اوباما، د افغانستان امنيت او ورسره ملې...
لعل اقا شيرين
اوباما، د افغانستان امنيت او ورسره ملې نورې ننګونې
د امريكا لومړنى تورپوستى جمهور رئيس بارك اوباما به د جنورۍ په شلمه په سپينې ماڼۍ كې د خپلې لوړې مراسم پرځاى او رسما به د امريكا د ولسمشر پرتوګه خپله دنده پيل كړي. اوباما تېره ورځ په يوه كنسرت كې برخه واخيسته او په امريكا كې يې موجود ستونزو ته اشاره وكړه او په ټينګار سره يې وويل، چې په دې ځل كې به هم امريكا پردغو ستونزو غلبه كوي.
اوباما داسې مهال په امريكا كې د قدرت واګي په لاس كې اخلي، چې په دغه هېواد كې شاوخوا دوه نيم مليونه تنه له بې روزګارۍ څخه سرټكوي او د كاترينا توپان شاوخوا ۵۰۰ مليارده ډالره خساره ور اړولې ده. د عراق، افغانستان، اېران ، منځني ختېځ او د جنوبي اوستيا لانجې او جنجالونه بيا هغه ننګونې دي، چې دغه ولسمشر به د خپلې كاري دوري پرمهال ورسره لاس او ګريوان وي.
د بارك اوباما او د جمهوريت غوښتونكي ګوند د كانديد جان مكن ترمنځ د انتخاباتي كمپاين پرمهال هم ډېرى بحثونه پراقتصادي مسئلو راڅرخېدل، ځكه دغه هېواد له سخت مالي كړكيچ سره مخ دى او اوباما هم له دغې مسئلې څخه انتخاباتي ګټه پورته كړه او بوش يې د امريكايي ولس په اذهانو كې د يوه زورواكي په څېره كې انځور او د هغه د ګوند د ناكاميدو لار يې هواره كړه.
د افغانستان لپاره د اوباما د انتخاباتي سياليو پرمهال تر ټولو مهم بحثونه هغه برېښيدل، چې د افغانستان مسئلې ته په كې نغوته كېده او له همدې كبله وه، چې دا ټاكنې او سيالۍ افغانانو هم په ډېرې ځېرتيا ترننه پورې وڅارلې او اوس سپينې ماڼۍ ته د اوباما د ورننوتلو شاهدان دي او ډېرې هيلې ترې لري.
موندنې ښيي، چې افغانستان د امريكا په رسنيو كې ترعراق وروسته دوهم هېواد دى، چې زيات پوښښ لري او له همدې كبله ده، چې د هغه هېواد عامه افكار د افغانستان د جګړې د وضعيت په اړه ډېر خبرېږي او په ډېرو ټكو پوهېږي او ښكاري، چې دا هېواد، ټولو امريكايانو په ته تېره بيا دموكراتانو ته خورا حياتي ارزښت لري.
اوباما چې تازه په تازه په سينه ماڼۍ كې د وفادارۍ لوړه كوي د خپل تبلغاتي كمپاين د پيل پرمهال يې ويلي وو، چې له بري وروسته به له عراق څخه امريكايي پوځيان وباسي او په افغانستان كې به يې ځاى پرځاى كړي، ځكه د هغه په باور د جمهوري رياست د دورې پرمهال دا د بوش ترټولو ستره او نه جبرايدونكې غلطي وه، چې كړې يې وه.
د امريكا په ټاكنو كې د خلكو له لوري د جمهوريت غوښتونكي حذفول ښيي، چې په رښتيا هم اكثريت امريكايان د بوش له ادارې څخه سخت په تنګ شوي او د هغه سياست اېښودنې د امريكا له ګټو سره په ټكركې ويني.
كه چېرې يوځل بيا په امريكا كې جمهوريت غوښتونكي واك ته رسيدلي واى، خامخا به يې د بوش د سياست اېښودونو په چوكاټ كې د افغانستان او عراق پر جګړې ټينګار كاوه، حال دا چې اوباما له عراق څخه د امريكايي پوځيانو د وتلو لپاره د مهال ويش غوښتونكى و او په افغانستان كې يې د جګړې او د عسكرو د زياتولو هڅه كوله. هغه پر دې پوهېدلى و، چې د عراق جګړې د امريكايانو سته ايستلې او څه باندې شپږ زره امريكايي سرتيري په دغه جګړه كې وژل شوي او په زرګونه نور ټپيان دي.
د افغانستان په اړه اوباما په دې باور دى، ترهغه، چې د تروريزم رېښې له دغې سيمې څخه ونه ايستل شي، ناشونې ده، چې په نړۍ او سيمه كې دې سوله ټينګه شي. پاكستان بله ننګونه ده، چې اوباما او د هغه اداره به له ستونزو سره مخ كړي. بوش له وړاندې ويلي وو، چې د امريكا د راتلونكي جمهور رئيس لپاره به د پاكستان وضعيت تر عراق ډېر ننګونكى وي. د افغانستان د جګړې غځول يو له هغو ټكو څخه دى، چې هم يې جمهوريت غوښتونكي پلويان وو او هم يې ډيموكراتان پلويان دي او په سيمه كې د تروريزم د جرړو را ايستل يې يو مقصد دى.
اوبا سربيره پردې، چې د القاعده او طالبانو د ځپلو لپاره د پاكستان په خاوره كې د امريكايي سرتېرو د پلي كيدو خبره كړې وه ، اټومي وسلې ته يې د اېران د نه لاسرسي په اړه هم خبردارۍ وركړى دى او خامخا به د حكومتدارۍ پرمهال ورسره په لانجو كې ښكېل وي.
خو مشتركه ټكي ، چې د دواړو ګوندو ترمنځ د تل لپاره د امريكا په ټول تاريخ كې مطرح شوي دي، هغه د امريكا د هغو اوږدمهاله ستراتيژيو تطبيق دى، چې په سيمه كې يې لري او د امريكې جمهور رئيسان يې يوازې د اجرا كولو مديران دي. نو په دې توګه د افغانستان او سيمې حالاتو ته په كتنې څرګندېږي، چې د افغانستان په اړه به د ا مريكا د نوي جمهور رئيس په سياستونو كې هم كوم جدي بدلون ترسترګو نشي او همدا ګډه اجندا به پر مخ يوړل شي. په تېره بيا چې په افغانستان كې د ملګرو ملتونو استازي كاى آيده له وړاندې د امريكا له منتخب جمهور رئيس بارك اوباما څخه غوښتې دي، چې په افغانستان كې دې د بوش پر سياستونو پل كېږدي او د بوش د ادارې پاليسې دې تعقيب كړي. حال دا چې افغانستان په تېرو اوو كلونو كې د همدغه سياست په تطبيق سره د بهبودۍ پرځاى د خرابۍ پر لورګام اخيستى او خلك يې خورا خوابدي كړي دي.
اوباما د افغانستان په اړه ويلي وو، چې دغه هېواد د امريكا د ملي امنيت محور جوړوي، نه عراق او يا كوم بل هېواد! د هغه په ترتولو وروستى څرګندونه كې دا ټكى جوت دى، چې د بوش د ادارې په نسبت به افغانستان ته زياته پاملرنه وكړي او دغه هېواد به له ورپېښ ګواښ څخه په څنګ كړي.
پرافغانستان سربيره په نړيواله كچه د بوش ادارې په خپله اته كلنه دوره كې دا په اثبات ورسوله، چې امريكا نن سبا په نړۍ كې يكه تازه ده او كولاى شي په يوه وخت كې د نړۍ په بېلابېلو سيمو او هېوادونو كې د جګړې جريان پرمخ بوځي او له هر سرغړونكي هېواد سره د توپك پر ژبه خبرې وكړي، خو ښكاري، چې كرار كرار د امريكا ځينو ملاتړكوونكو هېوادونو د امريكا ننګونه را اخيستې وې . د سړې جګړې پرمهال انګلستان د امريكا يو له جدي او نږدې انډيوالانو ځنې وو، خو ويل كېږي، چې نن سبا د افغانستان او عراق په قضيه كې سره د نظر اختلاف لري. په جنوبي اوسيتيا او ابخازيا كې د روسانواو ګرجيانو ترمنځ ناندرې، كشمكشونه، تا ويلې اوماويلې په حقيقت كې د امريكا او روسانو ترمنځ په غيرمستقيمه توګه جګړه وه. چين، د ټايوان د ملاتړ په مسئله كې له امريكا نه ترپوزې راغلى، اېران، شمالي كوريا او ليبيي هم هغه هېوادونه دي، چې د امريكا په خبرو او ژمنو بې باوره دي او په دې پوهېږي، چې د دوى په اړه به د امريكا په ستراتيژيو كې هېڅ بدلون ترسترګو نشي.
د اسرائيلو او فلسطينانو ترمنځ بيرته راتازه شوې نښتې او لانجې هم هغه مسئلې ګڼل كېږي، چې ډېرى يې حل د اوباما پرمټ شونى بولى او په دې فكر كې دي، چې اوباما به د فلسطينيانو د حقونو د خوندي توب لپاره پراسرائيلو لازم فشارونه وارد كړي .
خو د يوې عمومي او ټوليزې پايلې په توګه، دا چې د اوباما له په واك كېدو سره جوخت به په واقعي بڼه په سيمه كې كوم بدلونونه ترسترګو شي؟ او تركومې كچې به په امريكايي ستراتيژيو كې بدلون رامنځته شي؟ وخت به يې ثابته كړي او موږ اړيو، چې انتظار وباسو، خو عامه تمه دا ده، چې اوباما بايد په افغانستان كې د يوې تل پاتې سولې د ټينګښت لپاره عملي ګامونه واخلي، د ملكي وګړو مرګ ژوبله بنده شي او د افغانستان په كچه د يوې پياوړې حكومتدارۍ د رامنځته كېدو ترڅنګ د افغانستان بيارغونې ته په رښتينې او واقعي مانا پاملرنه وشي.