ليكوال: لعل اقا شيرين

 

 

د خارجي اسعارو چلښت پولي پړسوب پيداكوي

 

 د افغانستان مركزي بانك په ۲۰۰۳ ميلادي كال د نويو بانك نوټونو چاپ ته په دې موخه اوږه وركړه، چې افغانستان د يوه باثباته پولي واحد خاوند شي، كه څه هم چې حكومت په تېرو څلورو كلونوكې د بهرنيو اثارو د مخنيوي په خاطر يوه نيمه هڅه كړيده، خو كومه ځانګړې لاسته راوړنه يې نه ده لرلې، په دې مانا چې د نويو بانك نوټونو چاپ هم د دې جوګه نه شو، چې په هېواد كې د بهرنيو اسعارو لكه ، ډلرو، كلدارو او ايراني تومنو مخه ونيسي .

حاضرمهال  د هېواد په يوشمېر سرحدي ولايتونوكې ډېرى معاملي لكه د مځكو، كورونو، موټرو پلورل او پيرل په بهرنيو اسعارو ترسره كېږي او قطعا افغانيو ته څوك ارزښت نه وركوي، چې دا په خپله د افغانيو د بې ثباته كېدو لاملونه برابروي.

 كه څه هم چې په افغانستان كې دبهرنيو اسعارو چلښت بېلا بېل لاملونه لري، خو يو لامل يې دا هم كېداى شي،  چې افغانستان د كورنيو توليداتو له پلوه د خپلو اړتياوو د پوره كولو وس نه لري او پولې د بهرنيو هېوادونو د سوداګرېزو توكو پر وړاندې پرانستي دې او همدا ټكى د دې لامل جوړېداى شي، چې د هېواد سرحدي ولايتونه په ډېره كچه او مركزي ولايات په ټيټه كچه د بهرنيو اسعارو د چلښت په منډ يانو بدل شي .

لرې به نه ځو د افغانستان په پلازمينه  كابل  كې هم د مځكو، موټرونو، د كورونو كرايي او ان د كابل په منډوي كې  دا ټول په ډالرو او كلدارو معامله كېږي او څرګند ټكى به دا وي، چې دولت په دې برخه كې جدي اقدامات نه دي كړي، كه نه نود ستونزې حل په اسانۍ سر ه كېداى شي.

په افغانستان كې د بهرنيو اسعارو چلښت پر افغانستان باندې د روسانو د تېري پرمهال دود موندلى، چې بيا د مجاهدينو د واكمنۍ پرمهال يې زياته پراختيا وموندله او په هېواد كې  پولې انفلاسيون او پړسوب رامنځته شو.

دغه مهال( د مجاهدينو واكمني) په هېواد كې د نورو بهرنيو هېوادونو د لاس وهنوترڅنګ د ګاونډيانولاسوهنوهم زور واخيست او د هېواد په يوشمېرولايتونوكې يې د ايراني تومنو او پاكستانۍ كلدارو دودېدلو ته لار هواره كړه.

دمجاهدينو د واكمنۍ پرمهال پرهغه پيسو سربېره چې د برهان الدين رباني دحكومت له خوا چاپېدلې، په شمال كې جنرال عبدالرشيد دوستم هم په لږ تفاوت سره د دوستمي پيسوپه نوم د بانك نوټونو چاپ ته لمن وهلې وه او ترډېره بريده يې افغانۍ بې ثباته كړې وه.

په بهرنيوتوكو د افغانستان اتكا هم ترډېره بريده دا زمينه برابره كړېده، چې ډيرى افغانان په خپلو ورځنيو معاملو كې له بهرنيو اسعارو څخه كار واخلي.

 ډېرى هغه هېوادوال، چې له ګاونډويو هېوادونو څخه د هغه هېوادونو په پيسو خريداري كوي او بيا اخيستل شوي جنسونه افغانستان ته واردوي، په هېواد كې يې د زيان د له منځه وړلو په موخه په هماغه بهرنيو پيسو په خلكو پلوري او دا هغه ستونزه ګنل كېداى شي ، چې د هېواد سوداګرو رامنځته كړېده.

 له بلې خوا كه چېرې دا ومنل شي، چې يوازې د هېوادونو ګانډيتوب د دې لامل ګرځي، چې په افغانستان كې يې بهرنيو اسعارو ته رواج وركړى، خوبيا پكار وه، چې افغانۍ هم د ګاونډيو هېوادونو په بازارونو او يا لا اقل د  هغوى په سرحدي ولايتونوكې چلېدلاى ، خو داسې نه ده حال داچې د ګاونډيوهېوادونو سرحدي خلك اصلا افغانۍ پيژني هم نه .

نو دلته ده، چې دا ټوله پړه پر دولت پريوځي، چې له افغانۍ څخه يې د خلكو د كارونې په برخه كنټرول نه دى ټينګ كړى او د خلكو باور يې د افغانيو په وړاندې نه دى جلب كړى، له دې سره سره چې د نويوبانك نوټو د چاپ له مودې څخه نيولې بيا ترننه افغانۍ د بهرنيو اسعارو پر وړاندې هم تغيرنه دى موندلى او په خپل حال پاتې ده.

 خو خلك ويره  لري، چې هسې نه د پخوا په څېر د دوى لكونه لكونه پيسې بې ارزښته شي .

نوله دې څخه څرګند ېږي كه چېرې دولت د هرفرد پرسر يو پوليس هم ودروي بيا به هم په هېواد كې د بهرنيو اسعارو د اخلې او وركړې مخه ونه نيسي. نو دولت ته پكارده، چې  د دغې ستونزې د حل لپاره كومه بله لاره وپلټي، همدا اوس  اوس په هرات او نميروز كې ايراني تومن، په پكتيا،  پكتيكا ، ننګرهار او كونړ ولايتونوكې پاكستانۍ كلدارې ترافغانيو ښه چلښت لري، په ننګرهار كه چېرې يو دوكاندار ته د افغانيو نوټ  ونيسې پرې خپه كېږي او وايي چې كه كلداري راكړې ښه به وي؟ په پكتيا كې خو بيا افغانۍ بېخې چلښت نه لري، هرڅه په كلدارو اخيستل كېږي او په كلدارو خرڅول كېږي.

 همد اوس اوس  داسې رپوټونه خپرېږي،  چې په هرات كې هره ورځ نږدې دوه سوه ميليونه تومن په ورځينومعاملو كې كارول كېږي. د  ډالرو ادلون بدلون د ورځې  د سل او ۱۵۰ زرو ترمنځ او د كلدارو د پنځو او شپږميليونو ترمنځ اټكل كېږي، چې هر يو يې په خپل وار د افغانۍ د بې ثباته كېدو لامل ګرځي.

كه څه هم، چې دولت په خپله هم دا منلې چې په يوشمېر ولايتونوكې يې د امنيتي ستونزو له كبله د بهرنيو اسعارو  د چلښت مخه نه ده نيولې، خو بيا داسې ولايتونه هم شته دي، چې هلته امنيتي حالات ښه ډاډمن دي، خوپكي بهرنۍ كرنسي چلېږي. په هرحال په ټولېزه توګه ويلاى شو، چې دولت بايد داسې يوميكانيزم رامنځته كړي، چې د خلكو باور د افغانۍ  پر وړاندې جوت كړي، څو په خپلو معاملو كې د بهرنيو اسعارو د كارونې پرځاى له افغانيو څخه كارواخلي او كه چېرې دولت دغه كار ونه كړي، كرار كرار به د بهرنيو هېوادونو دغه پولي استعمار نورو پاتې  ولايتونوته هم خورشي او بيا به يې مخنيوى اسانه نه وي.

نوټ: دغه شننه د كليد اونيزي په ۲۶۸ مه ګڼه كې هم چاپ شوېده.