مولانا فضل الرحمن له سيكولرو سره ائتلاف كوي!؟

 

لعل اقا شيرين

د پاكستان له ټاكنو وروسته راروان بدلونونه ښيي ، چې د هغه هېواد ټولې ډلې ټپلې كه د ترهګرو ملاتړي دي اوكه په ترهګرېزو فعاليتونو لګيا دي اويا كه عملا په سركې د جګړې خيال لري، خو د خپل هېواد د ملي ګټو په وړاندې سره يوموتى او د يوه ټوليزائتلاف له لارې خپلو ستونزوته پاى وركولاى شي. كه چېرې په پاكستان كې د دغو ټاكنو پايلو ته ښه ځېرشو زموږ واكمنو او د دولت مخالفينوته يو ښه طلايي فرصت په لاس وركوي، چې له خپلو شخصي او تنظيمي ګټو واوړي او د ملي ګټو پابند پاتې شي.

په پاكستان كې د د ډلو ټپلو او ګوندونو د وروستيوڅرګندونو له مخې داسې برېښې، چې دوى په خپل هېواد كې د سولې او ټيكاو د ټينګښت پلويان دي او په دې لاره كې به ټول خنډونه لري كړي.

 همدا چې مولانا فضل الرحمن له سيكولار ګوندونو سره د يوه ائتلافي حكومت د جوړولو او همكارى وړاندېزكوي او په شمالي وزيرستان كې د هغه ځاى د سيمه ييزو طالبانو مشر بيت الله مسعود د پاكستان له نوې سياسي جوړښت سره د روغې جوړې خبري كوي اود دې په څنګ كې د پاكستاني طالبانو وياند مولوي عمر له رويټرز سره له سولې پلوي اعلانوي. پخپله د پورتنۍ ادعا د تصديقولو سپيناوى كوى.

د جمعيت العلماى اسلام مشرمولانا فضل الرحمن او په شمالي وزيرستان كې د طالبانوسيمه ييز مشر بيت الله مسعود اود هغه وياند مولوي عمردا ټول د هغو افرادو په ډله كې راځي، چې د خپل تندلارې توب له امله په افغانستان كې د افغان دولت د مخالفينو كلك ملاتړكوي او د جګړې اورته لمن وهي، خو جالبه بيا دا ده، چې همدا كسان په خپل هېواد كې د سولې د ټينګښت او ټيكاو لپاره مټي بډوهي. هلته جګړه ناروا او دلته يې روا بولي او دا هماغه څه دي، چې د پاكستان په ټاكنو كې يې د دوى رول ته سخته صدمه ورسوله او ملت پرې بې باوره شو.

 كه څه هم چې د پاكستان د ملت ډېره برخه د دغو څېرو پراهدافو پوهيدلې او په دې پوهېږي، چې دوى د مذهب او دين ترنامه لاندې خپلې سياسي غوښتنې پټوي، خو بيا هم په هغه هېواد كې يو سترتشكل جوړوي، چې  يوازې او يوازې په شمالي وزيرستان كې د بيت الله مسعود ترمشرۍ لاندې د طالبانو شمېره ۳۰ زره تنه  ښودل كېږي، چې د هرډول نا امنۍ او بې ثباتۍ وس لري.

 خو ترټولوجالبه جالبه خبر دا ده، چې دا وړ وړاندېزونه او فكرونه  نه يوازې زموږ د هېواد د علماوو، مشرانو، جهادي قوماندانانو او دولتي كړيو او طالب جنګيالو له لورې د منلو په كچې نه مطرح كېږي، بلكې د روغې جوړې په برخه كې ټولې هڅې يا په خپله د دولت له خوا او ياهم د دولت د  مخالف لورې له خوا له ماتې سره مخ كېږي او داسې شرطونو را وړاندې كوي، چې هډويې د پلي كيدلو تصورهم نه شي كيدلى.

څه موده وړاندې افغان دولت اويوشمېرطالب چارواكو په افغانستان كې د سولې د ټيكاو او پراختيا لپاره د خبرو اترو مسئله راپورته كړه، خو دغه خبرې اترې له داسې شرطونو سره ملې وې، چې ترسرنه يې په اوسنيو شرايطوكې ناممكنه برېښيدله. همدا تېره اوونۍ هم د وسله والو طالبانو يوه مهم قوماندان ملابرادر اخوند په داسې حال كې، چې په افغانستان كې يې د بهرنيو ځواكونو پروړاندې د ځانمرګي او د سړك د غاړي د بريدونو د ډيروالي خبردارۍ وركاوه وويل، چې دوى په دې شرط له افغان دولت سره د خبرو اترو چمتوالى لري، چې بهرني ځواكونه له هېواده ووځي.

دا هغه ټكى دى، چې په افغانستان او پاكستان يعني دواړو هېوادونو كې د القاعدوي فكر د پراختيا سپيناوى كوي، ځكه چې په پاكستان كې د پاكستاني طالبانو مشر بيت الله مسعود هم دا وړ يو فكر وړاندې كړى او وايي: دوى په دې شرط له سيكولارګوندونو سره د همكارى لپاره لاس غځوي، چې پاكستاني پوځيان له قبايلي سيمو څخه په شا شي او د مشرف په وړاندې جدي چلند ولري.

په هرحال د پاكستان په پارلماني ټاكنوكې د هغه هېواد د پيپلزاو د نواز شريف د مسلم ليګ ګوندونو برياليتوب وښوده، چې د هغه هېواد خلك په اړينه كچه د ترهګرۍ او هغو ډلو ټپلو ملاتړنه كوي، چې د ترهګرو په ملاتړ راوځي.

په دغو ټاكنو كې، چې د فبرورۍ په۱۸ مه نېټه له ډېر ځنډ وروسته ترسره شوې د پاكستان د پيپلز( خلكو) ګوند ۸۷، د نوازشريف مسلم ليګ ګوند ۶۷ او د مشرف پلوي ګونډ يوازې او يوازې ۳۹ څوكۍ ترلاسه كړې دي. د يادونې وړده، چې د پاكستان د پارلماني څوكيو شمېر۲۷۲ دى. په همدې توګه په سرحدي ايالت كې عوامي نشنل ګونډ هم خپل سترسيال مولانا فضل الرحمن ته، چې د طالبانو په پلارمشهوردى، سخته ماتې وركړې ده.

ګتونكي ګوندونه، چې موږ يې سيكولار ګڼلى شو دم ګړۍ له افغانستان سره د خپلو ښه اړيكو يادونه كوي او داځكه چې دغه ګوندونه د خلكو له اكثريت ملاتړڅخه برخمن دي او ډيرى يې د سولې پلويان ښكاري، نه د جګړې او دا هغه هيله ده، چې د دغو ګوندونو له برياليتوب سره جوخته افغان دولت هم مطرح كړېده.

 

د دوه مخۍ پرلورد پاكستان بل ګام

لكه څنګه چې  اشاره وشوه په دې وروستيو ورځو كې رويترزاو ځينو نورو خبري اژانسونو د پاكستاني طالبانو د مولانا فضل الرحن، بيت الله مسعود او د هغه د وياند مولوي عمرله خولې دا خبره راپورته كړې، چې هغوى په قبايلي سيمو كې د جنګ او جګړې د دوام غوښتنونكي نه دي او له پاكستاني حكومت سره سوله كول غواړي.

 دغو خبرو له هغه وروسته زور واخيست، چې په پاكستان كې د مشرف مخالفو ډلو په ټاكنو كې زياتې كرسۍ وګټلې او د يوه ائتلافي حكومت د جوړولو په لټه كې شول. د پاكستاني طالبانو وياند مولوي عمرويلي دي< دوى نه غواړي، چې د پاكستان سياسي ګوندونه هم د مشرف په څېر سهوې وكړي او د هغه د اومرو په رڼا كې خپلې چارې تنظيم كړي. دا په داسې حال كې ده، چې مشرف له ترورېزم سره په جګړه كې د امريكا يواساسي ملاتړى ګڼل كېږي او همدا لامل دى، چې په دې وروستيوكې يې له خونړو جګړو پس، چې پكې په سلګونه تنه ووژل شول په پاكستان كې د بنسټ پالو ډلو ټپلواو طالبانوسخته غوسه راپارولې ده او ځاى ځاى ځانمرګي بريدونه او حملې كوي .

د پاكستان يوشمېر بنسټ پالو ډلو له تېرو پنځو كلونو راهيسې د سرحد او بلوچستان ايالت واګي په لاس كې لرل او د پاكستان په پارلمان كې يې د مشرف د حكومت په وړاندې د مخالفې ډلې رول لوباوه، خو په تېرو پنځلس ورځو كې د پاكستان د ټاكنو پايلو وښوده، چې دغه ګوندونه پكې پاتې راغلي او ولس رايه نه ده وركړې. د ولسي جرګي غړى ښاغلى معين مرستيال په پاكستان كې د مذهبي ګوندونو د پاتې راتګ او ماتې لامل دا بولي، چې دغو ګوندونو په تېرو څوكلونو كې د هغه هېواد خلك له سختو امنيتي ګواښونو سره مخ او د همدوى د بې ځايه ملاتړله كبله  د جګړو لمن پراخه شوه، هغه وويل: (( په پاكستان كې د مذهبي ګوندونو د ماتې لامل دا دى، چې هلته يې خلك له ګواښ سره مخ او هغه څه چې مشرف د دغو ګوندونو په ملاتړ كول خلك ناراضه كړل.))

د تېركال د دسمبر په ۲۷ مه كله چې بې نظيربوټو په يوه ځانمرګي بريد كې ووژل شوه د پاكستان حكومتي كړيو پاكستاني طالبان د هغې پر ژونې تورون كړل. د دې ترڅنګ د پاكستان د خلكو ګوند او نورو ګوندونو، بنسټ پالي او مذهبي پاڅونونه محكوم كړل او د هغوى پروړاندې يې د مبارزې شعار اوخبره وكړه.

خو اوس اوس د پاكستان په نوي سياسي جوړښت كې دې غوښتونو قوت موندلى، چې په هغه هېواد كې د ثبات د ټينګښت اساسي لامل د پاكستاني طالبونو په جذبيدلو كې نغښتى دى. همدا تېره اوونۍ ډيلي تلګراف ورځپانې ليكلي وو، چې د پاكستان دولت تازه په تازه په وزيرستان كې د طالبانو له مشرانو سره په روغه جوړه سلا شوېدى، خو امريكې په دې برخه كې خپله اندېښنه په ډاګه كړېده او دغې مسئلې ته په شك او ترديد ګوري. ډيلي تلګراف ورځپاڼه ليكي، چې په فبرورۍ كې د پاكستان دولت په شمالي وزيرستان كې دغې روغې جوړې ته تررسيدو وروسته په يوه اوربند سره سلا شو.

پاكستان له خپل جوړښت راهسې بيا ترننه  له خپلو ګاونډيو هېواونو سره دوه مخى سياست چلولى اود همدغې دوه مخي سياست له مخې  يې په افغانستان كې د جګړې اور بل ساتلى دى، چې د دغه هېواد ورستى كردې زموږ د خبرو ښه ثبوت كيدلى شي.

دغه هېواد په افغانستان كې د جګړې د اور د بل ساتلو لپاره د طالبانو اود دولت د نورو ډلو ملاتړ كوي او په پاكستان كې بيا د امن او ثبات د ټينګښت په برخه كې دا هڅې په لاره اچوي، چې په وزيرستان كې د طالبانو له مشر بيت الله مسعود سره د روغې جوړې روانې خبرې اترې په يوه ائټلاف بدلې كړي.

د دغو خبرو په اورېدو سره په لومړي سركې د سړي په ذهن كې دا پوښتنه پيدا كېږي، چې د دغه ائتلاف ترسرنه به د افغانستان لپاره څه پايله ولري؟ آيا په پاكستان كې د امنيت په ټينګښت سره په افغانستان كې امنيت ټينګدلى شي او كه څنګه؟

 كه چېرې په رښتنې نظرپه تېرو ديرشو كلونو كې د افغانستان په اړه د پاكستان سياست ته كتنه وشي ليدل كېږي، چې نه يوازې د هغه هېواد حكومتي كړيو او استخباراتو په قانوني توګه له افغان حكومت سره د خپلو اړيكو د ټينګولو هڅه نه ده كړې، بلكي د طالبي اونورو ډلو ټپلو په روزلو يې د افغانستان امنيت لاپسې ګواښمن كړى دى، چې ځورونكي پايلې لاهم زموږ ولس حس كولاى شي.

ډېرى افغان كتونكي په دې باوردي، چې په پاكستان كې د مولانا فضل الرحمن، بيت الله مسعود او نورو كړيو سره د پاكستان د نوي سياسي جوړښت جوړجاړى د افغانستان لپاره كومه جدي امنيتي پايله ځكه نه شي لرلاى، چې په پاكستان كې پوځي او غيرپوځي حكومتونو د افغانستان په اړه يوخيل پاليسي تعقيب كړې او هغه هم ځكه چې د دغه هېواد په پوځي او ملكي حكومتونو د تل لپاره د اى ايس اى وزري خپرې دي او د افغانستان او هند په اړه يې پاليسي  كوم بدلون نه مومي. افغان څېړونكي او شنونكى فضل الرحمن اوريا وايي: (( نوازشريف غواړي، چې په پاكستان كې دننه ستونزې د خبرو اترو له لارې حل كړي، خو د افغانستان په اړه به خپلې دښمنانه پاليسۍ ته دوام وركړې.))

 

ملي ګټو ته وفاداره بنسټپالي

په پاكستان كې د مذهبي ډلو او ګوندونو تېرې ماضي ته په كتنې سره دا يوه خبره جوتېږي، چې د دغه هېواد مذهبي غيرمذهبي او ان هغه ډلې ټپلې، چې عملا د طالب او د طالب د مرستندوى په نومونو فعاليت كوي، د خپل هېواد د بربادۍ او تباهۍ خيال نه لري او كله چې په هغه هېواد كې د ملي ګټو مسئله راپورته شوې ، دوى ټولو په يوه خوله د هغه پردفاع او پلي كيدلو ټينګاركړى.

اوس اوس، چې په شمالي وزيرستان كې د پاكستان د ګټونكو ګوندونو او د طالبانو د مشر بيت الله مسعود سره د روغې جوړې كومې خبرې روانى دي  د ډيورند  د پورغاړې طالبانو او مذهبي ډلو او ګوندونو د يووالي او د ملي ګټو پروړاندې د احترام او ازرښت وركولو ښكارندويي كوي.

كه څه هم چې له تېروڅو كلونو راهيسې د افغانستان او پاكستان ترمنځ  په سيمه كې د تروريزم د روزلو پرسرلانجه ترسترګو كېږي او افغان چارواكو په وار وار د تروريزم د روزلو او تقويه كولو په برخه كې پرپاكستاني حكومت تورونه لګولي، خو پاكستاني  حكومت نه يوازې د دغې پړې له منلو انكاركړى، بلكې هر وخت يې د خپلو ملي ګټو د خونديتوب لپاره په پاكستان كې د ځايي طالبانو سره د خبرواترو ټكي مطرح كړيدي.

 د ۲۰۰۶ ميلادي كال د سپتمبر په پنځمه نېټه هم پاكستاني كړيو په هغه هېواد كې د ثبات د ټينګښت لپاره له ځايي طالبانو سره يو توافق كړى و، چې له امله يې په غربي نړۍ او افغانستان كې د پاكستان پرنيت خلك لاپسې شكمن شول او مشرف په هغه غونډه كې، چې په امريكا كې د امن د ګډې جرګې يادونه پكې شوې وه له خپل دغه عمل څخه په كلكه دفاع وكړه  او ويې ويل، چې دا د ده د حكومت ستره لاسته راوړنه ده اودابه د سولې په ټينګښت او له تروريزم سره د مبارزې په برخه كې  مرسته وكړي، خو په دغه توافق سره نه يوازې سيمه با امنه نه شوه، بلكې په افغانستان كې يې حالات لاپسې خراب كړل او اوس هم دا ويره محسوسه ده، چې له بيت الله مسعود سره به د پاكستاني كړيو خبرې اترې د افغانستان پرحالاتو ناوړه اغېزه وښندي او په افغانستان  كې به لا نورې جګړېزې ستونزې وزېږوي ، ۲۲ كلن احمد فريد، چې په قصبه كې اوسېږي همدغې ويرې پرسراخيستى، هغه وايي:((همينكه خاطرطالبان پاكستانى ازدرگيري دران طرف اسوده شود، طبعا بالاى افغانستان تاثيرمنفى دارد.))

 

ځانته سوله او بل ته جنګ

د پاكستان د وروستيو پارلماني ټاكنو په ترڅ كې، چې كومه خبره ډېره مهمه او د حيرانۍ وړ برېښيده هغه دا وه، چې د فبرورى له ۱۵ مې وروسته په هغه هېواد كې د ځانمرګي بريدونو لړۍ لږڅه پڅه شوه. مشرف چې په خپلې تېرې ۹ كلنې واكمنۍ كې له زور او ځواك څخه كاراخيستى د هغه مخالف ګوندونه د هغه د دغه فعاليت او كړنې په مخالفت كې واقع دى او په خپل كورني سياست كې د دا وړ جدي چلند پلوي نه كوي او غواړي، چې له بيت الله مسعود اود حكومت له نورو مخالفو ډلو سره د خبرو اترو له لارې خپلې ستونزې حل او د شمالي وزيرستان طالبانو هم دغې غوښتنې ته هوكړه كړې ده او كله چې د پاكستان په شمال او نورو سيموكې، چې طالبان پرې واك چلوي حالات ډاډمن شي دغه طالبان به په خپل ټول واك او ځواك افغانستان ته رادننه شي او د ناټو او افغان دولت په وړاندې به په جګړه كې برخه واخلي او اى ايس اى به يې د تل په څېر په ملاتړراووځي.

د كارپوهانو په وينا د پاكستان د نوي حكومت لومړنۍ موخه دا ده، چې هغه هېواد ته سوله او ثبات راولي او دغه ثبات هغه وخت راتلى شي ، چې دوى له پاكستاني طالبانو سره  د جوړجاړي لاره ونيسي او په دويم ګام كې به ټول هغه طالبان،  چې اوس په پاكستان كې جنګېږي افغانستان ته راولېږي او دلته به د جګړې ډګرپرې تود وساتي.

ښاغلى فضل الرحمن اوريا پرهمدغې مسئلې فكر كوي او وايي: ((د پاكستان حكومت به له طالبانو سره مذاكره وكړې، په بلوچستان كې به هم خپلې شخړې حل كړي، خودا د افغانستان لپاره ډېره خطرناكه ده، كله چې هلته ډزبندي كېږي، دغه طالبان به په ډېرقوت د افغان دولت پرضد مبارزه پيل كړي.))

 

 

 

 

 

 

د ګوندونو پختګي

كه څه هم چې په پاكستان كې د مشرف د مخالفونو ګوندونو برياليتوب دا اندېښنه زياته كړې وه، چې په هغه هېواد به د كورنيو ډلوټپلو ترمنځ د تاوتريخوالي لامل وګرځي، خو د پاكستان ماضي ته په كتنې سره جوتېږي، چې دغه نظريه له بنياده بې بنسټه ده او هغه هېواد له كورنيو ګواښونو لري او خوندي دى.

 مولانا فضل الرحمن چې د حكومت ترټولو سخت مخالف او د طالبانو په پلوى تورن او ان د طالبان پلاريادېږي  اعلان كړى، چې د پاكستان له نوي سياسي جوړښت سره به اوږه په اوږه كار وكړي او له دې نه  داسې ښكاري، چې د پاكستان او افغانستان ترمنځ د سياسي ګوندونو جوړښت سرترپايه له يو بله ستر توپير لري. په پاكستان كې د ګوندونو لړۍ ته په ځېركيدلو څرګندېږي، چې په يونه يوډول دغو ګوندونو له سياسي اړخه وده موندلې او د خپلو ملي ګټو تابع دي او همدا لامل دى، چې مولانا فضل الرحمن په ټاكنو كې له ماتې خوړولو سره سره، په هغه هېواد كې د يوه سياسي ائتلاف له تشكل څخه ملاتړ كوي او نه غواړي، چې پاكستان د بحران په منګولو كې ومروړل شي.

كه چېرې په تېرو ديرشو كلونوكې د پاكستان د پوځي او ناپوځي حكومتونو كورنيو او بهرنيو سياستونو ته نظرواچول شي، په ښكاره توګه ليدل كېږي ، چې د هغه هېواد په سياستونوكې د سيمې او ګاونډيوهېوادونو په برخه كې كوم بدلون نه دى ترسترګو شوى او دا د دې ښكارندويي كوي، چې هلته ملي ګټو ته وفاداري تركومې كچې مهمه ده.

خو هغه څه چې د افغانستان او افغانانو لپاره په دې برخه كې د اهميت وړ برېښې هغه دا دي، چې د پاكستان له پيښو څخه د خپلو ملي ګټو په برخه كې مثبته انګېرنه ولري. په وار وار له رسنيو څخه اورېدل شوي، چې ان د طالبانوپه پلوى علماوو په پاكستان كې دننه د تندرلارې توب سياستونه او خوځښتونه په يوه ټاكلي كچه مجاز بللي اونه غواړي، چې سيمه بې ثباته كړي او همدا لامل دى، چې ډيرى كارپوهان په پاكستان كې ترزياتو خونړيو پيښو وروسته هم دا باور لري، چې هلته طالبان كنټروليدلى شي.

 لكه څنګه چې پورته وويل شول د طالبانو مشربيت الله مسعود هم د پاكستان له نوي دولت سره د همكارۍ هوكړه كړې، خو شرط يې دا ايښى چې نوى دولت بايد له مشرف سره په مخالفت كې واقع وي، خو كارپوهان بيا د بيت الله مسعود او مشرف ترمنځ دغه ناندرې زياتې جدي نه بولي او داځكه چې مشرف د بيړني حالت د اعلان او د بې نظيربوټو له وژلو وروسته د بيت الله مسعود پرضد كوم جدي او ځورونكى عمل ترسره نه كړ.

دلته موخه دا ده، چې په پاكستان كې د ټولو او يا ډيرى سياسي  او جګړه مارو ډلو لپاره د هغه هېواد ملي ګټې تر ګوندې او شخصي ګټو غوره دي، حال داچې دغې مسئله په افغانستان كې بيخې برعكس ده او هغه څه چې په ورځينو بحثونو كې اورېدل كېږي هغه د هېواد له عمومي وضعيت څخه ناخوښې په ګوته كوي او لامل يې كيداى شي دا وي، چې ملي ګټې چا هم ترګوندې او شخصي ګټو پورته نه دي بللي. د ولسي جرګې غړى مولوي سيدرحمان پردې عقيده دى، چې د پاكستان په مخالفتونو كې ملي ګټې او د هېواد مصلحت پلټل كېږي، حال داچې په افغانستان كې د ظرفيت د نشت امله له حكومت سره د سالمي همكارى پربنياد څوك شپې او ورځې نه تيروي، هغه وويل: ((  په مجموعي توګه انقلاب يوازې زموږ تعميرونه نه دي ځپلې، بلكې فكرونه يې ځپلې، ذهنتونه هم ځپل شويدي...))

په افغانستان كې ډيرى وخت ليدل كېږي زورواكي او هغه كسان، چې د قدرت او واك په محراق كې واقع دي د تل لپاره يې خپلې ملي ګټې ترشخصي ګټو قرباني كړي او پرهمدغه لاره پل اخلي او هېواد د بحران پرلور رهي كوي، دلته نه يوازې د هېواد د ودانولو فكر له چاسره نه شته بلكې د هېواد يوه عالم ، پوه سړي او د تنظيمو نو مشرانو كله هم د طالبانو له خوا پر ځانمرګي بريدونو، چاودنو او يا د ناټو او ائتلافي ځواكونو پربمباريو نيوكه ونه كړ او له همدې څخه څرګندېږي، چې ترملي ګټو خپلو شخصي او تنظيمي غوښتنوته زياته ترجيح وركوي.

پاكستان چې د كړكيچ او بحران د رامنځته كيدو لپاره تر افغانستان ښه وړ شرايط لري او هره شيبه د هغه هېواد د حكومت پرضد نور تحركات هم  په بېلابېلو سيمو كې پيل كيدلى شي ، خو اوس ښكاري ،چې دغه هېواد كراركرار د ثبات پرلورقدم اخلي او ټولو هغو اندېښنوته پاى وركوي، چې د پاكستان د بې ثباته كيدلو په برخه كې رامنځته شوې وي.

 

ولې په افغانستان كې داسې يوفكر...؟

د يوې وروستى پايلې په توګه لكه څنګه چې خبريو جمهور رئيس كرزي په وار وار له طالبانوسره  د خبرو اترو غوښتنه وكړه او په غيرمستقيم ډول يې هغوى ته د يوه سياسي ځواك په توګه وكتل، خو د خواشينى وړ خبره دا ده، چې طالبانو يوځل هم دغو خبرو ته داسې لبيك ونه وايه، چې د افغانستان په ګټه وي او تل يې داسې شرطونه د جمهور رئيس كرزي په وړاندې كېښودل، چې د اوس لپاره يې په دې لنډ زماني واټن كې پلي كيدل ناشوني بريښي. همده تېره اوونۍ هم د طالبانو يوه قوماندان له افغان حكومت سره د همكارۍ شرط دا وباله، چې بهرني ځواكونه دې له افغانستان څخه ووځي  اودا  د افغانستان په اوسنيو شرايطوكې يوه خوشې او ډېره مسخره خبري ده. حال دا چې دوى بايد له پاكستاني طالبانو څخه د عبرت درس اخيستى واى اود هغوى پركړنو يې عمل كړى واى. پاكستاني طالبان د خپل هېواد د سوكالى  او ثبات لپاره په هرقميت خبرو ته چمتوكيداى شي، خو افغان طالبان لاهم په دې نه دي خبرچې څنګه او څه وړ د افغانستان له قضايا او پېښو سره چلند وكړي. مولوي سيدرحمان وايي: (( زموږ د خلكو سر په دې نه خلاصېږي، چې دښمني څنګه ده او دوستي څنګه كېږي.))

 سړى ډېر ډېر حيرانېږي، چې ولې د پاكستاني طالبانو او د مذهبي ګوندونو د مشرانو په څېرد  افغان طالبانو ، مشرانو، دولتي چارواكو او تنظيمي كړيو كې داسې يو فكر نه پيدا كېږي، چې له مخې يې افغانستان ته سوله او امنيت راشي. په پاكستان كې د هغه هېواد طالبان د ملكي وګړيو د خونديت لپاره د ټاكنو په ورځ سره په اوربند سلا كېږي، خو افغان طالبان په كندهاركې داسې خونړۍ حملې ترسره كوي، چې له امله يې  په لسګونو عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوړې او خپل هېوادوال د غم په ټغركينوي.

يا خودا ده، چې افغان حكومت  په اړينه كچه هغه باور اواعتماد، چې پاكستاني چارواكو د خپل هېواد طالبانوته وركړى، نه شي وركولاى  او يادا چې افغان طالبان په بشپړ ډول د القاعده او د پاكستان د اى ايس اى ساز ته نڅېږي او د هغوى پرخبرو عمل كوي. د ولسي جرګې غړى مولوي عطالله لودين د دغو ټولو مسئلو حل په عقل پورې تړي او وايي، چې دا ټولې د عقل او هوښيارتيا خبري دي، چې يو څوك دې  له خپلو مخالفينو او يادولت سره خبرو اترو ته ترجيح وركړي، هغه وايي: (( موږ هيله مند يو چې زموږ حكومت په ځان كې دا ظرفيت پيدا كړي، چې مخالفين دې ته وهڅېږي، چې له خپل حكومت سره د خبرو له لارې خپل مشكل حل كړي.))

د هغه په خبره ترهغه چې افغان دولت او د هغوى مخالفين ( طالبان او حزب اسلامي) له يوبل سره د خبرو اترو د ميزترشا راټول نه شي د افغانستان قضيه نه حل كېږي او همداسې لاينحله او معطله به پاتې وي، مګر مولوي سيدرحمان بيا په دې لړكې د افغانستان د علماوو، قومي مشرانو او نورو وطن دوسته كړيو رول اغېزناك ګڼې او وايي چې دغه خلك په افغانستان كې د سولې د ټينګښت لپاره ډېرڅه كولاى شي، خواندېښنه يې له دې كبله ده، چې وايي دا هلې ځلې ترډېره حده بهرنيانو ترپوښتنې لاندې راوستي او په خپلو تعهداتو ولاړ خلك نه دي.

 

 يادونه: داليكنه دكليد اوونېزې په ۳۰۶ مه ګڼه كې چاپ شوي