لعل اقا شيرين

 

په هر پړاو د پاكستان پر نيت د شكونو لمن پراخېږي

 

د افغانستان له لوري د امن جرګې د تياري كميسيون د دارالانشا مشر فاروق وردګ  د چنګاښ  په ۲۳ مه له بي بي سي سره په مركه كې ويلي دي ، چې كېداى شي د پاكستان د لال جومات  پيښي د امن جرګې مهال وېش وځنډوي. په پام كې وه، چې د افغانستان او پاكستان تر منځ  امن جرګه د روان ميلادي كال د اګست  مياشتې په پيل كې جوړه شوې واى، خو اوس ويل كېږي، چې پاكستاني لورى  يې د لال جومات  د پيشو په پلمه د ځنډولو هوډ لري.

پاكستان د امن جرګې د استراتيژې د مطرح كېدو له وخته بيا ترننه پورې د دغې جرګې د ځنډولو لپاره بېلابېلې پلمې كړي، حال دا چې افغان لوري  يې تل د داېرولو پلوى دى.

د افغانستان او پاكستان امن جرګې ته د تياري د كميسيونونو په دوهمه  ګډه ناسته كې، چې د ۱۳۸۶ لمريزكال د غويي په ۱۴ مه ترسره شوه  او د جرګې د جوړېدو د نېټې، تركيب او  د غړو د شمېر په اړه  پكې پرېكړې وشوې.

دا هيله مندي رامخته شوه، چې كه خداى كول د امن جرګه به  ډېر ژر په لاره واچول شي. هغه وخت د افغانستان ډاكټر فاروق وردګ د  كميسيونونو خبرې ښې ارزولې و، خو ډېرى كتونكو دا باور درلود، چې پاكستان به بيا بيا د دغې جرګې د داېرېدو پر وړاندې خنډونه جوړكړي.

قابو نهه مياشتې كېږي، چې د امن جرګې د جوړېدو خبرې كېږي، خو د پاكستان له لوري د كم توجهۍ له امله  هېڅوك هم  د دغې جرګې پر اغيزو پوره باور نه لري او د پاكستان نيت ته په شكمن نظر ګوري.

دم ګړۍ پوښتنه دا ده دغه جرګې، چې  اوس مهال ځنډېدلې ده  كه چېرې بريالى شي او پاكستان يې هم داېرېدو ليوالتيا وښايي  ايا دا پرېكړه به وكړي، چې له ټولو قبايلي سيمو څخه طالبان او القاعده وايستل شي او كه نه؟ او ايا په دې به سره سلا شي، چې نور به پاكستان د افغانستان په چارو كې لاسوهنه نه كوي او كه څنګه؟ او ايا دغه جرګه به د دواړو غاړو د علماوو او قومي مشرانو د وژنې غندنه وكړي او كه څنګه؟ او ايا دغه جرګه به د هغه ټولو روزنځايونو د بندولو غوښتنه وكړي، چې پكې د افغان دولت مخالفين روزل كېږي او كه څنګه؟ او ايا دغه جرګه به په رښتنې توګه د افغانستان او پاكستان دولتونو ترمنځ د تفاهم وسيله شي او كه نه؟

دا ټولې هغه پوښتنې دي، چې دم ساعت  هر اګاه ذهن مشغولوي، خو د مناسب ځواب موندل ورته ګران څه، چې كله كله ناشونې هم بريښي، ځكه چې د دغې جرګې پرپرېكړو عمل كول د اجرايي ضمانت غوښتنه كوي، په داسې حال كې چې نړيواله ټولنه هم پرپاكستان د فشار له راوړلو څخه ډډه كوي.

له دې ټولو سره سره، داسې اوازې هم خېرې شوېدي، چې پاكستان د امن جرګې د ناكامولو هڅې كوي او ان ويل كېږي، چې د جرګې په تركيب كې يې د اى ايس اى غړي هم ځا ى كړي دي. د ولسي جرګې غړى پاچاخان ځدران له كليد ګروپ سره په يوه مركه كې وايي : "په سلوكې ۶۰ به يې د اى ايس اى نفر وي، دوى دا كوښښ هم كوي، چې په افغانستان كې هم داسې كسان پيدا كړي څو پرېكړې د ځان په ګټه وګرځوي."

هغه څه چې د دې جرګې اغېز ته لار پرانېزي او د پاكستان او افغانستان په قبايلي خلكو كې مهم برېښي، هغه په سيمه ييزو چارو كې د دې مشرانو ټاكونكى كردار دى ، چې په سيمه كې يې فيصلې پلې كيږي او سرغړونه  ترې جرم دى.

دم ګړۍ نړيوالو ته پكارده، چې د دغې جرګې د داېرېدو په برخه كې پر پاكستان فشار راوړي او هڅه يې وڅاري،

ځكه چې پاكستان تل د افغانستان په اړه  له دوه مخي سياست څخه كار اخيستى دى او تل يې د افغان حكومتونو د ظاهري ملاتړ ترڅنګ ، د پر دې تر شا د هغه د مخالفو ډلو ملاتړ كړى دى، چې څرګندې بېلګې يې د تېرو لسيزو په حكومتونو كې لېدلاى شو.

كه څه هم چې پاكستاني جنرال په وار وار ويلي دي، چې د افغانستان په قضاياوو كې دوى لاس نه لري، خو پوښتنه دا ده، چې كه چيرې رښتيا هم د دولت مخالفين له پاكستان څخه نه اكماليږي، نو له كومه ځايه سمباليږي؟ ايا له دې هم سترګي پټيداى شي، چې د نوزاد اوګرميسر ولسواليو په نيولو كې د چا موټر و، چې د پاكستاني ګوندونو ځينې بيرغونه يې ليږدول؟ خبره دا ده، چې پاكستاني چارواكي د دې پرځاى، چې د افغانستان له مخالفينو سره په جديت سره چلند وكړي، د دې پيښو په يادولو سره خواشينى كيږي؟ ډيرى كارپوهان خو دا هم وايي، چې هم امريكايي او هم د ناټو ځواكونه په دې پوهيږي، چې په افغانستان كې د نا امنيو زياته برخه له پولې ها خوا رېښې لري، خو د عمل په ډګر كې بيا ليدل كيږي، چې دوى د ټولو پر وړاندې له حوصلې كار اخلي او همدا لامل دى، چې په هېواد كې امنيتي حالات ورځ تر بلې خرابيږي او دې كار خلك له افغانستان څخه د نړيوالې ټولنې د ملاتړ په برخه كې بې باوره كړېدي.د يوې ټوليزې پايلې په توګه پوښتو، چې ايا دا كار د دې ښكارندويي نه كوي، چې د افغانستان  خپلواكي اوس هم د يو شمير خلكو او هېوادونو لپاره د منلو وړ نه ده او افغانستان خپلو سياسي موخو ته د رسيدلو يوه وسيله ګڼي او په افغانستان كې د بحران په دوام كې خپل خير لټوي او كه څنګه؟ او دا ټول هغه مسايل او ټكي دي، چې د امن جرګې د جوړېدو ارزښت او اغېز كمولاى شي.

خو يوه كوچنۍ اميدواري داده، چې پاكستان ښه نيت وښيې او له پلموڅخه ډډه وكړي، ځكه چې په سيمه كې ثبات د دواړو هېوادونو په ګته دى.