.
د انرژۍ او كانونو په چارو كې د جمهوري رياست ستر سلاكار عبدالرحمن اشرف وايي، چې د لوګر د مس عينك معدن په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ كلونو كې د كاناډا په تورنتو كې په هغو نندارتونونو كې، چې BGS (( د انګلستان د جيولوجۍ اداره )) او AGS (( د افغانستان د جيولوجۍ اداره)) له خوا جوړ شوي وو، نړيوالو ته وپيژندل شو.
درې مليارده پانګونه
كارپوهان پردې باور دي، چې د مس عينك د كان په استخراج به د هېواد له اقتصادي ودې سره زياته مرسته وشي.
رپوټونه كارږي، چې هركال له دغې لارې ۴۰۰ مليونه ډالره د افغانستان بودجي ته لېږدول كېداى شي.
چينايي شركت به پر دغه كان كې شاوخوا 2.8 مليارډه ډالره پانګونه وكړي.
چين د ( MCC) كمپنۍ پرمټ دا كان تر راتلونكې ۳۰ كلونو پورې په اجاره نيولى دى.
ويل كېږي، چې د كار په لومړني پيل سره به شاوخوا ۳ زره تنو ته كاري زمينه برابره شي، چې په وروستيو پړاوونو كې به دا شمېره ترشلو زرو واوړي.
چارواكي وايي، چې د دغه كان په استخراج سره به په كلني معيار ۲۰۰ زره ټنه مس پروسس او بهر ته صادر شي.
په پام كې ده، چې دا شركت به له افغانستان څخه د مسو د انتقال لپاره له حيرتانو نيولې تركابل او تورخمه پورې پر رېل پټلى او د برېښنا پر۴۰۰ ميګاواټه پروژې هم پانګونه كوي، چې ۲۰۰ ميګاواټه به يې افغان دولت وپيري.
د قرارداد پرمهال، دا هم ويل شوي، چې د مسو د ويلي كولو ټولې چارې به د افغانستان په دننه كې ترسره كېږي.
اشرف وايي، چې په دې كارسره به نورې كمپنۍ هم راشي او خلكو ته به يې زياته ګټه ورسي.
د افغانستان د كانونو شمېره ۱۴۰۰ اټكل شوې.
درغلي
په داسې حال كې، چې د كانونو وزير د رغنيزو چارو، شګو او د مرمرو د ډبرو د استخراج په برخه كې له سلو تر۱۵۰ پورې له شويو قراردادونو يادونه كوي، كارپوهان او منتقدين د كانونو په برخه كې د قراردادونو پرشفافيت سخت شكمن دي.
د ولسي جرګې د اقتصادي كميسيون غړى سلطان اورنګ وايي، چې په دې لړ كې يو كار هم شفاف او پاك نه دى. : (( اكثر قرارداد هايي كه در ان يك طرف برنده اعلان ميشود، ګپ هاي بسياري دارد و چنانچه لازم است سرمايه ګذاري درست نمي شود...))
دوى باورمن دي، چې ډېرى پروژې له پيله له تقلب سره ملې وې او د لوګر ولايت د عينكو د مسو د كان په راكړه وركړه كې ټګماري شوې ده.
قزاق مس كمپنى، چې د مس عينك په داوطلبۍ كې ګډون درلود په قرارداد كې د درغلۍ او ټګمارۍ په اړه هماغه وخت په ملي ارمان، ويسا او ځينو نورو رسنيو كې بشپړ جدولونه خپاره كړل.
د خپرو شويو جدولونو له مخې په افغانستان كې د قزاقستان بشپړه پانګه اچونه۵۵۴\ ۶ مليارده ډالره ښودل شوې وه، چې د چين د پانګونې په پرتله دوه نيم چنده زياتوالۍ په كې ترسترګو كېده.
خو دولتي چارواكي د قزاق مس كمپنۍ دا ادعا په كللكه ردوي وايي، چې په قرارداد كې هېڅ درغلي نه ده شوې، عبدالرحمن اشرف: (( قزاق مس غوښتل، چې د غني كولو تر پړاوه مخته ولاړشي او د ويلي كولو چارې په قزاقستان كې ترسره كړي او چينايان د مسو د پروسس ټولې چارې په افغانستان كې ترسره كوي، قزاق مس د كاغذ يوه پاڼه ډكه كړې وه، چې دا درسته نه ده.))
د كانونو وزير ابراهم عادل وايي، چې د چينايي كمپنۍ د برياليتوب د اعلان پرېكړه دغه وزارت په خپلسري توګه نه ده كړې، بلكې دغه پرېكړه د افغانستان دولت كړېده ،:(( د قزاق مس كمپنۍ وړانديز نه يوازې د افغانستان د خلكو په ګټه نه و، بلكې دغې كمپنۍ هغه محرميت ته، چې د كانونو وزارت او د قرارداد كوونكې كمپنۍ ترمنځ شته وي، هم زيان اړولى.))
څارونكي وايي، چې خصوصي سكتور ته د تصديو او كانونو د وركولو د پروسې د څرنګوالي د ارزونې لپاره د كانونو وزارت او د وزيرانو د شورا دوه جدي فلترونه موجود دي، چې د احتمالي درغليو مخنيوى كوي.
د اقتصادي چارو كارپوه آذرخش حافظي كليد ته ويلي: (( كه د دغو مرحلو په طى كولو سره د مس عينك په قرارداد كې تقلب شوى وي، په افغانستان كې پانګې اچونې ته صدمه رسوي.))
رپوټونه كاږي، چې په ۲۰۰۵ ميلادي كال كې له نړيوال بانك څخه د مس عينك د قرارداد او داوطلبى د بشپړاوي او شفافيت د رامنځته كېدو په خاطر د يو مليون ډالرو غوښتنه، منظور شوې وه. اشرف وويل: (( د استخراج لپاره د ۷ بهرنيو شركتونو ترمنځ سيالي وشوه او چينايي كمپنۍ بريالۍ شوه.))
دغو شركتونو د امريكا، اسټراليا، كاناډا، روسيې، چين ، هند او قزاقستان په هېوادونو پورې اړه درلوده.
چينايي كمپنۍ د تضمين په ډول د افغانستان دولت ته، اته سوه مليونه ډالره سپارلې دي.
د مس عينك نور فلزات څوك وړي؟
د مس عينك په اړه شواهد ښي، چې پرمسو سربيره په مليونونو ټنه نور فلزات هم په دغه سيمه كې موجود دي، خو دولت يې په اړه تردې مهاله څه نه و ويلي.
دا منتقدين اندېښنه لري، چې د دغه كان په قرارداد كې پرنورې ټګۍ برګۍ سربيره د كان د نورو فلزاتو په اړه جدي فكر نه دى شوى او په پاى كې به تالا والا شي. خو دولتي مقامات دا خبره نه مني.
څېړنې ښي، چې په دغه كان كې سپين زر، نكل او نورفلزات هم په پريمانۍ سره موندل كېږي. احمد سعيدي په يوه ليكنه كې د يوه انجينرله خولې داسې كښلي : (( در این ساحه به مقدار پانزده ملیون تن غیر از مس فلزات دیگر وجود دارد.))
دولتي چارواكي مني، چې د مسو ترڅنګ يوه اندازه زياته طلا او نور فلزات هم موندل كېږي، خو د دوى په وينا د مس عينك د كان د سرو زرو كچه خورا ښكته ده، عبدالرحمن اشرف وويل: (( په قرارداد كې مو راوړي دي، بل هرفلزچې پيدا كېږي، مراقبت كېږي.))
د منتقدينو په خبره د مس عينك په كان كې د نورو فلزاتو خبره ځكه ګونګه غوندې پرېښودل شوې، چې اختلاس اودرغلۍ ته په كې لار پرانيستې وې.
عبدالرحمن وايي، چې په دې اړه د ويلو لپاره هېڅ هم نه لري، خو هيله لري، چې داسې به نه وي، (( تا جائيكه وزير معادن را ميشناسم، يك شخصي هستند كه بر سر اين بسياردقت ميكنند، اما از خوردو ريزه راهيچكس، شما مي بينيد كه درافغانستان، زيادتر برايتان هيچ چيز ندارم كه بګويم. كدام سندي پيش مه نيست، خدا كند كه نباشد.))
د چارواكو په وينا مس عينك حاضر حال ۱۱ مليونه ټنه مس لري، چې په پراختيا او استخراج به يې دغه كچه ۲۰ مليونه ټنو ته لوړه شي.
دا كان په ۱۹۷۴ كې د روسانو او افغان ځمك پيژندونكو له لوري موندل شوى او په دوو مركزي او غربي برخو ويشل كېږي.
ويل كېږي، چې پرمس عينك سربيره د جوهر او بند په سيمو كې د مسو د شتون اټكل هم شته. وزير وايي: (( په مركزي برخه كې ۵ مليونه ټنه مس له نږدې ۲۴۰ مليونه ټنه ډبرې څخه استخراجيږي او د جوهر او بند له سيمو څخه شاوخوا ۲ مليونه ټنه مس استخراجېدلى شي.))
د ملكيتونو غصبيدل
د رپوټونو له مخې لاهم په لوګر كې د قيمټي ډبرو او كانونو كېندل، پير او پلور په ناقانونه توګه جريان لري او دولت وايي، چې د دغې پروسې د كنټرول لپاره ډېر څه كوي.
د كان كيندونكو له ډلې څخه يو تن، چې خالد نومېږي له بي بي سي سره ويلي څوك، چې د كانونو په استخراج لاس پورې كوي، كانونه د سيمه ييزو اوسيدونكو په مرسته مومي او د امنيت ټينګېدل يې سيمه ييزو قوماندانو ته سپاري.
منتقدين وايي، چې د لوګر ولايت د مس عينك، كافر كوټ، خواجه احمد، داودخيل، خرپيچ كوتل، سجاوند او د علي ملنګ او خروار ولسوالۍ په سيمو كې خپل سرې كېندنې كېږي.
د لوګرولايت د اطلاعاتو او كلتور رئيس له پژواك سره په يوه مركه كې سربېره پر دې، چې د سيمې اوسېدونكي په پيښه كې ښكيل بللي، ويلي: " يو شمېر امنيتي مسوولين هم په دغه كار كې لاس لري. ))
يو شمېر منتقدين او بې غرضه خلك پردې باور دي كه له قاچاقچيانو سره د دوى مرسته نه وي، هغوى نه شي كولاى، چې په اسودګۍ سره داسې كارونه وكړي.
د دوى په وينا د دې لپاره، چې ترلاسه شوي مواد د كانونو د وزارت له لوري ضبط نه شي پوليسو ته پيسي وركوي.
د لوګر ولايت د كلنګار د سيمې يو تن اوسيدونكى وايي، چې د داسې پېښو ترشا د دولتي زورواكانو لاس وي، (( كه داسې نه وي د ټولنې عادي افراد نه شي كولاى، چې په داسې حركاتو لاس پورې كړي.))
نږدې دوه نيمې مياشتې مخكې درې تنه په دې شك ونيول شول، چې د مس عينك په سيمه كې يې غيرقانوني كيندنې او قاچاق كول، درويش وويل: (( خو وروسته وانمود شوه، چې دوى په خپله دنده كې غفلت كړى و.))
د لوګر ولايت اوسيدونكي عبدالفتاح، چې نه يې غوښتل دنده او وظيفه يې برملا شي وويل: (( ترهغه، چې دا كسان ترملاتړ لاندې وي، دا پروسه به جريان لري او د ډېرو ملكيتونو د غصبيدلو شاهدان به و.))
بل خوا دولتي چارواكي وايي، چې تر يوه حده يې د كانونو د خودسره استخراج مخنيوى كړى. ابراهيم عادل ويلي: ((د ذغال سنګ تقربيا ۹۹ فيصده كانونه، د مرمرو د ډبرې، شګو( ماسه) او سمنټو ۷۰ فيصده او تيل او د ګازو زيرمې بشپړې تركنټرول لاندې دي.))
خو مني، چې په لوګر، پكتيا او پكتيكا كې د كروميټو د ناقانونه استخراج ستونزه لري.
د مس عينك د لرغونو اثارو لوټ
د لوګرولايت مسوولين وايي، چې د عينكو سيمه تربشپړ امنيتي پوښښ لاندې راغلې او چاته د غيرقانوني كيندنو اجازه نه وركول كېږي. دين محمد درويش: (( ځينو دلالانو د شپې له تيارې څخه په استفادې غيرقانوني كېندنې كولې.))
مس عينك د كابل په ۴۵ كليومټرۍ كې د لوګر ولايت په شمال كې موقعيت لري او پرسربيره پكې د زياتو تاريخي اثارو د شتون خبرې هم كېږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، چې د مس عينك د كان په شاوخوا كې ځينې لرغوني اثار موجود دي او يوشمېر كسان يې د لوټلو تابيا كوي.
د كانونو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ترمنځ يو تړون لاسليك شوى، چې د دغه كان تراستفادې مخكې په هغو ځايونه كې، چې د تاريخي اثارو شتون په كې احساسييږي ترپوښښِ لاندې ونيول شي او د ساتنې لپاره يې ځانګړى ټيم هلته وګومارل شي. درويش وويل: (( پرېكړه وشوه، چې چينايي كمپنۍ به هغه سيمې، چې هلته د تاريخي اثارو د شتون څرك لګيږي په اغزن سيمانو باندې احاطه كړي)).
خو په په خروار ولسوالۍ كې د لرغونو اثارو د لوټلو او سپړلوويره متصوره بولي.
ابراهيم عادل ډاډ وركوي، چې دا اثار څوك نه شي لوټلى: (( په سيمه كې زموږ كسان دي او څوك دا اثار نه شي بې ځايه كولاى.))
د لوګر پخواني والي مرحوم والي عبدالله وردګ په يوه ځانګړې مركه كې له كليد سره داسې ويلي وو، چې خلك له بې وزلۍ له كبله په دا ډول كېندنو لاس پورې كوي.
خود موجوده شواهدو او قراينو له مخې ويل كېږي، چې د يوشمېر كانونو ناقانونه سوداګري د قاچاقبرو لاسونو ته لوېدلې او له دې لارې ډېر عايد ترګوتو كوي.
د موجوده قوانينو له مخې دښتې، غرونه ،كانونه او لرغونې اثار د دولت له ملكيتونو شمېرل كېږي او هېڅوك دا حق نه لري، چې په خپلسرې توګه له دغو منابعو څخه ناوړه استفاده وكړي.
عبدالرحمن اشرف وايي، چې نن سبا د قانون خاوندان يو او هغه څوك، چې دا كارونه كوي بايد تر كنټرول لاندې راوستل شي،(( به وقت جهاد معلومدار مجاهدين ما از يك راهي امرار معاش ميكردند.))
ډېرى پر دې باور دي، چې د افغانستان ديرش كلنو جګړه دا زمينه برابره كړې، چې د هېواد كانونه په ځينو ولايتونو كې يا د سيمه ييزو قوماندانو او يا هم د سيمه ييزو واكمانو له لوري په ناقانونه توګه وكيندل شي.
۱۳۸۸ کال د کلید ۳۷۱مه ګڼه