سوړ ژمى، قيمتي، قحطي او د دولت ستراتيژي!؟
سوړ ژمى، قيمتي، قحطي او د دولت ستراتيژي!؟
لعل اقا شيرين
د دولتي چارواكو او رسنيو په قول د وروستيو واورو او بارانونو د ورښت او سړې هوا له امله د هېواد په بېلابېلو ولايتونو او سيمو كې ګڼ شمېر خلك وژل شوي او يا ټپيان دي. د رسنيو په حواله د سړې هوا ترټولو زيات ځاني تلفات د هېواد په څلورو لويدېزو ولايتونو، هرات، بادغيس، غور او فراه كې رامنځته شوي، خو فارياب، سرپل، غزني، هلمند، كابل او پكتيا ولايتونه هم خوندي نه دي پاتې شوي او خلكو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.
د يخ ژمي او ورښتونو له كبله نه يوازې هېواد د انساني تلفاتو له سترې فاجعې سره مخ شوى، بلكې د دولت د بې كفايتۍ او نه تدبير له امله د خوراكي او نورو اړينو توكو نرخونه هم په داسې بې ساري كچې لوړ شويدي، چې سارى يې په داسې څرګنده توګه تر اوسه نه دى ليدل شوى.
افغان چارواكو په وار وار د ژمي له رسيدلو وړاندې خپله سينه ډبولې، چې د بيړنيو حالاتو د كمېسيون له لارې به د خلكو ټولې اړتياوې ور پوره كوي او په سږني ژمي كې به څوك له كومې ستونزې سره مخ نه شي، خو په دې پلمه، چې ګواكې د سږني ژمي د واورو ورښت زيات و، له خپل مسووليته اوږې خالي كوي او وايي، چې دوى يې بې وسه كړېدي، حال دا چې دا وړ ستونزې په افغانستان كې دوامداره بڼه لري او دولتي چارواكي اړ دي، چې له وړاندې اړين تدابير ورته ونيسي او د داسې پېښو د رامنځته كيدو په اړه هېښ وي، كه نه نو كيداى شي، چې افغان دولت تر دې د سترې فاجعي شاهد پاتې شي.
په افغانستان كې د اداري فساد پراختيا هغه څه برېښي، چې په خپله جمهور رئيس كرزى يې هم له مهارولو عاجز پاتې دى. ټول هېواد وال په دې خبر دي، چې جمهور رئيس كرزي له خپلو درغلګرو چارواكو په ډېرې عاجزۍ وغوښتل، چې د خلكو له كړولو دې لاس واخلي. هغه داهم وويل، چې حكومتي او دولتي چارواكو په بهر كې بانكونه له پيسو ډك كړي نو په داسې يوه وضعيت كې آيا دا هيله كيدلى شي، چې له اوسنيو اړو خلكو سره دې، په رښتنې توګه مرسته شوې وي؟
همدا څه موده وړاندې افغان چارواكو داسې غوغا په لاره واچوله، چې ډېر لږ پاتې و، چې خلك په خپلو كورونو كې د غنمو له اړخه د بسياينې او خودكفايي جشنونه ولمانځي.
تر هغه وروسته وويل شول، چې نږدې ۱.۳ مليونه وګړي له قحطۍ سره مخ دي او بيا وويل شول، چې دا قحطي نه بلكې قيمتي ده، چې د افغانستان د غلو او دانو پر بازارونو واكمني چلوي او افغانستان نږدې ۵۵۰ زره ټنه غلې دانې ته اړتيا لري، خو جالبۀ دا ده، چې دغه ښاغلي پر دې فكر نه كوي، چې كه چېرته په بازار كې قيمتي وي او څوك يې د اخستو نه وي نو ايا دا به پخپله د قحطۍ په معنى نه وي؟ په داسې حال كې، چې دا مهال د هېواد كرنيز توليدات په سلو كې ۱۵هم د خلكو د خوراكي توكو اړتياوې نه پورې كوي او په سلوكې ۷۰ وګړي له غربت او لوږې څخه ځورېږي.
د نويو شمېرو له مخې څرګندېږي، چې سږكال نړيوالې خوراكي موسسې له افغانستان سره د ۳۱۵ ټنه غلې دانې مرسته كړې او په پام كې ده، چې په راتلونكو دريو مياشتو كې له ۳۴ ولايتونو سره د ۶۰ زره ټنه خوراكي موادو مرسته وشي، د دې په څنګ كې تر ټولو جالب ټكى دا دى، چې د افغانستان د ماليې وزارت پرېكړه كړې، چې ۱۴۶ ټنه نور خوراكي مواد به د بدو حالاتو لپاره ذخيره كوي او پر دې پروسې په كار لګيا دي. خو حيرانوونكې دا ده، چې تر دې به بل كوم بد حالت وي، چې د هېواد په كچه نږدې ۲۵۰ تنه د يخنۍ او وارو د ورښت له امله وژل كېږي او ۱۲۲ نور ژور ټپونه اخلي. خو لا هم ليدل كېږي، چې له دغو زيانمن شويو سره په اړينه كچه مرسته نه ده شوې، لرې به نه ځو په همدې كابل كې د سنګين او موسى كلا ولسوالۍ يو شمېر مهاجر استوګن دي او كه چېرې په يخ ژمي كې يې سړى له نږدې وګوري، حالت يې ډېر خراب او د اندېښنې وړ دى. پر دغو خلكو له څو كمپلو پرته نور څه نه دي وېشل شوې او ډېرى په ډېر بد وضعيت كې شپې ورځې تېروي.
په هرحال وروستيو ژمنيو بې سارو ورښتونو او د خلكو بې ساري تلفاتو څه ناڅه دغه لړۍ لا پسې ستونزمنه كړې او دولت نه يوازې خلكو ته د بيړنيو مرستو په رسولو كې پاتې راغى، بلكې له اېران څخه د ناقانونه افغان مهاجرو اېستلو يې غړي لا پسې شل كړل او دغه ننګونه يې لا پسې پيچلې كړه. كه څه هم چې د اېران ولسمشر احمدي نژاد ژمنه وكړه، چې له اېران نه به نور افغان مهاجر نه ايستل كېږي، خو نوموړى په خپلې ژمنې ونه درېد او د مرغومي د ۲۷ مې په ماښام ۱۱۱ تنه افغان مهاجر له اېران نه وشړل شول، چې يو شمېر يې په هرات ولايت كې له سختو ستونزو او بې سرپناهۍ سره مخ دي.
سوړ ژمۍ او انساني تلفات:
لكه څنګه چې پورته اشاره وشوه د افغانستان په لوېديز كې، هرات تر ټولو مخكښه ولايت دى، چې د سړې هوا له امله يې د انساني تلفاتو شمېر ۱۳۵ تنو ته رسيدلى دى او د دغه ولايت د كليو د پراختيا او بياجوړونې رئيس عطامحمد صديق يې پخلۍ كوي. د نوموړي په وينا زياتره كسان د هرات ولايت په لريو پرتو ولسواليو كې وژل شويدي، چې زيات شمېر يې د سيمې شپانه جوړوي. دغه راز هرات ښار ته نږدې د بې ځايه شويو خلكو په كمپ كې څلور تنه ماشومانو خپل ژوند د زياتې يخنۍ له امله له لاسه وركړى. په هرات كې تر ټولو زياتې زيانمنې شوې ولسوالۍ د غوريان، ګلران، رباط سنګي، ادرسكن او شنيډنډ ولسوالۍ په ګوته كيداى شي، خو دم ګړۍ ويل كېږي، چې له پاړسي ولسوالۍ پرته نورو ولسواليو ته د تګ راتګ لارې پرانېستل شويدي. په ولسي جرګه كې د هرات ولايت د خلكو استازى احمد بهزاد وايي، چې د زياتو برف كوچونو له امله په دغه ولايت كې يو شمېر خلك لا اوس هم لادركه دي او نږدې سل زره څاروي د وښو د كمښت له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي. د نوموړي په وينا د پېښې په لومړۍ ورځ د هرات ولايت د سيمه ييزو چارواكو له خوا د پېښې ارقام تكذيب شول او همدا وجه وه، چې نړيوالې ټولنې او دولت وغوښتل، چې هرات ته لږې مرستې واستول شي، هغه وويل: ((در روزهای اول که بعضی از رسانه هایی همگانی از وقوع یک فاجعه در غرب افغانستان خبر دادند متاسفانه بعضی از مقامات محلی در هرات با اظهارات غیرمسوولانه این اخبار را تکذیب کردند و به نوعی کوچک نمایی کردند ابعاد فاجعه را و این سبب شد که قضایای بحران در هرات بطور دقیق و همه جانبه در اختیار افکار عمومی دولت و دوستان بین المللی قرار نگیرد.))
قاضي نذيراحمد د هرات ولايت يو بل تن استازى بيا له دولت او سوداګرو غوښتنه كوي، چې له زيانمن شويو سره د هېواد په بېلابېلو برخو كې مرسته وكړي، هغه وايي: د غوريان ولسوالۍ ۳۰ تنه د لارې په اوږدو كې له يخنۍ نه مړه شول.
د رپوټونو له مخې تر هرات وروسته بادغيس دوهم ولايت دى، چې پكې د زياتو انساني تلفاتو د رامنځته كيدا رپوټونه وركړل شويدي. په دغه ولايت كې يوازې په څو ورځو كې د ۷۰ تنو په شاوخوا كې عام خلك يخنۍ وژلي دي. د بادغيس ولايت غورماچ او بالامرغاب ولسوالۍ ترنورو زياتې زيانمنې بلل شويدي. د دغې سيمې يو تن اوسيدونكي له رسنيو سره په مركه كې ويلي، چې دولت لا هم دغو زيانمنو ته مرستې نه دي رسولې. د ولسي جرګې بل غړى عزيزاحمد نادم وايي، چې نه يوازې هرات ته اړينې مرستې نه دي رسيدلې، بلكې په بادغيس كې لارې تړلې دي او ځينو ولسواليو ته تګ راتګ سخت شوى دى.
پر بادغيس سربيره په غور ولايت كې د يخنۍ له امله د۴۰ تنو د وژل كيدو خبر وركړ شوى دى. رپوټونه وايي، چې د دغه ولايت شپږو ولسواليو ته د واروې د زيات اورښت له امله د تګ راتګ لارې تړل شويدي.
په فراه ولايت كې بيا د ۳۵ تنو د وژل كيدو تصديق شوى، چې په دې پورتنيو ارقامو كې نږدې ۴۰ تنه يې ښځې او ماشومان ښودل كېږي.
له دايكندي ولايت نه رارسيدلي رپوټونه ښيي، چې د دغه ولايت په اشترلي ولسوالۍ كۍ درې تنه د برف كوچ لاندې ايسار پاتې شوي وو، چې يو تن يې ومړ او دوه نور ژوندي راوايستل شول. خو د دغه ولايت په كيتي ولسوالۍ كې د واورې د ښوييدلو له امله د استوګنې لس كورونه او څو دكانونه هم ويجاړ شويدي. په پكتيا كې د وارې د ورښت له امله د يوې كورنۍ د دريو تنو غړو د وژل كيدلو خبرونه راغلي. په كابل كې هم د يخنۍ له امله د دوو ماشومانو د مړه كيدلو رپوټ وركړاى شوى دى. تر دې وړاندې د جنورۍ په ۱۵ نېټه په غزني ولايت كې د يخنۍ له امله د ۱۲ تنو د وژل كيدو خبرونه راغلي وو. د دغه ولايت د ولايتي شورا غړي نوروز علي كريمي وويل، چې پېښه د غزني ولايت په مالستان ولسوالۍ كې رامنځته شوې وه او په وژل شويو كسانو كې درې ښځې او دوه تنه ماشومان هم شامل و.
بازمحمد د پكتيا ولايت د اومني ولسوالۍ د څوكۍ سيمې اوسيدونكي د ټيلفون پرليكه وويل، چې په دغه ولايت كې د واورې د ورښت له امله ۳۰۰ كورنيوته د تېرو لسو ورځو په ترڅ لارې تړل شويدي او له مركزسره يې اړېكي پرې دي.
د پكتيا ولايت د والي وياند غني خان ومنله، چې په دغه سيمه كې ډېره واروه ورېدلې او وفوايد عامې ته دنده وركړاى شوي، چې د لارو د خلاصيدو هڅه وكړي.
د ژيړو ولسوالۍ په كيشم دره كې د پرله پسې وارو د ورښت له امله ۱۱ كورونه تخريب، يوه ښځه مړه ده او ۵۰ تنه تپيان دي. دغه راز په اومني كې ۴۰۰ څاروي له منځه تللې دي. په حاجي خيلوكې واورو بيا شل كورونه وران كړې او تر۶۰ پورته څاروي يې وژلي دي. په اريوب كې يو كورنړيدلى او يوماشوم ټپي دى. له پاكستان څخه راغلي كډوال، چې په څمكنيو كې استوګن دي، يخنۍ يې دوه ماشومان وژلي، چې دا خبر رسمي سرچينو هم تاييد كړى دى. د يادونې ده، چې پكتيا كې د لسو موټرو د چپه كيدو نږدې اته تنه سخت ټپيان شويدي.
او له تخارولايت څخه رارسېدلې رپوټونه ښيي، چې په دغه ولايت كې د سړي هوا له امله پنځه تنه وژل شوي
او درقد، هزارسمچ اوروستاق ولسوالۍ لارې له مركزسره بندي دي.
له دې سره سره، چې په تېرو دوو اوونيو كې د انساني تلفاتو د زياتيدو خبرونه وركړاى شوي، خو د هرات ولايت چارواكي څرګندوي، چې تر دم ګړۍ له اسيب ځپلو سره جدي مرستې نه دي شوې او لامل يې دا بولي، چې ګواكې د لارو بندښت يې مرستې په ټپه درولې دي.
د هرات ولايت والي سيد حسين انوري وايي، چې له زيانمن شويوسره يې له ايسافه د مرستې غوښتنه كړې وه او هغوى ورسره په دې برخه كې كومه مرسته نه ده كړې. هغه وويل: هغه څه چې زموږ په وس كې وه او امكانات مو لرل د خلكو لپاره مو په كار واچول.
د يادونې وړ ده، چې په هرات ولايت كې نږدې ۲۰ زره او په بادغيس كې ۱۲۸۰۰ څاروي له منځه تللې، لسګونه كورونه تخريب شوي او نږدې ۵۰۰۰ تنه اړينو مرستو ته اړتيا لري.
د حكومت اضطراري كمېټه او كړنې:
په هرحال له څو كلونو راهيسې په افغانستان كې له بيړنيو پېښو سره د مبارزې په نوم د دولت په چوكات كې يو جلا رياست د جمهور رئيس كرزي د دوهم مرستيال كريم خليلي تر سرپرستۍ لاندې فعاليت كوي او عمده دنده يې دا بلل كېږي، چې د بيړنيو حالاتو د رامنځته كيدا پرمهال خپلې چارې له نورو وزارتونو سره همغږي او په بيړه د زيانمن شويو مرستې ته ورودانګي. د دغه رياست مشري عبدالمتين ادراك كوي او د افغانستان په كچه د ادارك په وينا په ټولو ولايتونو كې كميسيونونه لري، چې په سيمه ييزو فعاليتونو بوخت دي او خلكو ته لازمې اسانتياوې برابروي.
د اضطراري كمېټې مشر عبدالمتين ادارك وايي، چې دوى له دغو پېښو سره د مبارزې په برخه كې څو ورځې وړاندې د ۱۴زره ټنه غذايي موادو غوښتنه كړې وه، خو ډبلو اف پي، وويل، چې دوى تر دې مخكې هم له خلكو سره مرسته كړې او اوس په افغانستان كې يوازې ۸۰۰۰ ټنه غنم لري، چې د ټولو اړينو خلكو لپاره د بسنې وړ نه دي.
ښاغلي ادراك له رسنيو سره ويلي، چې دوى له بيړنيو حالاتو سره د مبارزې لپاره مخكې له مخكې ۱۲۵ مليونه افغانۍ ځانګړې كړې وې. چې له دغې جملې څخه يې ۴۰ مليونه د فوايد عامې وزارت ته، ۴۵ مليونه يې د كليو او پراختيا وزارت ته، ۱۰ مليونه يې د عامې روغتيا وزارت ته، ۱۰ مليونه يې ټرانسپورت او ۱۰ يې دفاع وزارت وركړې وې، چې په سوړ او يخ ژمي كې د خلكو مرستې ته ورودانګې او له دوى سره مرستندوى واقع شي. دم ګړۍ د هرات ولايت د غوريان او شينډنډ ولسواليو پر خلكو د نړيوال خوراكي سازمان له خوا ۴۱ ټنه غنم ، اړين ژمني توكي او پټوان ويشل شويدي.
همدا راز د دغه ولايت په ګلران، رباط سنګي، كشك كهنه، ادرسكن او زنده جان كې هم اته ټنه غنم ، ۲۰۰قوطۍ غوړي او ۲۰۰ پتوان ويشل شويدي، خو خلك سرټكوي، چې دغه مرستې ډېرې ناڅېزه دي او په هغه كچه چې اړينه وه له دوىسره مرسته نه ده شوې.
د هرات ولايت د غوريان ولسوالۍ يو تن اوسېدونكى غلام سرور په سيمه كې د لارو له تړل كيدلو سرټكوي او وايي: با وجود اين وضعيت رقت بار از سوي مسوولين اين ولايت كمك آنچناني مبني بر بازگشايي اين راه صورت نگرفته است. كه به همين دليل تعداد زيادي از اهالي اين قريه جات بخاطر عدم موجوديت ادويه كافي و كمبود مواد خوراكي جان هاي شانرا از دست دادند.
د دغې ولسوالۍ يو بل تن اوسيدونكى عبدالله بيا داسې وويل: راه هاي ارتباطي قريه جات چاه ريگ، گرگ آباد، تيركش، هفت چاه، گنگ و گاو دار مسدود بوده كه به هيچ صورت از اين راه تردد صورت نمي گيرد.
د بادغيس ولايت د اضطراري كمېټې مسوول سيداقا ارفاق رسنيو ته ويلي، چې دوى په دغه ولايت كې نږدې ۵۰۰۰ تنه بيړنۍ مرستې ته اړتيا لري خو دوى يوازې ۱۵۰ ټنه غنم په اختيار كې لري، چې يوازې په سلو كې د ۵ زيانمن شويو سيمو لپاره كفايت كوي.
خو ښاغلى ادراك پر پورتنيو مرستو سربيره د ۱۵۰۰ ترپالونو، ۵۰۰ كمپلو او يو شمېر ژمنيو بنيانونو له توزيع څخه هم يادونه كړې او وايي، چې دغو سيمو ته به درې زره كمپلې او ۶۰۰۰ نور بنيانونه ولېږل شي. خو پوښتنه دا ده، چې په دغو مرستو به د خلكو درد دوا شي؟ آيا دولت به په خپل دغه كار خپله دنده ترسره كړې وي او كه نه؟
بې سارې واروه او له هغه راپاتې ستونزې:
افغانستان سږكال له كلونو وچكالۍ پس د داسې واورې د ورښت شاهد پاتې شوى، چې د انساني تلفاتو ترڅنګ يې ډېرې نورې ستونزې هم خلكو ته زېږولې دي. وروستي ورښتونه د دې لامل شوي، چې په هېواد كې د خوراكي او سوند توكو د نرخونو د لوړوالي باعث هم وګرځي . كه څه هم چې زموږ په هېواد كې د قيمتونو لوړيدل كومه نوې پديده نه ده او هركال په نسبي توګه لومړني اړين توكي لوړېږي، خو سږ كال ځكه بې ساري برېښي، چې په نرخونو كې يو په دوه زياتوالى راغلى دى. شيراغا چې د ملي اردو ضابط دى په ډېره خواشينۍ داسې وويل: د خلكو ګناه څه ده، يوه ورځ د اختر، يوه ورځ د يخنۍ او بله ورځ د واورې او باران په نومونو لوټل كېږي.
په رښتا هم چې د سړو له زياتيدولو سره قيمتۍ هم پر خلكو واكمني پيل كړه، د اوړو د يوې ۵۰ كيلويي بورى بيه له ۷۵۰ افغانيو ۱۵۰۰ افغانيو ته لوړه شوه. دغوړيو يو پنځه كليويي قوطۍ بيه له درې سوو نه ۴۲۰ افغانيو ته لوړه شوه، يوكيلو ګاز ۷۰ افغانۍ پلورل كېږي، يومن پلوي وريجې له ۲۰۰ نه ۴۰۰ افغانيو ته وختې، خو كله چې څوك وپوښتې چې آيا ښاروالۍ نرخ نه دى وركړى؟ ويل كېږي، چې دا هسې تشې خبرې او ببولالې دي، ښاروالۍ څه او كار يې؟ حكومت د هېواد په اساسي قانون كې د ازاد بازار په ځاى پرځاى كولو سره په هېواد كې د اقتصادي مافيا پراختيا او ودې ته لار پرانېستله او يو شمېر لوټمار سوداګر د سيالۍ ډګر ته راووتل او پخپلې دغې سوداګرۍ يې مليونونه پانګه د ځان لپاره جوړه كړه او د ځينو توكو په انحصارولو يې قيمتونه لاپسې لوړ كړل. كه نه نو شونې وه، چې د مختلط اقتصاد له لارې د خلكو ستونزو ته د پاى ټكى كېښودل شي. يو شمېر نورو په دې پلمه چې ګواكي د افغاني توليد كچه به لوړه شي خصوصي سكتور له دولت څخه جلا كړ حال دا چې په دغې چارې نه يوازې افغاني توليداتو وده ونه كړه، بلكې له سختي ماتې سره مخ شول. د ساري په توګه خصوصي سكتور ته د انتركانټينال هوتل وركړه نه يوازې دولت ته كومه ګټه ونه كړه، بلكې بې ساري تاوانونه يې هم واړول او بلاخره دولت اړشو، چې دغه هوټل بيرته د خپلې ادارې لاندې راولي.
له بلې خوا په دې وروستيو كې د كرنې وزارت چارواكو د نرخونو د لوړېدلو پړه په سيمه كې د غنمو پرنشت ورواچول، خو دا وړ پلمې د هېڅ درد درمل نه شي جوړېدلاى، ځكه پورتني ارقام او د بيو لوړيدل په ډاګه كوي، چې د خلكو د لوږې او بې وزلۍ اندازه كومې كچې ته لوړه شوې ده؟ كه چېرې د كابل او نورو ولايتونو ټول بازارونه له غنمو ډك وي او خلك يې د پيرلو وس ونه لري او د خپلې خېټې د مړولو لپاره يوه مړۍ ډوډۍ ترلاسه نه كړي، تر دې بده او سخته قحطي به د يوه بې وزله انسان لپاره كومه وي؟ همدا تېره اوونۍ رسنيو داسې رپوټونه خپاره كړل، چې د افغانستان په هرات ولايت كې يوه سړي د بې وزلۍ او ناچارۍ له امله خپل څو مياشتنۍ ماشوم په ۲ زره افغانيو پلورلى و، چې بيا وروسته ورباندې د كډوالو د ستنيدونكو چارو رياست خبر شو او پلورل شوى ماشوم يې بيرته د هغه كورنۍ ته وسپاره.
دا وړ په لسګونه نور مثالونه هم د افغانانو د بې وزلۍ په اړه موندل كيداى شي، خو جالبه دا ده، چې د افغانستان د ماليې وزارت وزير د ۲۰۰۷ د پاى ته رسيدلو پرمهال څرګنده كړه، چې سږكال د خلكو سړي سرعايد له ۳۳۵ او ۳۵۵ ډالرو څخه ۴۰۰ ډالرو ته لوړشوى دى. حال دا چې حكومتي چارواكو ته په پكار وه، چې د دغو ارقامو د خپرولو پرمهال يې لږ دې ته هم پاملرنه كړې واى، چې دغه وده عامه ده او كه يوازې د څو تنو جيبونه وده موندلې، حال دا چې خلك له لوږې او بې وزلۍ خپل كوچنى ماشوم په ۲۰۰۰ افغانيو پلوري، له دې څخه ښكاري چې دولتي چارواكي د خلكو په سترګو كې خاورې شيندي او د ملت په تېراېستلو يې لاس پورې كړى دى.
كه چېرې سړى په دې سوړ او يخ ژمي كې د خلكو ژوند ته وګوري ليدل كېږي، چې د خلكو په ژوند كې هېڅ بهبود نه راغلى. كه چېرې دا يخني، بې كاري، لوږه او قيمتي ټول سره لاسونه يو كړي آيا د بې وزله خلكو فنا كيدل نه حتمي كېږي؟
آيا د دولتي چارواكو د خولې ضدونقيضي خبرې د دې مانا نه وركوي، چې دوى تل درواغجن ارقام خلكو ته وركوي؟
اداري فساد او اقتصادي انفلاسيون:
هغه ټكى، چې د تل لپاره په افغانستان كې د يوې ساري ناروغۍ په توګه مطرح كېږي، د اداري فساد شتون دى، چې نږدې د دولت ټولې ادارې پرې اخته دي او داسې ځاى او يا اداره به ونه موندل شي، چې پكې رشوت، بډو اخيستلو او اختلاس ته زمينه نه وي برابره. څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو نماينده ګۍ د اداري فساد له اړخه افغانستان د نړۍ په ترټولو ككړو لسو هغه هېوادونو كې وشمېره، چې فساد په كې زيات دى. په دې مانا چې په دې وطن كې كه هره چاره او هره ستونزه، چې مطرح شي د فساد نښې نښاني پكې ليدل كېږي.
د كارپوهانو په وينا، افغانستان دم ګړۍ له سخت بيړني حالت سره مخ دى او كه چېرې دولت په جدي توګه دغې ستونزې ته پاملرنه ونه كړي، د هېواد ډېرى خلك به د قيمتۍ له امله يو ځل بيا بهرنيوهېوادونو پر مهاجرتونو زور واچوي.
اقتصادي كارپوه، محمد سرور نيازى، چې دم ګړۍ د صرافۍ پر كاروبار لګيا دى وايي، چې افغانستان پس له شپږو كلونو بيړني حالت او اقتصادي انفلاسيون ته راګرځيدلى دى او كله چې له اقتصادي پلوه بيړنى حالت رامنځته شي اداره هم اضطراري بڼه غوره كوي. ده وويل: حكومتي چارې خپل عادي حالت لري او ظاهرا پكې كوم بدلون ترسترګو كېږي، خو د لوږي او قيمتۍ پراختيا په حقيقت كې د افغانستان حكومت د هغو بې اساسه سياستونو پايله ده، چې خلك يې په اقتصادي او امنيتي لحاظ له ستونزو سره مخ كړيدي، چې د اوس لپاره لاره ترې وركه ده.
په پاى كې د يوې ټوليزې پايلې په توګه ويلاى شو، كله چې وږي او بې وزله او هغه كسان چې د يخنۍ له امله زيانمن شويدي د لارو د بنديدو له امله چيغې پورته كوي او خپل غږ چارواكو ته رسوي، چارواكي يې په غبرګون كې ورته سرسري كتنه كوي، خو ترهغه وروسته بيا د پيل په غوږونو كې خوب ته ترجيح وركوي اود هېوادوالو له كړاوه ډكې ورځې هيروي او داسې ښكاري، چې نه كوم ژمى او نه هم كومې لوږې خلك ځورولى وي. او بلاخره دا چې د نړيوالو موسسو د سلګونه ټنه غنمو له مرستې نه څوك خبر شول او نه پرې پوهېږي، چې دغه مرستې چېرته ولاړې؟
د اداري فساد پراختيا، د نيشه يي توكو د كركيلې زيادښت، د ګاونډييو هېوادونو په ارتزاقي بازارونو اتكا كول، د لارو نا امني، له بيړنو پېښو سره د مبارزې نا دقيقه ستراتيژي، د نا كنټروله بازارونو شتون، د نرخونو نه كنټرول، د شتمنو او فقيرو ترمنځ نا انډوله توپير او يو شمېر نور هغه عوامل دي، چې سړى نه شي كولاى د وزيرانو په ګرمو او نرمو ژمنو باور وكړي، چې ګواكې راتلونكى كال به تر دې بد نه وي؟ او دا ټول هغه رښتنې واقعيتونه دي، چې په دې يخ ژمي كې يې ټول هېوادوال احساسوي او ګوري، چې چارواكي له پوچو تبليغاتي او اخلاقي كلماتو پرته پرحل لارو فكرنه دى كړى، بس يوازې په دې لګيا دي، چې په بهر كې بانكونه ډك كړي، ځانته بلډنګونه او ماڼۍ جوړې كړي، ځانته امتيازات وغواړي، خپل معاشونه لوړ كړي، د خپلو باډي ګارډانو غمه وخوري، نور څه نه كوي.
په دې مانا چې كه له هرچا پوښتنه وشي ليدل كېږي، چې له دولتي ادارو څخه ښه زړه نه لري، خلك چې په دولتي ادارو كې د يوازيني څېز شاهدان دي، هغه اداري فساد او كاغذپراني ده او دا هيله لرې برېښي، چې دومره ژر دې افغانستان د يوې سالمې ادارې خاوند شي.
يادونه: داليكنه د كليد اوونزې په ۳۰۰ مه ګڼه كې چاپ شوي