شننه: نړېوالې مرستې چېرته...
ډاكټرروح الله امين
نړيوالې مرستې چېرته غيبېږي
د غبرګولي په ۲۷مه نړيوال بانك له افغانستان سره د ۱۳۳.۸ ميليونه ډالرو بلاعوضه مرسته وكړه. د ماليي وزير انوارالحق احدي د قرارداد له امضا كولو وروسته ژورنالستانو ته وويل، چې له دغو پيسو څخه به يې ۸۰ ميليونه د ادارو د تشكيلاتي چارو پر بهبود او ۳۳.۴ميليونه ډالربه يې د مالي د عمومي اداري د سيستم پرودې او پاتې نورې به يې د وګړيزو خدمتونو لپاره ځانګړې شي. نوموړي وويل، چې په تېرو څوكلونوكې د هېواد په سياسي، اقتصادي او اداري برخوكې ډېرزيات اصلاحات ترسره شويدي. ښاغلي احدي داهم وويل چې د نړيوال بانك د مرستو ډېرى برخه د كرنې، ښوونې، د ښوونځيو په جوړولو، برېښنا او نورو برخوكې مصرف شوي او مصرف به شي. هغه د روان كال بودجه ۲.۵ ميليارډه ډالره اعلام كړه . د نړيوال بانك رئيس السترمك كيكني وويل چې په ۲۰۰۷ كال كې د دغه بنسټ مرستې ۳۱۶ ميليونه ډالروته رسېدلي دي.
نوپردې بنسټ ويلاى شو، چې افغانستان هغه هېواد دى، چې په تېرو پنځوكلونو كې د نړيوالو هېوادونو د ميليونونو ډالرو مرستو شاهد دى، خو لاهم خلك په هېواد كې له بېكارۍ او لوږې څخه سرټكوي. د خپرو شويو ملي او نړيوالو رپوټونو په بنسټ درې مليونه افغانان په دوامداره توګه هركال له قاحتۍ سره مخ دي او له ۴ مليونوڅخه نيولي تر۶ مليونو پورې خلك له بې روزګارۍ نه سر ټكوي او د ښارډېرۍ چوكونه پرې ډك دي.
رشوت او بډې اخيستل خو هغه څه دي، چې خلك مدام ترې سرټكوي او وايي ،چې د هېواد په ټولو ادارو كې روږدي اشخاص يې اخلي. د اداري فساد كچه په افغانستان كې ۲،۸ ښودل كېږي او په دې برخه كې د مبارزې هغه شعارونه، چې پر ژبو جاري دي، لاهم بې نتيجې پاتې دي.
په دولتي ادارو كې وړظرفيت لاهم نه دى رامنځته شوى او ډېرۍ مرسته شوي پيسې حيف و ميل كېږي.د افغانستان بانك د رئيس نورالله دلاوري د وينا برعكس، چې د سړي سرعايد د لوړېدو ادعا يې كړې وه ، ډېر ښكته او كابل ښار له سوالګرو او بې وزله خلكو ډك ښكاري. برېښنا چې د خلكو لومړنۍ اړتيا ده نشته او د هېواد ډېرى وګړي له برېښنا بې برخې دي.
د بن، توكيو او لندن كنفرانسونه د دولتي چارواكو لپاره ښه فرصت و، خو په خواشينۍ سره بايد وويل شي، هغه كسانو چې د واك پر ګډۍ ډډه وهلې له دغو مهمو تاريخي فرصتونو څخه يې ښه ګټه نه ده پورته كړې. كابل، چې د افغانستان مركزاو پايتخت دى د بيارغونې كوم څرګند څرك پكې نه ترسترګو كېږي. امنيت لاهم نه دى ټينګ شوى، په همدې پرونۍ پېښه كې، چې د كابل امنيه قوماندانۍ ترمخه و شوشوه لږترلږه ۳۰ منصبداران ووژل ، خلك د جنګ، ناتار او يرغلونو په منګولو كې مروړل كېږي او هره ورځ په سلګونه كورنۍ د جګړې له سيمو څخه په كډه كېږي.
نو داسې ښكاري، چې ترټولوعمده ستونزه د ادارې او مديريت وي او ترهغه، چې په دولتي ادارو كې ظرفيت نه وي پورته شوى او امنيت نه وي تينګ شوى، په هېواد كې به نه يوازې د بيارغونې ښكاره نښې نښانې ونه ليدل شي، بلكې كه نورې ميليارډونه ډالره مرسته هم له افغانستان سره وشي، حيف وميل به شي.
هغه څه چې اوس د پوښتنې وړبريښې هغه دا ګڼلى شو، چې دا دومره پيسې چې له افغانستان سره يې د مرستې ژمنه كېږي، چېرته مصرفيږي او كه د چا جيبونوته لوېږي؟ رسنيو په وار وارد دولتي چارواكو له خولې څخه دا خبروركړى، چې په تېرو پنځو كلونو كې ټول ټال نړيوالو له افغانستان سره د۳۰ ميليارده ډالرو د وركړې ژمنه وكړه، د مرسته شويو پيسو ډېره برخه په دولتي ادارو كې د ظرفيت د ښكته والي له امله د موسسو او انجوګانو له لارې وكارول شوه. د ماليي وزارت چارواكو ويلي دي، چې له پورتنيو۳۰ ميليارډه ډالرو څخه ۱۹ ميليارده يې قطعي ژمنه ده، چې د افغانستان حكومت ته به د څو كلونو په ترڅ كې وركړل شي، پاتې ۱۴ ميليارده يې د كاغذ پرمخ ژمنه ده.
حكومت داهم وايي، چې له دغو ټولو پورتنيو پيسو څخه يوازې او يوازې ۱۱،۶ ميليارده يې افغانستان ته وركړ شوېدي، چې له دې جملې ۳،۸ ميليارد يې حكومت ته او پاتې ۸ ميليارده يې د مرسته كوونكو هېوادونو لخوا د انجوګانو او موسساتو له لارې لګېدلي دي.
حكومت وايي، چې له پورتنيو ۳،۸ ميليارده ډالرو څخه ۲،۸ ميليارده لګولې دي. د ۲،۸ ميليارد ډالرو څخه نږدې ۱،۵ ميليارده يې د عادي بودجې او ۱،۳۰۰ مليونه يې د حكومت د پرمختيايي بودجې لپاره ځانګړې شويدي.
خوخلك نيوكه كوي، چې زياتې پيسې د بياجوړونې په نوم حيف و ميل شوې، د بيلگې په توگه د کندهار کابل لويه لاره تر بيارغونې وروسته ډير ژر بېرته کنډو کپر شوې، ځينې نوي جوړ شوي روغتونونه او کلينيکونه، چې چارواكي يې شمير ۲۰۰۰ ښيي، هلته بيا د ډاکتر او نرس پر نه شتون سربېره د دوا، درملو او وسايلو درك نه لګېږي. هره ورځ د زيږون پر مهال ۴۴ ښځې خپل ژوند له لاسه وركوي. دغه راز هره ورځ ۷۵ تنه هغه ماشومان، چې عمرونه يې له پنځو كلونو ښكته دي د بېلابېلو ساري ناروغيو له امله مري. ۷۰ په سلو كې ښځې توبركلوز لري او ويل كيږي، چې هركال ۱۱۰۰۰ تنه د توبركلوز له امله له منځه ځي. په سلو كې ۴۰ ښځې په كمخونۍ اخته دي، يو ميليون او ۶۰۰ زره تنه هپيتايت لري. د ايډز۶۱ ثبت شوې او تر۲۰۰۰ نا ثبت شوې پيښې شته، ۹۶۰ زره تنه معتادين لرو، چې په سلو كې ۱۳ يې ښځې جوړوي. په سلو كې ۸۰ خلك د څښاك اوبه نه لري. په سلو كې ۳۰ تر۴۰ پورې خلك په افسرده ګۍ او دقيت اخته دي.
د ښوونې په برخه كې چارواکي په ياده موده كې د ۲۰۰۰ ښونځيو د جوړېدلو خبره كوي او وايي په ميليونه شاگردان ښوونځېو ته ځي، خو دوى بيا دا خبره نه كوي، چې له دغه ښوونځيو څخه څومره يې د کتاب، لابراتواراو نورو درسي لوازمو څخه بې برخې دي، د ميز او چوکۍ خبره خو بيخې كيږي نه. نږدې ۷ميليونه ماشومان، د ناامنۍ، كورني تعصب او اقتصادي كمزورتيا له امله له زده كړې بې برخې دي.
۷۰ په سلو كې زده كوونكي په هغه ځايونو كې زده كړې كوي، چې ښوونځي يې تعمير نه لري. وړاندې به نه ځو، يوازې په كابل كې ۴۰ زره زده كوونكي يا تر خيمو لاندې په زده كړو بوخت دي او يا په كنډوالو كې سبق وايي او دا په داسې حال كې ده، چې سږ كال د يوه راپور له مخې كابو ۱۸۲ ښوونځي د نامعلومو وسله والو كسانو لخوا سوځول شوېدي.
برېښنا لاهم په نشت كې حسابېږي او له ابي منابعوو څخه كار نه د ى اخيستل شوى . د افغانستان ۸۱ مترمكعبه اوبو څخه بهرني هېوادونه ګټه پورته كوي. د مخابراتو په برخه كې لاهم خلك ستونزې لري او ټول هېواد له مخابراتي اسانتياوو څخه برخمن نه دى. د قضايه قوې رغول او د وسله ټولونې د بهير ګړنديتوب، چې د بن د تړون پرمهال ورباندې ټينګار كېده لاهم نه دى بشپړ شوى، لاهم له زورواكانو سره وسلې شته او امنيت ګواښوي، چې څرګندې پيښې يې نږدې يوه يوه نيمه اوونۍ وړاندې څرګندې شوي . د كرنې وضعيت خراب دى، له كوكنارو سره مبارزه هم د شعارپه چوكاټ كې پاتې ده. د دې پرځاى، چې د كوكنارو كښت كم شوى واى زيات شوى دى.
د ملي اردو او پوليسو سمه روزنه نه ده شوې، اداري فساد پرځاى پاتې دى، بې كاري او لوږې خلك پوزې ته راوستې دي. د سړي سرعايد ښكته شوى، په دې مانا، چې نه امنيت راغلى، نه كوكنار له منځه ولاړل، نه د اداري فساد ټغر ټول شو، نه د خلكو په ژوند كې بهبود راغى او نه هم بنسټيزې پروژې( داسې پروژې چې د خلكو لپاره اوږدمهاله ګټې ولري) پلې شوېدي. نو پوښتنه دا ده، چې له دې دومره لوړو مرستو سره سره ولې دغه چارې نه سمباليږي اوولې هېواد د خوښۍ څكه نه كوي ؟ د يوې وروستۍ خبرې په توګه ويلاى شو، چې كه چېرې زموږ دهېواد همدغه حال وي، نو كه ېه ميليادونو ډالره نورې مرستې هم هېواد ته راشي څوك به د بيارغوني او ابادۍ څرګند او ښكاره څرك ونه ويني، نو بيا دې خداى د دغه هېواد مل شي.