څېړنه او شننه: د رسميت پېژندنې لومړنۍ هڅه او...
ليكوال: لعل اقا شيرين
د رسميت پيژندنې لومړنۍ هڅه او پسې نغښتي هدفونه
د ملګروملتونو په كلنۍ ناسته كې، چې هركال په نيويارك كې جوړيږي د پاكستان پوځې مشر جنرال مشرف امريكايي مقاماتو ته وړانديز كړى و، چې د افغانستان او پاكستان ترمنځ په پوله كې به حصارجوړوي، څو افغانستان ته دطالبانو داوښتولو مخه ونېول شي، خو حامد كرزي هماغه وخت ددې ديوال جوړيدل رد كړى و او ويلي يې و،چې دغه كار نه شي عملي كېداى او له دې لارې نه شي كېداى چې افغانستان ته دطالبانو داوړيدلو مخه ونېول شي. ډيرى كارپوهانو او سياسي كتونكو د مشرف دغه وړانديز ته د شك په سترګو كتل او ټينګاريې كاوه ،چې ددې ديوال جوړيدل په حقيقت كې دافغانستان او پاكستان ترمنځ د سرحدي پولي ټاكل دي.
پاكستان په دې بهانه هڅه كوي ، چې په يونه يوډول د ډيورند فرضي كرښې ته رسميت وركړي. اوس مهال پاكستان او افغانستان نږدې ۲۴۳۰ كيلومټره ګډ سرحد لري، خو په تيرو څو لسيزو كې د ډيورند سرحدي كرښه چې د پاكستان اوسنۍ ځېنې سيمې په افغانستان پورې اړوندوي ، ګرم بحثونه او ان كله ناكله د چارواكو ترمنځ لفظي شخړي پيدا كړېدي. هغه وخت چې هند د بريتانيا لخوا اشغال شوى و، په سويل كې دافغانستان دخاورې يوه ستره برخه دانګريزانو لخوا دهغه معاملې له مخې چې له اميرعبدالرحمن سره ترسره شو، جداشوه . انګريزجنرال دورانت دانګريزانو دمشرتابه په صفت له عبدالرحمن سره د ډيورند كرښه لاسليك كړه ،چې دهمدې معاملې پربنسټ په كال ۱۸۹۳ كې دافغانستان ځينې سميې د سلو كلونو لپاره دهېواد له كنټروله ووتي، چې دنيټې له پوره كيدو وروسته بايد افغانستان ته سپارل شوې واى . له هغه وروسته چې هند ازادې واخيسته او پاكستان له هند څخه جلا شو، ډيورند دافغانستان او پاكستان دحكومتونو ترمنځ سياسي سيالي راوپارولي . د۱۹۹۳ كال راوروسته ،چې داميرعبدالرحمن او انګريزانو دمعاملې نېټه پوره شوېده ، دافغانستان او پاكستان ترمنځ كوم قانوني سرحد نشته دى او ان په ځينوځايونو كې پاكستاني پوځ له ډيورند كرښې څخه هم مخكې (۴۵كيلومتره) راغلى اودافغانستان په قبايلي سيموكې يې خپلې تاڼې جوړي كړيدي . دكارپوهانو په باور كه څه هم چې كېداى شي چې دپاكستان او افغانستان ترمنځ په پوله كې داغزن سيم تيرول د طالبانو داوړيدو مخه ونيسي ،خو دپاكستان حكومت يوه بنسټيزه موخه داده ،چې په دې ډول د دواړونو هېوادونو غيررسمي پولو ته قانوني شكل وركړي او ويل كيږي چې له دغه كارسره امريكا هم چندان مخالفت نه ښيې ، اوس چې پاكستان په پوله داغزن تار غځولو ته ملاتړلې اوپه پوله عملا داغزن سيم په تيرولو لګيا دى دافغانستان دحكومت څه مكلفيت دى؟ ايا د كار مخنيوى وكړى او كه څنګه؟ او كه مخنيوى يې كوي نوڅنګه؟
يوځل مخكې دوږې په لسمه نېټه پاكستاني رسنيو خبر وركړ،چې پاكستاني چارواكو پر ډيورند كرښه د اغزن تار په غځولو پيل كړى. د پاكستاني چارواكو په ادعا د افغانستان او پاكستان ترمنځ د ډيورند كرښې په اوږدوكې د ترهګرۍ او نيشه يي توكو د كابو كولو لپاره خواوې په دې سره سلا شوېدي، چې اغزن تار ولګول شي، خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت مقاماتو چې د افغانستان ، امريكا ، پاكستان او ناټو ترمنځ د څلور اړخيز امنيتي كميسيون په غونډو كې يې ګډون كړى وويل چې د څلور اړخيز كميسيون په غونډو كې په دې اړه هيڅ خبرې نه دي شوې، جنرال اعضيمي خو لا داهم ويلي و چې داغزن تار پرسر خبرې د دې كميسيون له سويې لوړې دي او ان حكومت دا صلاحيت نه لري،چې دومره مهمه پرېكړه وكړي .
په هرحال له دې ټولو هڅو او خبروسره سره پاكستان هماغه وخت ميرانشاه ته نږدې دغلام خان په برخه كې عملا د تارلګولو كارپيل كړ ،چې د ډيورند دواړوخواووته دپرتو قومونو توند غبرګون ته يې هم لارهواره كړه.
بالاخره په داسې شرايطوكې چې ځاى ځاى دامن دجرګي دجوړيدو خبرې كېدي دخلكود غوښتنې خلاف دپاكستان لومړى وزيرشوكت عزيز افغانستان ته ديوه ورځنې سفرپه ترڅ كې اعلان وكړ،چې د ده حكومت په پام كې لري چې افغانستان ته دطالبانوداوښتولودمخنيوي په خاطرپه پوله ماينونه او اغزن تارولګوي. په داسې نازكو شرايطوكې دې ډول څرګندونو اظهار په دواړو هېوادونوسره بيره په نړيوالوسطحه هم زياتې اندېښنې رامنځته كړي. دپاكستان هېواد ددې ناسمې طرحي په مخالفت كې چې اوس يې عملي كولو ته ملاتړلې ده په ډيورند كرښه ميشتو قومونو خپل كلك غبرګون په دې اړه وښوده .
په هرصورت له دې ټولو ننګونوسره سره چې يو په بل پسې رادمخه شوي ، اوس داپوښتنه پيداكيږي چې افغان حكومت ولې چپه خوله ناست دى اوپه دې اړه څه نه وايي؟ د پاكستان لومړى وزير افغانستان ته راځې او زموږ په خپله خاوره كې موږ ته وايي چې په كرښه كې به ځاى ځاى ماينونه كري او موږ د مسايلو په اړه چوپتيا غوره كړي. دا بيخې غلطه تګلاره ده او تاريخ به هيڅكله داوسنۍ فضا درامنتځه كېدو عاملان ونه بښې. پاكستان دهند اوافغانستان ترمنځ نوى زيږيدلى هېواد دى،چې په ۱۹۴۷ كال يې خپله ازادي اخيستي ده اوتل يې دافغانستان په كورنيو چارو كې لاسوهنه كړېده. د نورو مسالو ترڅنګ ددې مسالې څيړل اړين برېښې ،چې دافغانستان او پاكستان په پوله داغزن تارلګول دنړيوالو حقوقو له مخې څه حكم لري او پاكستان ولې او په كوم اساس دمزې دغځولو چارې پيل كړيدي ؟ د پاكستان اوسنې طرحه او كړنلاره دنړيوالو حقوقو له مخې خلاف عمل دى ،ډيورند دافغانستان او پاكستان ترمنځ يوه بې طرفه سيمه ده او هيڅ هېواد داحق نه لري،چې دمقابل لورې له موافقي پرته لاس په كارشي، مګرداچې دپردي ترشاه څه جوړجاړى شوى وي. او كه چيرې دغه جوړجاړى شوى وي ،په حقيقت كې افغان مشران دتاريخي محكوميت په لورګام اخلي.
هغه وخت چې مشرف په نيويارك كې امريكايي مقاماتو ته له افغانستان سره په پوله داغزن ديوال دجوړولو وړانديز وكړپه حقيقت كې مشرف خپله وروستۍ نظريه نړيوالو ته واوروله ،چې ګواكې دوى هڅه كوي چې افغانستان ته دتروريستانو داوښتلو مخه ونيسي ،خو دافغانستان او پاكستان ترمنځ په پوله ديوه اوږده خط له جوړولو پرته يې امكان نه شته دى او دپاكستان ولسمشرپه دې كارسره وغوښتل ،چې دهېواد پولې يې قانوني جنبه پيداكړي او كه چيرې دامهال نړيواله ټولنه او افغانستان پاكستان په پوله داغزن سيم تيرولوته پريږدي په راتلونكي كې به يو ښه قوې سند د پاكستان دپولې دتثبيتولو په خاطر پاكستاني چارواكوته په لاس وركړي او په نړيوالې حقوقي محكمې كې به يې دخپلې ادعا دسپيناوې په خاطر وړاندې كړي .
ددې ترڅنګ پاكستان په دې كارسره غواړي چې په پوله كې دمېشتو قومونوترمنځ واټن رامنځته او خپلو استعماري موخو ته پراختيا وركړي.
او ان داسې ويل كيږي،چې امريكا په دې برخه كې ورسره همكاره ده او ان ددې مزې دغځولو په موخه يې يوه اندازه پيسې هم وركړې دي.
له بلې خوا ليدل كيږي چې په سويلي ولايتونوكې دعملياتو قومانده هم نږدې درې مياشتې دمخه ناټوپه غاړه واخيسته اوګواښنه يې وكړه ،چې د روان كال ترپايه به په امنيتي حالاتو كې ښه والۍ راولي او په بېلابېلو سيموكې يې خپل تحركات هم ګړندې كړې دي او پاكستان جوخت ورسره پركرښه داغزن مزي غځولوته مل واتړله اواوس په پام كې لري ،چې د راروانو امنيتي انكشافاتو په برخه كې ،چې كېداى شي په سيمه كې رامنځته شي سياسي امتيازات يې خپل كړي، پاكستان په دې پوهيدلى دى كه چيرې ناټو له طالبانو سره اغيزمن چلند وكړي، نوددغې ډلې ماته حتمي ده او بيا پاكستان كولاى شي چې په خلاص مټ ووايي،چې دا دوى وو،چې دطالبانو اكمالاتي لارې يې ورباندې و تړلي، نو ځكه مات شول. پاكستان څو وارې ويلي دي ،چې په پوله د اغزن سيم په ليږدولو به افغانستان ته دتروريستانو مخه ونېول شي ،حال داچې سياسي كارپوهان دپاكستان دغه نظريه په كلكه ردوي او وايي چې په دې كارسره افغانستان ته دطالبانو داوښتولو مخه نه نېول كيږي كه چيرې پاكستان په رښتنې ډول دافغانستان د دولت له مخالفينو سره دمبارزې په برخه كې جدي چلند ولري ،خو په پوله بيا د ۸۰ زره عسكرو شتون كافي دى ، داغزن سيم غځولوته بيا څه اړتيا ليدل كيږي او پاكستان ولې په دې كار ټنيګاركوي؟
د نړيوالو حقوقو له مخې په پوله داغزن تارليږدول خپلې ځانګړې ستونزې ځكه لري ،چې تراوسه دافغانستان او پاكستان ترمنځ د ډيورند مساله نه ده حل شوي . خلك دا نېوكې كوي چې دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت ولې تراوسه پورې دپاكستان ددې اقدام په اړوند توند غبرګون نه دى ښودلى او چپه خوله ناست دى؟
كه داومنل شي ،چې افغانستان حكومت اوسمهال خراب حالت لري ،خودانه شي منل كېداى چې په نړيواله كچه هم چوپ پاتې شي. په ملګروملتونوكې دافغانستان استازى ظاهرطنين دى، حكومت كولاى شي دده له لارې په نړيواله محكمه كې دعوه اقامه كړي او دغه مساله دنړيوالوغوږونوته ورسوي. دافغانستان دبهرنيوچارو وزارت كولاى شي په دې برخه كې نړيوال كنفرانس په لاره واچوي او دامنيت له شورا څخه وغواړي چې پاكستان له دې كارڅخه منع كړي، خو كله چې پاكستان دافغانستان حكومت دغه نيمګړتياوې ګوري هڅه كوي چې دافغان حكومت له دغې تشې څخه ګټه پورته كړې او په يونه يوډول په افغانانو نوى ډيورند لاين وتپي او په دې برخه كې يې امريكا هم ښه تيرايستي ده ،ځكه چې امريكا ته دامهمه نه ده ،چې دافغانستان خاوره دپاكستان لخواغصب شي، بلكې يواځې خپلې ګټې سنجوي او بس. دجهاد له پيله دپاكستان حكومت په تيره بيا داطلاعاتو ادارې يې دافغان ملت پرضد اقدام كړى. امريكا پاكستان ته وسله وركوله ، دپاكستان حكومت دغه وسله د اى اس اى په اخيتاركې ايښودله او هغوى به بيا هغه اشخاصوته وركوله چې ددوى په كنټرول وواو په راتلونكي كې يې افغانستان ورباندې ورانولو. دغه ټكي ته پام سره ويل كېداى شي هغه وخت چې د ډاكټرنجيب حكومت سقوط شو او مجاهدينو كابل ونيو، پلازمينه كابل په كنډواله بدل شو. اوس دپاكستان حكومت په دې پوهيږي چې دافغان دولت په يوه ضعيف حال كې دى، اردو نه لري، هوايي ځواك نه لري ، سم پوليس نه لري نو په همدې بهانه غواړي چې ډيورند دالقاعده او طالبانوسره دمبارزې په نوم وتپي.
په هرصورت په اوسنيوشرايطوكې ددغې مسالې دپرېكړې او حل لپاره افغانستان په يوازيتوب سره پرېكړه نه شي كولاى پكارده چې دحل لپاره يې لويه جرګه جوړه شي. تيروحكومتونو يوهم دغه خط نه دى منلى او افغانستان پخواني پارلمان هم داپرېكړه كړې وه ،چې دغه كرښه نه شي منلاى ،كله چې پارلمان دغه كرښه نه وي منلي بيا دنړۍ هيڅ حكومت هم نه شي كولاى چې له پاكستان سره مرسته وكړي،خود پاكستان حكومت امريكا تيرباسي چې ګواكي په دې توګه غواړي دالقاعده او تروريستانو مخه ونيسي او امريكا موخه هم همدا چې څنګه كولاى شي ايران مهاراو څه وړ دافغانستان له خاورې څخه ګټه پورته او دايران له ستراتيژيكو ځايونوپه اړه معلومات ترلاسه كړي او په دې فكر نه كوي چې د افغانستان خاوره دپاكستان لخوانېول كيږي، فقط يواځې په سيمه كې يو مرستندوى غواړي او پاكستان هغه هېواد دى چې كولاى شي دغې مرستې ته مټې بډوهي او همدا لامل دى ،چې امريكا له پاكستان سره مرسته كوي او پاكستان غواړي له موقع څخه په گتې اخيستنې خپل دغه نيت پلى كړي. خو اساسي پوښتنه داده،چې څه وړكېداى شي دډيورند تاريخي او سياسي ستونزې ته دپاى ټكى كېښودل شي؟ دكارپوهانوپه وينا په افغانستان كې داسې تمايلات شتون لري چې بالاخره بايد دافغانستان اوپاكستان ترمنځ كرښه په ډاګه اوخواوې خپل قوانين په پوله كې پلې كړي او پكارده چې دافغانستان په بهرني سياست كې دغه موضوع جدي مطرح اومناسبه حل لاره ورته وپلټل شي،چې د دواړوهېوادونو په ګټه وي ، ځكه چې پاكستان له افغانستان سره نوره كومه ځانګړې ستونزه نه لري ، بلكې همدغه ټكى دى چې دپاكستان حكومت يې دې اړكړى دى،چې تل دافغانستان په كورنيو چاروكې لاسوهنه وكړي، دپاكستان دلاسوهنوپه پايله كې دافغانستان اردو له منځه ولاړه او لكه څنګه چې نواز شريف ويلي وو، دافغانستان د اردو ټوټي كېدل دپاكستان لپاره ستربرى دى، برى و.
دولت بايد په دې برخه كې چوپه خوله پاتې نه شي او خپل غږنړيوالې ټولنې ته ورسوي. په تيروڅلورنيموكلونو څو وارې افغاني مقاماتو له پاكستان څخه غوښتنه وكړه ،چې افغانستان ته دې د طالبانو داوښتولو مخه ونيسي حال داچې پاكستان په دې برخه كې جدي پاملرنه نه ده كړې اوس پوښتنه دا ده چې دنړيوالو حقوقو له مخې دپاكستان پاتې راتګ دپولې په كنټرول كې څه حكم لري؟ دلته دوه ټكي دي يو دافغانستان دبشپړتيا نقضول او دهېواد په چاروكې لاسوهنه او بل هم په افغانستان كې دكمزوري حكومت موجوديت دى او له بله پلوه په پاكستان كې دافغانستان په نسبت يو روښانه تګلاره نه ليدل كيږي، دپاكستان اى ايس اى او مذهبي ډلې هريو په خپله جلا لاره روان دي او دافغانستان په اړه صداقت نه لري اساسا دپاكستان سياست له هندوستان سره په مخالفت او په افغانستان كې دمداخلې په اصولو ولاړ دى ،نو لازمه برېښې چې دپاكستان سياسي جوړښت بدلون ومومي. كه چيرې پاكستان په رښتنې ډول ددې پلوى وي چې په افغانستان كې لاسوهنه ونه شي كوم تدابيرچې ( داغزن سيم غځول) مطرح كوي اغيزناك نه دى او بايد عملا د اى ايس اي ، دپاكستان د دولت او دهغو حزبونو جوړښت چې مولانا فضل الرحمن يې رهبري كوي بدلون ومومي او كه چېرې همداسې وشي او پاكستان په رښتينولى سره عمل وكړي هيڅ ستونزه به نه وي.
په داسې شرايطوكې چې پاكستان عملا داغزن سيم په تيرولو لاس پورې كړى افغان دولت بايد څه وكړي؟ ايا پټه خوله كيښينې او ننداره يې وكړي او كه څنګه؟ اوكه دغه كرښه تيره شي او په پوله اغزن سيم وغځول شي دپولې دېخوا او هاخوا خلكوته به څه ستونزې رامنځته كړي او څه پايلې به ولري؟داخوڅرګنده ده ،چې ډېرې بدې پايلې به دواړو هېوادونو ته ولري اودخلكو اړېكې به پرې شي دواړه هېوادونه به له يوبل لري شي او داسې وضعيت به رامنځته شي چې ديوبل له سياسي اقتصادي او سرحدي ګټو نه به استفاده ونه كړاى شي، ځكه چې داهغسې هېوادونه دي چې گډ فرهنګ، گډه ژبه او ګټې لرې ، قبايلي استوګن هومره سره نږدې دي چې تفكيك او جلا كول يې ګرانه ده ،چې وپيژندل شي چې كوم يې پاكستانى او كوم يې افغان دى اوكه چيرې داسې كار وشي واټن به ورځ په ورځ زيات شي او كومه دوستي او ورورولي چې په پوله كې ده په كينه به بدله او دسميه ييزي سوداګرۍ بازاربه سوړاو بالاخره له اختناقه ډك حال به رامنځته شي.
داوس لپاره دافغانستان دخاورې يوه زياته اندازه د ډيورند له كرښې هاخوا دپاكستان په سيمه كې موقعيت لري او د سرحدي پولې له ټاكلو مخكې د دې ډول حصارجوړولوهڅې دافغانستان بشپړتيا ته ګواښ دى او افغان دولت ته ښايي چې په دې اړه جدي عكس العمل وښايي اوله چوپيتا دې ډډه وكړي او په نړيواله ټولنه دې فشا راوړي چې پاكستان له دغه كار څخه لاس واخلي.
بل لامل چې د ډيورند دكرښې مشروعيت ترپوښتنې لاندې راوالي هغه ددغې كرښې تحميليدل په اميرعبدالرحمن خان دي، كومه معاهده چې تحميلي وي دافغانستان دخلكو لپاره دمنلو وړ نه ده ، ډېرى افغان مورخينو ليكلي دي ، چې د ډيورند معاهده پراميرعبدالرحمن خان دتهديد او اقتصادي محاصرې له امله تحميل شوېده او امير له دغې معاهدې مخكې ، نه كومه جرګه راغوښتې او نه يې له خپلو دولتي او حكومتي مامورينو سره پرې سلا او مشوره كړې وه.
دبرتانوي هند د له منځته تللو وروسته په ۱۹۴۷ كال كې شاه محمودخان چې دوخت صدراعظم و، دبريتانيا دبهرنيو چارو له وزيرسره په يوه ناسته كې چې د۱۹۴۷ كال د جولاى په ۳۱ مه په لندن كې وشوه څرګنده كړه هغه معاهدې چې دافغانستان او هندوستان دپولې پرسرلاسليك شوې وي د دغه هېواد دسياسي شتون له منځته تګ سره جوخت ،چې قدرت پاكستان ته وليږدول شو، ټولې له منځه ځي او ساقط كيږي نو په دغه ډول دافغانستان حكومت موقف دپاكستان له ازادۍ مخكې څرګند شوى و او همدا لامل شو، چې دپاكستان په رامنځته كېدو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيكې خرابي شي ، هغه وخت د ډيورند دكرښې په رسيمت نه پيژندل دهېواد بهرنۍ پاليسي جوړوله ،چې په كورنيو رسينواو دافغانستان په بهرنيو نماينده ګيو كې څو لسيزې تبليغ كېدله.