دغبرګولي لومړى
ولسي جرګې د رسنيو د قانون مسوده تصويب كړه
د رسنيو د قانون مسوده له يوې مياشتې خبرو اترو وروسته د يولړ تعديلاتو ترڅنګ په ۱۱ څپركيو او۵۳ مادو تصويب شوه.
دغه مسوده څو مياشتې وړاندې په ۹ څپركيو او ۴۲ مادوكې دحكومت له خوا ولسي جرګې ته استول شوې وه، چې د ولسي جرګې له لوري د ۱۶ مادو په زياتولو سره په ۱۱ څپركيو او ۵۳ مادو سره تصويب كړه.
له دې وروسته به دغه قانون مشرانو جرګې ته استول كېږي، چې دهغوى له ارزولو وروسته به دتوشيح لپاره د جمهور رئيس كرزي په اختياركې وركول كېږي.
دولسي جرګې دكلتوري چارو دكميسيون رئيس محمد محقق خبريالانوته وويل، چې په دغه قانون كې دهېواد رسنيو او خلكوغوښتنې او هيلې په پام كې نيول شويدي.
دنوموړي په وينا، دغه قانون هراړخېز، ډيموكراتيك او دټولو خلكو په ګټه دى.
لعل اقا شيرين