تازه خبر: په خوست كې پنځه تنه د تخريبي فعاليتونو په تور ونيول شول
د كليد راډيو په نكل:
د خوست ځايي چارواكي وايي، چې د دغه ولايت په موسي خيلو ولسوالۍ كې يې پنځه تنه داسې كسان نيولي دي، چې د دوى په خبره په دولت ضد فعاليتونو كې لوى لاس لري. د خوست والي ارسلا جمال وايي، چې په نيول شويو كسانو كې د مروال په نوم د پولې هاخوا د وزيرستان د سيمې يوتن اوسيدونكى هم شامل دى.
د والي د ادعا له مخې نوموړى په خوست كې د بريدو سمبالوونكى وو.
+ نوشته شده در جمعه چهارم خرداد ۱۳۸۶ ساعت 11:34 توسط لعل اقا شيرين
|