د امريكا نوې ستراتيژي د منتقدينو په تله كې

لعل اقا شیرین

منتقدين په دې باور دي، چې د افغانستان لپاره د اوباما نوې ستراتيژي مبهمه ده او افغانستان د جګړې له بحران څخه نه شي ايستلى.

د افغانستان او پاكستان په باب د امريكې دا پنځه كلنه ستراتيژي د روان ۲۰۰۹ ميلادي كال د مارچ په ۲۷مه نېټه اعلان شوه.

جمهور رئيس كرزي په خپل لومړني غبرګون كې د دغې ستراتيژۍ ننګه وكړه او ويې ويل، چې پر ملكي مرستو د اوباما ټينګار به د القاعده او طالبانو د اخ و ډب مخه ونيسي.

د دغې نوې ستراتيژۍ له مخې افغانستان ته د ۱۷ زره امريكايي پوځيانو د استولو پرېكړه شوې. همدارنګه ۴۰۰۰ نور پوځونه به د افغان پوځ په روزنه كې مرسته وكړي. د ستراتيژۍ بل هدف دا دى، چې پخپله افغان حکومت د امنيت په سمبالولو کې ډېره برخه واخلي.

د يو زيات شمېر كارپوهانو په وينا د دغې سترتيژۍ يو ډېر مهم ټكى دا هم دى، چې امريكانو منلې، چې د طالب او القاعده ډلو اصلي مركزونه په پاكستان كې دي او قبايلي سيمې د ترهګرۍ په وده كې د يوې سرطاني دانې په څېر فعاليت كوي، خو په څرګند ډول دا نه دي ويل شوي، چې امريكايي ځواكونه به القاعده اوطالبان په هغه هيواد كې هم تعقيبوي او جګړه به ورسره كوي او كه نه؟