تازه خبر: په بدخشان كې يوې ۱۶ كلنې نجلۍ ځان وژنه وكړه
د كليد راډيو په نكل:
په بدخشان ولايت كې يوې ۱۶ كلنې نجلۍ د ملتينو په خوړولوسره خپل ژوند ته د پاى ټكى كېښود.دغه نجلۍ چې ارزو نومېږي تېره ورځي يې د بدخشان ولايت په فيض اباد ښاركې د ملتينو په خوړلو ځان وواژه.
دارزو نيا چې د پيښې عيني شاهده ګڼل كېږي كليد ته وويل، چې ارزو پلار اومور نه درلودل او د ماما په كوركې ، چې اسلام الدين نوميږي ژوند كاوه.
د نوموړي په وينا د ازرو ماما دا نه خوښوله، چې ارزو دي، د سواد حياتي او خياطۍ د زده كړې كورسونه تعقيب اود خپلې خوښې واده وكړي.
د ارزومعالج ډاكټروايي: سره له دې، چې د ارزو معده يې مينځلې وه، نوموړې د زهرو د زيات اغيزله امله له ژوند سره مخه ښه وكړه.
+ نوشته شده در جمعه چهارم خرداد ۱۳۸۶ ساعت 10:2 توسط لعل اقا شيرين
|