لعل اقا شيرين

 

ملي جبهه او له طالبانو سره د هغوى تماسونه

 

د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د لړۍ پردوام دا دى د افغانستان د ملي جبهې وياند ښاغلي سانچاركي منلې، چې  د دغې جبهې او طالبانو ترمنځ هم  پټې خبرې اترې اوتماسونه روان دي. د جبهې د وياند دا اعلان له هغه وروسته مطرح كېږي، چې څو ورځې  وړاندې  وسله والو طالبانوهم  له حكومت سره د خبرو اترو لپاره چمتوالى ښودلى و، خو ويلي و، چې ځينې دولتي كړۍ د دغو خبرواترو په وړاندې خنډ ګرځي.

د طالبانو يوه  قوماندان ملا عبدالرحيم زياته كړه وه، چې  په افغان حكومت كې دننه ځينې په دنده بوختې جنګي ډلې نه غواړي، چې له طالبانو سره خبرې وشي، خو دغه قوماندان د كومې مشخصي ډلې نوم نه و اخيستى، حال دا چې  ډېرى پردې ګروهه دي، چې كيداى شي دا د شمال پخوانى ټلواله وي، چې له طالبانوسره خبرو ته زړه نه ښه كوي. خو اوس د ملي جبهې له لوري د افغان دولت او طالبانو ترمنځ له منځګړيتوبه داسې بريښې، چې له طالبانو سره د خبرو كولو ليواليتا په نورو ډلو ټپلو كې هم پيدا شوېده او ملي جبهې له اوږدې مودې راهيسې دا لړۍ جارې ساتلى ده. دا چې د ښاغلي سانچاركي دا خبرې له كومه سرچينه اخلي بيا هم څرګنده نه ده، خو دومره ويل شوي، چې د  طالبانو او ملي جبهې ترمنځ له پنځو مياشتو راهيسې تماسونه شته دي او خبرې اترې روانې دي. دا چې دا اړيكې د كومو خاصو موخو پربنا راڅرخې بيا هم نه ده جوته ؟ خو هغه څه چې په دې منځ كې څرګند دي، دا دي، چې اوس د افغانستان خلك او نړيوال دې باورته رسيدلې دي، چې بايد له طالبانو سره خبرې وشي او د هغوى د منلو وړ غوښتنوته جدي پام واړول شي.  ملي جبهه  چې  يو وخت د شمالي ټلوالې د يوې برخې په توګه  عملا له طالبانو سره په جګړه  بوخته وه اوس داسې ښكاري، چې په يوه بې ساري  او حيرانوونكي عمل يې لاس پورى، چې د چا هم  پرې باور نشو راتلاى.

ترملي جهبې وړاندې افغان دولت په وار وار له طالبانوسره  د مذاكرې موضوع راپورته كړې، خو ورسره جوخت له يوشمېر جدي پوښتنو سره هم مخامخ شويدي، چې آيا دا خبرې اترې د طالبانو له مشرملاعمرسره دي او كه دوهم او درېيم لاس طالبانو سره؟ حال داچې لاهم د ملاعمر نوم د امريكا په هغه تورليست كې شامل  دى، چې د تروريستي حملو نسبت وركول كېږي او هغه ځوابونه، چې افغان دولت په دې لړكې مطرح كړې هم دي ، ټوليزاو ډېر ګنګ دي او وايي هرهغه څوك، چې د افغانستان اساسي قانون ومني ورسره خبروته چمتو دي.

په هرصورت د ملي جبهې له لوري له طالبانو سره د تماسونو د لرلو له اعلان وروسته طالبانو په كلكه دا خبرې رد كړي او وايي، چې دوى له ملي جبهې سره هېڅ ډول اړيكې نه لري، خود جبهې وياند وايي، چې د طالبانو يوشمېرجګپوړيو قوماندانانو هم دغو خبرو اترو ته چمتوالى ښودلى دى. حال داچې قاري يوسف احمدي رسنيو ته د يوه ناڅرګند ځاى څخه ويلي دي، چې نه دوى له ملي جبهې سره خبرې كړي او نه په راتلونكي كې دا وړ كوم پلان لري، خو جالبه دا ده، چې څه وخت وړاندې همدغه طالبان، چې اوس له ملي جبهې سره د خبرو  اترو مسئله ردوي پرمجاهدينو غږ كړى و، چې له دوى سره دې يوځاى شي او په افغانستان كې دې د بهرنيوځواكونو په وړاندې ودرېږي. په هرحال خو د پوښتنې او اندېښنې  وړ خبره داده، چې ولې په رښتنې توګه افغان دولت، طالبان او يانورې افغاني ډلې دغو خبروته لبيك نه وايي او تل ضدونقيضي خبرې كوي، چې نه د افغانستان د ملت په درد خوري او نه هم څوك پرې باور كولاى شي؟ د افغانستان د سياسي چارو شنونكى او د ارادې ورځپاڼې مسوول مديرفضل الرحمن اوريا وايي، چې دا ډول هلې ځلې يوازې او يوازې يوې داسې سياسي لوبې ته پاتې كېږي، چې د هېواد د عامه وګړو ذهنيت خرابوي، هغه وويل: (( يك نوع بازى سياسى است به خاطرمغشوش ساختن اذهان مردم.)) ښاغلى اوريا پردې هم باوري ښكاري، چې ملي جبهه لا هغو پوړيوته نه ده رسيدلې، چې له طالبانوسره دې د خبرو اترو وړتيا او ظرفيت ولري او د دولت او طالبانو ترمنځ دې د خبرو زمينه مساعده كړي، هغه وايي: (( جبهه ملى نه ظرفيت اين را دارند و نه توانمندى اينرا كه نخست خودشان باطالبان كناربيايند و بازميان تيم كرزى و طالبان زمينه ګفتګو را فراهم سازند، اين ممكن نيست.))

د  بن كنفرانس او پرطالبانو سترګي پټول

كه چېرې د افغان دولت  او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو ماضي ته نظر وكړو ليدل كېږي، چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو موضوع له ډېرې مودې راهيسې يو له هغو اوږدو بحثونه څخه ده، چې كله ډېره ګرمېږي او كله هم يخي اوبه پرې تويې شي.

ډيرى هغه بهرنيان او ډپيلومان ،چې د افغانستان په قضاياوو كې ځانونه دخيل ګڼې په دې باور دي، چې د ملګرو ملتونو اود امريكا بانفوذه استازو لكه خليلزاد او لحضر براهيمي ترټولو ستره سهوه دا وه، چې د بن په كنفراس كې يې طالبان له پامه وغورځول او په حكومت كې يې شريك نه كړل.

د كتونكو په وينا هغه مهال طالبان په يوه كمزوري ځواك بدل شوي وو او هرډول بلنې ته يې لبيك وايي ، چې له امله به يې افغانستان د نننيو خونړيو پيښوشاهد نه واى.

او همدا علت دى، چې نن ورځ افغان دولت او  په حكومت كې يوشمېر بانفوذ كړۍ  له دې ټولو پورتنيو تحليلونو او نظرونو سره سره له طالبانو سره خبرو اترو ته چمتوالى ښيي.

څه وخت وړاندې د افغانستان جمهور رئيس حامد كرزي اعلان كړه، چې د طالبانو د ملاعمر ادريس نه لري او كه چيرې دا ادرس يې لرلاى خپله يې خبرو اترو وردانګل  او له هغه څخه يې غوښتنه كوله، چې په واك كې ورسره شريك شي او له جنګ او جګړو لاس واخلي.

لكه څنګه چې پورته نغوته وشوه طالبانو هم كله ناكله دا ډول اعلانونه كړې او وايي، چې افغان دولت بايد د وړاندې شرط په توګه له افغانستان څخه د بهرنيوځواكونو وتل ومني او په دې ډول به دوى  په دولت كې د ګډون او خبرو اترو لپاره  تيارشي.

 خو جالبه دا ده، چې دا خبرې په ټوليزه  توګه د طالبانو د قوماندانانو اويا د دوهم لاس طالبانو له لورې كېږي او له هغه وروسته، چې د څو ورځو لپاره كورنۍ او بهرنۍ رسنۍ پرې بوختې شي، ناڅاپه  له يوه ناڅرګند ځاى څخه د طالبانو يوتن مشر راپاڅېږي او لكه د اوس په څېر دا  ټولې خبرې ردوي او په دې توګه له طالبانو سره د دولت خبرواترو اود  سولې په سكروټو سړي اوبه توييږي او له ذهنونو وځي.

 

افغان دولت رښتيا هم بې وسه دى؟

د روانې مياشتې په لومړيو كې د طالبانو قوماندان ملا عبدالرحيم اعلان وكړ، چې له افغان دولت سره خبرو ته چمتودي او ورپسې  د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم د دې خبرې پخلى وكړ، خو جالب ټكى دا دى لكه څنګه چې طالبانو ويلي دي د افغان دولت په دننه كې د شمالي ټلوالي د مجاهدينو ځواكمنه ډله واكمنه ده، چې افغان دولت ته له طالبانو سره د خبرو  فرصت نه وركوي او د تل لپاره دا خبرې  له خنډ سره مخ كوي.

 پردې سربيره ملا عبدالرحيم  ويلي دي، چې بهرنيو ځواكونو هم افغان دولت ته دا صلاحيت نه دى وركړى، چې له طالبانو سره دې خبرې وكړي. د هغه په خبره د  جمهور رئيس كرزي دولت په دې منځ كې بې واكه دى، چې په يوه  دا وړ  اقدام لاس پورې كړي او د افغانستان لانجې ته پاى وركړي. 

خود كارپوهانو په وينا طالبان فكر كوي امريكايانو، چې د ملاعمرپرسر د ۲۵ مليونه ډالرو جايزه ايښې او تراوسه هم دا جايزه په خپل ځاى ده، نو د جمهور رئيس كرزي ويناوې ورته جدي نه ښكاري او د همدې لپاره دا وړ يو شرط رامطرح كوي.

 د طالبانو او ورپسې د ملې جبهې دا اعلانونه په داسې وخت كې خپاره شول، چې د هلمند ولايت نوي والي ګلاب منګل اعلان كړى و، چې له طالبانو سره خبرو اترو ته حاضردى او دا لاره به په هلمند كې د هغوى په وړاندې خلاصه پرېږدي . له دې اعلان وروسته د معمول په څير د طالبانو وياند قاري يوسف يوځل بيا وويل، چې طالبان په دې شرط له افغان دولت سره مذاكرې ته تياردي، چې بهرني ځواكونه د افغانستان خاوره پرېږدي.  او دا بيا داسې يو شرط دى، چې نه بهرنيو ځواكونوته د منلو وړدى اونه هم افغان دولت د داسې ايستلو وسه لري.

 د كارپوهانو په وينا كه څه هم چې  افغان دولت د كمزورى او څو ډلې توب په جال كې راښكيل دى او د شمال د پخوانى ټلوالې مشران تراوسه هم د دولت په تصميم ګيريو كې رول لري، خو د ملي جبهې له خوا، چې دغې ټلوالې يوه  برخه وه  دا وړ يو اعلان د غور او مكث وړ دى، چې آيا د كومو موخو او فشارونو په سبب به دغه منځګړيتوب ته اړوتې وي؟ آيا بهرنيوځواكونو خوبه نه وي مجبوركړي، چې له طالبانو سره په يوه ټغركيناستوته چمتوشي او كه نورې خبرې د پردې ترشا رواني دي؟

پردې سربيره ډيرى كارپوهان، خو له بنسټه له طالبانو سره د ملي جبهې خبرو اتروته د شك په سترګه ګوري او وايي، چې لاهم د دغې جبهې اصلي موقف د افغان دولت په وړاندې نه دى څرګند، چې په مخالفت كې يې واقع ده او كه ورسره هم غاړې ده؟ دوى واى كه چيرې دا ستونزپرخپل ځاى وى نو بيا څنګه كيدلى شي، چې ملي جبهه دې د طالبانو او حكومت ترمنځ منځګړيتوب وكړي؟ سياسي كارپوه محمد اسلم افضل په دې اړوند داسې وويل: (( من به اين باور هستم كه رهبرى اصلى طالب ها حاضرنيستند كه با جبهه ملى صحبت كنند.)) د هغه په خبره افغان دولت، د سولې د ټينګښت كميسون مشر او ملى جبهه له هغو طالبانو سره د خبرو ببولالې غږوي، چې شړل شويدي او د افغانستان د وضعيت په بهبود كې كوم څرګند رول نه لري، هغه وايي: (( پس وقتى ازپنج ماه بدينسو جبهه ملى و ازيكسال بدينسو دولت با طالب ها مذاكره دارند، علت اين نا امنى ها چيست؟))

 

آيا طالبان خودمختاره دي؟

په هرحال لكه څنګه، چې پورته اشاره وشوه د طالبانو قوماندان ملا عبدالرحيم ويلي دي، چې د افغان حكومت په دننه كه د پخوانيو مجاهدينو يوه ځواكمنه ډله واكمنه ده( موخه به يې شمالي ټلواله وي) او له طالبانو سره د خبرو اترو په وړاندې خنډ ګرځي او بهرني ځواكونه هم په خپل وارسره  جمهوررئيس كرزي ته دا صلاحيت نه وركوي، چې له طالبانو سره كينې او خبرې وكړي،خو آيا دا د پوښتنې وړ نه ده، چې آيا همدا طالبان، چې د افغان دولت د بې وسۍ ببولالې غږوي په خپله خودمختاره دي او كه څنګه؟ د هېواد د سياسي كتونكى محمد عباس اكبرزي په باور كه چېرې افغان دولت له طالبانو سره د خبرو كولو صلاحيت ونه لري، نو طالبان خو يې بيخې نه لري او كله هم په خپلواكه توګه پرېكړه نه شي كولاى، هغه وايي: ((طالبان د القاعدې شبكې  يو ښاخ دى، داسې يو ښاخ، چې د القاعدې مشران  كله هم ورته دا اجازه نه وركوي، چې په دا ډول يوه سازش لاس پورې كړي او د القاعده ډلې اوسنى موقعيت له ګواښ سره مخ كړي.))

په هرحال د كارپوهانو د دې نظرپه څنګ كې  په افغانستان كې د مېشتو بهرنيو امريكايي ځواكونوپه اړه هم ويل كېږي، چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو  پلوي نه دي او داځكه چې د دغو خبرو اترو له بريالي كيدو وروسته امريكا بيا په كوم نوم او پلمه په افغانستان كې پاتې كيدلى شي؟

اى اس اى اونورې پاكستانى حلقې هم په دې برخه كې چوپې نشي كيناستى، چې افغان دولت په دومره اسانۍ او ارزانۍ خپل مخالفين، چې هغه په هرې ډلې پورې اړه ولري  ترستونې تېركړي. د نيشه يي توكو مافيا هم له دا ډول مذاكراتو نشي خوندي كيدلى او سخته ضربه ويني، دا مافيا هم نه غواړي، چې له يوې زيان رسوونكې پېښې سره مخ شي، نو په دې توګه دا امكان، چې طالبان، افغان دولت او يا ملي جبهه  دې وكولاى شي له يوبل  سره خبرې وكړي او يادې د ملې جبهې منځګړيتوب ومنې، ډېركمزورى ښكاري او څوك  هم په دا وړ اعلانونو باور نه شي كولاى.

ملي جبهه كومې موخې تعقيبوي؟

دا چې له طالبانو سره خبرې به مثبته پايله لري او كه نه يوه پرخپل ځاى خبره ده، خو دا چې د ملي جبهې وياند اعلان كوي، چې له اوږدې مودې راهيسې له طالبانو سره اړيكې لري  او د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د تفاهم او خبرو  زمينه برابروي په خپل ځاى د خورا اهميت  او غور وړده.  د ملي جبهې وياند ښاغلي فاضل سانچاركي په خپلو خبرو كې يوازې د دغې مسئلې له پرمختګه پرده پورته كړې، خو دا نه دى څرګند شوى، چې دا اقدام تركومې كچې مخته تللى او له كومو قوماندانانو او يا د طالبانو له كومو چارواكو سره خبرې شوې دي؟

دا چې ملي جبهه په خورا صراحت له طالبانوسره د خبرو د پيل خبره كوي او هغه د افغانستان د ثبات لپاره مهمه ارزوي  داسې ښكاري، چې دا كار د هېواد د سياسي مصلحتونوپربنياد استواره دى نه د ملت د غوښتنو پربنياد.

ډيرى پردې ګومان دي، چې له طالبانوسره  د خبرو او د ملي جبهې او طالبانو ترمنځ د اړيكو افشا كول كيداى شي په دې مانا وي، چې يوازې د طالبانو د قوماندان ملا عبدالرحيم په وړاند يې غبرګون ښودلى وي، چې ويلي يې وو د افغان دولت دوه لاسه كيدلو يې د خبرو لړۍ ځنډولې ده. خو اوس وليدل شول، چې ملي جبهې وښودله، چې دوى له طالبانو سره د افغان دولت  د خبرو مخالفت نه كوي او په خپله هم د همداسې يوې لارې په لټه كي دي او كه  چېري يو وخت طّالبان يوځل بيا په افغانستان كې په واك كې شريك كړاى شي، د دغې جبهې د مشرانو پرضد به له دښمنۍ نه ډك سياست ونه لري.

ډيرى كارپوهان پردې ګروه دي، چې ملي جبهې په خپل دغه اعلان غوښتې دي، چې د طالبانو زړه خپل كړي او كه چېرې يو وخت طالبان د افغانستان په راتلونكې اجرايي سياست كې برخه ترلاسه كړي د ملي جبهې د غړو لپاره ستونزې ونه زېږوي.

طالبانو په خپله زړه ماضي كې داسي چلند درلود، چې د خپلو سيالانو په وړاندې يې له خورا سخت زړه توبه كار اخيست او د هغوى يې د بربادى ترپولې رسول. د طالبانو په تېره ماضي كې ليدل شوي دي، چې دغې ډلې د خپلو مشرانو د فرامينو او حكمونو د ترسرنې په برخه كې له خورا قاطعيت او توندۍ كار اخيستى او همدا اوس هم دې چلند د مخالفانو په وړاندې بدلون نه دى موندلى. په وار وار رسنيو خبرونه خپاره كړي، چې طالبانو يوشمېرهغه كسان، چې د هغوى په وينا افغان دولت او بهرنيوځواكونوته يې جاسوسي كوله وژلي دي.

په نن او سبا كې د افغانستان سياسي حالاتو لږڅه ژوربدلون موندلى دى او په هغه كې له طالبانو سره خبرو اترو ته لومړيتوب وركول كېږي، حال دا چې شپږكاله وړاندې هغه وخت، چې د افغانستان د نوي سياسي جوړښت طرحه وښندل شوه او په افغانستان كې د جمهور رئيس حامد كرزي پرمت موقت حكومت رامنځته شو، طالبانوته د يوې ماتې شوې ډلې په سترګه كتل كيدل او چاهم دا ګومان نه كاوه، چې بيا دې دومره ځواكمن او پياوړي شي او ان ټرانسپورټي او د لېږد رالېږد لارې دې وګواښي.

نن سبا شپږ كاله وروسته طالبانو يوځل بيا خپل صفونه برابر كړې او د دولت او نړيوالو ځواكونو په وړاندې د يوې وسله والې ډلې په توګه عرض اندام كوي او نړيوال ځواكونه هم له هغوى سره د مبارزې په برخه كې پاتې راغلي ، چاودنې كوي، ځانمرګي بريدونه كوي او افغان او نړيوال ځواكونه په نښه كوي او د مرګ تربريده يې رسوي، خو اوس اوس ليدل كېږي، چې ډېرى نړيوالې سرچينې او پوهان هم د افغانستان په سياسي جوړښت كې د طالبانو راګډول اړين بولي او وايي، چې له هغوى پرته په افغانستان كې ثبات نه شي راتلى.

په داسې يوه حالت كې، چې مخكې هم ورته اشاره وشوه دا ټول د بن د كنفرانس له ناوړه پايلو بريښې، چې طالبان هير شول، خو اوس چې ملي جبهه په افغانستان كې  د واك له سترو برخه لرونكو شمېرل كېږي له طالبانو سره د خبرو اترو ببولالې غږوي. خو كله چې ليدل كېږي ملي جبهې په تېر وخت كې كله هم له دې مسئلې سره جدي چلند نه دى كړى سړى حيرانېږي او پوښتې نن څه وشول، چې دا جبهه د دغو خبرو ملاتړكوي؟ دا به په دې مانا وي چې دا جبهه په افغانستان كې د واك يوه ستره برخه لرونكي او اوس په دې پوهېدلې ده، چې د افغانستان په سياسي جوړښت كې د طالبانو د شريكولو كورنۍ او بهرني هڅې روانې دي او كه چېرې دوى له دغۍ لړۍ لري پاتې شي او يا يې مخالفت وكړي په راتلونكې كې به له ستونزو سره مخ شي او همدا لامل دى، چې مخكې له مخكې يې غمه خوري اود خپلې راتلونكې  لپاره تياري كوي او اندېښنې لري كوي. هغه وخت چې طالبانو قدرت لاره، هغه كسان چې اوس  د ملي جبهې ستره برخه جوړوي له طالبانو سره په وسله واله نښته كې ښكېل وو او د يوه او بل مرى يې كېكاږلې، خو نن ورځ داكسان، چې د افغانستان په راتلونكې كې، چې ټاكنې هم مخ په نږدې كيدو دي او د طالبانو د شريكولو په اړه نړيوالې ارزونې هم كېږي، نه غواړي، چې د خپل راتلونكي شريك په ذهن كې له دښمنۍ ډك ذهنيت تداعي كړي.

طالبان او نورډلې څه غواړي؟

له هغه وروسته، چې د ملي جبهې وياند له رسنيو سره  د طالبانو د مذاكراتو خبره وكړه او په دې برخه كې يې د منځګړتابه رول جوت شو، رسنيو دغه مسئله جدي وګڼله اوكارپوهانود موضوع په بېلابېلو اړخونو  رڼا واچوله.

خو له دغه اعلان څخه  لادومره وخت نه و وتلى، چې طالبانو په كلكه دا خبرې  رد كړي او ويې ويل چې هېڅ كله هم دا وړ پلان نه لري. د طالبانو له خوا د ملي جبهې غوښتنې او له هغوى سره د نه مذاكرې اصل ممكن دوه سترعلتونه ولري . يودا چې طالبان پرملي جبهې بې باوره دي اوبل دا چې طالبان په خپل دغه كار غواړي، چې ملي جبهه تېرباسي. څرګنده ده، چې څه موده وړاندې طالبانو حكومت په دوه لاسي توب تورن كړى و او په يونه يوډول يې دا اشارې كولې، چې ګواګې د شمال پخوانۍ ټلواله، چې ځينې جګپوړي دولتي چارواكي يې غړي دي له طالبانو سره د خبرو لړۍ له خنډ سره مخ كوي.

اوس طالبان په ښكاره توګه له ملې جبهې سره د خبرو اترو لړۍ ردوي او د ملي جبهې وياند سانچاركي  له دغو خبرو پرده پورتكوي  او د طالبانو منكرېدل د هغوى په داخلي چارو پورې اړوند ښيي، خو له دې هم سړى نه شي منكريدلى، چې د دغې جبهې له خوا د نا څرګندې سياسي موضع ګيرى له امله طالبان پردغې جبهې بې باوره شويدي.

ملي جبهه، چې له جوړېدو راهيسې يې نږدې يو كال تېرېږي ځينې غړي يې د حكومت جګپوړي چارواكي جوړي او يوشميرنوريې د ملي شورا غړي هم دي، خو په دې نه دي توانيدلې، چې د منسجموتشكيلاتو په توګه د اداري فساد د له منځه وړلو په برخه كې كارنډه ونډه ولري.

البته دا په داسې حال كې ده، چې د ملي جبهې ځينو غړو كله ناكله دا ببولالې هم غږولي، چې ګواكې په حكومت كې د مجاهدينو ونډه كمه ده. مارشال محمد قسيم فهيم ،چې د دغې جبهې يو جګپوړى غړى دى د سيد مصطفي كاظمي په مراسمو كې يې په حكومت كې د مجاهدينو له كمرنګه رول څخه سروټكاوه او له هغه وروسته د انرژى او اوبو وزير اسماعيل خان هم په هرات كې د امنيت د نشت پړه له مجاهدينو سره د حكومت په ناسم چلند واچوله، خو دا انتقادونه له داسې يوه دولته، چې د ملي جبهې غړي په كې لوړې څوكۍ لري ، لرې بريښې چې د دغې جبهې هيلې دې راكمي شي او لږ اغيزتوب يې د هېواد په سياسي وضعيت كې توجيه كړل شي.

له دې سره سره، چې د ملي جبهې غړي د افغانستان په دولت كې غړيتوب لري او له اره يې اكثريت په برخه شوى دى دا تمه شته دى، چې  د دغې جبهې غړي  به وكولاى شي، چې په حكومت جوړونه ، ملي شورا او د حكومت په ټولنيز تشكيلاتي جوړښت اغېز وښندي، خو دا هيله هېڅكله هم نه ده ترسره شوې او نه يوازې ملې جبهې د حكومت په تقويه كولو كې مرسته نه ده كړې، بلكې بيا بيا يې  پرې سخت انتقادونه كړي.

داسې ښكاري،چې د ملي جبهې د غړي تابه پلاوي په دولت كې د نظام او د حاكم سياسي وضعيت د تقويې لپاره يې ځان مسوول نه دى گڼلى، بلكې په دې لټه كې ده، چې دا جبهه وكولاى شي واكمنې قبضه كړي، خو اوس داسې نه ښكاري ،چې دا هيله دي د ملي جبهې لپاره د ترسرنې وړ نه وي، په دې دليل چې خلك په قضاوت سره د نننيو كړنو په رڼا كې ټاكنې كوي او د افرادو او ډلو په ملاتړ راوځي.

په دې كې هېڅ شك نشته ، چې كيداى شي په دولتي چوكاټ كې د ملي جبهې بې اغېزتوب طالبان پردوى بې باوره كړې وي او د يوه جدي اړخ په توګه پرسترګي پټې كړي.

د يوې ټوليزې پايلې په توګه ويلاى شو، چې په داسې وړ شرايطو كې، چې  طالبان خپلې جلا، افغان دولتي خپلې او د هېواد نورې ډلې ټپلې خپلې خپلې غوښتنې لري دا مذاكرې دې  د عمل په جامه سينګارشي. ځكه چې د پردې ترشا نورې خبرې دي او دا شك پيداكوي، چې ګواكې هر لورى د خپلو ګټو د خونديتوب په لټه كې دي، نه د ملت او ځكه چې دا هرڅه د اړخونو په خبرو كې له ورايه څرګندېږي، چې خپلې موضع ګانې نه په داګه كوي.