افغانستان؛ تېر شپږ كلونه، لوړې او ژورې
افغانستان؛ تېر شپږ كلونه، لوړې او ژورې
لعل اقاشيرين
د بن له پرېكړې وروسته د ۱۳۸۰ لمرېزكال د جدي په لومړۍ نېټه په افغانستان كې سياسي وا ك موقتې ادارې ته ولېږدول شو او دا دى له هغې ورځې پوره شپږكاله تيرېږي. په دې شپږو كلونو كې حامد كرزي، د موقتې ادارۍ پر مشرۍ سربېره د انتقالي او انتخابي دورو مشري هم په غاړه درلوده، چې دا دى له انتخابي دورې څخه يې درې كاله كېږي. په دغو تېرو كلونو كې افغانستان سره له دې، چې له زيات بهرني ملاتړ څخه برخمن و، خو لكه څنګه چې اړينه وه، هغومره د دغه هيواد په امنيتي، سياسي او اقتصادي برخو كې ډېر د پام وړ پرمختګ نه دى رامنځته شوى.
كله چې امريكايي ځواكونو د خپلو عملياتو په ترڅ كې د طالبانو حكومت له منځه يووړ او طالبان له مركز نه د هيواد جنوب ته په شا شول، د ملګرو ملتونو په نوښت د شمال د متحدې جبهې او نورو سياسي جريانونو او د غربي هېوادونو په ګډون د المان په بن ښار كې د افغانستان لپاره د يوه ائتلافي حكومت د جوړېدو هڅه وشوه.
د بن په غونډه كې له ۹ ورځني بحث وروسته په افغانستان كې د يوه باثباته سياسي نظام د رامنځته كيدو لپاره د مركچپانو ترمنځ يو ځانګړى دوه پړاوېزه قرارداد لاسليك شو.
چې د لومړي پړاو له مخې په افغانستان كې د يوه شپږ مياشتنې موقت حكومت بنسټ كېښودل شو، چې دېرش تنه غړي يې لرل.
دوهمه برخه يې د موقت حكومت له بنيادي دندو شمېرل كيده، چې له مخې يې د دوو كلونو لپاره په افغانستان كې د انتقالي حكومت طرحه رامنځته او پلې شي.
د بن تړون ټول هغه ټكي مطرح كړل، چې جګړه ځپلى افغانستان يې د يوې سياسي غونډې جوړيدو او د ۲۵ كلن ناورين د پاى په لور وهڅاوه، خو په خواشينى سره بايد وويل شي، چې په افغانستان كې نه يوازې امريكا او ملاتړي يې د طالبانو په وړاندې په جګړه كې پاتې راغلي برېښې، بلكې په افغانستان كې د يوه قوي او پياوړي حكومت د جوړېدا په برخه كې هم چندان برى نه دى ترلاسه شوى.
سره له دې، چې د بن د پرېكړو پر اساس د اداري جوړښت او وېش له مخې په افغانستان كې موقت، بيا انتقالي او انتخابي حكومتونه رامنځته شول، ازادې ټاكنې وشوې او ان د حكومت درې ګونې قوې تكميل شوې، خو دغو پرمختګونو بيا هم د خلكو بشپړ رضايت خپل نه كړاى شو او خلك ورځ تر بلې له حكومت نه واټن خپلوي.
د موقت او انتقالي حكومتونو په جوړېدو سره، چې افغانستان په سياسي لحاظ د نړۍ په كچه خورا مطرح شوى و، داسې ګومان كيده، چې ګواكې د دولت مخالفين دې په بشپړ ډول له منځه تللې وي، خو د طالبانو د تېرو درې كلونو بريدونو او حملو په ډاګه كړه، چې داسې هم نه ده او طالبان لاهم د يوه قوت په توګه ځانونه مطرح كوي.
په سږني كال كې نه يوازې د طالبانو له خوا په ځانمرګو بريدونو كې زياتوالى راغلى، بلكې ځاى ځاى د دولت پر وړاندې چريكې عمليات هم ډېر شوي او يو شمېر ولسوالۍ يې لا هم په خپله ولكه كې ساتلې دي. كه څه هم چې د هلمند ولايت موسي كلا ولسوالۍ په دې وروستيو كې د طالبانو له شتون څخه پاكه شوې، خو لاهم په دغه ولايت كې څو ولسوالۍ د طالبانو په ولكه كې دي.
تېركال ټولټال ۱۳۰ ځانمرګي بريدونه ترسره شوي وو، خو سږكال دغه شمېره د كال په نيمايي كې له ۱۳۰ اوښتې ده او دغه راز په سږني كال كې د ځاى ځاى جګړو له امله نږدې شپږ زره تنو، چې عادي وګړي، بهرني، ځواكونه او دولتي پوځونه په كې شامل دي، خپل ژوند له لاسه وركړى، لاهم شوكې او غلاوې كېږي، چې په ډېرى برخو كې يې پوليسو ته نسبت وركول كېږي.
د موقت حكومت له مهمو دندو څخه د اضطراري لويي جرګې دايريدل، د لويې جرګې لخوا د انتقالي حكومت د رئيس ټاكل و، چې تر ډېره حده يې بريمنه دوره ګڼلاى شو.
د انتقالي دولت له مهمو دندو څخه د اساسي قانون تدوين او د اساسي قانون د تصويب لپاره د لويې جرګې رابلل او په لاره اچول، د رياستي ټاكنو ترسره كېدل او د پارلماني ټاكنو تر سره كول شامل و.
د دې ترڅنګ ځينې نورې دندې هم موقت او انتقالي حكومتونو ته سپارل شوې وې، چې له هغې ډلې څخه د قانون پلي كول، د ملي اردو او پوليسو جوړونه، د بنيادي جوړښتونو رغونه، د بېكارۍ له منځه وړل، د ټولنيزې هوساينې رامنځته كول، بيارغونه، د مهاجرينو لپاره د ځاى ځايګي برابرول، د بشري حقونو رعايت، د نېشه يي توكو پوپناه كول، د اداري فساد له منځه وړل او داسې نور شامل وو، چې ځينې يې بايد تر پارلمانې ټاكنو وړاندې بشپړ شوې واى.
په هرحال اوس چې د موقت حكومت له جوړېدو پوره شپږكاله كېږي، پوښتنه دا ده، چې دغو تېرو موقت، انتقالي او انتخابي حكومتونو د افغانستان د خلكو لپاره څه لاسته راوړنه لرلې؟ آيا په افغانستان كې بشپړ امنيت واكمن دى؟ آيا د كوكنارو كركيله مهار شوې؟ آيا اداري فساد له منځه تللى؟ آيا د خلكو په ورځني ژوند كې بهبود راغلى؟ آيا ملي اردو او ملي پوځ مو بشپړ شوى او كه نه؟
موقت او انتقالي حكومت د خلكو د هيله مندۍ اصل
لكه څنګه، چې پورته اشاره وشوه د افغانستان لپاره د ائتلافي حكومت د بنسټ ډبره د بن په غونډه كې كېښودل شوه، خو په خواشينۍ سره بايد وويل شي، چې د غه بنسټ د ننګونكو ستونزو او لانجو له امله پياوړى نه كړاى شو او په حقيقت كې يو كوږ بنسټ و، چې ناوړه پايله به يې په راتلوونكو دورو كې هم محسوسې وي او له كوم بحران سره، چې دم ګړۍ افغانستا ن مخ دى سرچينه يې هماغه د بن په بيړني كنفرانس كې موندلى شو، چې طالبانو او د دولت نورو مخالفينو ته په كې شا اړول شوې وه.
خو هغه څه، چې له موقت حكومت سره تړاو پيدا كوي هغه په هېواد كې د اضطراري لويې جرګې جوړېدل و، چې له مخې يې په هېواد كې د دوه كلنې انتقالي دورې طرحه پلې شوه او جمهور رئيس كرزي يوځل بيا د قدرت واګي په لاس كې واخيستې، خو يو له هغو مسايلو څخه، چې په لومړي سر كې يې ځينې ستونزې رامنځته كړې او د لويې جرګې د استازو ناندارو ته يې لار پرانسته هغه د اساسي قانون د تصويب لويه جرګه وه، چې بالاخره له مخې يې اساسي قانون تصويب او د جمهور رئيس كرزي توشيح ته ورسېد.
د اساسي قانون د مادو د تصويب پرمهال د وكيلانو ترمنځ زياتې ناندرې راپورته شوې او ډېرو ګونګسو ته يې لار هواره كړه، خو هغه څه چې په دې لړ كې مهم او د ارزښت وړ بريـښي، هغه د هېواد په كچه د اساسي قانون تصويبدل دي. ځكه په تېرو دېرشو كلونو كې بې قانونۍ پر دغه هيواد واك چلولى و. د مجاهدينو د واكمنۍ پرمهال خو هډو د قانون په نوم كومې وثيقې له سره شتون نه درلود، هر قوماندان ځانته جلا پادشاهي جوړه كړې وه او هرڅه يې، چې زړه غوښتل هماغسې يې كول. په دغه دوره كې له بې ساري وژنې او خپلسرو قتلونو، ډله ييزو وژنو، ترور، جنسي تيريو او بالاخره د ۶۵ زره بې ګناه كابل ښاريانو له وژل كيدو څخه خبره كيدلاى شي.
د طالبانو د واكمنۍ پرمهال، چې د شرعي احكامو د پلي كولو دعوه يې كوله، ډېرى داسې پرېكړې او فيصلې ترسترګو شوې، چې له سره يې له شريعت سره اړخ نه دى لګولى.
له پورتنۍ توضيح څخه موخه دا ده، چې په تېرو وروستيو څوارلسو كلونو كې د واكمنۍ او واكدارۍ ترټولو ښه دوره د جمهور رئيس كرزي د موقت حكومت دوره وه، چې له مخې يې د هېواد د پرمختګ او هوساينې هيلې راژوندۍ شوې او خلكو له موقت حكومت څخه ملاتړ وكړ، چې د ځينو كارپوهانو او اكثره خلكو په وينا اى كاش، چې د ملت دغو هيلو او ارزګانو د عمل جامه اغوستې واى، چې داسې ونه شول.
دغه هيله او اروزمندي د انتقالي دورې پرمهال هم وه او خلكو د جمهوري رياست په ټاكنو كې په خپل ګډون سره وښوده، چې د جمهور رئيس كرزي كلك ملاتړې دي. خو وروستيو بحراني حالاتو او په شويو ژمنو نه عمل له حكومت څخه د خلكو د لرې كېدو زمينه برابره كړه او لامل يې هم دا ګڼلى شو، چې جمهور رئيس كرزي تريايه( ترننه) د مصلحتي سياست په پلوى ګام پورته كړى او خپله بې وسي ښكاره كوي.
ډيرى پر دې باور دي، چې د بن د جلسې بنيادي موخه په هېواد كې د جګړې او ورور وژنې اور ته پاى وركول و، چې لاهم د شك او شبهې په حالت كې پاتې بريښي اولاهم هېواد د جګړو ښكار دى او هره ورځ په لسګونو تنه وژل كېږي، خو دا به په دې مانا نه وي، چې ګواكې موقت حكومت دې بريا نه وې لرلې.
موقت حكومت په حقيقت كې افغانستان د ترقۍ او ډيموكراسۍ پرلور رهي كړ، خو ستونزه په دې كې ده، چې جمهور رئيس كرزي په هغه كچه، چې خلكو هيله كوله، د ملت غوښتنو ته مثبت ځواب ونشو ويلى او لاهم په حكومتي ادارو يو شمېر داسې كسان مسلط دي، چې د خلكو له لوټلو پرته بل كار نه لري، چې د دې خبرې د اثبات لپاره د جمهور رئيس كرزي له وروستيو څرګندونو يادونه كولاى شو.
د افغانستان پوځي ستراتيژۍ ته د نړيوالو نه پاملرنه
د بن له پرېكړو سره سم د موقت او انتقالي حكومتونو يوه ترټولو جدي دنده په هېواد كې د بشپړ امنيت د ټينګښت او پاېښت لپاره د ملي اردو او ملي پوليسو روزل و، چې لاهم د څومره والي له مخې نه دي بشپړ شوي او دا پوښتنه مطرح كوي، چې د شپږو كلونو په تېرېدو سره به كله او څه وخت د هېواد امنيت ټينګوونكي ارګانونه په خپلو پښو درېږدي؟ او دا هغه پوښتنه ده، چې د هېواد امنيتي وضعيت ته په پام سره هراګاه ذهن مشغولولاى شي.
د روان كال د ليندۍ پر۱۱مه نېټه د دويم ځل لپاره د افغانستان د د فاع وزارت چارواكو غږ وكړ، چې د افغانستان ملي پوځ دې دوه سوه زره تنو ته لوړ كړى شي، خو دغه غوښتنه لاهم داسې يوه خوب ته پاتې كېږي، چې تعبيرول يې د افغان دولت له وسه لوړ برېښي.
د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي ويلي دي، چې د پوځ په پراختيا سره نه يوازې د طالبانو په وړاندې جګړه كاميابيداى شي، بلكې د بهرنۍ لاسوهنې مخنيوى هم اسانه كوي.
كه څه هم، چې په تېرو شپږو كلونو كې د افغانستان ملي پوځ په بېلابېلو عملياتو كې د پام وړ لاسته راوړنې لري او تريوې ټاكلې كچې يې د نړيوالې ټولنې باور هم خپل كړى دى، خو د طالبانو بېرته راژوندي كيدلو او د ګاونډيو هېوادونو په تېره بيا پاكستان او اېران لاسوهونكو هڅو ثابته كړه، چې افغانستان د دغه بحران د مهارولو او له خپلې مځكنۍ بشپړتيا څخه د دفاع او ساتنې لپاره لږ ترلږه د دوه سوه زره كسيز پوځ شتون ته اړتيا لري.
د افغانستان ملي پوځ په لومړي سر كې د كمونستي رژيم او ورپسې هېواد ته د مجاهدينو په راتګ د خپل منځي جګړو ښكار او له بنياده ونړېد.
افسران، صاحب منصبان او د اردو نور منسوبين يا د مجاهدينو په ليكو كې ځاى پرځاى شول يا په كور كېناستل او يا هم له هېواده وتښتيدل، چې په دې ډول د هېواد پولې له هماغه وخت راهيسې له بحران سره مخ شوې او خپل دفاعي حالت يې تر اوسه هم نه دى ترلاسه كړى.
دغه وضعيت افغانستان له يوه نامطمئنه حالت سره مخ، هرج و مرج، بلوا ګانو، خپلسريو او بهرنيو لاسوهنو ته يې داسې لارپرانستله، چې هېواد يې لاپسې د تباهۍ كندې ته ټيل واهه.
نړيوالو له هغې لومړۍ ورځې راهيسې، چې د افغانستان لپاره يې د ۷۰ زره كسيز پوځ په جوړېدو سلا وكړه له افغانانو سره جفا كړې او د داسې يوه پوځ بنسټ يې اېښى، چې د هېواد او خلكو غوښتنو ته ځواب نه شي ويلاى. ډيرى هغو پوځي جنرالانو او ډګروالانو، چې لا اوس هم يا په كور دې او يا له هېواده بهر ژو ند كوي په دې باور دي، چې افغانستان د خپل جغرافيايي موقعيت له كبله په ۷۰ زره كسيزې اردو نه شي اداره كيدلې.
دغو پوځي ماهرينو حق درلود، چې د پوځ د جوړېدو په اړه د بن د كنفرانس په جوړونكو نيوكه وكړي، ځكه چې د هېواد د ملي ستراتيژۍ يو مهم جز پوځي ستراتيژي ده، چې بايد په پوره غور ورباندې له سره فكر وشي.
د موقت او پسې د انتقالي حكومتونو په منځته راتګ له ترورېزم سره د مبارزې شعارونه پر ژبو جاري و او دا هيله راژوندى شوه، چې په هېواد كې به د امنيت ټينګوونكو ارګانونو په رغېدو سره موجود تاوتريخوالي ته د پاى ټكى كېښودل شي، خو په خواشينۍ سره بايد وويل شي، چې د تېرو كمزورو موجودو حكومتونو د ناسم چلند له امله په هېواد كې امنيتي وضعيت ترپخوا زيات خراب شو، حال دا چې افغان حكومت د امريكا په مرسته كولاى شول، د ټولو هغو هېوادونو، چې په افغانستان كې يې لاسوهنه كوله لاسونه لنډ كړي، ملي پوځ غښتلى كړي او پوليس په ښه توګه وروزي، خو دا ټول هغه څېزونه دي، چې لاهم حكومت ننګوي.
دا مهال په اټكلي توګه د افغانستان د ملي پوځ شمېر ۵۷ زره تنو ته او د ملي پوليسو شمير تر ۶۰ زره پورته ښودل شوى دى او د افغانستان د دفاع وزارت چارواكي ادعا كوي، چې د روان كاله ترپايه به د ملي اردو د سرتېرو هغه شمېره، چې په بن كې د افغانستان لپاره په نظر كې نيول شوې وه، بشپړه كړي.
د كارپوهانو په اند ترټولو ستره تيروتنه، چې بهرنيو ځواكونو په افغانستان كې وكړه، هغه هماغه د هېواد د ملي اردو او پوليسو چټك نه روزل، بيارغونې ته كمه پاملرنه او بالاخره د خلكو اقتصادي وضعيت ته نه پاملرنه وه.
د جمهور رئيس كرزي انتخابي حكومت او پسې را وروسته ننګونې
له موقتي او انتقالي دورې په تېره بيا د جمهور رئيس كرزي د انتخابي حكومت را وروسته په هېواد كې د ګاونډيو هېوادونو لاسوهنو ته لار پرانيستل شوه او د افغانستان دوو ګاونډيو پاكستان او اېران خپلو بربنډو لاسوهنو ته زور وركړ او امريكا، چې له ترورېزم سره يې د مبارزې شعارونه وركول په هېواد كې يې د ترورېزم په وړاندې رڼې ستراتيژۍ ته شا كړه، چې له امله يې د دولت مخالفين لا پياوړي شول او د پخوا په پرتله يې په بريدونو كې خورا زياتوالى راغى.
دغه ناسمه او غيرشفافه ستراتيژي ناټو هم تعقيب كړه او ځاى ځاى يې د طالب او د طالب د مرستندوى په نوم خلك بند ته واچول، په خپلسري توګه يې په لرې پرتو سيمو كې د خلكو كورونه تلاشي كړل او زيات شمېر بې ګناه افغانان يې د خپلو هوايي بريدونو په ترڅ كې ووژل، چې ترټولو څرګنده نمونه يې په دې وروستيو كې د هلمند ولايت د موسي كلا ولسوالۍ په لاس په لاس كيدو كې كتلاى شو، د هلمند د موسى كلا ولسوالۍ خلكو ادعا كړې، چې د موسي كلا د بيرته نيولو پرمهال لږ ترلږه پنځوس تنه ملكي وګړي وژل شويدي.
ان له موسي كلا ولسوالۍ څخه تښتيدلي خلك پر ناټو ځواكونو نيوكه كوي، چې له اجازې پرته يې پر كورونو ننوځي او مخ پټې ښځې تلاشي كوي.
له موسي كلانه راغلى ۴۵ كلن امان الله د دې خبرې تصديق كوي، چې ناټو ځواكونه په خپلسري توګه د خلكو كورونو ته ننوځي او مخ پټې ښځې تلاشي كوي. د نوموړي په وينا دا كار د افغانانو د رسم او رواج خلاف كار دى.
د ده په وينا بهرني ځواكونه په سيمه كې له هرڅه ډارېږي او پر هرچا شك كوي او تراوسه يي پر څو مخ پټو ښځو ډزې هم كړېدي. ده وويل، له طالبانو سره د خلكو د همكارۍ يو لامل د خلكو كورونو ته د ناټو پوځيانو بې باكانه ننوتل دي او ناټو د خلكو دغه حساسيتونه په پام كې نه نيسي.
داهغه ورته پېښې دي، چې د موقت حكومت له جوړېدو راهيسې بيا ترننه پورې ځاى ځاى ليدل شويدي، خو د خلكو فريادونو او چيغو نه كوم ځاى نيولى او نه به يې ونيسي، ځكه چې جمهور رئيس په وار وار له ناټو او ائتلافي ځواكونو وغوښتل، چې په خپلو عملياتو كې دې جدي پاملرنه وكړي او د ملكي وګړيو له مرګ ژوبلې دې مخنيوى وكړي، خو نه يوازې چا يې په خبرو ونه كړل، بلكې د ناټو ځينو قوماندانانو خلك وګواښل. نږدې يوه نيمه مياشت وړاندې په كونړ كې د بهرنيو ځواكونو يو تن قوماندان د كونړ ولايت اوسېدونكو ته ګواښنه وكړه كه چېرې سرتېرو ته يې د سر زيان ورسېد، په هر كلي او كور كې به وېر جوړ كړي.
دغه ګواښنه د ناټو ځواكونو قوماندان جګړن اوټ لاسلن د كونړ ولايت په ماڼوګي ولسوالۍ كې د يوې غونډې په ترڅ كې خلكو ته كړې وه.
نوموړي دغه وينا په داسې يوه غونډه كې خلكو ته اورولې وه، چې په هغه كې د كونړ پخوانۍ والي شاليزى ديدار او د كونړ د پي ارټي مشر او د ناټو ځواكونو د ۱۷۳ مې لوا قوماندان ډګروال چارلس اى پرسلر هم ګډون درلود.
خو هغه څه چې د جمهور رئيس كرزي په انتخابي دوره كې د خلكو د خوښۍ وړ وګرځيدل، هغه په هېواد كې د عدالت د تطبيق د اعلان خبره وه، چې له مخې يې د جنګي جنايتكارانو تعقيب او ملامتولو ته لار پرانيستل كيده، خو نه يوازې د افغانستان د كړيدلو خلكو دغه هيله پوره نه شوه، بلكې د ملي شورا د ولسي جرګې غړيو د سلواغې په ۱۱ مه نېټه د داسې يوه دولس ماده ييز منشور په تصويب لاس پورې كړ، چې په رڼا كې يې په تيرو جګړو كې د ښكېلو ډلو ټپلو لپاره د يوه داسې ضمانت غوښتنه شوې وه، چې په راتلونكي كې له هر ډول عدلي او قضايي تعقيب څخه خلاصوي.
په منشور كې د بشري حقونو د څارډلې هغه رپوټ هم بې بنسټه بلل شوى و، چې له مخې يې د ولسي جرګې او د وخت يو شمېر جګپوړي چارواكي په جنګې جنايتونو ككړ بلل شوي وو.
دغه خوښي هغه وخت په بشپړ ډول له منځه ولاړه، چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې جمهور رئيس كرزي د بشر حقونو د نړيوالې ورځې د لمانځنې پرمهال په ډاګه كړه، چې حكومت يې د سرغړوونكو او جنايتكارانو د محاكمه كولو وس نه لري.
په هرحال تر ټولو اړين ګام، چې د جمهور رئيس كرزي د انتخابي حكومت پرمهال په هېواد كې د امنيت د ټينګښت له پاره پورته شوى دى، هغه د افغانستان او پاكستان ترمنځ د امن د ګډې جرګې جوړېدل و، چې له مخې يې د ډيورند د هغې او دې غاړو استازو ګډون درلود.
پرمختګ كه شاته تګ
د انتخابي حكومت له جوړېدو څخه بنيادي موخه دا وه، چې پر سياسي خدمت سربېره به د افغانانو لپاره په اقتصادي ډګر كې هم د پام وړ اسانتياوو ته لارې چارې برابرې شي.
تر موقتي ادارې مخته د بن په كنفرانس كې نړيوالو له افغانانو سره د ۸\ ۴ مليارده ډالرو مرستې ژمنه وكړه، تر دې وروسته د توكيو په كنفرانس كې نړيوالو له افغانستان سره د ۵\۴ مليارده ډالرو ژمنه او د لندن په كنفرانس كې د لس نيم مليارده ډالرو د وركړې خبره شوې وه، خو له دې دومره بې سارو مرستو سره سره نه يوازې په سياسي او اقتصادي ډګرونو كې د خلكو ستونزو ته د پاى ټكى كېنښودل شو، بلكې دولتي اداره لاپسې د فساد په منګولو كې ومروړل شوه، چې تر ټولو بارزه نمونه يې د جمهور رئيس كرزي وروستى اعتراف دى.
ولسمشر كرزي په ډېرو څرګندو الفاظو كې وويل، چې د ده د حكومتي ادارې يو شمېر چارواكو په بهر كې خپل بانكونه له پيسو ډك كړي او ځانونو ته يې بلډنګونه جوړ كړيدي. د جمهور رئيس كرزي پر وروستيو خبرو سربېره بل افتخار، چې په دې وروستيو كې د افغانستان په نصيب شوى دى، هغه دا دى، چې د ملگرو ملتونو پراختيايي ادارې (UNDP) افغانستان د نړۍ د لسو تر ټولو په فساد ککړو هېوادونو كې وشمېره.
په هيواد کې د دغې ادارې مرستيال هينري مورنډ له فساد سره د مبارزې د نړيوالې ورځې د نمانځنې په غونډه کې له افغان دولت نه غوښتنه وکړه، چې د فساد د مخنيوي لپاره دې جدي مبارزه وكړي، خو پوښتنه دا ده، چې دغه مخنيوى بايد څه وړ وشي؟ حال دا چې رشوت او بډې اخيستل هغه څه دي، چې د هېواد په ټولو ادارو كې روږدي اشخاص يې اخلي. د اداري فساد كچه په افغانستان كې ۲\۸ ده او په دې برخه كې د مبارزې كوم شعارونه، چې پر ژبو جاري دي، لاهم بې نتيجې دي.
ډيرى كتوونكي په دې باور دي، چې اداري فساد په مشرتابه كې دى او كله چې د ناسمو پرېكړو په ترڅ كې افراد پر دندو ګومارل كيږي، ورسره جوخت د هر څه په وړاندې د لوټ او تالان احتمال هم زياتيږي.
په تېرو شپږو كلونو كې پر اداري فساد سربېره له كوكنارو سره مبارزې هم منفي تاثير درلود او د كوكنارو كر، چې د طالبانو د واكمنۍ په وروستيو كلونو كې په بشپړ ډول له منځه تللى اوس خپل اوج ته رسيدلى، په دې مانا چې د كوكنارو كركيلې په افغانستان كې په سلو كې ۹۳ فيصده وده موندلې.
له بلې خوا د وسلې ټولونې له پروسې هم په هېواد كې جدي مراقبت ونه شو او لاهم ويل كېږي، چې نږدې ۱۸۰۰ وسله والې ډلې ټپلې په هېواد كې شتون لري، چې مدام د هېواد امنيتي وضعيت له كړكيچ سره مخ كوي. د دې ترڅنګ د يو شمېر خپل سريو خصوصي امنيتي كمپنيو شتون هم د غور وړ دى، چې په دې وروستيو كې يې يو شمېر د حكومت له خوا وتړل شوې.
لوږې او بيكاري بيا بل فكتور دى، چې د افغانستان ملت ورسره لاس او ګريوان دى او په كليو او بانډو كې بزګر د كوكنارو كر ته لسموي.
كه چېرې د هېواد د كرنې، صنعت، صادراتو، سوداګرۍ او كارموندنې لړۍ ته ځير شو، څرګنديږي، چې نه يوازې دغو سكتورونو وده نه ده موندلې، بلكې زيانمن شوي هم دي.
خو تريوې معمولي كچې روغتيا، سړك جوړونه، پوستي خدمات، د يو شمېر ښوونځيو جوړول، په خصوصي سكتور كې د ۶ مليارد ډالرو پانګونه، ښوونه او روزنه، د قضائيه قوې پياوړتيا او د پارلمان رامنځته كيدل، د امن د ګډې جرګې په لاره اچول او ځينې نور هغه كارونه دي، چې څه ناڅه سړى پرې وياړلى شي او بايد پرې سترګي پټې نه كړل شي.
یادونه: دا ليكنه دكليداوونيزې په ۲۹۶ مه ګنه كې چاپ شوې