د پاكستان بيړنۍ حالت، د اوړو پرلېږد بندويزونه
شيرين
د پاكستان بيړنۍ حالت، د اوړو پرلېږد بندويزونه او د افغان دولت بې تفاوتي
نږدې يوه مياشت وړاندې د ملګرو ملتونو يوه راپور ادعا وكړه، چې افغانستان سږكال د تېرو كلونو په پرتله د حاصلاتو دوه برابره توليدات لري او لرې نه ده، چې هېواد د بسياينې او خودكفايي پرلور پړاوونه ووهي. دا اعلان داسې شوى، چې تېركال د افغانستان په ۱۳ ولايتونوكې د غلو حاصل تراټكل له نيمايي زيات لږو او همدا لامل دى، چې افغانستان په كلنۍ كچه له ګاونډيو هېوادونو په تېره بيا پاكستان څخه د اوړو او نورو اړينو توكو په واردولو لاس پورې كوي، څو په هېواد كې دننه د غنمو كمښت پرې جبيره شي. كه څه هم چې افغانستان اساسا يو كرنيزهېواد دى او بايد له كرنيز اړخه يې د خودكفايي پر پلور چټ ګامونه اخيستى واى، خو د دولت جدي نه پاملرنې دغه لاره ډب كړېده.
تېركال اتيا په سلوكې للمي غنم او۷۰ په سلوكې ابي غنم، چې د هېواد خوراكي اړتياوې پوره له منځه تللې وې، حال داچې ملګري ملتونه او افغان چارواكي خوشبينه دي، چې هېواد به په راتلوونكو پنځو كلونو كې خودكفاشي.
د كرنيزو چارو كارپوهان وايي، چې د هېواد كرنيز توليدات له كلونو كلونو راهيسې په سلوكې ۱۵هم د خلكو د خوراكي توكو اړتياوې نه شي پوره كولاى او همدا لامل دى، چې له كلونو كلونو راهيسې افغان سوداګر له ګاونډيو هېوادونو په تېره بيا له پاكستان څخه د اوړو او نورو لومړنيو اړينو خوراكي توكو په واردولو بوخت دي او پاكستان په كلنۍ كچه د افغانستان له سوداګرۍ څخه نږدې يونيم مليارډ ډالره ګټه پورته كوي، خو له څو ورځو راهيسې، چې په هغه هېواد كې بيړنى حالت اعلان شوى دى ليدل كېږي، چې پاكستاني پوځيانو افغانستان ته د اوړو پرلېږد بنديزونه لګولي، چې له امله يې په پلازمېنې كابل او ځينو نورو ولايتونو كې د اوړو بيې په سلوكې شل لوړې شويدي او د دې امكان شته دى، چې دغه بيې نورې هم پسې لوړې شي، خو جالبه دا ده، چې په لومړي سركې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت چارواكو د پاكستان له لوري پر ارتزاقي موادو د بنديزونو له لګيدو څخه بې خبري څرګنده كړې وه او دا په داسې حال كې ده، چې له تېرو څو ورځو راهسې په تورخم كې شتو افغان سوداګرو سرټكاوه، چې پاكستان يوه بوجۍ اوړه هم افغانستان ته نه پرېږدي حال دا، چې تر بنديز د مخه هره ورځ نږدې د اوړو سل لارۍ افغانستان ته داخليدلې، خو بيا وروسته د سوداګرۍ وزيرمحمد امين فرهنګ ومنله، چې په اوړو بار دوه سوه لارۍ په تورخم كې د پاكستاني پوځيانو له خوا درول شويدي، هغه دا هم وويل، چې د بهرنيو چارو وزارت له خوا د موضوع پر اواري خبرې اترې روانې دي او ډېر ژر به دغه لارۍ كابل ته راولېږدول شي.
دغه خبرې او ډاډينې په داسې حال كې دي، چې د اوړو د كمۍ له امله د اوړو د يوې ۱۰۰ كيلويي بورۍ بيه له ۱۷۲۰ افغانۍ څخه ۲۱۰۰ افغانيو ته لوړه شوېده، چې د ډيرى بېوزله افغانانو ژوند ګواښوي.
همدا اوس اوس يوشمېرخلك په ډېره لوږه كې شپې ورځې تيروي او ان داسې خلك هم شته دى، چې كه چېرې د سهار ډوډۍ وخوري په غرمه د خوراك لپاره څه نه لري او كه غرمه د خوارك لپاره څه پيدا كړې بيا د شپې له مخې حيران وي، نو د خواشنۍ ځاى دى، چې په داسې يوه وضعيت كې افغان چارواكي له خپلو دندو او مسووليتونو څخه غافله وي.
كه څه هم، چې ډيرى كارپوهان وايي، چې افغانستان ته په اوړو باندې لګول شوى بنديز په پاكستان كې د بيړني حالت د اعلان له امله دى او دغه كار د دې لپاره شوى دى، چې هغه هېواد د اوړوله كمښت سره مخ نه شي، خو بنيادي خبره به دا وي، چې پاكستان يوځل بيا خپله څېره بربنډه كړه او دغه عمل د افغانستان په اړوند د پاكستان د تلپاتې دوه مخي سياست څرګندونه كوي.
په هرحال هرڅه چې شوي هغه خو وشول، خو اوس افغان حكومت ته پكاروه، چې د دغې ستونزې د هواري لپاره يې په داسې فاكتونو باندې فشارراوړى واى ، چې له امله يې پاكستانى لورى دې ته هڅول شوى واى، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيكو پياوړتيا ته قانع واى، نه دا چې د هغوى سفيريې په كابل كې د وزارت خونې ته بللى واى.
حكومت ته پكاروه، چې په پاكستان كې يې د خپل سفارت له اړخه د پاكستان پوځي حكومت ته دا خبردارى وركړى واى، چې افغانستان ته د اوړو له بنديدو سره جوخت به د پاكستان يوه امتعه هم د افغانستان په بازارونوكې پلور ته وړاندې نه شي.
پردغې خبرې مو د ټينګار موخه دا ده، چې افغان دولت د دا وړ ستونزو د رامنځته كيدا په اړوند كره ستراتيژي نه لري او په دې نه پوهېږي، چې د ګاونډيو هېوادونو اېران، ازبكستان، تركمنستان او په تېره بيا د پاكستان په اړه، چې په دا وړ ناځوانمردانه كړنو كله ناكله لاس پورې كوي دوى څه وكړي؟ حكومت ته پكارده، چې د دا وړستونزو په اړه يوه كره ستراتيژي ترلاس لاندې ونيسې او داسې لارې چارې مشخصې كړي، چې له مخې يې هغه هېوادونه، چې افغانستان ننګوي وننګول شي.
كه چېرې افغان چارواكو د پاكستان له لوري د دغه ناځوانمردانه اقدام په هماغه لومړۍ ورځ هغوى ته خبردارى وركړاى واى، چې افغانستان هم دغه او هغه كار كولاى شي، پاكستان به افغانستان د اوړو د لېږد پرستراتيژۍ له سره كتنه كړې واى او نن به په افغانستان كې د خوراكي توكو په بيو كې دومره لوړوالى نه واى راغلى.
يادونه: دا شننه دكليد اوونېزې په ۲۹۱ مه ګڼه كې خپره شوېده.