هغه اردو، چې ټانګ، توپچي او هوايي ځواك ونه لري،
هغه اردو، چې ټانګ، توپچي او هوايي ځواك ونه لري، اصلا اردو نه ده
لعل اقا شيرين
د طالبانو له پرځيدو وروسته، چې د افغانستان د نوي سياست جوړښت لپاره په بن كې كومه غونډه وشوه، د هغې له مهمو ټكواو پرېكړو څخه يوه هم د افغانستان د ملي پوځ رغونه او جوړونه وه، چې پرې زيات بحثونه وشول او د افغانستان لپاره د ۷۰ زره كسيزې اردو په جوړولو سلا وشوه.خو نه يوازې په تېرو شپږو كلونو كې دغه شمېره بشپړه نه شوه، بلكې افغان دولت وار په وار پر دې باوري شو، چې افغانستان لږ ترلږه د يوې دوه سوه زره كسيزې اردو ته اړتيا لري.افغان دولت په تېرو شپږوكلونو كې د ملي پوځ د ۷۰ زره كسيزې شمېرې د بشپړاوې په موخه په داوطلب ډول د سربازانوجذبولو ته اوږه وركړه او د افغانستان د دفاع وزارت نوي څرګندونې ښيي، چې افغان دولت دم ګړۍ د ۶۰ زره كسيزې اردو څښتن دى، چې كراركرار به يې شمېره د ۱۳۸۷ كال تر وروستيو ۸۶ زره تنو ته ورسېږي. دغه شمېره كه څه هم، چې په اړينه كچه د افغانستان غوښتنې نه شي ځوابولى، خو تر پخواني اټكله، چې د بن په تړون كې شوى و، ښه برېښي.
افغانستان په خپله زړه ماضي كې د سيمې په كچه د يوې مجهزې اردو څښتن و، خو د وخت تاړاكونو او د كمونيستي رژيم واكمنتيا او پر افغانستان د روسانو يرغل د هېواد ملي پوځ ګډوډ كړ او اردو يې د ملي توب له كرښې د سياسي كيدو پر لور راښكله.
خو له دې ټولو سره سره بيا هم افغانستان لږ ترلږه د ډاكټرنجيب د واكمنۍ تر پايه پورې د اردو په نوم د مجهزو تشكيلاتو خاوند و، چې هېواد ته د مجاهدينو په راننوتلو سره له بيخه ونړيد.
د مجاهدينو د واكمنۍ او حكومتدارۍ پر مهال، چې افغانستان په تېره بيا د كابل ښار د تنظيمي جګړو ښكار شوى و د اردو يو زيات شمېر افسران، صاحب منصبان او سرتيري يا د مجاهدينو په ليكو كې ځاى پرځاى شول، يا هم په كور كيناستل او يا هم له هېواده تېښتې ته اړ شول او هغه برخه يې، چې په هېواد كې دننه پاتې وو او په افغانستان كې يې د نوي سياسي جوړښت له جوړيدو وروسته په اردو كې د دندې د ترسره كولو غوښتنه درلوده، په هغه او دغه له دندې ګوښه او تنقيض شول.
لكه څنګه چې پورته اشاره وشوه، افغانستان ته د مجاهدينو په راتګ سره د هېواد پوځ په بشپړه توګه وپاشل شو او له هماغه راهيسې بيا ترننه پورې، چې نږدې ۴۰زره بهرني سرتيري په افغانستان كې مېشت دي. د هېواد ټولو سرحدونو خپل دفاعي قابليت له لاسه وركړى او همدا لامل دى، چې ورځ تربلې په هېواد كې د نا امنۍ او جګړې ګراف پورته خېژي او امريكا او ناټو افغانستان ته د خپلو سرتېرو د زياتولو فكر په سر اخيستي دي.
حال دا چې د دغه بحران د مهارولو اساسي او بنسټيزه يوازينۍ لار د څومره والي او څرنګوالي له مخې د افغانستان د ملي پوځ تقويه كيدل او تجهيزيدل دي.
افغان اردو ته د هغه د نړيوالو ملاتړو كمه توجه كېداى شي افغانستان له يوه اړودوړ سره مخ او د جګړې بحران، چې خامخا په كې د ګاونډيو هېوادونو لاسوهنه هم نغښتې ده، لاپسې زور واخلي. ګاونډي هېوادونه همدا اوس اوس په دې لټه كې دي، چې د افغانستان ملي پوځ له بشپړې روزنې لرې پاتې شي، څو افغانستان د تل لپاره د يوه بې وسه هېواد په توګه مطرح وي. د پاكستان د وخت صدراعظم نوازشريف څو كاله وړاندې په ډېر وقاحت څرګنده كړې وه، چې د افغانستان ملي پوځ د هغه د هڅو په پاى كې له بېخه نړيدلى دى اوهغه خپل دغه كار په خپل ټول ژوند كې د پاكستان لپاره تر ټولو ستر خدمت بللى و.
د افغانستان ستراتيژيك موقعيت
د طالبانو د څوكلنې واكمنۍ له ړنګيدو وروسته، چې نړيوالو د افغانستان لپاره د بن كنفرانس په لاره واچاوه د هېواد له پولو څخه يې د ساتنې په موخه د ۷۰ زره كسيزې اردو طرحه رامنځته كړه، چې دا به د افغانستان په راتلونكي تاريخ كې له افغانانو سره د نړيوالو ملاتړو د جفا او نه پاملرنې ستر څپركى ډك كړي.
د افغان پوځ ځېنو ماهرينو بيا بيا دا غږ اوچت كړى، چې افغانستان د خپل ستراتيژيك موقعيت له كبله په داسې يوې اردو، چې شمېر يې لږ وي، خپلو دفاعي موخو ته نه شي رسېدى. خو دا چې ولې د افغانستان نړيوال ملاتړ د دغه غږ په وړاندې چوپه خوله غوره كړې، د پوښټنې وړ موضوع ده.
پروسږكال د بروكسل له سفر نه د افغانستان د دفاع وزير له راګرځيدو وروسته داسې وړاندېزونه وشول، چې ګواكې د افغانستان د ملي پوځ د سرتېرو شمېر به ۲۰۰ زره تنو لوړ كړاى شي، خو وورسته بيا وليدل شول، چې افغان دولت په دغه برخه كې كومه جدي لاسته راوړنه نه درلوده. سږكال د ناټو د دفاع وزيرانو غونډه په ليتوانيا كې جوړه شوه اود افغانستان د دفاع وزارت چارواكو څرګنده كړه، چې د افغانستان د ملي پوځ شمېر به ۸۶ زره تنو ته لوړ كړاى شي، خو جالبه داده، چې په واقعي توګه نه ليدل كېږي، چې نړيوالې ټولنې دې د افغان پوځ د پوره سمبالښت او تجهيز فكر كړى وي.
د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي، چې په افغانستان كې د يوه بهرني سرتيرې پر مصرف له ۶۰ نيولې تر۱۰۰ تنو پورې افغان سرتېري مجهز او روزل كيدلى شي. كيداى شي له دغې څرګندونې څخه د افغانستان د دفاع وزارت د چارواكو موخه دا وي، چې نړيوال دې په افغانستان كې د خپلو سرتېرو د زياتولو پرځاى د افغان پوځ روزنې ته جدي پاملرنه وكړي، ځكه په دغه كار سره له يوې خوا جګړيز فعاليتونه په بشپړ ډول اردو ته سپارل كيداى شي او له بلې خوا د بهرنيو ځواكونو د شتون په اړه د ځينو كړيو حساسيت هم كميدلى شي.
كه چېرې د جنرال ظاهر عظيمي پورتنۍ وينا په جدي توګه وارزول شي، امريكا او نور ملاتړي هيوادونه د جګړيزو او محاربوي فعاليتونو د مصرف په راښكته كولو سره نه يوازې د افغان پوځ لپاره د ۲۰۰ زرو تنو شمېره په نظر كې نيولى شي، بلكې د افغانستان لپاره د پنځه سوه زره كسيز پوځ مصارف هم برابرولى شي.
افغان پوځ كه مجهز شي د جګړې ښه وړتيا لري
كه چېرې په تېرو دووكلونو كې د افغان پوځ كارنامو ته ځېر شو، ليدل كېږي، چې دغه په لږ شمېر كې پوځ هم ډېر ښه ځليدلى دى. حاضردم د افغانستان ملي پوځ په دې توانيدلى دى، چې كورنى او بهرنى باور خپل او د يوې ډاډمنې دفاعي موسسې په توګه د پانګونې جوګه شي. همدا چې څه موده وړاندې نږدې لس مليارده ډالره د اردو د تجهيز، روزنې، تشكيلاتو او تاسيساتو له پاره ځانګړي شول د دې مانا ښندي، چې د ملي اردو په دننه كې هغه ظرفيتونه، چې هيله يې كيدله لوړ شويدي. تېركال د افغانستان ملي پوځ په څو بېلابېلو لكه ژاله، شمشاد، خيبر، ميوند او په وروستي ځل د موسى كلا په ظفر نومي عملياتو كې ګډون وكړ او ويې وښوده كه لږ مجهزاو پياوړي كړاى شي نه يوازې د طالبانو اود افغان دولت د نورو مخالفينو په وړاندې د جګړې وړتيا لري، بلكې له افغانستان څخه به د لاسوهونكو هېوادونو د لاسونو په لنډولو كې هم ښه رول ولري. د اشيا فاونډيشن( اسيايي بنياد) د ۲۰۰۶ كال په يوه سروې كې، چې له عامو وګړيو سره د مركو پر بنسټ برابره شوې وه، دا په ډاګه كېده، چې په سلوكې ۸۷ تنو پرافغان ملي پوځ پوره ډاډ درلود او په دې باوري وو، چې ښه جګړه ييزمورال لري.
خو ډېرى كارپوهان، چې دې موضوع ته په انتقادي نظر ګوري پر دې باور دي، چې د افغانستان په قضيه كې ذيدخلې خواوې د خپلو ستراتيژيكو ګټو له مخې د افغان اردو پياوړي كېدو ته ډېره علاقمندي نه ښايي.
ډګروال اقامحمد چرخي، چې نږدې ۱۵ كاله يې د افغانستان په پوځ كې دنده ترسره كړې په دې اړه وايي: ((امريكا در افغانستان عمق ستراتيژيك دارد و به اين زودى افغانستان را ترك نه خواهد ګفت، بنا نمى خواهد افغانستان داراى اردوى قابليت پذير و توانا باشد تا به خروج اين نيروها شرايط فراهم شود.))
د ولسي جرګې د دفاعي كميسيون غړى ښاغلى صافي پورتنۍ خبرې مني او زياتوي، چې ښايي دغه هېوادونه خپله ګټه په همدې كې ويني، چې د ملي اردو د تقويې او زياتولو پرځاى خپل سرتېري زيات كړي، هغه وويل: (( منافع خويش را درين مى بينند كه به جاى تقويه اردوى ملى به ازدياد افراد خويش بپردازند.))
په هرحال داسې هم نه ده، چې ګواكې په تېرو پنځو شپږوكلونو كې دې د ملي اردو د بيارغونې په برخه كار نه وي شوى، بلكې ډېرې هڅې شوې او داسې مياشت به نه وي، چې د ملي اردو له تعليمي او روزنيزو مركزونو څخه دې سرتيري د فراغت سندونه ترلاسه نه كړي، خو هومره تمه چې د جمهور رئيس حامد كرزي د موقتې اداري پرمهال له خلكو سره وه، د بيا رغونې چارې يې چټكې نه دي او لا هم ګڼې ستونزې پرځاى پاتې دي، چې بايد ورته پاملرنه وشي. دا چې په تېرو شپږوكلونو كې افغان دولت او نړيوال د افغانستان د ملي پوځ د روزولو په برخه كې بريالي دى او كه نه هغه پوښتنه ده، چې لا يې هم څوك په اساسي توګه ځوابولى نشي او دا ځكه چې لاهم د ملي اردو سرتيري په هغو وسايلو او تجهيزاتو، چې د يوې اردو له شان سره برابر وي، نه دي سمبال شوي. ځاى ځاى د ملي اردو سرتېرو د جګړې پرمهال له رسنيو سره منلي، چې د دوى امكانات لږ، وسلې يې زړې او معاشونه يې كم دي. او داچې د افغانستان د ملي اردو دسرتېرو شمېره نه بشپړېږي يولامل يې دا هم بلل كېږي، ډېرى وخت د ملي اردو سرتېري سربيره پردې چې تلفات وركوي ، خپلې دندې پرېږدي او تښتې، خو جنرال ظاهر عظيمي وايي، چې د تجهيزاتو له پلوه د ملي اردو لپاره نوي تجهيزات په نظر كې نيول شوي او تېركال يې يو شمېر درندې وسلې ترلاسه كړيدي. مګرد معاشونو او امتيازاتو په اړه وايي، چې دوى يې هم د زياتولو په هڅه كې دي. د هغه په خبره د ملي اردو هر سرتېرى د لومړني قرارداد له مخې پر۵۰۰۰ افغانۍ معاش سربيره ۳۰۰۰ سيمه ييز امتياز هم اخلي، چې په ټوليزه توګه ۸۰۰۰ افغانيو ته رسېږي.
هغه زياتوي، چې د ملي اردو هر سرتيرى په كال كې دوه ځله خپل كور ته د تلو حق لري او پوره سفرخرچ وركول كېږي، نوموړي وويل: (( ما در تلاش هستيم كه يك امتياز ديګرى بنام دورى از فاميل را در نظر بګيريم و در صوريتكه كسى تجديد قرارداد كند ۲۵۰۰ افغانى معاش بيشتر برايش داده مي شود كه جمعا بيش از۱۰۰۰۰ اففاني مي شود.))
د ملي اردو پخوانى افسر ډګروال محمد سروش د هرې ټولنې او ملك لپاره د مجهزو وسله والو قوتونو پر شتون ټينګار كوي، چې په نشت كې يې د امنيت او سولې ضمانت څوك هم نه شي كولاى، هغه وويل: (( د اردو او وسله والو قوتونو شتون په هر هېواد او ملك كې، د امنيت او سولې د ټينګښت په برخه كې يو مظبوط دفاعي فكتور ګڼل كېږي، چې په نه موجوديت او كمزورتيا كې يې د هرج و مرج او بې نظمۍ د ختميدو هيڅ تضمين او ضمانت نه شته دى.))
د سږني كال د غويي په ۲۳مه نېټه په پوله كې د افغان او پاكستاني سرتېرو ترمنځ هغه مهال نښته وشوه، چې پاكستاني سرتېرو خپله يوه امنيتي چوڼۍ د ډيورند له كرښې ديخوا جوړوله. په دغه جګړه كې نه يوازې پاكستاني سرتېرو پر افغان ځواكونو بريد كړى و، بلكې څو كيلومټره له پولې ديخوا هم را واوښتل، چې بالاخره د ځايي اوسيدونكو پرمټ په شا شول.
د كارپوهانو په باور دا وضعيت د دې ښكارندويي كوي، چې د پاكستان حكومت پر خپل اته سوه زره كسيز مجهز پوځ غره دى او په هره برخه كې غبرګون ښودلى شي. دغه كارپوهان پوښتي كه چېرې افغان حكومت په نسبي توګه د يوه مجهز پوځ خاوند واى، آيا پاكستاني پوځيانو دا جرئت كولاى شواى، چې د افغانستان په خاوره كې دننه پر افغان پوله ساتونكو ډزې وكړي؟
مجهزه اردو د بهرنۍ لاسوهنې مخه نيولى شي
په هرصورت د دې لپاره، چې افغان پوځ د بهرنيو تاړاكونو مخنيوى وكولاى شي، پر نړيوالې ټولنې ده، چې د افغانستان ځمكنۍ او هوايي پوځي قابليت د خپل هېواد د ساتنې جوګه كړي.
د روان كال د ليندۍ پر۱۱مه نېټه د افغانستان د فاع وزارت غږ وكړ، چې د پوځ په پراختيا سره نه يوازې د طالبانو په وړاندې جګړه كاميابيداى شي، بلكې د بهرنۍ لاسوهنې مخنيوى هم اسانه كوي.
جنرال عظيمي وايي، چې د بشپړ وسله وال پوځ شتون په سيمه كې د ځواك د توازن له مخې دا امكان رامنځته كوي، چې له بهرنۍ لاسوهنې مخنيوى وشي. د هغه په وينا د افغانستان د دفاع وزارت هڅه دا ده، چې د نړيوالې ټولنې زيات تمركز د ملي اردو پر تشكيل راوڅرخي، هغه وويل: (( تلاش ما اينست كه تمركز جامعه جهانى بالاى تشكيل اردوى ملى باشد.))
د هغه په خبره په هره كچه چې ډېر ژر ملي اردو بشپړه او خپلې ټاكلې وړتيا ته ورسېږي، د افغانستان او نړيوالې ټولنې په ګټه ده، ځكه چې په افغانستان كې د بهرنيو سرتيرو مصرف ډېر زيات دى، هغه زياته كړه:(( مصارف يك سربازخارجي مي تواند از۶۰ تا ۱۰۰ سرباز افغان را اكمال كند.))
هغه داهم وايي، چې په كلنۍ كچه په افغانستان كې د بهرنيو سرتېرو مصارف تر۲۰ ملياردو ډالرو اوړي.
هوايي ځواك د مځكني پوځ غوښتنه ده
ډېرى كارپوهان برعكس د اردو د سرتيرو د شمېر پرځاى د هغه پر كيفيت ټينګار كوي، خو يو شمېر نور بيا د كميت او كيفيت مسئله د يوې حياتي مسالې په توګه مطرح كوي او وايي، چې دواړو ته بايد جدي پاملرنه وشي. خو ټينګار كېږي، چې د ځمكني پوځ ترڅنګ د افغانستان په هوايي ځواك هم بايد جدي فكر وشي، ځكه چې په نننۍ زمانه كې له هوايي ځواك پرته پوځ نه شي بشپړيدلى، خو جالبه دا ده، چې نه افغان دولت او نه هم نړيواله ټولنه په هغه كچه چې اړينه ده د هوايي ځواك د پياوړې كولو موضوع نه راپورته كوي. تېركال امريكا يوازې او يوازې له افغانستان سره دومره مرسته وكړه، چې لږترلږه د چك له جمهوريت څخه يې ۱۲ زړې چورلكې وپيرلې. له هغه وروسته متحده عربي اماراتو د ۱۰ الوتكو د مرستې ژمنه وكړه او افغان دولت هيله څرګنده كړه، چې تر۲۰۱۱ كاله پورې به د هوايي ځواك د پياوړې كولو لپاره ۶۱ الوتكې وپيري. ښاغلى عظيمي وايي، چې دم ګړۍ د اردو هوايي ځواك ۲۲ څرخي الوتكې او ۴ ان ۳۲ الوتكې لري، چې كارول كېږي.
د يادونې وړده، چې د افغانستان د هوايي ځواك پنځه سوه الوتكې د كورنيو جګړو په جريان كې تخريب او له منځه ولاړې او په دې توګه افغانستان خپل هوايي قابليت او وړتيا له لاسه وركړه.
كه څه هم، چې له تېرو شپږوكلونو راهيسې په ظاهره د افغانستان د ملي پوځ د روزلو او رغونې خبرې كېږي، خو هغه څه چې په دې منځ كې بيخي له ياده وتلى دى، هغه د هېواد د هوايي ځواك د پياوړې كولو او رغونې موضوع ده، چې يوازې د خبرو او نظرونو په چوكاټ كې پاتې ده. داچې ولې افغانستان تراوسه د بشپړهوايي ځواك څښتن شوى نه دى، هغه پوښتنه ده، چې لاهم د ابهام په پرده كې پټه پاتې ده او افغان چارواكي هم په اړينه كچه ځواب ويلو ته چمتو نه دي او يوازې دومره وايي، چې د هوايي ځواك پياوړې كول يوه قيمتي او اوږدمهاله پروسه ده، چې كراركرار به بشپړه شي. خو د ولسي جرګې غړى نورالحق علومي په دې باور دى، چې د افغانستان ځمكني او هوايي ځواك ته د نه پاملرنې بنيادي لامل په دې كې دى، چې د بن د تړون پرمهال د ګاونډيو هېوادونو په تېره بيا د پاكستان ستراتيژيكې موخې په پام كې نيول شوې او د نواز شريف هغه خبرې ته يې رښتنې بڼه وربـښلې، چې ويل يې د افغانستان سل كلنه اردو يې دړې وړې كړه. هغه وويل: اينكه ما نبايد داراى قواى مسلح مجهز باشيم بر اساس توافقات بن شامل توافقات ستراتيژيكى است كه با همسايه هاى ما خاصتا پاكستان كرده اند ګويا افغانستان غير نظامي باشد و اګر اردويي داشته باشند بايد از نقطه نظر كميت توان بسيار ناچيز داشته، يعني اردوى ضعيف فاقد قواى هوايي و حمايه زمينى تانګ و توپچي بوده وسلاح مدرن نداشته باشد.)) د علومي په وينا هغه اردو چې ټانګ، توپچي او هوايي ځواك ونه لري، اصلا اردو نه ده.
په هرحال د يوې كوټلې پايلې په توګه پيلوټ ګل محمد لوګرى، چې دم ګړۍ ازاد كارو باركوي د پلي پوځ د تقويې او د هغو د عملياتو په ترڅ كې د هوايي ځواك شتون ډېر اغېزناك ګڼي او وايي، د دې لپاره چې افغانستان په خپلواكه توګه وكولاى شي د هېواد له ځمكنۍ بشپړتيا څخه دفاع وكړي، پكار ده، چې د ملي اردو د كيفيت او كميت ترڅنګ د هېواد په هوايي ځواك هم له سره غور وشي او جنګي الوتكې او جيټان يې په اختيار كې وركړاى شي، ځكه چې د يوې قوي اردو شتون، چې په هوايي ځواك پوره سمباله وې د افغانستان اساسي اړتيا ده.