د جنسي تېرې مافيا مخ په پراخېدو ده

 

د انسان ضد نورو مافياو ترڅنګ له څه وخت راهيسې پر كوچنيو ماشومانو د جنسي تېرې او تجاوزاتو مافيا هم خورا پراخه شوې او پرحكومتي او قضايي ادارو يې د خلكو باور كم كړى دى.

په تر ټولو وروستي خبر كې جوته شوې ده، چې بيا هم په سرپل ولايت كې پر يوه ماشوم شپږو تنو جنسي تېرى كړى او څلور تنه عاملين يې د پوليسو له منګولو څخه تښتېدلي دي. تر دې وړاندې په باميانو كې د هغې نجلۍ خېټه په غوجل كې د نجلۍ د ورور له لورې څېرې شوه، چې د كوم ډريور له لورې پرې شپږ مياشتې مخكې جنسي تېرى شوى و او حامله وه.

د مرغومې په ۱۵ مه نېټه په فارياب ولايت  كې بيا پر يوه ۱۲ كلن هلك جنسي تېر شوى و او په پروان كې بيا د مرغومې په ۱۲ مه  هغه تېرې كوونكي د پوليسو له خوا ونيول شول، چې د دغه ولايت د سياه ګرد ولسوالۍ په لچ كلي كې يې پريوې ۱۲ كلنې نجلۍ جنسي تېرى كړى و.

 له تېرو دوو كلونو راهيسې دا ډول پېښې بيخي زياتې شوې دي او د افراط ترپولې رسيدلې او لامل يې دا بلل كېږي، چې حكومت، په تېره  بيا د هېواد قضايي او عدلي ارګانونه په دې برخه كې جدي اقدمات نه كوي او له همدې كبله ده، چې د دغه ډول جنايتكارانو لاسونو  په لا نورو جنايتونو كې خلاص پرېښود ل كېږي.  د خلكو په خبره كه چېرې په خپل وخت، نه په اوسنې ځنډ سره  د پارلمان د وكيل زوى  او دا ډول نورو زورورو كسانو ته د دولت له لوري لازمه سزا وركړاى  شوې واى، خامخا به يې د دا ډول پېښو په مخنيوي اغېزه ښندلې واى.

د افغانستان د خلكو په وړاندې تر ټولو پارونكې او بې ننګه كړنه، پر كوچنيو ماشومانو، نجونو او ښځو جنسي تېرى دى او هر هغه مهال، چې په دا ډول جنايتونو لاس پورې كېږي، د خلكو سخت غبرګون ته لار پرانېزې او د افغانستان پرعدلي او قضايي سيستم اعتراضونه كېږي. خلك، د افغانستان له قضايه ځواك څخه غوښتنه لري، چې دغه ډول جنايتكارانو ته دې درنې سزاووې وركړل شى.

 كه څه هم، چې د هېواد قضائيه قوې په دې وروستيو كې د جنسي تېريو له ۱۱۷ پېښو څخه ۸۰ فيصله كړې دي او په هغه كې د پارلمان د وكيل زوى ته هم سزا وركول شوې ده، خو خلك پرې قناعت نه شي كولاى او وايي، چې سزاوې يوازې د بند تركچې دي، چې ځينې وخت مجرمين هغه هم  نه بشپړوي او د فرمانونو او يا نورو راشه درشو په نتيجه كې پاى مومي.

تراوسه به چاهم نه وې اورېدلې، چې له افغانستان پرته دې د نړۍ په بل كوم ګوټ كې په داسې بيرحمۍ او قساوت سره د كومې نجلۍ خېټه څېرې او ماشوم دې ترې راايستل شوى وى.

خلكو د جمهوري رياست په ټاكنو د دې لپاره جمهور رئيس كرزي ته رايه وركړه وه، چې دوى د زورواكانو له فشار او نادودو څخه وژغوري او يو بشپړ امنيتي چاپيريال رامنځته كړې، خو نه يوازې په تېرو اوو كلونو كې د افغانستان خلك د امنيت خاوندان نه شول، بلكې د لا نورو نادودو شاهدان هم پاتې شول، چې يوه يې هم د جنسي تېري كړغېړنه پديده ده، چې لاهم په خپل زور سره  مخته درومي.

نو په داسې يوه وضعيت كې، چې خلك په سرسترګو ويني، چې حكومت يې د ژوندانه او ناموس د خونديتوب لپاره هيڅ هم نه دي كړي او هره ورځ يې عزت د تېرې له ګواښ سره مخ كېږي، تاسې څه فكر كوئ، چې خلك به څرنګه پر حكومت راټول شي؟ دا او دې ورته نورې كړنې ، غلا، شوكې، تالان، د سوداګرو او پانګه والو وژنه او تښتونه هغه څه دي، چې ټولو سره لاسونه يو كړي او د افغانستان د مظلوم ملت مرى مروړي او كه چېرې دا لړۍ همداسې دوام وكړي او خلك د خپل ناموس، مال او ژوند په اړه د خونديتوب احساس له لاسه وركړي، پرموجود حكومت به د خلكو ناباوري نوره هم پسې زياته شي.