خبر: د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې دملالۍ جويا ننګه وکړه

د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې د افغانستان  ولسي جرګې ته د ګوښه شوې غړې ، ملالۍ جويا په بېرته ستنېدو ټينګار وکړ .

په هغه خبرپاڼه کې ، چې وړمه ورځ د امريکا په متحده ايالتونو کې د يادې شوې ادارې لخوا خپره شوې، راغلي دي چې جويادې ژر تر ژره بېرته پارلمان ته راوستل شي . 

خبرپاڼه کې د دغې ادارې د اسيا د څانګې مشر، براډ اېډمز له قوله راغلي : (( ملالۍ جويا د بشري حقونو يوه ملاتړې او د افغانستان د ښځو لپاره يو ځواکمن غږ دى ، هغه بايد له پارلمان څخه نه واى وېستل شوې . ))

اېډمز زياته کړې ده چې جويا ته بايد د هغې د څرګندونو له امله، سزا ورنکړل شي .

نوموړي ويلي دي چې جويا ځکه په پارلمان نيوکه کړې، چې ملي شورا تراوسه د افغانانو لپاره هغه څه نه دي کړي ، د کومو يې چې هيله لرله .

د بشري حقونو د څار د نړيوالې ادارې په خپره شوې خبرپاڼه  کې راغلي دي، چې له دې مخکې هم دملي شورا ځينو غړيو، يو پر بل نيوکې کړي، خو هېڅ يو يې له دغه شان غبرګون سره نه دى مخ شوى .

که څه هم جهادي مشران او ځينې خلک د جويا خبرې ، د  راوا ( د افغانستان د ښځو انقلابي جمعيت ) ، چې د جهادي تنظيمونو ضد پاليسي لري ، په اشاره بولي ، خو جويا وايي چې تراوسه ددغه ګوند د غړيتوب ( وياړ ) نه لري .