لعل اقا شيرين

 

د واليانو ناكامه كردار، مركزي حكومت كمزورى كوي

 

دا اوس اوس رسنيو ځينې داسې خبرونه خپاره كړېدي، چې حكومت د هېواد په كچه د دريو ولايتونو لوګر، كاپيسا او تخار واليان له دندې ګوښه كړل، يوې معتبري سرچني رسنيوته ويلي چې د لوګر د والي هاشمي او د كاپيسا د والي عبدالستار مراد په اړه د خلكوشكايتونه هم له دې امله پورته شوې وو، چې په خپلو اړوندو ولايتونوكې يې اداره كمزوري او په خپلو اړونده كارونو كې پاتې راغلي وو.

ډېره جالبه خودا ده، چې تردې يوه دوه ورځې  وړاندې په رسنيو كې داسې خبر راغلى و، چې  د كاپيسا والي عبدالستار مراد له نيوزويك  سره په مركه كې د جمهور رئيس كرزي پرحكومت دا نيوكه كړې وه، چې په افغانستان كې د قدرت خلا موجوده  او وسله وال طالبان او جنايتكارې  ډلې له دې تشې ګته پورته كوي. هغه دا هم ويلي  وو، چې مركزي حكومت په لرې  پرتو ولايتونو كې واليانو ته پوره واك  نه وركوي. هغه دا هم ويلي وو، چې د جمهور رئيس كرزي حكومت د امنيت په ټينګښت، د ملكي وګړو د مرګ ژوبلې او د اداري فساد د وركاوي په برخه كې  پاتې راغلى او د لرې پرتو ولايتونو او مركز ترمنځ  اړېكې نشته. په دې ځاى كې  يوه  پوښتنه خو دا ده، چې ولې ښاغلي مراد دغه خبرې تر دې  وړاندې نه كولې، چې لا له دندې نه وګوښه شوى؟ او بله پوښتنه دا ده، چې ده  په خپل اړوند ولايت كې، چې د حكومت د استازي په توګه ټاكل شوى تركومې كچې د امنيت په ټينګښت او د اداري فساد په وركاوي كې  رول لرلى، چې اوس د جمهور رئيس كرزي حكومت په دې ګرموي، چې د امنيت د ټينګښت، د ملكي وګړيو د مرګ ژوبلې او د اداري فساد په وركاوې كې پاتې راغلى؟

 څرګنده ده، چې واليان په ولايتونو كې د دولت د استازو پر توګه د دولتي ادارو او د امنيت د پياوړې كولو، بيارغوني او په ټوليزه توګه د خلكو د ستونزو د  اواري په برخه كې ستر رول لري، ځكه چې واليان د ولايتونو د اداري د تنظيم  په مشرتابه كې واقع دي او له ځانګړيو صلاحيتونو او اختياراتو څخه برخمن دي او مركزي حكومت هم په خپل وار سره د همدې واليانو له لارې كولاى شي خپله واكمني ټول هېواد ته وغځوي او سيمه ييز خېلواكې نظامونه ، چې په خپلسرې توګه منځته راغلي وي، له منځه يوسي. خو ايا دا خبره د پام وړ نه ده چې د اړوندو ولايتونو يو والي د دې پرځاى ، چې په دې برخه كې مبارزه وكړي او د حكومت واكمنۍ ته پراختيا وركړي ، اداري فساد  له منځه يوسي او په خپل اړوند ولايت كې امنيت ټينګ كړي، خو كله چې له دندې ګوښه شي بيا د زړه بړاس وباسي او له رسنيو سره په مركو كې حكومت پر بې كفايتۍ ګرموي، حال دا چې د حكومت د بې كفايتۍ پړه  پر همدوى پريوځي، ځكه چې همدا واليان دي، چې په ولايتونوكې د حكومت واكمني تمثيلوي.

كه چېرې سړى د افغانستان تيرې ماضي ته نظر واچوي  ليدل كېږي، چې له تيرو دريو لسيزو جګړو وروسته، چې د بې ساري ځانې تلفاتو ترڅنګ يې د هېواد اداري نظام  ړنګ او له بنسټه  ونړاوه  ، مركزي حكومت  هومره كمزورى شو، چې نور يې په پلازمينې كابل كې هم واكمنې نه چليدله ، ځاى ځاى سيمه ييز قدرتونه واك ته ورسيدل او هرڅه يې، چې زړه غوښتل هغه يې كول.

همدا ټكى و، چې په دې وروستۍ لسيزه كې د واليانو له صلاحيت پرته، نظامي كسانو او ځينې قومي مشرانو پر خلكو حكم چلولو او دولتي اداري يې په واك  كې  وي، چې په نتيجه كې يې افغانستان سره په څو حوزو وويشه او په هرې حوزه كې به بېلې  ډلې د مركزي حكومت له اجازي پرته واكمنې چلوله.

د طالبانو له سقوط وروسته، جمهور رئيس كرزي بيا ترننه پورې، ځاى ځاى  د مركزي حكومت د پياوړتيا په برخه كې زياتې هڅې كړي . جمهور رئيس كرزي د واليانو په  ادلون او بدلون  سره په وار دا غوښتې دې، چې  له دې لارې مركزي حكومت پياوړى او برعكس  د سيمه ييزو حاكمانو واكمنۍ ته د پاى ټكى كيږدي ، خو په خواشينۍ سره بايد وويل شي ، چې يو شمير واليان اوس هم د پخوا په څير خپلې شخصي او قومي ګټې تعقيبوي او په دې نه دې توانېدلې ، چې د خپلو اړوند ولايتونو په امنيتي، اقتصادي  او ټولنيز وضعيت  كې بدلون او ښه والى راولي.

په هرحال  خلك واليان او سيمه ييز چارواكي په خپلو سيمو كې د دولت نماينده ګان بولي او د كارونو په اړه يې حساسيت لري . كله چې والي په دې وتوانيږي، چې د خلكو مشروع  او روا غوښتنې درك او په اړوند يې لازم اقدام وكړي ، په هغه وخت كې له دولت سره د خلكو دلچسپې لاپسې زياتيږي او د دولت د تقوې لپاره هڅه كوي، خو كه چيرې واليان د خلكو د اړتياوو پر وړاندې  بې تفاوتي اخيتار او د ستونزو د هواري په برخه كې يې مناسب چال چلند ونه لري ، په نتيجه كې يې د خلكو او دولت ترمنځ واټن زياتيږي، كومه خبره چې د كاپيسا والي عبدالستار مراد له نيوزويك سره كړې ، ځكه د ارزونې وړ برېښي چې هغه  وايي ټول ګوندونه او سياسي كړۍ له اوسني مشرتابه  لرې تښتي او د مركز او لرې پرتو ولايتونو سره د مركز اړيكې نشته، خو پوښتنه دا ده، چې دغه اړيكې بايد څوك پياوړي كړي؟ دولت د مركزي حكومت د واكمنۍ په خاطر ولايتونو ته واليان استولي او پرې دا اعتماد كوي، چې د حكومت او خلكو ترمنځ، خوا هغه خلك په ګوندونو پورې او ياهم كومې سياسي كړۍ پورې تړاو ولري اړيكې پياوړي او د اړوند ولايت لپاره د امنيت فضا حاكمه كړي، كله چې د پكتيا ولايت هڅاند والي حكيم ټنى وال د تېركال د سنبلې په ۱۹ نېټه په يوه ځانمرګي بريد كې ومړخلكو سمدستې په سيمه كې د والي له نشت څخه سر وټكاوه او پرحكومت  يې فشار راوړ، چې ژر تر ژره د دوى ولايت ته دې  والي واستوي، ځكه خلكو ادعا كوله چې په دغه ولايت كې د والي د نشت له كبله امنيت خراب شوى  او د بيارغونې  چارې په ټپه درېدلې دي، له دغو څرګندونو څخه موخه دا ده، چې ووايو دا واليان دي، چې د مركزي حكومت او خلكو ترمنځ نږدې والۍ رامنځته كوي، حال دا چې  اوس په رسنيو كې د لوګر او كاپيسا  د واليانو د ګوښه والي د خبر ترڅنګ دا خبرهم راغلى و، چې خلكو په سيمه كې له دوى څخه شكايتونه لرل، چې اداره يې كمزوري وه، چې حكومت لرې كړېدي، دغه مساله ښيې، چې د يوه والي كردار په يوه ولايت  تركومه حده  مهم  او اړين دى، خو مهمه دا ده ، چې والي وكولاى شي د خلكو دغوښتنو مطابق چارې سمبا ل كړي ، په دې مانا چې سمتي ، قومي اوله حزبي موخو څخه ځان لري وساتي او يوازې او يوازې د خلكو د ښـه خدمت په موخه په حل لارو فكروكړي ،كه نه نو ډاګيزه ده، چې د ملت او حكومت ترمنځ  به په زرګونو كيلومتره فاصله ايجاد او ټوليز وضعيت به خراب شي. خو رښتنې به داوي، كله چې يو والي په يوه ولايت كې له خلكو سره ښه سلوك ولري ،خلك بالمقابل هڅه كوي، چې له دولت سره خپلو اړېكوته پراختيا وركړي او د امنيت د ټينګښت په برخه كې برخه واخلي. ټولوته معلومه ده، چې واليان د افغانستان د اداري جوړښت په تركيب كې بنسټيز رول لري او د هېواد د اداري واحدونو له لارې د ستونزو د اواري ، په تيره بيا د امنيت د ټينګښت په برخه كې مسوولان دي ، خو د واليانو حساس رول ته په پام ، پوښتنه بيا دا ده، چې واليان په خپلو دندو كې تركومې كچې اختيارات  لري څو د ولايتونو د امنيتي چارو سمبالښت ته پاملرنه وكړي. ډيرۍ  خلك حكومت ګرموي، چې د امنيتي چارو د سمبالښت په برخه كې يې هومره، چې ښايي واليانو ته صلاحيت نه دى وركړى او تل يې په ولايت پورې په اړونده چارو كې لاسوهنه كيږي اوهمدا د دې لامل دى، چې واليان د امنيتي وضعي د ښه والي په برخه كې هومره چې ښايي ځانه مسوول ونه ګڼي، حال دا چې دا د دوى جدي مسووليت دى او اړينه ده، چې د واليانو د ټاكلو پرمهال د هغوى ماضي، كاري تجربې او لياقت ته اساسي پاملرنه وشي خود بن له كنفرانس را وروسته يوټكى ،چې تل په ولسمشر تحميليږي دا دى، چې بايد د واليانو په ټاكلو كې قومي انډول په نظركې ونېول شي او همدا ټكى تر يوه حده د دې لامل شوې ،چى  وړتيا او مسلكي توب ترخپلې اغېزې لاندې راولي.

په تيرو پنځوكلونوكې جمهور رئيس  كرزي په وار وار واليان بدل رابدل كړل، خو ليدل كيږي د امنيت د بهبود په برخه كې يې دومره موثريت نه دى لرلى، د امنيت په ټينګښت كې د واليانو رول ځكه د اهميت وړنه دى، چې د موقتي اداري له پيله  هغه كسان د واليانو په صفت ټاكل شويدي، چې پخوا يې هم  په سيمو كې نفوذ درلود او د طالبانو له واكمنې د مخه هم  ځينې يې د ولايتونو واليان وو، چې بيا وروسته يې ځينې له يوه ولايته بل ولايت ته  تبديل او يا هم وزارتونه  وركړل شول. د دې ډلې واليانو په ډله كې يونيم داسې كس هم شته دى،  چې په خپلو اړوندو ولايتونوكې د بيارغوني په برخه كې  يې جګ لاس درلود ،خو ډيرۍ يې د امينت او سولې د استقرار په برخه كې پاتې راغلل ، ځكه چې نه يې ترنفوذ لاندې په سيموكې د كوكنارو كر لږ شواو نه يې د ګمركاتو په برخه كې شفافيت رعايت شو، نه اداري فساد له منځه ولاړ او نه يې كمزوري اداره پياوړې شوه ، نوكله چې په يوه ولايت كې د دې ډول واليانو حكم وچليږي، ځنګه به په هغه ولايت كې د امنيت د ټينګښت ، سولې او ثبات د راتګ او د اداري فساد د له منځه تللو  شونتيا متصوره وي؟

يادونه: دا شننه په ويسا ورځپانه كې خپره شوېده.