المان په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو د ستراتيژۍ پربدلون ټينګاروكړ
په كندزكې د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ كې د څوالماني سرتېرو تروژل كېدو وروسته د دغه هېواد په مطبوعاتو كې يولړبحثونه پيل شويدي.
د المان د پوځي ځواكونو د خپلواكي ټولنې مشر برنارډ ګرټز د المان له لومړي ټلويزيون سره په يوه ګردي مېزكې نيوكه كړې، چې په افغانستان كې د الماني سرتېرو رول او په ټولوكې د نړيوالو ځواكونو ستراتيژي روښانه نه ده او كه دغه ستراتيژي بدله نه شي په افغانستان كې به ماته خوري.
د نوموړي په وينا، المان بايد په افغانستان كې د خپل حضورمانا او موخه روښانه كړي، ګرټز د نيوكې په توګه وويل، چې په افغانستان كې يوازې ټاكنې شوېدي، نورې هېڅ مثبتي برياوې نه لرو.
له بلې خوا د المان د سوسيال ډيموكرات ګوند د دفاعي چارو كارپوه راينرارنولډ په افغانستان كې د الماني سرتېرو د دندې د بدلون ننګه كړې او ويلي يي دي، چې په نړۍ كې بايد د المان د مسووليت په اړه بشپړبحث وشي .