يوتن دجاسوسۍ په تور ووژل شو
نامعلومو وسلوالو د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ د باټا په کلي کې د غلام محمد په نوم يوتن د جاسوسۍ په تور وواژه .
په دغه ولايت کې د طالبانو قوماندان محمد انس شريف تيره ورځ خبري رسنيوته ويلي ، چې ياد شوى تن غلام محمد نوميږي او د دوى لخوا وژل شوى دى .
هغه زياته کړې چې غلام محمد څو ورځې مخکې ددوى لخوا نيول شوى و اود خپلې جاسوسۍ په تور يې اعتراف هم کړى دى .
د غزني په بېلا بېلو ولسواليو کې په ورته تورونو پخوا هم ځينې کسان د وسلوالو طالبانو له لوري وژل شوي دي .
+ نوشته شده در جمعه چهارم خرداد ۱۳۸۶ ساعت 8:1 توسط لعل اقا شيرين
|