د ملکي مرګ ژوبلې

لعل اقا شیرین

د ملکي مرګ ژوبلې

 مخنیوی ښه خبر، خو پوځي

 مرګ ژوبله هم د زغم نه ده

د ملکي وګړو مرګ ژوبله، چې ډېری مهال د نړیوالو ځواکونو په هوايي بمباریو، د طالبانو په ځانمرګي بریدونو او د سړک د غاړې په چاودنو او د ښکېلو غاړو په مخامخ جګړه او سنګر نیونو کې رامنځته کیږي، د کمېدو په حال کې ده.

د کورنیو چارو وزارت د زمري په درېیمه وویل، چې په تېره یوه اوونۍ کې د دوی د سروې او معلوماتو له مخې د ملکي وګړو مرګ ژوبله راکمه شوې، خو بر عکس دا مني، چې له طالبانو سره د پولیسو په بېلابېلو نښتو او پوځي عملیاتو کې شاوخوا ۲۰۰ تنه طالب جنګیالي او تر څلوېښتو ډېر پولیس سرتېري وژل شوي دي.

که څه هم، چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله له حساسیت څخه ډکه او دردونکې مساله ده او له دې کبله په وار وار د افغان دولتي چارواکو او نړیوالو ځواکونو ترمنځ هم ناندرې او لانجې راپورته شوې دي او د همدغو فشارونو کې په نتیجه کې د ناټو ځواکونو په هوايي بمباریو او د شپې په تلاشیو کې کمی هم راغی، خو په جګړه کې د پوځي افراو او آن هغو طالبانو وژنه، چې افغانان دي د مکث وړ ده  او د افغانستان د خلکو لپاره ښه خبر او زیری نه دی.

افغان کارپوهان پر دې عقیده دي، ترهغه چې په افغانستان کې جګړه جریان ولري او بېلابېل لوري د یوه او بل وړاندې د ټوپکو شپېلۍ راګرځوي نه یوازې دا چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله نه شي بندېدلی، بلکې د افغان دولت د پوځیانو، بهرنیو ځواکونو او طالبانو وژنه به هم ورځ تربلې پراختیا ومومي او ډېرې کورنۍ به د وېر او ماتم په تغر کیني.

د ملکي تلفاتو د کمښت په اړه پرون د امریکا د اقتصادي څېړنو په یوه رپوټ کې چې په تېرو ۱۵ میاشتو کې یې د ۴۰۰۰ تنو ملکي وګړو له وژلو یادونه کړې وه راغلي وو، چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په برخه کې په افغانستان کې د تېر امریکايي جنرال مک کریستل هڅې، چې اوس یې د هغه هېواد له پوځه هم استعفا ورکړې، د دې لامل شوې وې، چې د مخالفانو په بریدونو کې هم کموالی راشي، ځکه یو شمېر هغه کلیوال به هم د طالبانو لیکو ته ننوتل، چې د خپلو خپلوانو له مرګ ژوبلې متاثره کېدل، خو اوس دا کمښت د دی سبب شوی وسله وال مخالفان هم راکمزوري شي، خو دا به دا معنی ونه ښندي، چې ګواکې جګړه د پای پر لور ګام اخلي، ځکه ولیدل شول، چې په سږني کال کې د هېواد په کورنیو جګړو کې لا اقل ۴۰۰ بهرني سرتېري هم وژل شوي دي.

که څه هم د دغې ادارې راپور په ټوله کې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو خبره هم کوي، مګر بیا هم لیدل کیږي، چې د نظامیانو مرګ ژوبله په خپل حال پاتې ده او همدا پرون د برګ مټال ولسوالۍ د سقوط په اړه په خپاره شویو راپوټونو کې راغلي وو، چې د پولیسو او طالبانو په جګړه کې ۱۵ تنه پولیس ټپیان شوي، شپږویشت طالبان او شاوخوا شپږ پولیس وژل شوي دي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند ښاغلي زمري بشري پرون د دغه وزارت د اوونیز راپور د تشریح کولو پرمهال، چې د هغه په ترڅ کې یې په تېره یوه اوونۍ كې د تروريستي شبكو د شاوخوا لسو تنو د نیولو او ۵۷۰ کیلو ګرامه نشه يي توکو د کشف او موندنې خبر ورکاوه  دا ډاډ ورکړ، چې د پوليسو د ځواك د كيفیت لوړولو ته يې نوي پلانونه ترتيب كړي، چې د هغو په عملي کېدلو سره به د هېواد په تېره بیا د ښارونو  په امنیتي وضعیت کې بدلون راشي او د افغان دولت د مخالفانو د حملو مخنیوی به وشي.

 خو ښکاري چې دا د افغانستان د امنیتي وضعیت د په پښو کولو لپاره د حل اساسي لاره نه ده، ځکه ښاغلي بشري ویلي دي، چې د ښارونو په شاوخوا کې به امنیتي کمربندونه ټینګ کړي، چې په دې کار سره به د ښارونو په شاوخوا کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې وشي او پوځي تلفات به پرخپل ځای پاتې وي.

افغان کارپوهان پردې عقیده دي، چې د جګړې د بندښت لپاره دې ډېرې هڅې او په دې منځ کې دې په افغانستان کې مېشتې ټولې سیاسي کړۍ، جریانونه او نړیواله ټولنه د ولسمشر کرزي د سولې د خبرو ترو له پروګرام څخه په کلکه ملاتړ وکړي اوهېواد دې د یوې پاېیدونکې سولې پر لور رهي کاندي دي.

په دې ترڅ کې افغانان له نړیوالې ټولنې په تېره بیا له امریکا څخه دا هیله هم لري، چې په شدت سره دې د پاکستان د ای ایس ای له ادارې سره چلند وشي او هغه دې مجبوره کړای شي، چې د طالبانو له تجهیزه او وسله وال کولو لاس پرسرشي او د افغانستان په خیر کې دې خپل خیر ولټوي او که له هغه پرته هڅې پر کوم بل لوري او کومې بلې موخې ته د رسېدو لپاره ځانګړې شي دا هیله نه شي کېدای شي، چې پوځي او ناپوځي اخ او ډب دې پای ومومي او ډېرې نورې میندې دې بوري نه شي.

 

پاکستان د مداریانو لوبه کوي

لعل اقا شیرین

 

پاکستان د مداریانو لوبه کوي

د افغانستان خاوره زموږ پرضد کاریږي

د هغه سفر په ترڅ کې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته درلود له خپل کوربه پاکستاني سيال سره د نورو مواردو ترڅنګ دواړو اړخونو له ترورېزم سره د شرېکې مبارزې پر اړتیا هم ټینګار وکړ او وویل شول چې د افغانستان او پاکستان خاوره به د یوه او بل په وړاندې نه کاریږي.

د دغې ناستې په دوام غربي رسنیو خبر وکړي، چې د پاکستان د پوځي استخباراتو مشر احمد شجاع پاشا کابل ته رارسیدلی او پرافغان دولت د حقاني شبکې د تپلو هڅه کوي، خو ښايي د شجا پاشا راتګ هم د پاکستان پرضد د افغانستان د خاورې له کارېدو او د استعمال له مسئلې سره بې ارتباطه نه وي. ځکه تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ښاغلي فقیري د یوه ټلویزیون له لارې پاکستاني مقاماتو ته دا ډاډ ورکړ، چې د افغانستان خاوره به هېڅکله د پاکستان پرضد ونه کارول شي  او دا هغه څرګند حقیقت دی او ټوله نړۍ پرې پوهیږي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد هېڅ وخت نه ده کارول شوې مګر په هغه صورت کې چې د افغان دولت د چارواکو دا ډاډینې د راتلونکې لپاره د هغه وخت د شرایطو لپاره وي، چې افغانستان په سیمه ییزو سیالیو کې د رقابت کولو جوګه شوی وي.

ادامه نوشته

لنډه كيسه

 

 

ليكوال: جواد فاضل> ژباړه: لعل اقا شيرين

لومړۍ برخه

نجما

نيمه شپه وه، په شپېني تورتم كې له ځايه راپاڅېد، چې خپل بار او بستره وتړي او ځان لږ راسمبال كړي، څو په شپږو بجو په هوايي ميدان كې د پرواز لپاره تيار وي. شل ورځې د مخه يې د امريكې له سفارت څخه ويزه هم اخيستې وه او همدا پرون يې ټكټ هم كړى و، نو ده ته د غوټې او بيك له تړلو پرته بل كار نه وو پاتې، فقط دومره يې بايد كړي وايي، چې ميدان ته تللى واى او په الوتكه كې ناست واى.

له خداى او هغه پرته، نور هېڅوك نه پوهېدل، چې هغه څه كوي؟ او ولې له خپله كوره او ملكه تښتي؟ اود خيال مرغه يې كوم لورته الوت كوي او څه مقصد لري؟

پلار يې حاجي ... و، داسې يو حاجي.... چې ترجګړې په مخكې كلونو كې خورا شتمن و او ان مليونر و، خو ترجګړو وروسته يې دا مليونونه هستي په مليارډونو بدله شو، مګر همدا ايكي يو زوى يې درلود. د هغه لپاره يې د جليل نوم ټاكلى و.

حاجي په خپله نه ختمېدونكې شتمنۍ د جليل لپاره هومره زحمتونه وګالل، چې په پاى كې يې زوى د ودانيزو چارو انجنير شو. او دا انجنير جليل د حاجي.... زوى دى، چې اوس نيمه شپه له خوبه راپورته شوى، تخت ته يې شا اړولې، څو د خپل سفر بندوبست وكړي او له خپل بوډا پلار او هيله مندې مور له سترګو پناه شي او په يوه بله نړۍ كې پښه كېږدي.

بيك يې وتاړه او چپنه يې له كوټبنده راكوزه كړه او د بيك پر سر يې كېښوده او بيا يې سګريټ ولګاوه او د كړكۍ ترشا ودرېد، څو د شپې له ښكلا څخه د تهران په شپېني تورتم كې خوند واخلي او د وروستي ځل لپاره د خپل كور، كلى او ماحول له سترګو تېر كړي.

دا كړكۍ جنوب ته خلاصېده او ترهغه، چې سترګو كاركاوه لرې لرې كلي، بلډنګونه او ماڼۍ په نظر راتلې، خو د دغه ساختماني انجنير سترګې د كوڅې په پاى كې، په كوڅو او پس كوڅو كې په يوې وړې حويلۍ پسې سرګردانه وې.

په نيمه شپه كې ستورو هم په ډېره بې حيايئ سترګكونه وهل او زړه راښكونكې منظره يې جوړه كړې وه. څراغونو هم د شپې د پيل له مهاله ډېره روښنايي پاشله.

هلكى، چې د ساختماني چارو انجنير و، ترموږ او تاسې يې په آسانۍ كولاى شول، چې خپل نظرونه په تپه تياره كې هم نورهم مخته وځغلوي او خپل زړه هغې كاه ګلي كوډلې ته، چېرته چې د هغه آرام ځاى و، ورسوي، هغه كوم ځاى و؟

***

مور مې وايي، چې زه به مې له خورزې پرته بله كومه نجلۍ د ناوې په توګه كورته رانه ولم او پلارمې همدا خبره كوي. د پلار او مورمې شهلا خوښيږي، ځكه هغه خورا شتمنه ده، خو رښتينې دا ده، چې هغه ډېره ښه نجلۍ هم ده. زما د خاله لور، چې سږكال ژمى له دولسم ټولګي فارغيږي، څه ناڅه ښكلې هم ده، زده كړه يې كړې، باتربيه او مينه ناكه ده، ډېره نجيبه او پاك لمنې ده، خو زما په درد نه خوري، ځكه زه زړه نه لرم، چې هغې ته يې ډالۍ كړم. نو آيا دا ګناه نه ده، چې يوه ښكلې نجلۍ، چې هم شتمنه ده، هم ښلكې، هم دولسم پاسه، هم مينه ناكه ده، زما لپاره خپله ځواني خاورې او اېرې كړي! زما لپاره، چې ورسره مينه نه لرم، يعنې نه شم كولاى، چې ورسره مينه وكړم او دا زما مجبوري ده او دا لويه ګناه ده، چې هغه زما په تمه شپې سبا كړي، زه ډېر ګناهګاريم او نور نو زما اوږې هومره مزبوتې نه دي، چې د دغې ګناه پېټى هم يوسي. له كله چې په ځان پوهېدلى يم، هوسباز، لوچك او شهوتران پاتې شوى يم. كه بدرنګه وم، خو ښه لباس، وروستي ماډل موټر او بې حسابه پيسو د ښكلو وړكو په كتار كې درولى وم او ماته يې لاره خلاصوله، چې په ښكلو جنكو او نجونو پسې ولوېږم او په زر او زور خپلې هيلې پوره كړم.

لپ و جپ مې جوړ و، نازمې چلېده او په يوه بازاركې هم بې مشتري نه پاتې كېدم، خو بايد ووايم، چې هېڅكله له بوټانو سره سيند ته نه ورګډېدم. ترهغه مې چې د مقابل لوري كشش نه مونده، څه مې نه كول، هسې نه چې خواري مې بې ځايه شي.

پلار او مورمې په دې خاطر، چې جليل ايكي يو دى، هلك دى او ځوان دى، ماته ميدان راكاوه او همداسې سرايله يې پرېښوى وم، چې لوبې او مزې وكړم او په عين حال كې زده كړه مې هم كوله. كه څه هم چې چندان ښه شاګرد نه وم، خو دومره بد هم نه وم. همدا چې پوهنتون ته ولاړم، د خاله د لور خبره مې راميدان ته شوه. مور مې هڅه كوله، چې شهلا راته سترګو سترګو ته كړي، خو په دې نه پوهېده، چې ما په دې تېرو څلورو پنځو كلونو كې دومره ښكلاوې او جمالونه ليدلي، چې شهلا ته مې هډو پام نه و.

ومې ويل، چې مورجانې له دغو خبرو تېره شه او پريږدئ، چې دا معصوم ماشوم، له هغه چا سره، چې مينه لري او هغه يې هم غواړي واده وكړي. زه او شهلا يو هم د بل په اړه فكر نه كوو او دا ښه نه ده، چې زموږ دواړو راتلونكې د ادابو او دودونو په قتلګاه كې قرباني كړئ. د خداى لپاره له دغه زاړه استبداده لاس واخلئ او اجازه راكړئ، چې د خلكو د خاله له لور سره واده وكړ او هغه هم د خلكو د خاله له زوى سره واده وكړي.

خو مورمې زما په خبرو كې راولوېده او نارې او سورې يې جوړې كړې، چې د دغې ځان غوښتنې سبب دې څه دى؟

دغه ښاغلي حاجي... او حجياڼۍ، چې د ځوانۍ له پيله خپل هلكى شپه او ورځ ازاد پرېښى، اوس غواړي، چې د هغه له خپلسرۍ او ځان غوښتنې انتقاد وكړي او تعجب كوي، چې دغه وړكي په كوم جرئت د خپلو مشرانو له فرمانه مخ اړولى؟

پلارمې چېغه كړه، چې نافرمانه زوى له مېراثه محروموم، خو ما مې د پلار په توراو برېښ وخندل او په بې پروايي مې خپل عيش او عشرت ته دوام وركړ. په .... لمريزكال مې زده كړې پاى ته ورسېدې او دا دروند پېټى مې له اوږو كوز شو. په زړه كې خوښ وم، چې د خاله لورمې لاهم سبق وايي او لاهم هغه وخت نه دى رارسېدلى، چې له ما سره غاړه شي. نو يو زه وم، يو مې موټر او بله مې نه ختمېدونكې ازادي وه، خو د وخت په تېرېدو مې احساس كړه، چې له دغې زندګۍ سخت ستړى شوى يم.

كه رښتيا راباندې وايي، دغو نازو نخرو، مكيزونو، رنګارنګ ويناوو، رنګ رنګ صفتونو او رنګ رنګ جمالونو او له تقليده ډكو موسكاوو مې زړه وهلى و او سخت ترې بېزاره شوى وم. د همدې لپاره مې له ځانه سره نقشه وايسته، چې نن د ښار د شمالي برخې پرځاى جنوب لور ته د موټر اشترنګ وڅرخووم. د ښارپه جنوبي برخو كې له ترو ټيكريو او چادرنمازونو پرته نور داسې څه نه ترسترګو كېدل، چې زما زړه پرې ښه شي او يوه شيبه پرې بوخت شم. مخته ولاړم، نورهم مخته شوم، ترهغه چې د ((سيمان)) په نوم پله ته ورسېدم، ومې كتل، چې دا صحرا د ښكار صحرا نه ده او له راګرځېدو پرته بله چاره نه لرم.

ښارته په راګرځېدو كې وم، چې سترګې مې په كارګرو نجونو ښخې شوې، چې د رخت جوړونې له يوې فابريكې څخه راوتې او پلې پر لاره رهي شوې. د ټولو چادرنمازونه پر سر وو، خو مخونه يې لوڅ وو.

د موټر په عقب ښېښه كې مې وروكتل او ناڅاپه مې سترګې په يوې ګل څېرې ولګېدې، چې څومره وسه مې وكړه، سترګې مې ترې وانه ړولى شوې. خداى شاهد دى، چې نجلۍ د ۱۶ او ۱۷ كلونو په منګ وه او داسې يوه ګل ته ورته وه، چې د وحشي ګياه په منځې كې راشين شوى وي.

اوباما، د افغانستان امنيت او ورسره ملې...

 

لعل اقاشيرين

اوباما، د افغانستان امنيت او ورسره ملې نورې ننګونې

 د امريكا لومړنى تورپوستى جمهور رئيس بارك اوباما به د جنورۍ په شلمه په سپينې ماڼۍ كې د خپلې لوړې مراسم  پرځاى او رسما به د امريكا د ولسمشر پرتوګه خپله دنده پيل كړي. اوباما تېره ورځ په يوه كنسرت كې برخه واخيسته او په امريكا كې يې موجود ستونزو ته اشاره وكړه او په ټينګار سره يې وويل، چې په دې ځل كې به هم امريكا پردغو ستونزو غلبه كوي.

اوباما داسې مهال په امريكا كې د قدرت واګي په لاس كې اخلي، چې په دغه هېواد كې شاوخوا دوه نيم مليونه تنه له بې روزګارۍ څخه سرټكوي او د كاترينا توپان شاوخوا ۵۰۰ مليارده ډالره خساره ور اړولې ده. د عراق، افغانستان، اېران ، منځني ختېځ  او د جنوبي اوستيا لانجې او جنجالونه بيا هغه ننګونې دي، چې دغه ولسمشر به د خپلې كاري دوري پرمهال ورسره لاس او ګريوان وي.

د بارك اوباما او د جمهوريت غوښتونكي ګوند د كانديد جان مكن ترمنځ د انتخاباتي كمپاين پرمهال هم  ډېرى بحثونه پراقتصادي مسئلو راڅرخېدل، ځكه  دغه هېواد له سخت مالي كړكيچ سره مخ دى  او اوباما هم له دغې مسئلې څخه انتخاباتي ګټه پورته كړه او بوش يې د امريكايي ولس په اذهانو كې د يوه زورواكي په څېره كې انځور او د هغه د ګوند د ناكاميدو لار يې هواره كړه.

ادامه نوشته

د جنسي تېرې مافيا مخ په پراخېدو ده

د جنسي تېرې مافيا مخ په پراخېدو ده

 

د انسان ضد نورو مافياو ترڅنګ له څه وخت راهيسې پر كوچنيو ماشومانو د جنسي تېرې او تجاوزاتو مافيا هم خورا پراخه شوې او پرحكومتي او قضايي ادارو يې د خلكو باور كم كړى دى.

په تر ټولو وروستي خبر كې جوته شوې ده، چې بيا هم په سرپل ولايت كې پر يوه ماشوم شپږو تنو جنسي تېرى كړى او څلور تنه عاملين يې د پوليسو له منګولو څخه تښتېدلي دي. تر دې وړاندې په باميانو كې د هغې نجلۍ خېټه په غوجل كې د نجلۍ د ورور له لورې څېرې شوه، چې د كوم ډريور له لورې پرې شپږ مياشتې مخكې جنسي تېرى شوى و او حامله وه.

ادامه نوشته

سل اففانۍ، امتياز كه تحقير

لعل اقا شيرين د كليد ۳۱۵مه ګڼه

 

سل اففانۍ، امتياز كه تحقير

 

د شهيدانو كورنۍ او يا هغه كسان، چې د تېرو تحميلې جګړو په پايله كې معلول او يا هم معيوب شويدي د افغاني ټولنې د پام وړ برخه جوړوي، خو په خواشينى او پراخې اندېښنې بايد ووايو، چې د طالبانو له راپرځېدو راوروسته، چې د جمهور رئيس كرزي حكومت منځته راغلى لاهم د ټولنې دا برخه له ډول ډول ستونزو سره  لاس او پنجې نرموې او سره له دې، چې د دوى د چارو د ترسرنې او اړتياوو د پوره كولو په برخه كې لسګونه بنسټونه جوړ شوي، خو تراوسه پورې كوم د پام وړ كار نه دى ترسره شوى.

ادامه نوشته

په افغانستان كې عدالت پر بې وسو تطبيقېږي

ليكوال: لعل اقا شيرين

 

په افغانستان كې عدالت پر بې وسو تطبيقېږي

 

په دې وروستيو كې په پرله پسې توګه افغان چارواكو په افغانستان كې د اعدام د لړۍ د جاري ساتلو پرموخه په وار وار څرګندونې كړې او وايي، چې دا لړۍ به د هېواد د قوانينو په رڼا كې همداسې جاري وي.دم ګړۍ  د افغانستان د قضايي سيستم  چارواکو نږدې سلو هغو كسانو ته د اعدام سزا اورولې، چې په بېلابېلو جرمونو پړه بلل شويدي

ادامه نوشته

ملي جبهه او له طالبانو سره د هغوى تماسونه

لعل اقا شيرين

 

ملي جبهه او له طالبانو سره د هغوى تماسونه

 

د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د لړۍ پردوام دا دى د افغانستان د ملي جبهې وياند ښاغلي سانچاركي منلې، چې  د دغې جبهې او طالبانو ترمنځ هم  پټې خبرې اترې اوتماسونه روان دي. د جبهې د وياند دا اعلان له هغه وروسته مطرح كېږي، چې څو ورځې  وړاندې  وسله والو طالبانوهم  له حكومت سره د خبرو اترو لپاره چمتوالى ښودلى و، خو ويلي و، چې ځينې دولتي كړۍ د دغو خبرواترو په وړاندې خنډ ګرځي.

 

ادامه نوشته

په افغانستان كې د ملكي وګړو په مرګ ژوبله ...

ليكوال لعل اقا شيرين

 

په افغانستان كې د ملكي وګړو په مرګ ژوبله كې څوك مسوول دي؟

 

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان كي مون  د مارچ په ۱۱مه د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته په خپل يوه تازه رپوټ كې په افغانستان كې د تاوتريخوالې د زياتېدو خبردارى وركړى  اووايي، چې په تېرميلادي كال كې اته زره تنه ملكي وګړي په افغانستان كې د نښتو په ترڅ كې وژل شويدي. دا په داسې حال كې ده، چې په سږني كال  د نږدې ۱۶۰۰طالبانو او له پنځوسوو پورته  د ملي اردو او ملي پوليسو د منسوبينو د وژل كيدلو رپوټونه هم راغلي دي، چې په ټوليزه كچه په كلني معيار لس زره تنه جوړوي

ادامه نوشته

هغه اردو، چې ټانګ، توپچي او هوايي ځواك ونه لري،

هغه اردو، چې ټانګ، توپچي او هوايي ځواك ونه لري، اصلا اردو نه ده

 

لعل اقا شيرين

 

د طالبانو له پرځيدو وروسته، چې د افغانستان د نوي سياست جوړښت لپاره په بن كې كومه غونډه وشوه، د هغې له مهمو ټكواو پرېكړو څخه يوه هم د افغانستان د ملي پوځ رغونه او جوړونه وه، چې پرې زيات بحثونه وشول او د افغانستان لپاره د ۷۰ زره كسيزې اردو په جوړولو سلا وشوه.خو نه يوازې په تېرو شپږو كلونو كې دغه شمېره بشپړه نه شوه، بلكې افغان دولت وار په وار پر دې باوري شو، چې افغانستان لږ ترلږه د يوې دوه سوه زره كسيزې اردو ته اړتيا لري.افغان دولت په تېرو شپږوكلونو كې د ملي پوځ د ۷۰ زره كسيزې شمېرې د بشپړاوې په موخه په داوطلب ډول د سربازانوجذبولو ته اوږه وركړه او د افغانستان د دفاع وزارت نوي څرګندونې ښيي، چې افغان دولت دم ګړۍ د ۶۰ زره كسيزې اردو څښتن دى، چې كراركرار به يې شمېره د ۱۳۸۷ كال تر وروستيو ۸۶ زره تنو ته ورسېږي. دغه شمېره كه څه هم، چې په اړينه كچه د افغانستان غوښتنې نه شي ځوابولى، خو تر پخواني اټكله، چې د بن په تړون كې شوى و، ښه برېښي.

ادامه نوشته

مولانا فضل الرحمن له سيكولرو سره ائتلاف كوي!؟

مولانا فضل الرحمن له سيكولرو سره ائتلاف كوي!؟

 

لعل اقا شيرين

د پاكستان له ټاكنو وروسته راروان بدلونونه ښيي ، چې د هغه هېواد ټولې ډلې ټپلې كه د ترهګرو ملاتړي دي اوكه په ترهګرېزو فعاليتونو لګيا دي اويا كه عملا په سركې د جګړې خيال لري، خو د خپل هېواد د ملي ګټو په وړاندې سره يوموتى او د يوه ټوليزائتلاف له لارې خپلو ستونزوته پاى وركولاى شي. كه چېرې په پاكستان كې د دغو ټاكنو پايلو ته ښه ځېرشو زموږ واكمنو او د دولت مخالفينوته يو ښه طلايي فرصت په لاس وركوي، چې له خپلو شخصي او تنظيمي ګټو واوړي او د ملي ګټو پابند پاتې شي.

ادامه نوشته

سوړ ژمى، قيمتي، قحطي او د دولت ستراتيژي!؟

 

 

سوړ ژمى، قيمتي، قحطي او د دولت ستراتيژي!؟

لعل اقا شيرين

 

د دولتي چارواكو او رسنيو په قول د وروستيو واورو او بارانونو د ورښت او سړې هوا له امله د هېواد په بېلابېلو ولايتونو او سيمو كې ګڼ شمېر خلك وژل شوي او يا ټپيان دي. د رسنيو په حواله د سړې هوا ترټولو زيات ځاني تلفات د هېواد په څلورو لويدېزو ولايتونو، هرات، بادغيس، غور او فراه كې رامنځته شوي، خو فارياب، سرپل، غزني، هلمند، كابل او پكتيا ولايتونه هم  خوندي نه دي پاتې شوي او خلكو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.

د يخ ژمي او ورښتونو له كبله نه يوازې هېواد د انساني تلفاتو له سترې فاجعې سره مخ شوى، بلكې د دولت د بې كفايتۍ او نه تدبير له امله د خوراكي او نورو اړينو توكو نرخونه هم په داسې بې ساري كچې لوړ شويدي، چې سارى يې په داسې څرګنده توګه تر اوسه نه دى ليدل شوى.
ادامه نوشته

افغانستان؛ تېر شپږ كلونه، لوړې او ژورې

افغانستان؛ تېر شپږ كلونه، لوړې او ژورې

 

لعل اقاشيرين

د بن له پرېكړې وروسته د ۱۳۸۰ لمرېزكال د جدي په لومړۍ نېټه په افغانستان كې سياسي وا ك موقتې ادارې ته ولېږدول شو او دا دى له هغې ورځې پوره شپږكاله تيرېږي. په دې شپږو كلونو كې حامد كرزي، د موقتې ادارۍ پر مشرۍ سربېره د انتقالي او انتخابي دورو مشري هم په غاړه درلوده، چې دا دى له انتخابي دورې څخه يې درې كاله كېږي. په دغو تېرو كلونو كې افغانستان سره له دې، چې له زيات بهرني ملاتړ څخه برخمن و، خو لكه څنګه چې اړينه وه، هغومره د دغه هيواد په امنيتي، سياسي او اقتصادي برخو كې ډېر د پام وړ پرمختګ نه دى رامنځته شوى.

ادامه نوشته

د افغاستان كانونه رڼه پانګه اچونه غواړي

ليكوال: لعل اقا شيرين

 

د افغاستان كانونه رڼه پانګه اچونه غواړي

 

د روان كال د لړم په ۳۰ مه رسنيو خبر وركړ، چې د لوګر ولايت د عينكو د مسو كان تر راتلونكو ۳۰ كلونو پورې د ( MCC ) په نوم يوې چينايي كمپنۍ ته وركړى شو. چين غواړي چې د( MCC) كمپنۍ پر مټ د لوګر ولايت د عينكو پر كان 2.8 مليارډه ډالره پانګونه وكړي. د كانونو وزارت چارواكي وايي، چې هركال له دغې لارې ۴۰۰ مليونه ډالره د افغانستان بودجې ته لېږدول كيداى شي.

ادامه نوشته

امنيتي كمپنۍ او بشري سرغړونې

 

ليكوال: لعل اقا شيرين

 

امنيتي كمپنۍ او بشري سرغړونې

 

له  تېرو څوكلونو راهيسې د افغانستان د كورنيو چارو وزارت په څنګ كې يو شمېر شخصي امنيتې كمپنۍ هم په فعاليت بوختې دي، چې خپله ځانګړې دنده پرمخ وړي. دغه كمپنۍ، چې په دې وروستيوكې د كورنيوچارو وزارت له خوا په يو شمېر سرغړونو او خپل سريو تورنې شوېدي، هغه پديده ګڼل كېږي، چې نه يوازې ډيرى هېواد وال ورسره د پام وړ بلدتيا نه لري، بلكې په افغانستان كې يې تر وړاندې سارى هم نه دى ليدل شوى او خلك ګومان كوي، چې دغه كمپنۍ د پوځي يونيفورم په پوښښ كې په جنايتونو، غلا او شوكو لاس پورې كوي او همدا لامل دى، چې د فعاليت او كړنو په اړه يې د خلكو په ذهنونو كې ډول ډول پوښتنې پيدا كېږي.

ادامه نوشته

سپينې خبرې عمل غواړي

 

لعل اقا شيرين

سپينې خبرې عمل غواړي

د لړم په ۲۱مه جمهور رئيس كرزي د كليو او پراختيا وزارت د سيمه ييزو شوراګانو استازو ته د غونډې پروخت يو لړ ترخو واقعيتونو ته اشاره وكړه او ويي ويل، چې يوشمېر جګپوړي دولتي چارواكي په لوړه كچه په اداري فساد او ځان پالنې اخته دي او د ځان لپاره يې په كورنيو او بهرنيو بانكو كې ډېرې پيسې ټولې كړيده، خو د خپل خوار او فقير ملت غمه نه خوري.

ادامه نوشته

د پاكستان بيړنۍ حالت، د اوړو پرلېږد بندويزونه

شيرين

د پاكستان بيړنۍ حالت، د اوړو پرلېږد بندويزونه او د افغان دولت بې تفاوتي

 

نږدې يوه مياشت وړاندې د ملګرو ملتونو يوه راپور ادعا وكړه، چې افغانستان سږكال د تېرو كلونو په پرتله د حاصلاتو دوه برابره توليدات لري او لرې نه ده، چې هېواد د بسياينې او خودكفايي پرلور پړاوونه ووهي. دا اعلان داسې شوى، چې تېركال د افغانستان په ۱۳ ولايتونوكې د غلو حاصل تراټكل له نيمايي زيات لږو او همدا لامل دى، چې افغانستان په كلنۍ كچه له ګاونډيو هېوادونو په تېره بيا پاكستان څخه د اوړو او نورو اړينو توكو په واردولو لاس پورې كوي، څو په هېواد كې دننه د غنمو كمښت پرې جبيره شي. كه څه هم چې افغانستان اساسا يو كرنيزهېواد دى او بايد له كرنيز اړخه يې د خودكفايي پر پلور چټ ګامونه اخيستى واى، خو د دولت جدي نه پاملرنې دغه لاره ډب كړېده.

ادامه نوشته

اقتصادي مافيا مخ پرځواكمنېدو ده

شیرین 

اقتصادي مافيا مخ پرځواكمنېدو ده

د افغانستان د دولت اوسنى ظرفيت دومره نه دى، چې  په  هېواد كې كورنۍ او بهرنۍ پانګې اچونې ته په اساسي ډول لار پرانيزي. له تروريزم سره مبارزه، د هېواد له پولو څخه ساتنه ، د نيشه يي توكو له منځه وړل، د رشوت پوپنا كول، د سالمو تجارتي محكمو نه موجوديت  او داسې نور په سلګونه عوامل دي، چې د هېواد اقتصادي وضعيت  يې له بېخه نړولى دى او اقتصادي مافيا ته يې د فعاليت اوخپل سرى زمينه برابره كړېده. د اقتصادي سياست پوهانو په باور د افغانستان اقتصاد هغه مهال ستونزمن شو، چې په اساسي قانون كې د ازاد بازار د منځته راتګ هڅې وشوې او  د هېواد د اقتصادي چارو د پرمخ بېولو په موخه  د ازاد بازار په ماركيټ اتكا وشوه. كه څه هم ، چې  په مستقيم ډول  د ازاد بازار له سيستم سره مخالف نه دى شوى او په اساسي قانون كې ځاى لري، خو ويل كېږي، چې په اوسنيو شرايطو كې، چې افغانستان تازه په تازه له ناورين څخه وتلى و، رهبري شوى  سيستم ورته ډېراغېزمن و. يو شمېر بيا داسې ګونګوسې راپورته كوي، چې ګواكې ازاد بازار د افغانستان پر حكومت  تحميل شوى دى او تحميلي بڼه لري، حال دا چې څوك ورسره موافق نه دي.  

ادامه نوشته

د ملكيتونو مافيا لا هم...

د ملكيتونو مافيا لا هم فعاله ده

ليكوال: لعل اقا شيرين

 

ولسي جرګې ايله اوس ومنله، چې د جرګې نږدې شلو تنو د خلكو په جايدادونو او ملكيتونو خېټه اچولې او د دندې پرمهال يې درغلۍ كړيدي.

 د ولسي جرګې د امتيازونو او د خونديتوب كميسيون د وينا له مخې ډېر ژر به دغه تورن كسان خلكو او محكمې ته ور وپېژندل شي. د دغه كميسيون مشر ګل پاچا مجيدي د جرګې له غړو غوښتې دي، چې د خپلو نسبتي دوسيو د سپيناوي لپاره دې محكمې ته ولاړ شي، خو دا د خواشينۍ ځاى دى، چې چا يې په خبره نه ده كړې
ادامه نوشته

شننه: په هر پړاو د پاكستان پرنيت د شكونو...

لعل اقا شيرين

 

په هر پړاو د پاكستان پر نيت د شكونو لمن پراخېږي

 

د افغانستان له لوري د امن جرګې د تياري كميسيون د دارالانشا مشر فاروق وردګ  د چنګاښ  په ۲۳ مه له بي بي سي سره په مركه كې ويلي دي ، چې كېداى شي د پاكستان د لال جومات  پيښي د امن جرګې مهال وېش وځنډوي. په پام كې وه، چې د افغانستان او پاكستان تر منځ  امن جرګه د روان ميلادي كال د اګست  مياشتې په پيل كې جوړه شوې واى، خو اوس ويل كېږي، چې پاكستاني لورى  يې د لال جومات  د پيشو په پلمه د ځنډولو هوډ لري.

پاكستان د امن جرګې د استراتيژې د مطرح كېدو له وخته بيا ترننه پورې د دغې جرګې د ځنډولو لپاره بېلابېلې پلمې كړي، حال دا چې افغان لوري  يې تل د داېرولو پلوى دى.

د افغانستان او پاكستان امن جرګې ته د تياري د كميسيونونو په دوهمه  ګډه ناسته كې، چې د ۱۳۸۶ لمريزكال د غويي په ۱۴ مه ترسره شوه  او د جرګې د جوړېدو د نېټې، تركيب او  د غړو د شمېر په اړه  پكې پرېكړې وشوې.

دا هيله مندي رامخته شوه، چې كه خداى كول د امن جرګه به  ډېر ژر په لاره واچول شي. هغه وخت د افغانستان ډاكټر فاروق وردګ د  كميسيونونو خبرې ښې ارزولې و، خو ډېرى كتونكو دا باور درلود، چې پاكستان به بيا بيا د دغې جرګې د داېرېدو پر وړاندې خنډونه جوړكړي.

قابو نهه مياشتې كېږي، چې د امن جرګې د جوړېدو خبرې كېږي، خو د پاكستان له لوري د كم توجهۍ له امله  هېڅوك هم  د دغې جرګې پر اغيزو پوره باور نه لري او د پاكستان نيت ته په شكمن نظر ګوري.

دم ګړۍ پوښتنه دا ده دغه جرګې، چې  اوس مهال ځنډېدلې ده  كه چېرې بريالى شي او پاكستان يې هم داېرېدو ليوالتيا وښايي  ايا دا پرېكړه به وكړي، چې له ټولو قبايلي سيمو څخه طالبان او القاعده وايستل شي او كه نه؟ او ايا په دې به سره سلا شي، چې نور به پاكستان د افغانستان په چارو كې لاسوهنه نه كوي او كه څنګه؟ او ايا دغه جرګه به د دواړو غاړو د علماوو او قومي مشرانو د وژنې غندنه وكړي او كه څنګه؟ او ايا دغه جرګه به د هغه ټولو روزنځايونو د بندولو غوښتنه وكړي، چې پكې د افغان دولت مخالفين روزل كېږي او كه څنګه؟ او ايا دغه جرګه به په رښتنې توګه د افغانستان او پاكستان دولتونو ترمنځ د تفاهم وسيله شي او كه نه؟

دا ټولې هغه پوښتنې دي، چې دم ساعت  هر اګاه ذهن مشغولوي، خو د مناسب ځواب موندل ورته ګران څه، چې كله كله ناشونې هم بريښي، ځكه چې د دغې جرګې پرپرېكړو عمل كول د اجرايي ضمانت غوښتنه كوي، په داسې حال كې چې نړيواله ټولنه هم پرپاكستان د فشار له راوړلو څخه ډډه كوي.

ادامه نوشته

د واليانو ناكامه كردار…

 

 

لعل اقا شيرين

 

د واليانو ناكامه كردار، مركزي حكومت كمزورى كوي

 

دا اوس اوس رسنيو ځينې داسې خبرونه خپاره كړېدي، چې حكومت د هېواد په كچه د دريو ولايتونو لوګر، كاپيسا او تخار واليان له دندې ګوښه كړل، يوې معتبري سرچني رسنيوته ويلي چې د لوګر د والي هاشمي او د كاپيسا د والي عبدالستار مراد په اړه د خلكوشكايتونه هم له دې امله پورته شوې وو، چې په خپلو اړوندو ولايتونوكې يې اداره كمزوري او په خپلو اړونده كارونو كې پاتې راغلي وو.

ډېره جالبه خودا ده، چې تردې يوه دوه ورځې  وړاندې په رسنيو كې داسې خبر راغلى و، چې  د كاپيسا والي عبدالستار مراد له نيوزويك  سره په مركه كې د جمهور رئيس كرزي پرحكومت دا نيوكه كړې وه، چې په افغانستان كې د قدرت خلا موجوده  او وسله وال طالبان او جنايتكارې  ډلې له دې تشې ګته پورته كوي. هغه دا هم ويلي  وو، چې مركزي حكومت په لرې  پرتو ولايتونو كې واليانو ته پوره واك  نه وركوي. هغه دا هم ويلي وو، چې د جمهور رئيس كرزي حكومت د امنيت په ټينګښت، د ملكي وګړو د مرګ ژوبلې او د اداري فساد د وركاوي په برخه كې  پاتې راغلى او د لرې پرتو ولايتونو او مركز ترمنځ  اړېكې نشته. په دې ځاى كې  يوه  پوښتنه خو دا ده، چې ولې ښاغلي مراد دغه خبرې تر دې  وړاندې نه كولې، چې لا له دندې نه وګوښه شوى؟ او بله پوښتنه دا ده، چې ده  په خپل اړوند ولايت كې، چې د حكومت د استازي په توګه ټاكل شوى تركومې كچې د امنيت په ټينګښت او د اداري فساد په وركاوي كې  رول لرلى، چې اوس د جمهور رئيس كرزي حكومت په دې ګرموي، چې د امنيت د ټينګښت، د ملكي وګړيو د مرګ ژوبلې او د اداري فساد په وركاوې كې پاتې راغلى؟

 څرګنده ده، چې واليان په ولايتونو كې د دولت د استازو پر توګه د دولتي ادارو او د امنيت د پياوړې كولو، بيارغوني او په ټوليزه توګه د خلكو د ستونزو د  اواري په برخه كې ستر رول لري، ځكه چې واليان د ولايتونو د اداري د تنظيم  په مشرتابه كې واقع دي او له ځانګړيو صلاحيتونو او اختياراتو څخه برخمن دي او مركزي حكومت هم په خپل وار سره د همدې واليانو له لارې كولاى شي خپله واكمني ټول هېواد ته وغځوي او سيمه ييز خېلواكې نظامونه ، چې په خپلسرې توګه منځته راغلي وي، له منځه يوسي. خو ايا دا خبره د پام وړ نه ده چې د اړوندو ولايتونو يو والي د دې پرځاى ، چې په دې برخه كې مبارزه وكړي او د حكومت واكمنۍ ته پراختيا وركړي ، اداري فساد  له منځه يوسي او په خپل اړوند ولايت كې امنيت ټينګ كړي، خو كله چې له دندې ګوښه شي بيا د زړه بړاس وباسي او له رسنيو سره په مركو كې حكومت پر بې كفايتۍ ګرموي، حال دا چې د حكومت د بې كفايتۍ پړه  پر همدوى پريوځي، ځكه چې همدا واليان دي، چې په ولايتونوكې د حكومت واكمني تمثيلوي.

كه چېرې سړى د افغانستان تيرې ماضي ته نظر واچوي  ليدل كېږي، چې له تيرو دريو لسيزو جګړو وروسته، چې د بې ساري ځانې تلفاتو ترڅنګ يې د هېواد اداري نظام  ړنګ او له بنسټه  ونړاوه  ، مركزي حكومت  هومره كمزورى شو، چې نور يې په پلازمينې كابل كې هم واكمنې نه چليدله ، ځاى ځاى سيمه ييز قدرتونه واك ته ورسيدل او هرڅه يې، چې زړه غوښتل هغه يې كول.

همدا ټكى و، چې په دې وروستۍ لسيزه كې د واليانو له صلاحيت پرته، نظامي كسانو او ځينې قومي مشرانو پر خلكو حكم چلولو او دولتي اداري يې په واك  كې  وي، چې په نتيجه كې يې افغانستان سره په څو حوزو وويشه او په هرې حوزه كې به بېلې  ډلې د مركزي حكومت له اجازي پرته واكمنې چلوله.

د طالبانو له سقوط وروسته، جمهور رئيس كرزي بيا ترننه پورې، ځاى ځاى  د مركزي حكومت د پياوړتيا په برخه كې زياتې هڅې كړي . جمهور رئيس كرزي د واليانو په  ادلون او بدلون  سره په وار دا غوښتې دې، چې  له دې لارې مركزي حكومت پياوړى او برعكس  د سيمه ييزو حاكمانو واكمنۍ ته د پاى ټكى كيږدي ، خو په خواشينۍ سره بايد وويل شي ، چې يو شمير واليان اوس هم د پخوا په څير خپلې شخصي او قومي ګټې تعقيبوي او په دې نه دې توانېدلې ، چې د خپلو اړوند ولايتونو په امنيتي، اقتصادي  او ټولنيز وضعيت  كې بدلون او ښه والى راولي.

ادامه نوشته

شننه: دايټاليا كنفرانس، فضائيه قوه او...

لعل اقا شيرين

 

 

دايټاليا كنفرانس، قضائيه قوه او څو وړاندېزونه

 كه چېرې د هېواد پېښليك ته ځېرشو، هغه وخت چې افغانستان  منظم دولتي سيستم نه درلود، قضايي چارې به په سيمو كې د قبايلي خانانو، د جومات د ملا امامانو او روحانيونو لخوا حل وفصل كيدې. په دې مانا، چې هغه وخت  نه سمه عدلي څارنه وه اونه هم  تورن ته د دفاع موقع وركول كېده. سيمه ييزو واكدارانو به د خانانو په اشاره د څو شاهدانو په استناد، حكمونه جاري كول، چې ددغې خپلسرۍ او خيلواكۍ څرګندې نښې نښانې مو په تېره لسزه كې په واروار تجربه او داسې فجايعي مو وليدي، چې ژبه يې  په ويلو او قلم يې پرليكلوشرمېږي.

د هېواد په قضايي سيستم كې  ترټولو ستره هڅه هغه وخت په لاره واچول شوه، چې په ۱۹۲۳ م كال د هېواد لومړنى اساسي قانون تصويب شو. دغه قانون د لومړي ځل لپاره قضايي اصول لكه د قاضي اړيكي، په محاكمو كې څرګندتيا، د دفاع حق او د محكمې د اجرااتو څرنګتيا ته قوت وركړ. دغه راز اساسي قانون د اصلاحييه محاكمو، ابتدائيه، مرافعه او د تميز د عالي مقام جوړولو ته لارپرانسته او يوه عالي محكمه يې د مهمودولتي قضاياوو د حل و فصل په خاطر رامنځته كړه، خو په خواشينۍ سره بايد وويل شي، چې د اغتشاش په دوره كې ، چې د امان الله شاه حكومت نسكور شو ورسره دغه سيستم هم ړنګ شو. د نادرشاه د حكومت په راتګ سره په ۱۹۳۱ كال كې نوى اساسي قانون طرحه شو، په دغه نظام كې قضايي اختيارات ترپوښتنې لاندې راغلل او پرهېواد د شاهي مطلقه نظام وزري وغوړيدي.  په افغانستان كې د لومړي ځل لپاره پرمختللى قضايي  سيستم د ۱۹۶۴ م كال د اساسي قانون له مخې وزيږيد. دغه قانون په قضايي  سيستم كې جدي بدلونونو ته لار هواره او د هغو كړنو، چې د انساني كرامت خلاف وي  ټغر ورټول كړو.  د۱۹۷۷ م كال د اساسي قانون پربنا، چې سردارمحمد داود خان جمهوري نظام ټينګ كړ، قضايي سيستم يې له حقوقي پلوه په خپلو پښو ودراوه ، دغه قانون پر تيرولاسته راوړنوسربيره د سترې محكمې، چې ۹ تنه غړي يې لرل، بنسټ كېښود. د دې قانون له مخې قاضيان د ستري محكمې د رئيس او جمهور رئيس په منظورى عزل او ياهم ټاكل كېدل.  د ببرک کارمل اساسي اصولو په ۱۹۸۰ م كال كې په تيرو قوانينو كې  د قضايي جوړښت په ساتلو سره ، د اتباعو د حقوقو مساله د قانون او محكمې پر  وړاندې مطرح كړه، د ببرك كارمل اساسي اصولو په قضايي جوړښت كې د نويو جوړو شويو او غيرضروري ارګانونو رامنځته كول د خپل سياسي رژيم په خوښه وړاندې كړل ، چې  د انقلابي محكمې ، ځانګړې انقلابي څارنوالۍ او د مسلح قوتونو د څارنوالۍ جوړېدل پكې شامل وو.  د ډاكټر نجيب الله اساسي قانون، چې د۱۹۸۷ م كال لويې جرګې تصويب كړ، قضايي سيستم يې د اتم فصل په (۱۰۷-۱۰۶) مادو كې  ځواكمن كړو، خو د ډاكټرنجيب د قضايي سيستم توپيرپه دې كې و،  چې نوموړي د اساسي قانون شورا تشكيل او د لسم فصل په (۱۲۷-۱۲۲) مادو كې يې تسجيل كړه. په دغه دوره كې  د قضايه قوې  د رهبرۍ په سطحه كې  ځينې تجربه لرونكي كسان په دندو وګمارل شول، چې پر حقوقي پوهې سربيره  د فقهي  موضوعاتو په  څيړلو كې  يې هم وړتيا لرله. دغه مهال د قضايي كدرونو د روزلو په خاطر په قضا كې د نويو شاملينو ځوانانو لپاره د ستاژ عملي او تيوريكي كورسونه هم دايريدل . خو د تنظيمي جګړو په ترڅ كې، قضايي سيستم بلكل ويجاړ اوله كاره ولويد، اختناق او وحشت پرهېواد واكمني پيل كړه، خلك  له محاكمې پرته د قوماندانانو او د امنيتي پوستو د مشرانو په امر په ګوليو ويشتل كيدل. دا وخت نه يوازې قانون شتون نه درلود، بلكي قضايي سيستم هم له منځه تللى و او ټول فعاليتونه د دولتي جوړښت د له منځه وړنې په برخه كې ځانګړي شوي وو. دغه لړۍ د تنظيمي جګړو له پيل راهيسې ډول ډول د طالبانو د واكمنيدو اوبيا د هغوى ترسقوط پورې دوام درلود.

د موقتي دورې په منځته راتګ سره  په قضايه قوه  كې څه ناڅه بهبود ترسترګو شو ، خو د محكمو وضعيت د تيرپه څير و. د بن په كنفرانس كې  ايټاليا د قضايه قوې  د رغون چارې په غاړه واخيستې او ژمنه وشوه، چې د هېواد قاضيان به په نړيوالو معيارونو روزي او ان په دې برخه كې يې په ميليونونو پيسې هم  ولګولې او يوشمير قاضيان يې وروزل، خو لكه څنګه، چې تمه وه دغو هڅو كومه اساسي نتيجه ورنه كړه او د تيرقاضي القضات فضل هادي شينواري  د دندې پرمهال  ډيرې ستونزې د هېواد په عدلي او قضايي ارګانونو كې ترسترګو كېدې، چې پايلې يې لا هم پرځاى دي او اوسنۍ  قاضي القضات ننګوني.

ادامه نوشته

مشرف په افغانستان كې د لاسوهنې.....

ليكوال: لعل اقا شيرين

 

مشرف په افغانستان كې د لاسوهنې بل ثبوت وړاندې كړ

 

ويسا ورځپاڼې دچنګاښ په ۶مه ګڼه كې د يوه خبر په ترڅ كې ليكلي، چې دپاكستان پوځي واكمن منلې ده، چې  يوشمېرجنګيالي له قبايلي سميوڅخه افغانستان ته د خرابكارۍ له پاره اوړي.د پاكستان پوځي واكمن جنرال مشر په پېښور كې د قبايلي مشرانو يوې ۲۰۰ كسيزې غونډې سره دا منلې ده، چې يوشمېرجنګيالي له قبايلي سيمو نه افغانستان ته اوړي او هلته ورانكاري كوي.

مشرف په غونډه كې د وينا پرمهال دا هم ويلي، ترڅو چې په افغانستان كې سوله ټينګه نه وي او له قبايلي سيمونه په دغه هېواد كې لاسوهنه بنده نشي، ناټو او ائتلافي ځواكونه څوك په زور له افغانستان نه نشي اېستلاى. هغه پرقبايلو غږ وكړ، چې بهرني جنګيالي له خپلو سيمونه نه وباسي او په امن ګډه جرګه كې ښه رول ولوبوي، چې په افغانستان او سيمه كې له يوې سياسي لارې سوله ټينګه شي. هغه داهم وويل كه چېرې په افغانستان او سيمه كې سوله راشي او ترهګري وركه شي ناټو او ائتلافي ځواكونه به پخپله له افغانستان نه ووځي.

مشرف پردې هم اعتراف وكړ، چې په قبايلي سيموكې چينايي او تركي ترهګر شته دي او له يوشمېرترهګرو څخه داسې اسناد ترلاسه شوي، چې په اروپا او امريكا كې د بريدونو نقشې پكې پلان شوې دي.

مشرف داسې وخت غونډې ته وينا كوله چې د قبايلي سيمو ۱۸ هغه وكيلانو چې په پارلمان كې غړي وو د مشرف له دې غونډې سره پرېكون كړى و او دريځ يې داو، چې حكومت په قبايلي سيموكې خپلسري كوي او د دوى خبروته غوږ نه ږدي.

بل خوا د پاكستان دوزيرستان په مركز ميرانشاه كې يوې ۳۰۰ كسيزې قبايلي جرګې د پاكستان پرحكومت تور ولګاوه، چې طالبانوته پخپله پناه وركوي، خو په ائتلافي ځواكونو بيا ولس ځپي. دجرګې برخه والو چې د اتمازي وزېرو ۳۰۰ قومي مشرانو پكې ګډون كړى وو پروزيرستان د ائتلافي ځواكونو بمباري وغندله او پاكستان د هغه اسختباراتي سازمان يې تورن كړ،چې په وزيرستان كې ناسمه او دوه مخې پاليسي پرمخ وړي.

په دغه تحليل كې د دغه  خبرله بشپړمتن څخه د راوړلو موخه دا وه، چې د پاكستان پوځي واكمن له يوې خوا په خپله خوله په افغانستان كې په خپله لاسوهنه اعتراف كوي او بل خوا قبايلي مشران پاكستان پردې تورنوي چې پاكستان په لاسي توګه د افغانستان د دولت مخالفينوته پناه وركوي، نو كه چېرې پاكستان  دافغانستان په اړوند دوه مخۍ سياست نه تعقيپوي او ډاډ ويلى شي چې د افغانستان د دولت مخالفين د پولې له هغې غاړې څخه افغانستان ته اوړوي نوبيا ولې په دې برخه كې جدي اقدا مات او مخنيوى يې نه كوي؟ خو كله چې بيا د افغان دولتي چارواكو له خوا دا ادعا وشي، چې  پاكستان د افغانستان په چارو كې لاسوهنه كوي بيا بل دريځ اختياروي او وايي، چې ګاونډې هېوادونه بايد يوبل په خپلو كورنيو چاروكې په لاسوهنې  تورن نه كړي، خوخپله عملا بيا په افغانستان كې خپلو لاسوهونكو هڅه ته پراختيا وركوي. د چنګاښ په لومړ نېټه  د غزني او پكتيا ولايت ترمنځ د بند سردي يوې امنيتي  پوستې پنځه تنه  پاكستاني تبعه له وسله والو طالبانو سره د همكارى په تور ونيول چې بيا وروسته د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وويل، چې دوى افغانستان ته د ځانمرګي بريدونو لپاره راغلي و.

دغه دول ورته پيښې مخكې هم څو ځله تكرارشويدي او افغان مقاماتو په ډاګه ويلي دي، چې پاكستان په نيت كې پاك نه دى او په افغانستان كې د جګړې د دوام پلوي كوي. خو پوښتنه دا ده، چې د پاكستان دغه وړله دښمنۍ ډك سياست  به تركومه جاري وي؟  حال دا چې د افغانستان ثبات د سيمې د ثبات په مانا دى، كه چېرې افغانستان نا امنه وي، ورسره به ګاونډي هېوادونه هم د ښيې ورځي څكه ونه كړي.

څه موده وړاندې د افغانستان د ملي امنيت ادارې هم د پاكستان د اسختباراتي سازمان اى ايس اى يوتن غړى په كابل كې ونيو، هغه د مشرف اوسنۍ خبرې پخوا تاييد كړې وې، چې دغه سازمان په افغانستان كې د جګړې د دوام په خاطر په وزېرستان كې بهرني جنګيالي روزي او اوس چې مشرف په قبايلي سميوكې د بهرنيو جنګيالو خبره كوي، نودا به لومړى ځل وي، چې هغه په څرګنده توګه پردې اعتراف كوي، چې په دغو سيموكې چينايي او تركي جنګيالي شته دي.

ادامه نوشته

شننه: نړېوالې مرستې چېرته...

ډاكټرروح الله امين

 

نړيوالې مرستې چېرته غيبېږي

 

د غبرګولي  په ۲۷مه نړيوال بانك له افغانستان سره  د ۱۳۳.۸ ميليونه ډالرو بلاعوضه مرسته وكړه. د ماليي وزير انوارالحق احدي د قرارداد له امضا كولو وروسته ژورنالستانو ته وويل، چې له دغو پيسو څخه به يې ۸۰ ميليونه  د ادارو د تشكيلاتي چارو پر بهبود او ۳۳.۴ميليونه ډالربه يې د مالي د عمومي اداري د سيستم پرودې او پاتې نورې به يې د وګړيزو خدمتونو لپاره ځانګړې شي. نوموړي وويل، چې په تېرو څوكلونوكې د هېواد په سياسي، اقتصادي  او اداري برخوكې ډېرزيات اصلاحات ترسره شويدي. ښاغلي احدي داهم وويل چې د نړيوال بانك د مرستو ډېرى برخه د كرنې، ښوونې، د ښوونځيو په جوړولو، برېښنا او نورو برخوكې مصرف شوي او مصرف به شي. هغه د روان كال بودجه ۲.۵ ميليارډه ډالره اعلام كړه . د نړيوال بانك رئيس السترمك كيكني وويل چې په ۲۰۰۷ كال كې د دغه بنسټ مرستې ۳۱۶ ميليونه ډالروته رسېدلي دي.

نوپردې بنسټ ويلاى شو، چې افغانستان هغه هېواد دى، چې په تېرو پنځوكلونو كې د نړيوالو هېوادونو د ميليونونو ډالرو مرستو شاهد دى، خو لاهم خلك په  هېواد كې له بېكارۍ او لوږې څخه سرټكوي. د خپرو شويو ملي او نړيوالو رپوټونو په بنسټ درې مليونه افغانان په دوامداره توګه هركال له قاحتۍ سره مخ دي او له ۴ مليونوڅخه نيولي تر۶ مليونو پورې خلك له بې روزګارۍ نه سر ټكوي او د ښارډېرۍ چوكونه پرې ډك دي.

رشوت او بډې اخيستل خو هغه څه دي، چې خلك مدام ترې سرټكوي او وايي ،چې د هېواد په ټولو ادارو كې روږدي اشخاص يې اخلي.  د اداري فساد كچه په افغانستان كې ۲،۸ ښودل كېږي  او په دې برخه كې د مبارزې هغه شعارونه، چې پر ژبو جاري دي، لاهم بې نتيجې پاتې دي.

 په دولتي ادارو كې وړظرفيت لاهم نه دى رامنځته شوى او ډېرۍ مرسته شوي پيسې حيف و ميل كېږي.د افغانستان بانك د رئيس نورالله دلاوري د وينا برعكس، چې د سړي سرعايد د لوړېدو ادعا يې كړې وه ، ډېر ښكته او كابل ښار له سوالګرو او بې وزله خلكو ډك ښكاري. برېښنا چې د خلكو لومړنۍ اړتيا ده نشته او د هېواد ډېرى وګړي له برېښنا بې برخې دي.

د بن، توكيو او لندن كنفرانسونه د دولتي چارواكو لپاره ښه فرصت و، خو په خواشينۍ سره بايد وويل شي، هغه كسانو چې د واك پر ګډۍ ډډه وهلې له دغو مهمو تاريخي فرصتونو څخه يې ښه ګټه نه ده پورته كړې. كابل، چې د افغانستان مركزاو پايتخت دى د بيارغونې كوم څرګند څرك پكې نه ترسترګو كېږي. امنيت لاهم نه دى ټينګ شوى، په همدې پرونۍ پېښه كې، چې د كابل امنيه قوماندانۍ ترمخه و شوشوه  لږترلږه ۳۰ منصبداران ووژل ، خلك د جنګ، ناتار او يرغلونو په منګولو كې مروړل كېږي او هره ورځ په سلګونه كورنۍ د جګړې له سيمو څخه په كډه كېږي.

نو داسې ښكاري، چې  ترټولوعمده ستونزه د ادارې او مديريت وي او ترهغه، چې په دولتي ادارو كې ظرفيت نه وي پورته شوى او امنيت نه وي تينګ شوى، په هېواد كې  به نه يوازې  د بيارغونې ښكاره نښې نښانې ونه ليدل شي، بلكې كه نورې ميليارډونه ډالره مرسته هم له افغانستان سره وشي، حيف وميل به شي.

هغه څه  چې اوس د پوښتنې وړبريښې هغه دا ګڼلى شو، چې دا دومره پيسې چې له افغانستان سره يې د مرستې ژمنه كېږي، چېرته مصرفيږي او كه د چا جيبونوته لوېږي؟ رسنيو په وار وارد دولتي چارواكو له خولې څخه دا خبروركړى، چې په تېرو پنځو كلونو كې ټول ټال نړيوالو له افغانستان سره د۳۰ ميليارده ډالرو د وركړې ژمنه وكړه،  د مرسته شويو پيسو ډېره برخه په دولتي ادارو كې د ظرفيت د ښكته والي له امله د موسسو او انجوګانو له لارې وكارول شوه. د ماليي وزارت  چارواكو ويلي دي،  چې  له پورتنيو۳۰ ميليارډه ډالرو څخه ۱۹ ميليارده يې قطعي ژمنه ده، چې د افغانستان حكومت ته به د څو كلونو په ترڅ كې وركړل شي،  پاتې ۱۴ ميليارده يې د كاغذ پرمخ ژمنه ده.

حكومت داهم وايي، چې  له دغو ټولو پورتنيو پيسو څخه يوازې او يوازې ۱۱،۶ ميليارده يې افغانستان ته وركړ شوېدي، چې له دې جملې ۳،۸ ميليارد يې حكومت ته او پاتې ۸ ميليارده يې د مرسته كوونكو هېوادونو لخوا د انجوګانو او موسساتو له لارې لګېدلي دي.

ادامه نوشته

شننه: د ملكي وګړيو تلفات نور له ...

ليكوال: لعل اقا شيرين

 

د ملكي وګړيو تلفات نورله زغمه وتلى دى

 

په څرګنده بايد ووايو، چې په افغانستان كې د عامو وګړيو مرګ ژوبلې ملت تر زياتې كچې خوابدى كړى دى او ان د دې لاملونه يې برابركړې، چې ځينې وخت د افغان دولت او ائتلافي او ناټو ځواكونو ترمنځ اختلافات او ناندرې راولاړې او د بهرنيو ځواكونو پر وړاندې د عام ولس باورته زيان ورسي.

همدا اوس اوس د ټولو افغانانو پر وړاندې په افغانستان كې د مېشتو بهرنيو ځواكونو په اړه د خلكو نظرتر زياتې كچې بدل شو ى او داسې انګېرل كېږي، چې ګواكې د دوى مرګ  ژوبله د بهرنيانو لپاره هېڅ ارزښت نه لري .

د ۱۳۸۶ لمريزكال د وري په ۲۸مه د بشري حقونو د څارد نړيوال سازمان ۱۶۶ مخيز رپوټ  ډاګېزه كړه، سربېره  پر دې، چې د طالبانو او اسلامي حزب په برېدونو كې شاوخوا ۷۰۰  تنه وژل شويدي د ناټو او امريكايي ځواكونو په بريدونو كې هم  ۲۳۰ تنه ملكي وګړي وژل شويدي. په رپوټ كې ۲۰۰۶ كال تر ټولو خونړى كال بلل شوى و.

د كب پر۱۳ مه ائتلافي ځواكونو د افغانستان په ختيځ د ننګرهار ولايت په بټي كوټ سيمه كې، تر يوه ځانمرګي بريد وروسته، په عامو وګړو ډزې وكړې، چې له امله يې ۱۶ تنه ووژل شول او ۳۵ تنه نور ټپيان شول.

د كب په  ۱۵مه د کاپيسا ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د ائتلافي ځواکونو په هوايي بريد کې ۹ تنه ملکي وګړي، چې ټول د يوې کورنۍ غړي وو، ووژل شول.

 د ثور په ۲۹مه د سره صليب نړيوالې ادارې اعلان وكړ، چې  د افغانستان په لوېديځ كې د هرات ولايت په څلورو كليوكې د ائتلافي ځواكونو په عملياتو كې ۵۰ تنه ملكي وګړي وژل شوي ، ۱۷۳ د استوګنې كورونه تخريب او ۲۰۰۰ تنه هجرت كولو ته اړ شويدي. ايتلافي ځواكونو په لومړي سركې اعلان كړى و، چې ۱۳۶ طالبان يې وژلي دي، خو وروسته  ډاګېزه شوه، چې كم  تر كمه ۵۰ تنه يې عام وګړي و.

د جوزا په اتمه د هلمند ولايت په ګرشك  ولسوالۍ كې د طالبانو پر پټنځايونو د ناټو د الوتكو په بمبارۍ كې د هلمند د ګرشك ولسوالۍ د اوسېدونكو په وينا، د حيدراباد او شوراګي په سيموكې پر دريو كورونو بمونه پريوتي او شاوخوا ۷ تنه ملكي وګړي  يې وژلي دي.

د جوزا په ۹مه  ائتلافي ځواكونو څرګنده كړه، چې د ننګرهار ولايت په سره رود ولسوالۍ كې يې شپږ تنه طالبان وژلي دي، خو د بنګا شير د كلي يوه تن  اوسېدونكي له بي بي سي سره د ائتلافي ځواكونو دغه ادعا  رد كړه او ويي ويل، چې  وژل شوي كسان طالبان نه بلكې عام وګړي و او له طالبانو سره يې هېڅ اړيكې نه لرلې.

د جوزا په ۱۰مه د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ كې د نړيوالو ځواكونو د پوځي عملياتو په ترڅ كې ۱۵ تنه طالبان او همدومره عام وګړي وژل شويدي. برتانوي ځواكونو وويل، چې د دغې خبري د تاييد لپاره كره شواهد نشته، خو د ملكي وګړيو ادعا د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ د پوليسو مشرغلام ولې جان له بي بي سي سره كړېده. د برتانوي ځواكونو يوه وياند ويلي دي، چې دوى تل په خپلو عملياتو كې هڅه كوي، چې ملكي كسانو ته لږترلږ تاوان ورسېږي.
ادامه نوشته

شننه:د خارجي اسعارو چلښت پولي...

ليكوال: لعل اقا شيرين

 

 

د خارجي اسعارو چلښت پولي پړسوب پيداكوي

 

 د افغانستان مركزي بانك په ۲۰۰۳ ميلادي كال د نويو بانك نوټونو چاپ ته په دې موخه اوږه وركړه، چې افغانستان د يوه باثباته پولي واحد خاوند شي، كه څه هم چې حكومت په تېرو څلورو كلونوكې د بهرنيو اثارو د مخنيوي په خاطر يوه نيمه هڅه كړيده، خو كومه ځانګړې لاسته راوړنه يې نه ده لرلې، په دې مانا چې د نويو بانك نوټونو چاپ هم د دې جوګه نه شو، چې په هېواد كې د بهرنيو اسعارو لكه ، ډلرو، كلدارو او ايراني تومنو مخه ونيسي .

حاضرمهال  د هېواد په يوشمېر سرحدي ولايتونوكې ډېرى معاملي لكه د مځكو، كورونو، موټرو پلورل او پيرل په بهرنيو اسعارو ترسره كېږي او قطعا افغانيو ته څوك ارزښت نه وركوي، چې دا په خپله د افغانيو د بې ثباته كېدو لاملونه برابروي.

 كه څه هم چې په افغانستان كې دبهرنيو اسعارو چلښت بېلا بېل لاملونه لري، خو يو لامل يې دا هم كېداى شي،  چې افغانستان د كورنيو توليداتو له پلوه د خپلو اړتياوو د پوره كولو وس نه لري او پولې د بهرنيو هېوادونو د سوداګرېزو توكو پر وړاندې پرانستي دې او همدا ټكى د دې لامل جوړېداى شي، چې د هېواد سرحدي ولايتونه په ډېره كچه او مركزي ولايات په ټيټه كچه د بهرنيو اسعارو د چلښت په منډ يانو بدل شي .

لرې به نه ځو د افغانستان په پلازمينه  كابل  كې هم د مځكو، موټرونو، د كورونو كرايي او ان د كابل په منډوي كې  دا ټول په ډالرو او كلدارو معامله كېږي او څرګند ټكى به دا وي، چې دولت په دې برخه كې جدي اقدامات نه دي كړي، كه نه نود ستونزې حل په اسانۍ سر ه كېداى شي.

په افغانستان كې د بهرنيو اسعارو چلښت پر افغانستان باندې د روسانو د تېري پرمهال دود موندلى، چې بيا د مجاهدينو د واكمنۍ پرمهال يې زياته پراختيا وموندله او په هېواد كې  پولې انفلاسيون او پړسوب رامنځته شو.

دغه مهال( د مجاهدينو واكمني) په هېواد كې د نورو بهرنيو هېوادونو د لاس وهنوترڅنګ د ګاونډيانولاسوهنوهم زور واخيست او د هېواد په يوشمېرولايتونوكې يې د ايراني تومنو او پاكستانۍ كلدارو دودېدلو ته لار هواره كړه.

دمجاهدينو د واكمنۍ پرمهال پرهغه پيسو سربېره چې د برهان الدين رباني دحكومت له خوا چاپېدلې، په شمال كې جنرال عبدالرشيد دوستم هم په لږ تفاوت سره د دوستمي پيسوپه نوم د بانك نوټونو چاپ ته لمن وهلې وه او ترډېره بريده يې افغانۍ بې ثباته كړې وه.

په بهرنيوتوكو د افغانستان اتكا هم ترډېره بريده دا زمينه برابره كړېده، چې ډيرى افغانان په خپلو ورځنيو معاملو كې له بهرنيو اسعارو څخه كار واخلي.

 ډېرى هغه هېوادوال، چې له ګاونډويو هېوادونو څخه د هغه هېوادونو په پيسو خريداري كوي او بيا اخيستل شوي جنسونه افغانستان ته واردوي، په هېواد كې يې د زيان د له منځه وړلو په موخه په هماغه بهرنيو پيسو په خلكو پلوري او دا هغه ستونزه ګنل كېداى شي ، چې د هېواد سوداګرو رامنځته كړېده.

 له بلې خوا كه چېرې دا ومنل شي، چې يوازې د هېوادونو ګانډيتوب د دې لامل ګرځي، چې په افغانستان كې يې بهرنيو اسعارو ته رواج وركړى، خوبيا پكار وه، چې افغانۍ هم د ګاونډيو هېوادونو په بازارونو او يا لا اقل د  هغوى په سرحدي ولايتونوكې چلېدلاى ، خو داسې نه ده حال داچې د ګاونډيوهېوادونو سرحدي خلك اصلا افغانۍ پيژني هم نه .

ادامه نوشته

د پاكستان څېره كرار كرار ...

 

لعل اقا شيرين

 

د پاكستان څېره كرار كرار افشا كېږي

 

په دې وروستيو كې د ملي امنيت ادارې خبروركړ، چې په كابل كې يې د پاكستان د استخباراتي سازمان اى ايس اى يوتن غړى نيولى دى. د اى ايس اى  دغه غړي د څېړنو پرمهال  څرګنده كړېده، چې په افغانستان كې د جګړې د دوام لپاره  دغه سازمان په وزيرستان كې بهرني جنګيالي روزي.

دغه سړى د پاكستان د كورمې ايجنسى اوسېدونكى دى او فدامحمد نومېږي. د نوموړي په خبره  په پيښوركې  د اريم سټډيوم ترڅنګ د اى ايس اى ۲۳۵ نمبر دفتر د پاكستان له بېلابېلو سيمو او ځايونو څخه چيچنايي، ايراني، ازبك ، تاجك او عرب جنګيالي راټولوي او بيا يي د پوځي روزنې لپاره د سويلي وزيرستان مركز واڼه ته استوي. نوموړي دا هم په ډاګه كړېده ، چې دغه جنګيالي د يوه نوموتي سيمه ييز قوماندان بيت الله مسعود  په پوځي مركز كې د يوه پنجابي پوځي افسر جګړن خالد تر مشرۍ لاندې  روزل كېږي او بيا د جګړې لپاره  افغانستان ته استول كېږي.  د فدامحمد په وينا دغو جنګياليو ته د ځانمرګو بريدونو، بمي چاودنو او نورو ورانكاريو او تخريبي فعاليتونو  د ترسره كولو روزنه وركول كېږي.

 ملي امنيت په خپلې خبرپاڼه كې ويلي دي، چې د  اى ايس اى ۲۳۵ نمبر دفتر د پېښور په صدرښاركې جګړه ييز پلانونه جوړوي، چې جوتې بېلګې يې  دسپتمبر مياشتې په ۱۷مه د خوست  پر ببرك ټانه  او د دسمبر پر۱۸مه د ځاځي ميدان پرسيمه بريدونه دي.

په هرحال دا لومړى ځل نه دى ،چې  داسې پيښه كېږي او په افغانستان كې پاكستاني روزنكي او جاسوسان نيول كېږي ، بلكې  تردې وړاندې هم څوتنه پاكستانيان  په افغانستان كې د  ورانكاريو په تور نيول شوې وو او په وار وار رسنيو داسې رپوټونه خپاره كړېدي، چې د پاكستان استخباراتي سازمان په شمالي او جنوبي وزيرستان كې طالب جنګيالو ته روزنه وركوي او بيا يې افغانستان ته استوي، خو دا يو بل ثبوت  دى، چې په افغانستان كې د پاكستان پرلاسوهنې دلالت كوي او د پاكستان چارواكو دا ادعا ردوي، چې وايي دوى د افغانستان په چاروكې لاسوهنه نه كوي.

ادامه نوشته

شننه: د كوكنارو غميزه او د بزګرو...

 

ليكوال: لعل اقا شيرين

د كوكناروغميزه او د بزګرو بې وسې

 

مه كره كوكنار، چې پوډريان شوه ټول

څوك اپين خواره بعضي چرسيان شوه ټول

 

په دې وروستيو كې په افغانستان كې د نيشه يي توكو د كركيلې او زياتوالې په اړه د نړيوالو انديښنې هم مخ پرزياتېدو دي، څو ورځې وړاندې د المان د كورنيو چارو وزير  د اتو سترو صنعتي هېوادونو په غونډه كې په افغانستان كې د كوكنارو پرضد له مبارزي څخه ناخوښې څرګنده كړه او ويې ويل كه څه هم چې په دې برخه كې زياتې هڅې شوېده، خوپايلې يې  د پام وړنه دي.

دا به لومړى ځل نه وي، چې د بهرنيو هېوادونو چارواكي په افغانستان كې د نيشه يي توكو د كركيلي په اړه اندېښنې څرګندوي. د نيشه يي توكوكركيله او د هغه قاچاق له كلونوكلونو راهيسې نړيوالوته تشويش پيداكړى او همدا لامل دى، چې امريكا او انګلستان هڅه كوي، چې په افغانستان كې د نيشه يي توكوبديل كښت كروندګروته

وروپېژني.

افغان دولت هم په خپل وارسره   نړيوالو غوښتنوته په پام په دې  برخه كې ځينې كارونه لكه د وزارت جوړېدل، د قاچاقبرانو د محاكمه كولو محكمه او ځينې نورې هڅې هم كړېدي، او ان ولسمشركرزي هم د افغانانو لپاره د كوكنارو كر غندلى دى او دا يې د افغانانو لپاره د پيغورداغ ګڼلى دى.
ادامه نوشته

د ملي اردو ځواكمنتيا د افغانستان...

ليكوال: لعل اقا شيرين

د ملي اردو ځواكمنتيا د افغانستان مځكنۍ بشپړتيا تمثيلوي

 

د افغانستان په نوي سياسي جوړښت كې، چې د بن د تړون له مخې يې بنسټ كېښودل شو د هېواد له پولو نه  د دفاع  په موخه ۷۰ زره كسيزه اردو  پيشنهاد شوې وه، خووخت ثابته كړه، چې افغانستان كم تركمه  دوه سوه زره كسيزپوځ ته اړتيا لري،  چې لا اقل له هېواد څخه د دفاع لپاره خو چمتو وي.

د افغانستان  ملي پوځ  په  لومړي سركې د كمونستي رژيم او ورپسې  هېواد ته د مجاهدينو په راتګ  د خپل منځي جګړو ښكار او له بنياده ونړېد.

افسران، صاحب منصبان اود اردو نور منسوبين يا د مجاهدينو په ليكو كې ځاى پرځاى شول   يا په كوركېناستل او يا هم  له هېواده وتښتيدل، چې په دې ډول  د هېواد پولې له هماغه وخت راهيسې له بحران سره مخ شوې او خپل دفاعي حالت يې تر اوسه هم  لاسه وركړ دى.

 دغه وضعيت افغانستان  له يوه  نامطمئنه حالت سره مخ، هرج و مرج، بلوا ګانو،  خپلسريواو بهرنيو لاسوهنو ته يې داسې  لارپرانستله ، چې هېواد لاپسې د تباهۍ کندی ته ټيل واهه.

د طالبانو له  سقوط را وروسته  او د نوي سياسي نظام په جوړېدو سره د نړيوالې ټولنې يوه ځانګړې پرېكړه  د افغانستان د اردو بيا جوړونه وه، چې د بن په كنفراس كې  مطرح او د افغانستان لپاره يې د ۷۰ زره كسيزې اردو په جوړاوي، بسم الله وكړه .

ادامه نوشته

څېړنه او شننه: درسنيو قانون تصويب شو، خو...

ليكوال: لعل اقا شيرين

د رسنيو قانون تصويب شو، خو اندېښنې پرځا ى دى

ولسي جرګې دغبرګولي په  لومړى نېټه له اوږدو بحثونووروسته  د افغانستان د رسنيو قانون په ۱۱ څپركيو او ۵۳ مادو كې د يولړ تعديلاتو ترڅنګ  تصويب كړ.

د دغه قانون مسوده څو مياشتې وړاندې په ۹ څپركيو او ۴۲ مادو كې حكومت ولسي جرګې ته  استولې وه.

د ولسي جرګې  د كولتوري چارو د كميسيون رئيس محمد محقق، خبريالانو ته وويل، چې په دغه قانون كې دهېواد، دولت او رسنيوغوښتنې په پام كې نيول شويدي.

د نوموړي په وينا، دغه قانون هراړخېز، ډيموكراتيك او د ټولو خلكوپه ګټه دى او په هغه كې ۱۶ مادې زياتې شوېدي.

ادامه نوشته

رپوټ: وسله وال ګروپونه

 

ليكوال: لعل اقا شيرين

وسله وال ګروپونه

له زيږون نه ترمرګ پورې، په سولې او جګړه كې ښځې په ټولنه ،كورنۍ اود  دولت لخوا له تاوتريخوالې سره مخ  دي.، هركال په ميليونونه ښځې د ميړه ، خپلوانو،   پرديو خلكو، مسوولينو، امنيتي مقاماتو او سرتيرو  لخوا ترتاوتريخوالې لاندې راځي. د وسله والونښتوپه ترڅ كې تاوتريخوالۍ معمولا د جګړيزې حربې په توګه كارول كيږي. چې له ځوروني څخه نيولي بيا ترتيرې پورې خبره رسيږي ، چې جګړه يې پرځاى پريږدي.
ادامه نوشته

د لرغونو اثارو قاچاق او د كلتور وزارت مكلفيتونه

ليكوال : لعل اقا شيرين  

  د لرغونو اثارو قاچاق او د كلتور وزارت مكلفيتونه

په سيمه كې دافغانستان تاريخي موقعيت  په بېلابېلو زماني او تاريخي پړاونوكې دخپل جغرافياوي موقعيت په ساتلو سره شرقي اوغربي مدنيت سره غوټه او سيمه يې دځان لپاره داشياوو دراكړې وركړې په يوه مهم مركزبدله كړې ده،چې دغه ځانګړتيا لاهم دافغانستان په جغرافياوې او استراتيژيك موقعيت كې څيړل كېداى شي.

ادامه نوشته

د وزيرانو استيضاح  يوه نوي سناريوده

په دې وروستيو كې د افغانستان رسنيو له ايران څخه د لسګونو زروتنوافغان مهاجرينو د په زور ايستلو خبرونه وركوي او د دوى د وضعيت په اړه بېلابېل رپوټونه خپرېږي، چې په ډېرخراب وضعيت كې قرارلري او افغان دولت يې لاهم د وضعيي د بهبود په خاطرپه كومو اقداماتو لاس نه دى پورې كړى او دغه خلك لاهم په نميروز كې  په ډېرو بدو شرايطوكې شپې سباكوي.

داسې رپوټونه هم خپاره شوېده ،چې ګواكې د دغو كډوالو د كورنيو يوشمېر غړي سره تيت او پرك دي او يوبل نه شي موندلى . په هرحال دا هغه وضعيت دى، چې په دې وروستيو كې رامنځته شوى او مطبوعاتو يې په پوره توګه وضاحت وكړ، خو كومې خبرې ته چې اوس راګرځو هغه د كډوالو د چارو د وزير او د بهرنيوچارو د وزير د استيضاح موضوع ده، چې ولسي جرګې له دغې مسالې سره ډېر اني او بېړنۍ چلند وكړاو دغه وزيران يې استيضاح كړل.

ادامه نوشته

څېړنه او شننه: د رسميت پېژندنې لومړنۍ هڅه او...

 

ليكوال: لعل اقا شيرين  

 

د رسميت پيژندنې لومړنۍ هڅه  او پسې نغښتي هدفونه

 

د ملګروملتونو په كلنۍ ناسته كې، چې  هركال  په نيويارك كې جوړيږي د پاكستان پوځې مشر جنرال مشرف امريكايي مقاماتو ته وړانديز كړى و، چې د افغانستان او پاكستان ترمنځ په پوله كې به حصارجوړوي، څو افغانستان ته دطالبانو داوښتولو مخه ونېول شي، خو حامد كرزي هماغه وخت ددې ديوال جوړيدل رد كړى و او ويلي يې و،چې دغه كار نه شي عملي كېداى او له دې لارې نه شي كېداى چې افغانستان ته دطالبانو داوړيدلو مخه ونېول شي. ډيرى كارپوهانو او سياسي كتونكو د مشرف دغه وړانديز ته د شك په سترګو كتل او ټينګاريې كاوه ،چې ددې ديوال جوړيدل په حقيقت كې دافغانستان او پاكستان ترمنځ د سرحدي پولي ټاكل دي.

ادامه نوشته